پېچلې استخباراتي جګړه او وروستۍ پېښې

له ۲۰۰۱ ميلادي کال راپه دېخوا، کله چې امريکايي او نړيوالو ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ، په منظم ډول د هېواد په بېلابېلو سيمو کې داسې بريدونه وخت ناوخت وشول، چې نه يې له نړيوالو ځواکونو او له افغان حکومت سره د جګړې پر ډګر ولاړو وسله والو ډلو مسووليت منلی او نه يې هم تر نن ورځې پورې اصلي لوری چا ته معلوم شوی دی.

په دغو بريدونو کې معمولاً په خورا ماهرانه توګه داسې اهداف په نښه کېږي، چې په څرګند ډول د پردې تر شا د پېچلې استخباراتي جګړې ښکارندويي کوي. د دغو بريدونو له ډول او هغو اهدافو څخه، چې په دغو پلان شوو بريدونو کې په نښه کېږي، له ورايه څرګنده ده چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د يوه منظم پلان له مخې ترسره شوي دي.

دا وضعيت تر ډېره پر عراق د امريکا تر يرغل وروسته، ترسره شوو بريدونو او په هغه هېواد کې رامنځته شوي وضعيت سره ورته والی لري، چې له هغه هېواد څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته يې اهداف په ځينې افشاګريو کې څرګند شول.

په نيابتي جګړه کې د بهرنيو کړيو رول

د افغانستان په روانه جګړه کې بېلابېلې ډلې په بېلابېلو لورو پورې تړلې دي؛ خو عمومي افکار يوازې پر طالبانو مصروف ساتل شوي دي. د لوېديځ استخباراتي کړۍ د بلک واټر تر چتر لاندې بريدونه کوي او په روانه جګړه کې خپل اهداف تعقيبوي؛ ډېرې پېښې د دې ښکارندويي کوي، چې د لوېديځ استخباراتي شبکې په دغو جګړو کې خپلې وسله والې ډلې هم لري او له نورو ډلو هم کار اخلي.

په دغه نيابتي جګړه کې ځينې کړۍ له يو بل سره تړلې دي. نن که “د امريکا ستراتېژيک ملګری” پاکستان له افغان حکومت څخه عجيبې او غريبې غوښتنې لري او افغانستان ته د ځمکني او هوايي بريد ګواښونه کوي هم، د خپلو لوېديزوالو ملګرو په اشاره يې کوي او په لوبه کې د څو اړخونو د ښکېلتيا ښکارندوی دي. له پاکستان سره په سرحدي سيمو کې د پاکستان د ځينې نورو خوځښتونو ترڅنګ، د افغانستان پر ختيزو سيمو زرګونه توغنديز بريدونه او پر وړاندې يې د نړيوالو او په افغانستان کې د مېشتو لوېديزوالو چوپتيا هم هغه څه دي، چې افغانان يې هم د دې لوبې پر ځينې اړخونو پوه کړي دي.

د پاکستان ترڅنګ نور هېوادونه هم په ژور ډول په دې جګړه کې ښکېل دي. روسيه، ايران او امريکا د نشه يي توکو په موضوع زور ازمايي کوي او په افغانستان کې يې خپله سياسي لوبه پوره توده ساتلې ده. بلخوا چين هم دلته بې طرفه نه دی پاتې شوی او په بېلابېلو لارو خپل اهداف تعقيبوي؛ خو امريکا او لوېديزوال بيا “د کرزي خبره” غله ته وايي، غلا وکړه او د کور څښتن ته وايي، بيدار شه! او د نورو سياستونو ترڅنګ يې تر ډېره له دې لوبې هم کار اخېستی دی؛ چې په دې وروستيو کې په هرات کې د قومي شخړو په څېر پېښو وېره په راتلونکي کې د ټول هېواد په کچه شته ده.

تبليغاتي جګړه او مرموز بريدونه

تېرې دوې مياشتې هم د افغان ولس لپاره سختې خونړۍ مياشتې وې. په ارګون کې د يوې درنې چاودنې له کبله تر سلو زياتو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل او بيا ترې وروسته په غور ولايت کې د ۱۵ تنو عامو افغانانو وژل يې وروستۍ بېلګې دي، چې نه يوازې هېڅ لوري يې مسؤوليت هم نه دی منلی؛ بلکې د دولت وسله والو مخالفينو هم ځينې وختونه دارنګه بريدونه غندلي دي. دا بريدونه څوک کوي او د کومو اهداف لپاره دي؟ ولې يې د اصلي لوري د موندلو، افشا کولو او مخنيوي لپاره ګام نه اوچتېږي؟

افغانان له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د ډېرو داسې بريدونو قرباني دي، چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ يې د خپلو سياسي لوبو د پر مخ بېولو لپاره ترسره کوي او د غربي رسنيو او په هېواد کې دننه په دوی پورې اړوندو رسنيو او کړيو له لارې يې په اړه سرچپه تبليغات کوي.

په افغانستان کې دا مهال تر ټولو ستره ستونزه دا ده، چې د عمومي افکارو مديريت لوېديزوالو په لاس کې اخېستی او ټولې توطئې او استخباراتي کړنې داسې اداره کوي، چې تر شا يې پراته اهداف ملت ته بل ډول ښکاري. که څه هم د دغه راز پېښو په اړه بېلابېل تحليلونه شته دي؛ خو په ټوليز ډول له قرباني کېدونکو ملتونو د پېښو عوامل او اهداف پټ دي؛ حتی تر دې چې د دغه راز پېښو د اهدافو او عواملو په اړه لږترلږه معلومات هم نه خپرېږي.

په تېرو کلونو کې د ډېری بريدونو او پېښو له څرنګوالي معلومه شوه، چې د استخباراتي کړيو بريدونه پر داسې اهدافو ترسره کېږي، چې غبرګونونه راپاروي او تبليغاتي ګټه ترې پورته کېږي. د دغې جګړې او دغو بريدونو ډول، د نورې نړۍ خلاف، داسې دی چې وړونکی لوری يې معلوم نه دی او له ورايه څرګنده ده، چې هدف يې د پردې تر شا دی.

د زندانيانو د خوشي کېدو په تړاو روانه لوبه

په غور کې څو ورځې مخکې د مسافرينو د سپرلۍ له موټر څخه ګڼ کسان ښکته کړل شول او بيا يې له ډلې څخه په يوه قوم پورې تړلي کسان په مخامخ ډزو سره ووژل شول. دې پېښې که له يوې خوا د قومي شخړو موضوع ته د لمن وهلو په څېر استخباراتي موخې تر شا درلودې، له بلې خوا يې د ولسمشر کرزي له خوا د امريکايي ځواکونو له خوا نيول شوو زندانيانو د خوشي کولو په تړاو، د بهرنيانو د استخباراتي کړنو او فشارونو هدف هم له ځان سره درلود.

ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د امريکايي ځواکونو له خوا د زرګونه بې ګناه نيول شوو افغانانو د بېرته خوشي کولو هلې ځلې وکړې. ښاغلي کرزي د لومړي ځل لپاره تېر کال په يوه خبري غونډه کې د بګرام زندان د طالب جوړونې فابريکه وبلله. د ولسمشر دا دريځ که څه هم د ځينې افغانانو له خوا تر نيوکو لاندې و؛ خو دا چې کرزی له امريکايانو سره تر يوې لسيزې زيات وخت نژدې پاتې شوی، د هېواد لپاره يې د لوېديزوالو پلانونه او توطئې ښې درک کړې دي او وخت ناوخت يې مستقيمې او غيرمستقيمې اشارې هم ورته کړې دي.

دا چې ولسمشر کرزي په وروستيو کلونو کې د لوېديزوالو ځينې افغان ضد پلانونو پر وړاندې دريځ نيولی، هغوی هم له رسنيو نيولې تر دا ډول بريدونو پورې خپلې ټولې وسيلې په کار اچولې دي. له وروستيو پېښو ښکاري، چې هرکله دارنګه بريدونه کېږي، ترې وروسته يو شمېر رسنۍ چې د بهرنيو کړيو له خوا تمويلېږي او په بهرنيانو پورې ځينې نورې تړلې کړۍ، په منظم ډول موضوع ته بېل رنګ ورکوي او په اړه تر خپله وسه تبليغات کوي.

وروستۍ پېښې هم د کرزي پر هغه اقدام پورې وتړل شوې، چې له مخې يې يو شمېر هغه زندانيان خوشي شول، چې په اړه يې هېڅ ډول اسناد هم موجود نه وو، د امريکايي ځواکونو له خوا د خپلو اهدافو لپاره په چاپو کې نيول شوي وو او کلونه کلونه يې له محکمې او د جرم له څرګندوالي پرته په بند کې تېر کړي وو.

لومړی خو دا چې که دا تبليغات استخباراتي اړخ نه لري، ايا يوازې هماغه د ګوتو په شمېر خوشي شوي زندانيان د دغسې بريدونو توان لري؟ او له بند څخه له خوشي کېدو سملاسي وروسته دومره توان پيدا کوي، چې دارنګه پېچلي او ورانوونکي بريدونه وکړي؟ په خوشي شوو زندانيانو کې که د دولت وسله وال مخالفين هم خوشي شوي وي، لومړی خو به ډېره ګرانه وي چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي؛ خو که د جګړې ډګر ته هم تللي وي، ايا له دغو خوشي شوو زندانيانو پرته نور وسله وال مخالفين په هېواد کې کم دي او دارنګه بريدونه نه شي کولی؟

که د دغو زندانيانو خوشي کول، هومره خطرناک ګام و؛ بيا ولې امريکا د خپلو مخالفينو تر ټولو مهم زندانيان له ګوانتامو زندانه خوشي کړل؟ حقيقت دا دی، چې ګوانتامو زندان ته د مهمو بنديانو وړل او بيا خوشي کول هم، د دغې لوبې مهمه برخه ده او په بېلابېلو وختونو کې يې د خپلو اهدافو لپاره کار ترې اخېستی دی. په بګرام زندان کې بندي افغانان هم د دې لپاره نيول شوي وو، چې په روانه لوبه کې کار ترې واخلي؛ او د عامو افغانانو نيول، بنديانول او د کرکو راپارول هم د دې لوبې يوه برخه وه، چې بهرنيو ځواکونو د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره عملي کړه.

د روانو دسيسو پر وړاندې د حامد کرزي دريځ

حامد کرزی که څه هم د امريکا له لوري واک ته رسول شوی او په تېرو کلونو کې څرګنده شوه، چې د بهرنيو د توطئو پر مټ تر ډېره بې واکه شوی هم و؛ مګر وخت ناوخت يې افغان ولس په خپلو ويناوو کې په دې پوهولی، چې د بهرنيانو د توطيو پر وړاندې بيدار شي. که څه هم د واک له مودې وروسته، د سيمې لپاره د بهرنيو کړيو د اهدافو پر وړاندې د خنډ کېدو له امله، ښاغلي کرزي ته بېلابېل ګواښونه هم متوجه دي.

له بلې خوا ښاغلی کرزی خپله هم د دغو توطيو ښکار دی او د نورو ورپېښو ستونزو ترڅنګ يې، په تېرو کلونو کې يې د کورنۍ غړي او نژدې کسان هم له لاسه ورکړي دي؛ مګر هغه اوس په دې پوهېدلی چې لوبه چا روانه کړې او څه روان دي؛ له همدې امله يې د بهرنيانو د ځينې کړنو پر وړاندې مخالف دريځ هم نيولی دی.

کرزي له نړيوالې ټولنې سره ۱۳ کاله نژدې او په معاملو کې ښکېل پاتې شوی او همدومره موده يې پر افغانستان واکمني کړې ده؛ ځکه نو هغه اوس د هېواد د سياسي وضعيت او په هېواد کې روانې سياسي لوبې لومړۍ درجه پوه شخصيت بلل کېدای شي. دومره هم ساده نه ده، چې د څو تنو “سياسي شنونکو” په وينا، د زندانيانو په اړه يې فرمان د شخصي ګټو له مخې وي او تر ولسمشر دوی پر روانه سياسي لوبه ښه پوهېږي! پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *