په افغانستان کې د امریکا جګړه (۲۰۰۱-۲۰۱۴)

پر افغانستان د امريکا د بريد شاليد

پر افغانستان د شورويانو د يرغل پر مهال، افغان ولس او امریکا د ګډ دښمن له کبله یو بل ته نېژدې شول او امريکا د شورویانو پرضدپاڅېدلو جهادي خوځښتونو سره مرستې کولې. د شورویانو له وتلو سره د امریکایانو پاملرنه له دې سیمې څخه د ختیزې اروپا په لور شوه، چېرې چې د شوروي اتحاد د ړنګېدو له کبله نه یوازې دا چې د برلېن دېوال ونړېد، بلکې ډېر نور هېوادونه هم خپلواک شول. خو په بل اړخ کې د شورویانو له وتلو سره په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لمبې اوچتې شوې، چې له دریو کلونو وروسته یې په طبیعي توګه په یوه توند غبرګون کې له کندهاره د طالبانو تحریک راپورته کړ. کله چې د طالبانو اسلامي امارت جوړ شو، نو ځینېعربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو څخه وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه.

په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ او بیا د طالبانو او سعودي ترمنځ د اسامه پر سر شخړې پيدا شوې، چې له کبله یې څو ځله د امریکایانو له خوا پر افغانستان توغنديز بریدونه هم وشول؛ خو وروسته، چې په امریکا کې د ۱۱ سپتامبر بریدونه وشول، یو ځل بیا د اسامه پر سر شخړې زور واخېست او امریکایانو په همدې پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.

کله چې پر امریکا د سپتامبر دیولسمې نېټې بریدونه وشول، نو د امریکا د هغه مهال ولسمشر”بش”طالبانو ته د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۲۰مه لاندې وړاندیزونه وکړل:

  • طالبان دې امریکا ته د القاعدې ټول غړي وسپاري
  • له طالبانو سره چې څومره بهرنیانبندیان دي، خوشې يېدې کړي[1]
  • طالبان دې ژر تر ژرهد وسله والوجنګياليو دروزنې مرکزونه وتړي
  • ټول”ترهګر” او د دوی ملاتړي باید مناسبو چارواکو ته وسپاري
  • امریکا ته بايد د “ترهګرو” د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوی هلته خپل تحقیقات وکړي[2]

طالبانو سملاسي د سپتامبر پر ۲۱مې دا وړاندیزونه رد کړل او د دليل په دود يې امريکا ته وویل، چې د سپتامبر د يولسمې په پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نشته دی؛ ځکه نو دوی نه شي کولی، چې اسامه امريکا ته وسپاري.

وروسته بيا د اکتوبر پر څلورمه طالبانو امریکا ته وړاندیز وکړ، چې دویچمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته د اسلامي شریعت تر چتر لاندې په یوه نړیواله محکمه کې پرېکړه وشي؛ خودا وړاندیز د مشرف له خوارد کړای شو[3].

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه طالبانو يو ځل بیا وړانديز وکړ، چې دوی چمتو دي په افغانستان کې دننه په يوهمحکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي[4]… خو په همدې ورځ امریکایانو بیا د طالبانو دا وړاندیز د افغانستان پر خاوره په هوايي بریدونو بدرګه کړ…د اکتوبر پر ۱۴مه طالبانو يو ځل بیا بل وړاندیز وکړ، چې که امریکا دوی ته ثبوتونه وړاندې کړي،دوی حتی دې ته هم چمتو دي، چې اسامه کوم بل دریم هېواد ته وسپاري[5]. خود امريکا دا ټولوړاندیزونهرد کړل او ویې وویل، چې که طالباناسامه بن لادن امريکا ته ونه سپاري، نو له طالبانو وخت تېرېدونکی دی.په دې توګه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو ټولې دروازې بندې شوې او امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ.

په نړيوالو قوانينو کې د امريکا د يرغل حيثيت:

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د سپتامبر د ۱۱مې پر پېښه دوه غبرګونونه د ۱۳۶۸ او د ۱۳۷۳ قراردادونو په بڼه کې راڅرګند شول. په دغو دواړو قراردادونو کې يوه قرارداد هم پر افغانستان د یرغل اجازه نه ورکوله او نه هم دغو قراردادونو کومه تعرضي ژبه درلوده؛ بلکې په عمومي توګه يې يوازېپه اصطلاح “ترهګريزې پېښې” او “ترهګر” غندلي وو.

په وروستي قرارداد (۱۳۷۳) کې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې دوی ترورېزم د نړۍ یوه ستونزه بولي، چې باید تعامل ورسره وشي او همدا راز د افغانستان له خلکو قوي ملاتړ اعلان شوی و، څو له دوی سره د یوې نوې او انتقالي ادارې په جوړولو کې مرسته وکړي. په ۱۳۸۶ قرارداد کې د ایساف ځواکونو رامنځتهکېدل هم شامل وو، چې دا به په کابل او شاوخوا سیمو کې د امنیت او سولې لپاره میشت وي، خو دا قرارداد بیا د ۲۰۰۱ کال دسامبر پر ۲۰مه شوی و او پر افغانستان د امریکايي یرغلڅو اوونۍ تېرې شوې وې.[6]

په نړيوالو قوانينو کې هم دا يو منل شوی اصل دی، چې هر فرد د خپلې کړنې مسؤول دی، چې د اسلام مقدس دين هم همدا راښيي. د ملګرو ملتونو د نړيوال قانون د ۱۴مې مادې له مخې که يو خوځښت يا ارګان چې په کوم هېواد کې دننه وي او يا د يوه هېواد تر ولکې لاندې سيمو کې کومه کړنه ترسره کوي، دا به د دولت د کړنو مترادف نه وي.

دا چې د ستامبر په پېښه کې نه کوم افغان شامل و؛ نه امریکایانو د هغو کسانو په اړه کوم جامع ثبوتونه وړاندې کړای شول، چې د دوی پر اند د ستامبر په پيښو کې ښکېل وو، ان تر ننه پورې هغه ثبوتونه چېکولن پاول يې ژمنه کړې وه،خپاره نه شول؛نو امریکا څرنګه پر یوه داسې هېواد برید وکړ، چې دې ته چمتو و، چېپر اسامه د شواهدو د وړاندې کولو په صورت کې، نه یوازې دا چې په خپل هېواد کې بلکې په کوم بل درېیم هېواد کې هم د هغه د محاکمې لپاره تیار و؟

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د قانون په ۳۳مه ماده کې راغلي، چې د قضیو لوري باید تر ټولو لومړی د قضیې حل د خبرو اترو، پلټنو، د درېیم لوري په مرسته، په محکمه کې… او د نورو لارو پر مټ ولټوي، نه د زور له لارې. خو امریکا په بل اړخ کې د ۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتامبره رانیولې تر ۱۵ اکتوبر پورې د خبرو اترو لارې له بندو دروازو سره مخ کړې او یوازې یې د زور خبره کوله.

همدا راز امریکایانو د ملګرو ملتونو د ۵۱ مادې له مخې، چې یوه هېواد ته د دفاع حق ورکوي، پر افغانستان یرغل وکړ. دا چې په دې بریدونو کې نه کوم افغان ښکېل و او نه د طالبانو اسلامي امارت، بلکې د اسامه د سپارلو په اړه طالبانو یوازې د شواهدو په اړه ټینګار کاوه، دا په هېڅ ډول هم د دې خبرې معنا نه لري، چې امریکا د هغه مهال د افغان دولت له خوا تر ګواښ لاندې وه.

که څه هم امریکا مستقيماً د طالبانو تر ګواښ لاندې نه وه او نه هم طالبانو پر امریکا کوم برید ترسره کړی و؛ خو له دغو ټولو سره سرهامریکا د غچ اخېستلو په دود، د ملګرو ملتونو د قانون له ماتولو سره د بې ګناه افغانانو د وينو پر بهولو پيل وکړ.

د افغانستان د جګړې موخې او پايلې:

ظاهراً پر افغانستان د امریکايي يرغل تر شا د اسامه بن لادن قضیه وه او همدا راز په دې جګړه کې د امریکایانو نورې موخې، د طالبانو د اسلامي امارت ړنګول، بلکې خپله د طالبانو ختمول[7]، د افغان اردو جوړونه[8] او دغه راز د طالبانو د اسلامي امارت پرځای د یوه دېموکراتيک نظام رامنځته کول وو، چې هېواد ته سوله او ثبات راوړي.

که چېرې امريکا ته د اسامه ورسپارل له طالبانو څخه د امریکا يوازېنۍ تقاضا وه؛ نو په کار وه، چې د هغه له وژل کېدو سره امریکا نور له دې سیمې وتلې وای؛ خو خبره هومره هم ساده نه ده، بلکې امریکایان دلته نورې ډېرې پټې او ښکاره ګټې لري، البته په يوه توپير سره، چې دوی لا پر دې نه دي توانېدلي چې په کافي توګه خپلې څرګندې موخې خوندي یا ترلاسه کړي.

په دغو څرګندو موخو کې د طالبانو او القاعدې ختمول وو، چې له یوې خوا طالبان ورځ تر بلې پياوړي کېږي او امریکایان ورسره ان له ۲۰۱۰کال راهیسې په خبرو اترو مصروف دي او له بلې خوا القاعده شبکه هم د پخوا په څېر خپل فعاليت لري، بلکې د دوی انشعابي ډلې”اسلامي دولت” په عراق او سوريه کې تر پخوانيو ډلو زياته خونړۍ جګړه پيل کړې ده.

د ځينې شنونکو په اند د دوی نورې موخې د چین، ایران او روسیې حصارول و، چې په دې موخو کې هم تر ډېرهنه دي بريالي شوي او دوی دلته د منځنۍ اسیا بډايه منابعو راوستلي وو؛ خو د مغرورانه پاليسۍ له امله يې دا منابع یې هم نه دي ترلاسه کړي. 

اوس چې د امریکا پر جګړې ۱۳ کلونه تېرېږي، د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، يوازې ۲۳۸۶ امریکايي سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي او د امریکا لخوا پرې تقریباً یو تریلیون ډالره مصارف هم راغلي دي[9]؛ خو نه د دوی په اصطلاح “تروریزم” ختم شو، نه طالبان!نه يېهم افغانستان ته سوله راوړه او نه يې همد یوه باثباته نظام بنسټ کېښودلای شوی؛ بلکې دلته پر دې نظام د نړۍ تر ټولو د فاسد هېواد نښان لګېدلی[10]، په مخدره موادو کې د نړۍ ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي[11]، او ورځ تر بلې پکې امنيت او ثبات خپل ځای ناامنيو او بې ثباتۍ ته پرېږدي[12].

په دې جګړه کې لسګونه زره افغانان شهيدان شول. که څه هم د نړيوالو ځواکونو په بريدونو او بمباريو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېرل سخت برېښي؛خو ترڅنګ یېدا چې د دغو ملکي تلفاتو کچه معلومول ولې سخت دي؟خپله د يوه امریکايي جنرال له دې مشهورې جملې، چې:”تاسو پوهیږئ موږ مړي نه شمېرو[13]“څخه هم جوتیږي. که دوی د مړو شمېرو ته پاملرنه نه کوي، نو د ملکي کسانو تلفات هم ورته د اندېښنې وړ نه دي.

ستونزمنه ده، چې د امریکایانو د بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو په اړه دقیق ارقام جوت شي، البته په دې اړه ډېرو مرکزونو او اداروڅېړنې کړې دي لکه: یوناما، هیومن رایټس واچ، د افغانستان د بشري حقونو کمیسون، د یو شمېر پوهنتونو او نړیوالو ورځپاڼو ارقام او … خو دا څېړنې هم کاملاً يو طرفه او په يوه څېړنيزه ليکنه کې يې راوړل له انصافه لرې برېښي. پای

[1]هغو لسو امریکایانو ته اشاره ده، چې هغه مهال له طالبانو سره بندیان وو.

[2]“Transcript of President Bush’s address – CNN”.CNN. 21 September 2001. Retrieved 27 March 2011.

[3]دا وړاندیز په پېل کې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر قاضي حسین احمد وکړ، چې ملا محمد عمر ومانه؛ خو د مشرف له خوا بیا دا ډول وړاندیز رد کړای شو، ولولئ:

Patrick Bishop, Pakistan blocks bin Laden trial, guardian 04thoct 2001, see online: <http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/asia/afghanistan/1358464/Pakistan-blocks-bin-Laden-trial.html>

[4] Taliban ‘will try Bin Laden if US provides evidence’, guardian, 5 october 2001, see online: <http://www.theguardian.com/world/2001/oct/05/afghanistan.terrorism>

[5] ‘Bush rejects Taliban offer to hand Bin Laden over, guardian, 14thoct 2001, see online: <http://www.theguardian.com/world/2001/oct/14/afghanistan.terrorism5>

[6]امریکایانو پر افغانستان لومړی برید د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه کړی و.

[7]په دې اړه هم پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي څرګندونې وکړې، چې د طالبانو د امارت له ړنګیدلو وروسته ده هڅه وکړه څو له طالبانو سره خبرې اترې وکړي؛ خو د امریکایانو د مخالفت له کبله ده داسې ونه شوای کړای.

[8]د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د ۱۳۸۶ قرارداد له مخې ایساف ځواکونو ته په کابل کې د امنیت ساتلو وظیفه ورکړای شوه، ترڅنګ یې دا وظیفه هم ورکړای شوه، څو افغان اردو وروزي.

[9]Geoff Dyer and Chloe Sorvino, $1tn Cost of longest US war hastens retreat from military intervention, financial times, 15 dec 2014, see online: <http://www.cnbc.com/id/102267930>

[10]د لا معلوماتو لپاره ولولئ، د ټرانسپیرینسي انترنیشنل کلني راپورونه، البته سږکال (۲۰۱۴) افغانستان په فساد کې څلورم نمبر راغی.
http://www.transparency.org/country#AFG

[11]May Jeong, Afghan opium crop set for record high, theguardian 12 Nov 2014, see it online: http://www.theguardian.com/world/2014/nov/12/afghan-opium-crop-record-high-united-nations

[12]د ملګرو ملتونو د نوې څېړنې له مخې په افغانستان کې د ملکیانو وضعه ډېره وېروونکې ده، او په دې توګه ۲۰۱۴ کال د افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال و او د ملکیانو مرګ ژوبله هم پکې نږدې لسو زرو تنو ته رسېږي، وګورئ د ویسا ورځپاڼه، پرلپسې ۲۳۵۷ مه ګڼه، د ۲۰۱۴ کال د دسمبر ۲۱مه نېټه.

[13]د امریکا جنرال ټامي فرانکس خبرې په دې لیکنه کې اقتباس شوې دي:
‘Success in Afghan War Hard to Gage’, The San Francisco Chronicle, 23 March 2002

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *