د کډوالو نړيواله ورځ او افغان کډوال په نړۍ کې

د جون ۲۰مه (۲۰۱۶) د تېر په څېر په نړۍ کې د کډوالو د ورځې په توګه ونمانځل شوه. خو په ۲۰۱۶ کال کې په نړیواله کچه کډوال نه یوازې دا چې په بد وضعیت کې دي، بلکې شمېره یې هم د بل هر وخت په پرتله، زیاته شوې ده.

په بل اړخ کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره سیاسي چلند کېږي او د پاکستان حکومت پر کابل د فشار په موخه یو ځل بیا «افغان کډوال» د یوه سیاسي ابزار په توګه استعمالوي.  

دا چې په ټوله نړۍ کې څومره خلک کډوال دي؟ د دوی وضعیت څه ډول دی؟ او وروستيو سياستونو او بدلونونو په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعيت څه ډول اغېزې کړې؟ دلته پرې شننه کوو.

په نړيواله کچه د کډوالو وضعيت

په نړیواله کچه د کډوالو، پناه غوښتونکو او داخلي بې‌ځایه شويو کچه ډېره زیاته شوې او دغه شمېره اوس له ۶۵ میلیونو څخه اوښتې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ کال په پرتله اوس (۲۰۱۶)‌ دغه شمېره لس سلنه زیاته شوې ده. په ۲۰۱۴ کال کې په نړۍ کې په زوره د بې‌ځایه شويو کډوالو کچه ۵۹.۵ میلیونه تنه وه، چې اوس دا کچه ۶۵.۳ میلیونه تنو ته لوړه شوې او په ورځني ډول تقریباً ۳۳۹۷۲ تنه خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کېږي.

په بل اړخ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ارقامو له مخې، د هغو کډوالو شمېره چې په نورو هېوادونو کې استوګن دي، ۲۱.۳ میلیونه تنه دي. د دغو کډوالو ډېره برخه (۳۹سلنه) په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې، ۲۹ سلنه په افریقا کې، ۱۴ سلنه په اسیا او پاسفیک کې، ۱۲ سلنه په شمالي او جنوبي امریکا کې او ۶ سلنه په اروپا کې استوګن دي، چې د دوی تقریباً ۵۴ سلنه له سوریې (۴.۹ میلیونه)، افغانستان (۲.۷ میلیونه) او سومالیې (۱.۱ میلیونه) سره تړاو لري.

د کډوالو د کوربه هېوادونو په ليکلړ کې هم اسلامي هېوادونه په سر کې ځای لري او په لومړيو پنځو هېوادونو کې تر ټولو زیات ۲.۵ میلیونه په ترکیه، ۱.۶ میلیون په پاکستان، ۱.۱ میلیون په لبنان، ۹۷۹۴۰۰ تنه په ایران، ۷۳۶۱۰۰ په ايتوپيا او ۶۶۴۱۰۰ تنه په اردن کې استوګن دي.

دغه کډوال په ټوله نړۍ کې په خورا بد وضعیت کې دي او تقریباً ۱۰ میلیونو ته يې د تابعیت ورکول رد شوي او همدا راز بنسټيز حقونه لکه زده‌کړې، روغتيايي خدمات، کار او د تګ-راتګ ازادي يې هم پایمال شوې ده.  

 

په نړۍ کې د افغان کډوالو وضعيت

کډوالي د نورو ننګونو ترڅنګ ملي وحدت حکومت ته یوه تر ټولو مهمه ننګونه ده. ځکه نه یوازې په هېواد کې د ناامنیو له کبله خلک اروپا ته ځي او هلته هم په خورا بد وضعیت کې وي، بلکې په ګاونډیو هېوادونو کې هم له ۳ میلیونو څخه زیات افغان کډوال له پراخو ننګونو سره مخ دي او پر افغان حکومت د زيات فشار لامل شوي دي. د دغو کډوالو بېرته راستنول او دلته ځای پرځای کول یې بله ننګونه ده. همدا راز په هېواد کې دننه بې‌ځايه شويو کډوالو شمېره هم لوړې کچې ته رسېدلې ده.

په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت: د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسين عالمي بلخي، د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې اوس هم په نړۍ کې د افغان کډوالو شمېره ۷.۲۳ میلیونه تنه ده، چې د دغو کډوالو ډېره برخه بیا په پاکستان او ایران کې استوګن دي.

په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د کارډونو موده هم په روانه ميلادي میاشت کې پای ته رسېږي او د کارډونو د اعتبار نېټې د غځولو په اړه لا هم کوم ګام نه دی اخیستل شوی. که څه هم د پاکستان حکومت له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه، چې د افغان کډوالو د کاردونو موده به د دوو کلونو لپاره غځوي. همدا راز د ناراجستر شويو افغان کډوالو په اړه هم د پاکستان حکومت تېر کال ژمنه کړې وه، چې دغه ناراجستر کډوال به د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ تر پای پورې راجستروي؛ خو دا دی پر جنورۍ پنځه نورې میاشتې هم اوړي خو پاکستان لا تر اوسه د دغو کډوالو د راجسترولو په اړه څه نه دي کړي.

په بل اړخ کې که څه هم په ایران کې د ۸۴۰ زره افغان کډوالو د «آمایش» په نوم د کډوالۍ کارډونه او د ۵۶۰ زره کډوالو اقامت تمدید شو او په ۲۰۱۵ کال د راجستر شويو افغان کډوالو بېرته راستنیدل هم د تېرو دوو کلونو په پرتله کم شول؛ خو بیا هم په مجموع کې د سوریې جګړې ته د افغان کډوالو استول او په ۲۰۱۵ کال کې په اجباري ډول د ناراجستره افغان کډوالو بېرته راستنول د کډوالو په برخه کې افغان حکومت ته ننګونه وه.

په اروپا کې افغان پناه غوښتونکي: په ۲۰۱۵ کال کې په اروپايي هېوادونو کې تقریباً ۲۵۰ زره افغان کډوالو پناه غوښتنه وکړه، چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه شمېره بیا یوازې ۳۹۴۳۹ تنه شوه او داسې د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې اروپا ته د افغانانو د کډوالۍ کچه راټيټه شوه. که څه هم د افغانستان د کډوالو وزیر د دې چارې عوامل په هېواد کې دننه د زیربنايي پروژو پیلېدل، د ناټو او امریکايي ځواکونو پاتې کېدل او د امنیتي وضعیت ښه کېدل ګڼلي؛ خو اروپا ته د افغانانو د کډوالۍ راکمېدو ترشا د اروپايي هېوادونو تبعیضي چلند او د کډوالو پرضد ورځ تربلې د اروپايي هېوادونو سختېدونکي دریځونه دي. له همدې ځایه ده، چې د ۲۰۱۶ له لومړۍ میاشتې تر اوسه ۳۵۵۷ تنه په خپله خوښه بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي.

د داخلي کډوالو لوړه کچه: د بښنې نړېوال سازمان په افغانستان کې دننه بې‌ځایه شويو کډوالو په اړه، په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله په افغانستان کې د داخلي بې‌ځايه شويو کچه تقریباً درې چنده لوړه شوې ده. د دغه راپور موندنې ښيي، چې په ۲۰۱۳ کال کې تقریباً ۵۰۰ زره کسان د هېواد دننه بې‌ځایه شوي وو؛ خو دغه کچه په ۲۰۱۶ کال کې د امنيتي وضعيت د خرابوالي له کبله ۱.۲ میلیونو ته لوړه شوې ده.

افغان کډوال؛ د کابل-اسلام‌آباد د سیاستونو قرباني!

په تېرو څو لسیزو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت چلند تر ډېره د کابل-اسلام‌آباد د سیاستونو تر اغېزو لاندې و؛ خو په وروستي یوه نیم کال کې افغان کډوال د دوو پېښو له کبله ډېر اغېزمن شول. په پاکستان کې ډېری مهال چې کومه امنیتي پېښه وشي، نو د حل لارې په توګه افغان کډوال، چې هېڅ له پېښې سره تړاو هم نه لري، قرباني کېږي.

د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر میاشت کې د پېښور پر یوه پوځي مکتب خونړۍ برید وشو، د دغه برید په غبرګون کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند وشو، چې له کبله یې بیا په ۲۰۱۵ کال کې تقریباً ۵۸۴۶۰ تنه راجستر شوي افغان کډوال له پاکستانه راستانه شول. په بل اړخ کې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر وروستۍ میاشتې پورې تقریباً ۱۱۹۲۷۹ تنه ناراجستره افغان کډوال افغانستان ته د پاکستان د بدلېدونکو حالاتو او پرېکړو له کبله راوګرځېدل. د دوی ډېره برخه (۹۷۱۲۴ تنه) د تورخم له لارې او نور یې (۲۲۱۵۵ تنه) بیا د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.

له دغو ناراجستر شويو افغان کډوالو څخه له یو لکو څخه زیات (۱۰۰۰۴۲ تنه) په خپله خوښه او له ۱۹ زرو څخه زیات (۱۹۲۳۷ تنه) بیا په اجباري ډول راولېږدول شول.

همدا راز په دې وروستیو کې د تورخم د دروازې د جوړولو پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر درېیو ورځو پورې خونړۍ نښتې وشوې، چې دواړو خواو ته یې تلفات هم واړول. د دغې پېښې په غبرګون کې پاکستاني پولیسو په خیبر پښتونخوا کې چاڼیز عملیات وکړل، چې له کبله یې تقریباً ۲۵۴ تنه افغان کډوال په زوره افغانستان ته ستانه کړل او په تېرو دوو اوونیو (جون ۲۰۱۶) کې یې تقریباً ۱۲۰۰ افغان کډوال نیولي دي. 

د دې ترڅنګ د وروستیو اتو میاشتو کړکیچنو او ښکته پورته کېدونکو دوه‌اړخیزو اړیکو له کبله د راجستر شويو افغان کډوالو د کارډونو د اعتبار موده نه ده غځول شوې او نه هم د پاکستاني چارواکو له ژمنې سره سم، ناراجستره افغان کډوال راجستر شوي دي.

په بل اړخ کې د تورخم له وروستۍ نښتې وروسته پاکستاني لوړپوړي چارواکي د افغان کډوالو په اړه په داسې حال کې بیا تودې څرګندونې کوي، چې افغان حکومت له پاکستانه غوښتي، څو افغان کډوال په پاکستان کې تر ۲۰۲۰ کال پورې پاتې شي. په بهرنیو چارو کې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال طارق فاطمي رسنیو ته وویل، پاکستان به نور د افغان کډوالو کوربه نه شي. همدا راز د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم تېره اوونۍ د افغان کډوالو د ژر تر ژره بېرته ستنېدلو غوښتنه وکړه.

 

د کډوالو په اړه د افغان حکومتونو تګلاره

په وروستیو ۱۵ کلونو کې د افغان کډوالو په تړاو د افغان حکومتونو تګلاره تر یو لړ فرمانونو، ښارګوټو جوړولو او نومرو وېشلو، د کډوالو په اړه پالیسۍ جوړونې، او وخت ناوخت ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ته د لوړ پوړو افغان چارواکو هغه سفرونه وو، چې د کډوالو د ستونزو د هواري په موخه یې دغو هېوادونو ته کړي دي.

تر اوسه افغان حکومت د کډوالو په اړه کومه جامع او روښانه دریځ او تګلاره نه لري، بلکې هر ځل یې کوښښ دا وي، چې له ګاونډیانو سره د کډوالو موضوع او ستونزه د افغان کډوالو د پاتې کېدلو د نېټې په غځولو سره حل کړي.

که څه هم په تېرو کلونو کې افغان حکومت د کډوالو په نوم ۶۲ ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تر اوسه له کډوالو څخه یو ښارګوټي هم نه دی جوړ شوی، بلکې دغه د ښارګوټو پروژه تر ډېره ناکامه وه. د دې چارې د ناکامۍ بل لامل دا هم دی، چې تر اوسه په دغو ښارګوټو کې د حکومتي شمېرو له مخې شاوخوا ۵۰ زره نومرې وېشل شوې، چې دا بیا د کډوالو کچې ته په کتلو سره هم ډېره کمه شمېره ده. 

همدا راز هغه محدوده پالیسي چې افغان حکومت جوړه کړې، تر ډېره عملي شوې نه ده.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *