افغان-تاجک اړیکې؛ مخینه او راتلونکی

تېره اوونۍ (سه‌شبنه، د مې ۱۰مه ۲۰۱۶) افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په رسمي بلنه په دوه‌ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ. د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راهیسې، دا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړنی سفر دی، چې تاجکستان ته یې ترسره کوي.

د ولسمشر غني له سفر وروسته، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله هم له منځنۍ آسيا – جنوبي آسيا ته د افغانستان له لارې د بریښنا د انتقال پروژې (کاسا-۱۰۰۰) په پرانېست‌غونډه کې د ګډون په موخه، تاجکستان ته سفر وکړ.

افغان- تاجک اړیکې په تېر کې څرنګه وې، اوس په څه وضعيت کې دي او راتلونکې به یې څرنګه وي؟ همدا راز د افغانستان په بهرني سیاست کې د تاجکستان ارزښت څه دی؟ د دغو پوښتنو ځوابونه په دې تحليل کې مومئ.

د افغان-تاجک اړيکو شاليد

افغانستان او تاجکستان له یو بل سره د ګډې ژبې، ګډ قوم، ګډ کلتور او ګډې پولې له کبله نښتي دي. له همدې ځایه ده، چې دوی له یو بل سره ډېرې پخوانۍ اړیکې لري او په بېلابېلو تاریخي دورو کې په یوه قلمرو کې یوځای پاتې شوي. د بېلګې په ډول د لوی خراسان دوره او يا هم په ځینو اسلامي دورو کې، لکه د غزنویانو دوره.

د احمد شاه بابا د دورې پرمهال هم افغانانو له دوی سره نږدې اړیکې لرلې او وروسته بیا په شلمه پېړۍ کې امیر حبیب الله خان، امیر امان الله خان او محمود طرزي د منځنۍ آسيا له دغو مسلمانانو سره د شورویانو پرضد د دوی په پاڅونونو کې ډېرې همکارۍ وکړې، چې د دوی دغه پاڅونونه او پاڅونوال په تاریخ کې د باسماچیانو په نامه یادیږي.

کله چې د باسماچیانو دغه پاڅونونه ناکام شول او د منځنۍ آسيا مسلمان امارتونه يو پر بل پسې د شوروي امپراتورۍ تر سینې لاندې شول؛ نو تر ۱۹۹۱ کال پورې د منځنۍ آسيا دغه مسلمانان بیا په شوروي اتحاد کې مدغم شول. کابل هغه مهال هم له دوشنبې سره فرهنګي اړیکې درلودې او هم یې په تاجکستان کې د فارسي اصطلاحاتو په بیا ژوندي کولو کې خپل رول ولوباوه. ځکه د شورویانو او کمونیستي ایډیالوژۍ له کبله، په تاجکستان کې فارسي اصطلاحات پر شوروي اصطلاحاتو بدل شوي وو.

د افغاني جهاد له بريا وروسته، تاجکستان هم د ۱۹۹۱ کال د سپټمبر په ۹مه د خپلواکۍ اعلان وکړ او افغانستان د دوی دغه خپلواکي د سپټمبر پر ۱۲مه په رسمیت وپېژندله. خو له خپلواکۍ وروسته، په تاجکستان کې یوه خونړۍ کورنۍ جګړه ونښته او له کبله یې لسګونه زره کډوال افغانستان ته راغلل. د تاجکستان دغه کورنۍ جګړه بیا د ملګرو ملتونو، ایران او افغانستان په منځګړتوب، په ۱۹۹۷ کال کې پای ته ورسېده.

هغه مهال په افغانستان کې د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ جګړه روانه وه؛ خو تاجکستان بیا د افغان جګړې له یوه لوري (شمالي ټلوالې) څخه ملاتړ وکړ.

له ۲۰۰۱ کال وروسته افغان-تاجک اړیکې

د افغانستان د نورو ګاونډیانو په پرتله، له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د جګ‌پوړو چارواکو سفرونه کم ترسره شوي. خو بیا هم په مجموعي ډول په دغو کلونو کې افغان-تاجک اړیکې عادي او ښې وې.

په دغه دوره کې د فرهنګي، تاریخي او ژبنيو مشترکاتو ترڅنګ، پر یو شمېر اقتصادي، انرژي، تجارتي او ترانزيټي همکاریو هم خبرې اترې وشوې. د بېلګې په ډول د رېل پنځه-مليتي کرښه، کاسا-زر پروژه، هېواد ته له تاجکستان څخه د برېښنا صادرول، د افغانستان له لارې پاکستان ته ترانزيټ او داسې نور.  

ملي وحدت حکومت او کابل-دوشنبه اړيکې

د افغان ولسمشر اشرف غني د بهرني سیاست په تګلاره کې تر ټولو زیات ارزښت ګاونډیانو ته ورکړل شوی. خو بیا هم د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راهیسې په ګاونډيو هېوادونو کې تر ټولو زیاته پاملرنه چین، پاکستان، ترکمنستان او ایران ته وشوه. البته د ازبکستان په پرتله بیا له تاجکستان سره اړیکې نژدې او د لوړپوړو چارواکو سفرونه زیات وو.

تېره اوونۍ افغان ولسمشر تاجکستان ته دوه‌ورځنی سفر درلود او په دغه سفر کې یې د تاجکستان له ولسمشر، لومړي وزیر او د پارلمان له مشر سره لیده-کاته وکړل.

تاجکستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د سخت‌دريځۍ او مخدره توکو په اړه اندېښنې لري. همدا لامل و، چې په افغانستان کې د داعش ډلې له ظهور او د افغانستان په شمال کې د ناامنیو له کبله یو ځل بیا دغه دوې قضیې د خبرو اترو برخه وې. خو ترڅنګ یې د کاسا-زر پروژې په اړه هم خبرې وشوې، چې تېره اوونۍ په رسمي ډول پرانېستل شوه. په دې پروژه کې به له منځنۍ آسيا څخه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا صادره شي او د افغانستان د برېښنا د تقاضا د پوره کولو ترڅنګ به، هر کال د ترانزيټي فیس له کبله هېواد ته له ۳۰ څخه تر ۴۰ میلیون ډالرو پورې، د عاید سرچینه هم شي.

د کابل په بهرني سیاست کې د دوشنبې ارزښت

تاجکستان د افغانستان په بهرني سیاست کې، د اقتصادي الحاق د لاندې برخو له کبله ډېر ارزښت لري:

  • ترانزيټ او تجارت؛ افغانستان او تاجکستان دواړه په وچه کې راګير هېوادونه دي، دواړه هېوادونه اړ دي، چې د ترانزيټ لپاره پر نورو متکي شي. که څه هم تاجکستان له روسیې سره ډېرې نږدې اړیکې لري او تر ډېره د ماسکو تر نفوذ لاندې ګڼل کېږي؛ خو بیا هم هڅه کوي، چې د افغانستان-پاکستان او افغانستان-ایران له لارې خپله سوداګري او ترانزيټ ترسره کړي. د افغانستان لاره ځکه هم ورته مهمه ده، چې له ازبکستان سره یې اړیکې له ډېرې مودې راهیسې خرابې دي.

په همدې موخه په ۱۳۸۴ کال کې د تاجکستان د ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر میر ظفر الله خان جمالي ترمنځ په اسلام‌اباد کې د دوو داسې سړکونو په جوړولو موافقه وشوه، چې تاجکستان او پاکستان، د افغانستان له لارې سره ونښلوي. لومړی سړک به له دوشنبې، کندز، کابل، جلال‌آباد او پېښور څخه تېرېږي او دویم سړک به د واخان له لارې د پاکستان له چترال سره نښلول کېږي؛ خو تر اوسه په دې اړه لا عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

همدا راز د ترانزيټ او تجارت په موخه د پنځه-ملیتي ریل کرښې تفاهمنامې هم لاسلیک شوې، چې چین به د تاجکستان او افغانستان له لارې له ایران سره ونښلوي. یوه بله ریل-کرښه هم تر نظر لاندې ده، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې له تاجکستان او بیا له چین سره ونښلوي.

په ۲۰۱۰ کال کې د آپټا په تړون کې پاکستان ته اجازه ورکړل شوه، چې د افغانستان له لارې له تاجکستان (منځنۍ آسيا) سره تجارت وکړي؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې د تړون له ختمېدو او د بیا نوي کولو پر سر، افغانستان ته د واګې له لارې له هند سره د تجارت اجازې نه ورکولو له کبله، بېرته لغوه شو.

  • انرژي؛ انرژي د دوو لاملونو له کبله مهمه ده: برېښنا او د آمو حوزه.

لومړی: د افغانستان د برېښنا داخلي تولید د هېواد تقاضا نه شي پوره کولی او له همدې امله، له ګاونډيو هېوادونو څخه برېښنا واردېږي، چې په دې ډله کې تاجکستان هم شامل دی. د دې ترڅنګ د «ټوټاپ او کاسا-زر» پروژو له کبله پاکستان ته هم د افغانستان له ترانزيټي لارې برېښنا صادرېږي.

دویم: افغانستان چې له تاجکستان سره د آمو پوله لري. د آمو په دغه حوزه کې د تېلو او غازو پراخې زیرمې موجودې دي، چې دواړه هېوادونه پکې په ګډ ډول شریک دي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *