په اسلام‌آباد کې د افغانستان په اړه دوه‌ورځنی کنفرانس

د «افغانستان په قضيه کې د زبرځواکونو او سيمه‌ييزو هېوادونو رول» تر نامه لاندې دوه‌ورځنی نړيوال کنفرانس د «اسلام‌اباد د پاليسۍ د څېړنو انستيتوت» (IPRI) له خوا د «جرمني هانس سايډل بنسټ» (HSF) پاکستان څانګې په همکارۍ د ۲۰۱۶ کال د مې په ۱۸-۱۹مه په اسلام‌اباد کې جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان، پاکستان، امريکا، چين، ترکیې، ایران، روسيې او یو شمېر نورو هېوادونو د تحقيقاتي مرکزونو استازو او د نظر خاوندانو ګډون کړی و او د پاکستان ځينو لوړ پوړو چارواکو لکه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه او د بهرنيو چارو وزارت لومړي سکرتر اعزاز چودري هم برخه اخېستې وه.

له افغانستانه هم د ستراتېژيکو او سيمه‌ييز څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين او د سياسي چارو شنونکي هارون مير رسما ګډون کړی و.

دغه نړیوال کنفرانس څلور برخې درلودې، چې لومړی برخه د افغانستان وضعیت ته عمومي کتنه وه. دویمه برخه یې د افغانستان په اړه د سویلې اسیا اندېښنو ته ځانګړې شوې وه. درېیمه برخه بیا د افغانستان په سوله کې د یو شمېر هېوادونو (روسیه، امریکا او چین) د رول په اړه وه او څلورمه برخه يې هم د فرا-ملي امنیتي ستونزو او ګاونډيو سیمو په اړه وه.

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امین په دغه کنفرانس کې «په افغانستان کې امنیت؛ ستونزې او حل لارې» تر نامه لاندې خپله مقاله وړاندې کړه.

دکتور عبدالباقي امين لومړی د افغانستان پر امنيتي وضعيت او په افغانستان کې د ناامنيو پر عواملو او اغېزو رڼا واچوله. نوموړي وويل، چې په افغانستان کې بې‌ثباتۍ او ناامنۍ د ژوندانه پر نظام ژورې اغېزې ښندلې دي او د دغه وضعيت دوام سيمې ته د نويو لوبو راتګ ته زمينه برابره کړې ده.

نوموړي په افغانستان کې د ناامنيو عوامل، ايډيولوژيکي او سياسي اختلافات، د بهرنيانو مداخلې او لاسوهنې او داسې نور وبلل.

ښاغلي امين زياته کړه، چې په افغانستان کې بې‌ثباتي او ناامني يوازې د افغانستان تر پولو نه محدودېږي، بلکې دا وضعيت د سيمې هېوادونو ته هم ګواښ دی. نوموړي وويل، په افغانستان کې ثبات د سيمې د هېوادونو په ګټه دی او بايد د سيمې هېوادونه د افغانستان په قضيه کې مثبت رول ولوبوي.

دکتور عبدالباقي امين، په افغانستان کې د سولې د هڅو ناکامۍ ته په اشارې سره وويل، چې له سولې څخه ناسم تفسير، د سولې ټينګښت لپاره په نورو هېوادونو تکيه، د يوه بې‌طرفه منځګړي ګروپ نشتون، د افغانستان د قضيې په اړه د پاکستان متزلزل او منفي دريځ، او په افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا د ارادې نشتوالی د افغان سولې بهير د ناکامۍ مهم لاملونه دي.

د ده په وينا، افغانان له جګړې څخه ستړي شوي او دا مهال د سولې لپاره تر هر بل وخت ښه زمينه برابره ده؛ خو د يوه منځګړي لوري رامنځته کول، د سولې بهير لپاره يو ضامن محور رامنځته کول او د افغانستان سيمې او نړۍ په کچه له دغه بهير څخه رښتيني ملاتړ ته اړتيا ده.

1 3 45 6

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *