په هېواد کې د داخلي کډوالو لوړه کچه؛ مخينه او عوامل

د بښنې نړېوال سازمان په افغانستان کې دننه بې‌ځایه شويو کډوالو په اړه، په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله په افغانستان کې د داخلي بې‌ځايه شويو کچه تقریباً درې چنده لوړه شوې ده.

دغه سازمان د (ماشومان به مې په دې ژمي کې له يخنۍ مړه شي) تر نامه لاندې راپور چې د مې په ۳۱مه (۲۰۱۶) خپور شو، ښيي چې په ۲۰۱۳ کال کې تقریباً ۵۰۰ زره کسان د هېواد دننه بې‌ځایه شوي وو؛ خو دغه کچه په ۲۰۱۶ کال کې د امنيتي وضعيت د خرابوالي له کبله ۱.۲ میلیونو ته لوړه شوې ده.

د دغه راپور بله برخه په هېواد کې دننه بې‌ځایه شويو کورنیو پر بد وضعیت راڅرخي او مخکې زیاتوي، چې تر اوسه د ۲۰۱۴ کال د داخلي بې‌ځایه شويو کورنیو په اړه جوړه شوې ملي پالیسي هم لا په سمه توګه نه ده عملي شوې او دا کډوال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دا چې په هېواد کې د بې‌ځایه کېدو پروسه کله پیل او په بېلابېلو وختونو کې له کومو پړاوونو تېره شوه؟ اوسنی وضعیت يې څه ډول دی؟ او په کور دننه کډوالو د لوړې کچې عمده لاملونه کوم دي؟ دلته پرې شننه کوو.

 

د داخلي کډوالۍ شاليد

د افغانستان په تاریخ کې خلک د یو شمېر عواملو (جګړې، اقتصادي، طبیعي آفتونو) له کبله په بېلابېلو مرحلو کې، په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي دي؛ خو د بې‌ځايه شويو شمېره بیا په دغو دورو کې دومره لوړه نه وه.

د شورویانو د اشغال پرمهال هم خلک اړ شول، چې یا ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي او یا هم د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه، د پلازمېنې کابل په لور ولاړ شي. په عمومي ډول ګاونډیو هېوادونو ته تلونکي افغان کډوال د وخت له نظام، حکومت او ایډيالوژۍ سره جوړ نه وو او تر ډېره د حکومت مخالفین وو. په بل اړخ کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه کابل او لويو ښارونو ته تلونکو خلکو یا په ټيټه کچه په حکومت کې دندې لرلې، یا حکومتي چارواکي وو او یا هم د نورو عواملو له کبله اړ شوي وو، چې په کابل کې پاتې شي.

دا چې هغه مهال د هېواد دننه په تېره بیا په کابل کې څومره بې‌ځایه شوې کورنۍ او خلک وو، په اړه یې دقیقې او کره شمېرې نشته؛ خو بیا هم د دوو افغان پېژندونکو «نانسي» او «لویس ډوپري» په اند د ثور له انقلاب څخه وړاندې د کابل نفوس تقریباً ۷۵۰ زره تنه و؛ خو د شورویانو له یرغل سره، د افغانستان له لرې پرتو سیمو څخه یو شمېر افغانان کابل ته کډه شول، ترڅو ځانونه د جګړو له تباهۍ وژغوري. دغه چلند بیا د کابل نفوس دوه برابره کړ (یعنې شاوخوا یونیم میلیون شو). د دې ترڅنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم، خلکو تر ډېره د مرکزونو په لور مخه کړه او په مجموع کې یې د هېواد دننه بې‌ځایه شويو شمېره شاوخوا دوه میلیونو تنو ته ورسوله. (وګورئ: شکل-1)

شکل-1: د هېواد دننه کډوالي (۱۹۸۴-۲۰۱۵)

شکل-1

ماخذ: د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره

په پورتني شکل کې شنه کرښه د شورویانو پرضد د افغان جهاد پرمهال د هېواد دننه بې‌ځایه شويو کډوالو اټکلي ارقام ښيي او سره کرښه بیا د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د بې‌ځایه شويو کډوالو وضعیت ښيي.

 

په هېواد کې دننه بې‌ځايه شويو ارقام

په نوییمه لسیزه کې د کورنۍ جګړې له کبله ډېری خلک په ښاري سیمو او د جګړې له ډګره لرې اوسیدل. په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان پر بېلابېلو سيمو د امریکایانو له لومړنیو بریدونو سره د داخلي کډوالو شمېره ۱.۲ ملیونو تنو ته ورسېده؛ خو ورسره جوخت په هېواد کې د امنیت له ټینګیدو سره د داخلي کډوالو شمېره هم ۶۵۰ زره تنو ته راکمه شوه او تر ۲۰۰۶ کال پورې د داخلي کډوالو شمېر همداسې مخ په ټیټېدو و. هغه مهال تر ډېره په هېواد کې دننه امنیت ټینګ و؛ خو له ۲۰۰۷ کال څخه وروسته، چې په یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ زیاتې شوې، نو د هېواد دننه بې‌ځایه شوي کډوال هم مخ په زیاتېدو شول. په ۲۰۰۷ کال کې په ټول افغانستان کې تقریباً ۱۵۳۷۱۸ تنه داخلي کډوال وو؛ خو د ۲۰۱۵ کال د مې تر پایه پورې تقریباً ۹۱۶۴۳۵ تنه داخلي کډوال دي[1]. خو په بل اړخ کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په ۲۰۱۵ کال کې د داخلي کډوالو شمېره ۸۵۴۳۱۰ تنه ښيي[2]. (وګورئ: شکل-1)

که چېرې په ۱۳۹۴ کال کې د هېواد امنیتي وضعیت ته ځېر شو او بیا په هېواد کې دننه د کډوالۍ په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او کډوالو چارو وزارت ارقامو ته وګورو نو د دواړو ارقام کم برېښي. له همدې ځایه ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د داخلي کډوالو په اړه دغه ارقام ننګولي او په ۲۰۱۵ کال (۱۳۹۳-۱۳۹۴)کې د داخلي کډوالو شمېره ۱.۲۵۷ میلیونه ښيي، چې د ۲۰۰۹ کال په پرتله پنځه برابره لوړ ده. په دغه کال کې د کورنيو بې‌ځايه شويو شمېره په افغانستان کې د داعش ډلې د ظهور، د کندز له سقوط او په شمالي ولایتونو کې د طبیعي پیښو له کبله زیاته شوه. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له ارقامو سره د بښنې نړیوال سازمان هم موافق دی او له همدې امله یې په ۲۰۱۶ کال کې په خپل راپور کې هم استناد پرې کړی.

 

په هېواد کې د داخلي کډوالۍ عوامل

په افغانستان کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د داخلي کډوالۍ عمده او تر ټولو غټ لامل ناامنۍ دي، د دې ترڅنګ یو شمېر نورو عواملو رول لوبولی، چې په لاندې ډول دي:

  • ناامنۍ: په هېواد کې د ورځ تر بلې زیاتېدونکو ناامنیو له کبله په هېواد کې دننه کډوالي هم په زیاتېدو ده. د بېلګې په ډول که د ۲۰۰۱، ۲۰۰۶، ۲۰۰۹ او بیا ۲۰۱۵ کال ارقام سره پرتله کړو، نو جوتېږي، چې له ۲۰۰۶ پرته په دريو نورو کلونو کې داخلي کډوالي زیاته شوې؛ ځکه په ۲۰۰۱ کال کې ناامنۍ تر ټولو زیاتې وې، جګړه وه او دغه کال د داخلي کډوالو شمېره (۱.۲ میلیونه) تنه و. په هېواد کې د حالاتو له ښه کېدو او د امنیت له ټینګېدو سره دغه ارقام بیا تر ۲۰۰۶ کال پورې کم شول. په ۲۰۰۶ کال کې (۱۲۹۳۱۰) تنه وو. خو له ۲۰۰۶ کال وروسته، د ناامنیو له زیاتېدو سره، کال په کال د داخلي کډوالو شمېره هم زیاته شوه او په ۲۰۰۹ کال کې (۲۹۷۱۲۹) تنو ته ورسېده. دا شمېره په ۲۰۱۵ کال کې (۹۱۶۴۳۵) تنو ته او د یوې بلې سرچینې له مخې ۱.۲۵۷ میلیونه تنو ته ورسېده.
  • وسله‌والې شخړې او د داعش ډلې ظهور: په کومو ولایتونو کې چې ناامنۍ زیاتې وي او یا پکې وسله‌والې شخړې وي، په هغو ولایتونو کې د داخلي کډوالو شمېره تر ټولو زیاته وي. د بېلګې په ډول، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ الله میاخیل په اند تېر کال یوازې «په هلمند کې ۲۰ زره کورنۍ، په ننګرهار کې له ۱۵ زره زیاتې کورنۍ، په کندوز کې ۲۰ زره کورنۍ او په کابل کې بیا ۸ زره کورنۍ د کډوالو په توګه ژوند کوي»[3]. همدا راز د یوه بل نړیوال سازمان د شمېرو له مخې هم تېر کال تر ټولو زیات داخلي کډوال له سوېلي حوزې، بیا د لوېديزې حوزې او په درېیم نمبر کې له ختيزو سيمو څخه راغلې وې[4].
  • بې‌کاري او دولتي کارونه: په افغانستان کې د هېواد دننه کډوالۍ یو لامل دا هم دی، چې خلک د بې‌کارۍ او یا دولتي دندو له کبله د افغانستان مختلفو ښارونو په تېره بیا په کابل، جلال‌آباد، کندهار او هرات کې مېشتېږي؛ ځکه د کلیو په نسبت په ښاري سیمو کې د کار موندنې فرصتونه زیات وي.
  • طبیعي آفتونه: تېر کال د مختلفو طبیعي پېښو، لکه سیلابونو او ځمکې ښویېدنې له کبله هم د هېواد دننه یو شمېر کورنۍ داخلي کډوالۍ ته اړ شوې دي. البته په دې اړه په هېواد کې کومه کره څېړنه او ارقام نشته، چې له مخې یې معلومه شي، چې تېر کال د داخلي کډوالۍ تر شا طبیعي آفتونو څومره رول لوبولی و؛ خو د ځینو خبرونو او ارقامو له مخې د داخلي کډوالۍ او د طبیعي آفتونو ترمنځ اړیکه لیدل کېږي. د بېلګې په ډول د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې له کندز ولایت څخه تقریباً ۱۱۷۵ کورنۍ د سېلابونو او طبیعي پېښو –د ناامنیو ترڅنګ- ګاونډيو ولایتونو ته کډوال شول[5]. همدا راز د ۱۳۹۴ کال په ثور میاشت کې په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښویېدنې له کبله هم لسګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې. وروسته بیا د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې په همدغه ولایت کې د سېلابونو له کبله هم له ۳۵۰ څخه زیاتې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې[6].

پای

[1]  نور جزئيات، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وېب‌پاڼه:

UNHCR, Afghanistan, Conflict-induced internal displacement monthly update, May 2015

[2]  د دغې احصائیې لپاره وګورئ د کډوالو چارو وزارت ویب‌پاڼه:
http://morr.gov.af/fa/page/2204

[3] امید زهیرمل، «په خپل کور کې بې‌کوري»، کلید ګروپ، د حمل ۱۴مه ۱۳۹۵ کال، په پرلیکه بڼه: http://tkg.af/pashto/report/research/17982-%D9%BE%D9%87-%D8%AE%D9%BE%D9%84-%DA%A9%D9%88%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%A8%DB%90-%DA%A9%D9%88%D8%B1%D9%8A?utm_source=feedburner&utm_medium=feed&utm_campaign=Feed%3A+tkg_pashto_report+(%D8%B1%D9%BE%D9%88%D9%BC)&TB_iframe=true&width=180&caption=%D9%BE%D9%87+%D8%AE%D9%BE%D9%84+%DA%A9%D9%88%D8%B1+%DA%A9%DB%90+%D8%A8%DB%90+%DA%A9%D9%88%D8%B1%D9%8A&keepThis=true&height

[4] دغه ارقام په ۱۳۹۴ کال کې د کندز له سقوط څخه وړاندې د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې دي، چې له مخې یې په جنوبي ولایتونو کې ۲۲۳۲۷۸ تنه، په لویديزو ولایتونو کې ۲۲۰۴۳۴ تنه، په ختيزو ولایتونو کې ۱۴۸۴۸۹ تنه او په مرکزي ولایتونو کې ۱۶۹۹۵۸ تنه داخلي کډوال وو. د نورو معلوماتو لپاره وګورئ:
http://www.internal-displacement.org/assets/library/Asia/Afghanistan/graphics/201507-map-ap-afghanistan-en.pdf

[5] د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت، د ناامنیو له امله د کندز زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي، د ۲۰۱۵ کال د جولای ۱۲مه، په پرلیکه بڼه یې وګورئ: http://morr.gov.af/ps/news/49441

[6] په دې اړه وګورئ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ته د بدخشان د ولایت د کډوالو امریت راپورونه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ویب پاڼه کې:
http://morr.gov.af/ps/page/1872/north-east/office-of-refugee-badakhshan

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *