د افغانستان، چين او پاکستان جيو-پولېټيکه ملګرتيا

په کابل کې د فبرورۍ په ۹مه د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو مرستيالو وزيرانو د درې اړخيزې ناستې له جوړېدو سره، په افغانستان کې د چين د اغېزناک رول په اړه خوشبيني زياته شوې ده. ډېری شنونکي په دې اند دي، چې د نورو لاملونو ترڅنګ، چين پر پاکستان هم زيات نفوذ لري او د افغانستان په قضيه کې مثبت رول لوبولی شي.

په کابل کې د درې واړو هېوادونو د ډيپلوماتانو له غونډې سملاسي وروسته د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲مه) د چين د بهرنيو چارو وزير “وينګ لي” د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو مسايلو د خبرو لپاره د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته ولاړ.

چين په سيمه کې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکي لري او د يوه داسې هېواد په سترګه ورته کتل کېږي، چې د سيمې په هېوادونو کې سوله غواړي؛ له همدې امله يې په دې وروستيو کې په ځينې مهمو سيمه ييزو مسايلو کې خپل رول پراخ کړى دى.

 

شاليد:

افغانستان له چین سره ډېرې لرغونې اړیکې لري او د اړیکو مخينه یې ان تر قبل المیلاد پورې رسېږي. په دې اړه ویل کېږي چې چین خپل لومړنی سفیر د کوشانیانو په وخت کې افغانستان ته رالېږلی و او د دې ترڅنګ دغو دواړو لرغونو هېوادونو پر یو بل باندې، له فرهنګي او اقتصادي پلوه هم ژورې اغېزې ښندلې دي. د افغانستان له لارې چین ته د بودايي دین ترویج وشو او افغانستان بیا له اقتصادي پلوه د چین د ورېښمو په لاره کې له چین سره ونښلول شو، چې هغه مهال یې زموږ هېواد په اقتصادي توګه ډېر ځواکمن کړی و او د دریو لويو وچو د ترانزيټ او تجارت مرکز و.  

په بل اړخ کې بيا د تاريخ په اوږدو کې د اوسني پاکستان ډېری سيمې او کله هم ځينې سيمې د افغانستان د قلمرو یوه برخه پاتې شوې، چې بالآخره په ۱۹مه پېړۍ کې دا سيمې، چې د بلوچستان ډېری سیمې او د خیبر پښتونخوا ايالت پکې شامل وو، د ډېورنډ کرښې او ګندومک تړون له کبله له افغانستانه جلا او په انګليسي هند کې مدغم شوې.

د پاکستان له آزادېدو سره سملاسي دغه سیمې د پاکستان د يوې برخې په توګه تر پوښتنې لاندې راغلې او له همدې ځايه افغانستان هم په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د غړیتوب پرخلاف، د رد یوازېنۍ رایه وکاروله. که څه هم کابل ډېر ژر خپله د رد رایه بېرته واخیسته او خپل سفیر یې پاکستان ته واستاوه؛ خو له هماغه وخت وروسته افغانستان او پاکستان د اړيکو له کړکېچنو پړاوونو راتېر شو، چې په وروستي پړاو کې، په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره، له چين سره د اړيکو د پياوړتيا لپاره د هلو-ځلو ترڅنګ، له پاکستان سره هم د اړيکو رغولو هڅې پيل شوې دي.

 

افغانستان-پاکستان اړيکې او وروستي بدلونونه

له تېرو شپږو لسیزو راهیسې، افغانستان له پاکستان سره په خپلو اړیکو کې ډېرې لوړې-ژورې لیدلې او په ډېرو کمو وختونو کې له یو بل سره په نېژدې اړیکو کې پاتې شوې دي. عمده لامل یې د دواړو هېوادونو ټکرېدونکې بهرنۍ چارې وې؛ د افغانستان له خوا د پښتونستان قضیه او د پاکستان له اړخه د ستراتېژيک عمق فلسفه د یادولو وړ دي، چې د اړیکو په خرابولو کې یې عمده رول لوبولی دی.

کله چې اشرف غني په خپل وروستي سفر کې پاکستان ته یو لړ امتیازات ورکړل[1] او بيا په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي برید وشو، نو په پټو ملاقاتونو او د پاکستاني چارواکو له سفرونو څرګنده شوه، چې پاکستان هم خپل سیاست تر يوه بريده بدل کړ. مګر وروستيو اړيکو دا شکونه هم زيات کړي، چې ګويا افغانستان بيا هم د خوشباورۍ قرباني کېږي.

په دې اړه داسې تحليلونه هم شته، چې افغانستان تراوسه له پاکستان څخه هېڅ امتياز نه دی ترلاسه کړی، خو پاکستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ په ژمنو، لاندې امتيازات ترلاسه کړي:

  • د افغانستان له لوري له هند څخه د وسلو د رانيولو قرارداد ځنډول؛
  • پاکستان ته د پوځي روزنې لپاره د شپږ تنو افغان پوځيانو استول؛
  • پاکستان ته د لطف الله محسود سپارل؛
  • د پاکستاني توکو د لېږد ګمرکي تعرفه راکمول؛ خو د افغان سوداګرو د ترانزيټي ستونزو دوام؛
  • د ملګرو ملتونو او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې خلاف له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ايستل.

له دې سره سره، لاهم داسې تمې شته چې د پاکستان په پاليسيو کې به د بدلون څرک وليدل شي. دا تمې د دواړو هېوادونو اړيکو ته د چين د راښکېلېدو په څېر نور لاملونه هم لري؛ خو په افغانستان کې د امنیتي حالت ښه کېدل او د سولې او ثبات ټينګښت هم، د پاکستان پر اقتصادي پرمختګ ښې اغېزې لرلی شي؛ ځکه یو ستره پروژه[2] به، چې د پاکستان-چین انرژۍ حوضه ده، له افغان پولې سره نژدې سيمو څخه تېرېږي او یا به هم له هغو سيمو تېرېږي، چې اوس هلته امنيتي وضعيت خراب دی، لکه: قبایل، ګلګت او بلتستان.

 

د چين او پاکستان ستراتېژيکه ملګرتيا

کله چې هند له چین سره په ۱۹۶۲ کال د (اکسیچن) د سیمې پر سر په یوه جګړه کې ښکېل شو، نو دغې پېښې د چین لپاره د پاکستان ارزښت خورا ډېر کړ. له همدې پېښې وروسته، چین له پاکستان سره په یوه نااعلان شوي ستراتېژیک او امنیتي اېتلاف کې ننوتی دی. اوسمهال د چین او پاکستان ترمنځ دغه اړیکې د هغې امریکايي تګلارې له کبله نورې هم نېژدې شوې، چې د چین د پورته کېدونکي ځواک مهارولو او په سیمه کې د چین د ځواک د انډول ساتلو پرخلاف د هند پر قوي کولو راڅرخي.

 

افغان-چين اړيکې

افغانستان د چين له خلکو جمهوريت سره په تېرو شپږو لسیزو کې اړیکې لرلې؛ دغه اړیکې تر ۱۹۷۸ کال پورې ډېرې ګرمې وې؛ خو بیا هم له نړیوالو بدلونونو څخه اغېزمنې او چين د خپلو نورو ګاونډیانو په پرتله، له افغانستان سره خپلو اړيکو ته ډېره پاملرنه نه کوله.

چین په (۱۹۵۵-۱۹۷۸) پړاو کې د (۱۹۷۸-۲۰۰۱) پړاو په نسبت د افغانستان له دولت سره ډېرې ښې اړیکې درلودې. چین په دغه پړاو (۱۹۵۵-۱۹۷۸) کې غوښتل، چې په افغانستان کې د خپلو دوو رقیبانو (هند او شوروي)، چې په لومړي سر کې ملګري خو وروسته په دښمنۍ کې سره ښکېل شول، اغېزې راکمې کړي[3]. خو په دویم پړاو (۱۹۷۸-۲۰۰۱) کې د شورويانو د یرغل او د افغانستان د کورنۍ جګړې له کبله چین د افغانستان له دولت سره همکاري او اړیکې نه لرلې.  

د کرزي د دویمې دورې په پیل کې د کابل اړيکې له بیجینګ سره مخ په نېژدې کېدو شوې، دغه نېژدې کېدونکې اړيکې د آمو حوضې، د مېس عینکو د قرارداد په اخیستلو او په افغانستان کې تر ټولو زیات پانګه اچوونکي بهرني[4] هېواد په توګه راڅرګندې شوې.

په چین کې هم د زي جینپېنګ له واک ته رسېدو سره، د چین په بهرنیو چارو کې د بدلون څرک ولیدل شو. زي جینپېنګ د لوېديځ په لور خپله پاملرنه زياته کړه او د چین د ورېښمو د نوې لارې پر بيا راژوندي کولو بوخت شو او ترڅنګ یې له هند، بنګله دیش او پاکستان سره اقتصادي حوضې هم جوړې کړې.  دا چې په افغانستان کې ثبات او استقرار د چین د دغو سترو پروژو لپاره بنسټیزه اړتیا ده، نو ځکه یې په ۲۰۱۲ کال کې له ۴۶ کلونو وروسته د چین د کمونست ګوند “پولېټ بیورو” غړی کابل ته په یوه سفر راولېږه.

اوسمهال اشرف غني هڅه کوي، چې له اقتصادي پلوه ځواکمن چين، افغانستان ته له اقتصادي اړخه لازيات رادننه کړي او له بلې خوا يې پر پاکستان زيات نفوذ ته په کتو سره، د افغانستان د سولې په قضيه کې هم رغند رول ولوبوي.

 

د افغانستان په تړاو د چين بهرنی سياست

چین په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان-چین-افغانستان د تحقيقاتي مرکزونو ترمنځ کنفرانسونه له بیجینګه پیل کړل، چې دویمه غونډه یې بیا په ۲۰۱۴ کال کې په اسلام آباد کې وشوه او درېیمه به یې په راتلونکي کال کې په کابل کې جوړه شي.

په ټوليز ډول چین په خپل بهرني سياست کې د افغانستان په لور پاملرنه زیاته کړې او په دې تړاو يې تراوسه لاندې ګامونه اوچت کړي دي:

لومړی: چین له طالبانو سره ان د دوی د امارت پرمهال هم اړیکې لرلې؛ خو ویل کېږي په تېر یوه کال کې چین له طالب پلاويو سره دوه ځله لیدلي. طالبانو په دې اړه په خپله اعلامیه کې وویل، چې د دغه سفر موخه چین له خپل دریځ څخه خبرول وو؛ مګر د دغو خبرو اترو نور جزئیات لا تراوسه نه دي په ډاګه شوي.

دویم: چین له افغان حکومت سره ښې اړیکې لري او په افغانستان کې یې تراوسه تر ټولو زیاته پانګونه کړې ده. چين په وروستۍ درې اړخيزې غونډه کې هم، په جنګ ځپلي او له پاکستان سره پر پوله پارته ولايت “کونړ” کې د اوبو بند او برېښنا فابریکې د جوړولو ژمنه وکړه او د دې ترڅنګ غواړي، چې افغانستان له پاکستان سره د اورګاډي پر پټلۍ ونښلوي. د دې کار یوه ګټه به دا هم وي، چې افغانستان به هم د چین-پاکستان انرژي حوضې یوه برخه شي او د دغو هېوادونو ترمنځ به تجارت هم څو چنده شي.

دریم: چین په تیرو څو میاشتو کې له امریکا او افغان دولت سره په شریکه د افغانستان د ستونزې په اړه پټې غونډې درلودلې دي، چې دا بیا په رښتینې توګه ښيي، چې چین په منځنۍ اسیا او په تېره بیا په افغانستان کې ډېر رول لوبول غواړي.

دغه غونډې او له طالبانو سره خبرې اترې داسې مهال ترسره کېږي، چې په سیمه کې د “اسلامي دولت” ډلې د موجودیت ګنګوسې او بحثونه راپورته شوي او یو شمېر د چین تبعه هم د دغې ډلې له خوا وژل شوي دي.

دا چې چین به په نېژدې راتلونکي کې د نړۍ د لومړي ځواک په توګه راپورته شي، له نورو ځواکونو په تېره بیا له امریکا څخه وېره لري. همدا راز چین د خارجي اندېښنو ترڅنګ په یوه داسې داخلي قضیه (سنکیانک) کې ښکېل دی، چې د خپلو رقيبانو له خوا له دې موضوع څخه، له ناوړه ګټې پورته کونې اندېښنه لري.

د دې ترڅنګ په بدخشان کې د وضعيت خرابېدل، د القاعدې له خوا د چین پرخلاف د جګړې اعلان، د پاکستان-چین انرژۍ حوضه او د ورېښمو نوې لاره هغه نور لاملونه دي، چې کابل کې یې تر ډېره دې ته خوشبين کړی، چې ښايي چین به د افغانستان په اقتصادي پياوړتيا، له طالبانو سره د سولې او د افغانستان-پاکستان په اړيکو کې اغېزناک رول ولوبوي.

پای

[1]  اشرف غني پاکستان ته ځينې امتيازات ورکړل، لکه: د پاکستان له خوا د افغان اردو روزنه؛ له هند څخه د درنو وسلو رانیولو د قرارداد فسخ کول.

[2] د پاکستان-چین د انرژۍ حوضه، چې ویل کېږي ۴۵ ملیارده ډالره پانګونه په پرې کېږي.

[3]  چین د ۱۹۵۰مې لسیزې په پیل کې له شوروي او هند سره ډېرې نېژدې اړیکې لرلې؛ خو له شوروي سره یې اړیکې بیا له ۱۹۶۰ کال راهیسې خرابې شوې او په ۱۹۶۹ کال کې یې ورسره د پولې پر سر یوه وړه جګړه هم وکړه. له هند سره یې اړیکې له ۱۹۵۹ کال راهیسې خرابې شوې، کله چې چین په تبت کې عملیات پیل کړل او په ۱۹۶۲ کال کې د اکسیچن د سیمې پر سر دواړه په یوه جګړه کې هم ننوتل.

[4] Foreign Direct Investment (FDI)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *