افغان-چين اړيکې او د ورېښمو نوې لاره

تېره اوونۍ د افغانستان اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله د چین د لومړي وزیر په رسمي بلنه په یوه درې ورځني سفر چین ته ولاړ. دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې له یوې خوا د پاکستان لوی درستیز جنرال راحېل شریف هم د چین په سفر کې دی او له بلې خوا د څلور اړخیزو ناستو پنځمه غونډه هم په اسلام‌آباد کې جوړه شوه.

د اجرائيه رییس په دغه سفر کې د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزيټ، تجارت، اقتصاد او کرنې په برخو کې شپږ هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک شول، چې تر ټولو مهم یې د ورېښمو لارې په اړه هوکړه‌لیک و.

دا چې د ډاکتر عبدالله دغه سفر به د کابل-بیجینګ پر اړیکو څه اغېزه وښندي، د سولې پروسې په بیا پیلولو کې به څه اغېزې ولري او هېواد به په ریښتینې ډول د «یو سړک-یوه کړۍ» برخه کړي او که نه؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته پرې شننه کوو.

ملي وحدت حکومت او کابل-بيجينګ اړيکې

د ملي وحدت حکومتله جوړېدو راوروسته افغان-چین اړیکې د نورو کلونو په پرتله ډېرې نږدې شوې؛ ځکه افغان ولسمشر اشرف غني خپل لومړنی رسمي سفر له چین څخه پيل کړ او د سولې په قضیه کې د چین د مرستې غوښتونکی شو.

په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان او چین ترمنځ د لوړ پوړو چارواکو سفرونه زیات شول او کابل ته یو شمېر چینايي وزیرانو، د چین مرستيال ولسمشر”لي یوانچاو” او د چين د پوځ لوی درستیز سفر وکړ. همدا راز چینايي لوړپوړو چارواکو د له لوړپوړو افغان چارواکو سره د ځينو نړیوالو کنفرانسونو په څنډو کې هم ولیدل (لکه د شانګهای غونډې). د دې ترڅنګ چينايي چارواکو د افغانستان په اړه جوړو شويو نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې هم برخه واخیسته (د بېلګې په ډول، د آسیا زړه کنفرانس-اسلام‌آباد؛ د افغانستان-پاکستان-چین-امریکا په څلور اړخیزو ناستو او د پاکستان-افغانستان-چین درې اړخیزې غونډې).

په بل اړخ کې د افغانستان له‌خوا اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم چین ته په رسمي سفرونو ولاړل.

تېر ۱۳۹۴ کال افغان-چین اړیکې مياشت په مياشت د ښه کېدو په لور ولاړې او په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان په دوه‌اړخیزو اړیکو کې همدا یوازېنۍ اړیکې وې، چې له بې‌ثباتۍ سره مخ نه شوې. دغه راز په تېر کال کې د افغانستان او چین ترمنځ په نظامي ډګر کې هم همکاري زیاته شوه او د افغانستان له خوا د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي چین ته سفرونه وکړل او په امنیتي برخو کې د چین او افغانستان ترمنځ څلور تفاهمنامې لاسلیک شوې، چې د یوې تفاهمنامې له مخې به چین د کابل په څلورو دروازو کې امنیتي دروازې نصب کړي.

په بل اړخ کې د چین لوی درستیز جنرال “فانګ فنګ هوی” هم د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په ۲۹مه افغانستان ته په يوه نااعلان شوي یو ورځني سفر راغی او له لوړ پوړو افغان چارواکو سره یې ولیدل. په دغه سفر کې د چین لوی درستیز نه یوازې دا چې له افغانستان سره د ۷۳ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه، بلکې د “ترهګرۍ” پرضد د چین-پاکستان-افغانستان-تاجکستان د ګډې مبارزې طرحه یې هم وړاندې کړه او دا يې هم وویل، چې چین به د “تروریزم” پرضد د افغان ولسمشر طرحې په اړه، په راتلونکي اوړي کې یو نړیوال کنفرانس هم جوړ کړي. د چین لوی درستیز افغانستان ته داسې مهال سفر وکړ، چې په سیمه کې د «یوې لارې-یوې کړۍ» او «چین-پاکستان اقتصادي دهلیز» د بیجینګ دوې اساسي اقتصاد محوره پالیسۍ هم د عملي کېدو په درشل کې دي.

 

چین ته د اجرائيه رئیس سفر

د افغانستان اجرائيه رییس د چين د لومړي وزیر په رسمي بلنه د مې مياشتې په ۱۵مه، دغه هېواد ته په خپل دویم رسمي سفر ولاړ. دغه درې ورځنی سفر داسې مهال ترسره شو، چې د پاکستان لوی درستیز راحېل شریف هم چین ته په رسمي سفر ولاړ او هلته يې له چینایانو سره د پاکستان-چین اقتصادي حوزې د امنیت په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغانستان اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله هم په چین کې د سولې پروسې د بیا پیلولو او پر پاکستان د چين فشار د زیاتېدو په موخه د چين له لوړپوړو چارواکو یو ځل بیا غوښتنه وکړه. په همدې تړاو ده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ دا توقع لرو، چې د هر ډول تاثیر او نفوذ نه کار واخیستل شي، ترڅو په افغانستان کې سولې او امنیت ته زمینه برابره شي.»

د دغه سفر پرمهال افغان لوري د چین په لور خپله تګلاره نوره هم روښانه کړه او د سوېل په سمندرګي کې یې د چین له دریځ څخه ملاتړ څرګند کړ او ترڅنګ یې د شپږو هوکړه‌لیکونو د لاسليک کولو له کبله د کرنې، تجارت اوترانزيټ په برخو کې د اړیکو نږدې کېدلو هڅه هم وشوه.

د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې به چین په کابل پوهنتون کې یوه ودانۍ جوړه کړي، چین ته به د زعفرانو تجارت پيل شي، له افغانستان سره به ۵۰۰ میلیون یوان تخنیکي او ۵۰ ملیون یوان بشري مرستې وشي، او افغانستان به د چين د ورېښمو طرحې “یو سړک، یوه کړۍ” برخه شي.

د ورېښمو نوې لاره

 په ۲۰۱۳ کال چې کله په چین کې واک له څلورم نسل څخه پنځم نسل ته انتقال شو، نو “شي جینپینګ” د چین ولسمشر شو. شي جینپینګ داسې مهال چې د چین اقتصادي وده مخ په ځوړ روانه وه، له ځان سره د لویو اقتصادي پروژو طرحې راوړې او د عملي کولو لپاره یې ګامونه پورته کړل. یوه له دغو طرحو څخه د ورېښمو لارې بیا احیا یا بیا جوړونه ده.

د ورېښمو لارې دغه طرحه به له دوو لارو څخه تېرېږي؛ د وچې او اوبو له لارې.

د وچې له لارې به دغه طرحه له چین څخه پیلېږي، له منځنۍ اسیا او ایران څخه په تېرېدو به منځني ختیځ او اروپا ته رسېږي. افغانستان له پيله هڅه کوله، چې د چین په دغه طرحه کې شامل شي؛خو اوس یې په عملي ډول له چینايي لوري سره د «یوه سړک یوې کړۍ» هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه‌لیک او د ورېښمو په لاره کې د افغانستان له ګډون سره به پر افغانستان مثبتې اغېزې وښندل شي. ځکه له دې کبله به افغانستان د سیمه‌ییز تجارت او ترانزيټ پر ډګر بدل شي، په افغانستان کې به د زیربناو (سړکونو، ریل کرښو) جوړونه کې پانګونې وشي، چې دا به بیا د اقتصادي ضربي تاثیر (Multiplier effect) له کبله د افغانستان پر اقتصاد څو چنده مثبتې اغېزې ولري.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *