آیا افغانستان ته د سولې لاره له کشمیره تېره شوې؟

د کشمیر په تړاو د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف ځانګړی استازی، د پاکستان په سنا مجلس کې د مسلم لیګ (نواز شریف ډلې) غړی او د سنا مجلس د دفاعی کمېټې غړی او رییس مشاهد حسین تېره اوونۍ په واشنګټن کې د “امریکا اتلانتیک کونسل” په نامه د یوه تحقیقاتی مرکز په غونډه کې وویل، «څو چې د کشمیر مسئله نه وی حل شوې، په افغانستان کې هم سوله نه شی راتللی.»

د “مشاهد حسین” دغه څرګندونې په هېواد کې دننه او بهر له تودو غبرګونونو سره مخ شوې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د ملی امنیت شورا، د سولې عالی شورا، ولسی جرګې، سپینې ماڼۍ او یو شمېر نورو د کشمیر په تړاو د پاکستان د لومړی وزیر د ځانګړی استازی دا څرګندونې وغندلې. ځکه د دوی په اند د کشمیر او افغانستان قضیې له یو بل څخه ډېرې لرې او نه ربط لرونکې قضیې دی او دغه راز داسې څرګندونې یوازې په افغانستان کې نیابتی جګړې ته لاره هواروی.

دا چې له کشمیر سره افغانان څه اړیکه لری، د کشمیر او افغانستان قضیه یوه او که جلا ده، او آیا په ریښتیا هم په افغانستان کې سوله د کشمیر له لارې راتللای شی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته یې د ځوابولو هڅه شوې ده.

افغانان او کشمیر

افغانان له ډېر پخوا څخه له کشمیر سره اړیکه لری او له ۱۷۵۲ کال څخه تر ۱۸۱۹ کال پورې یې پر کشمیر حکومت هم کړی دی. هغه مهال افغان واکمنانو د کشمیری شالونو مارکېټ پراخ او په نړیوال مارکېټ کې ورته نوم پیدا کړ. په دغو واکمنانو کې جوان شیر خان تر ټولو مشهور و، چې هلته یې د شیر ګړۍ قصر (اوس یې هم د هندی کشمیر مشران استعمالوی) د امیران کډل په نامه یو پُل او دغه راز یو شمېر نورې ودانۍ هم جوړې کړې.

له دې وراخوا اوس هم په هندی او پاکستانی کشمیر کې زرګونه افغانان او پښتانه مېشت دی. د بېلګې په ډول یوازې د ۱۹۵۴ کال په جولای میاشت کې له یو لکو څخه زیاتو هغو افغان قبایلو ته په هندی کشمیر کې د هندی کشمیر د لومړی وزیر لخوا هندی تابیعت ورکړل شو، چې دوی تر هغه مهاله پورې هلته بې‌تابیعته وو[۱].

دغه راز په افغانستان کې هم یو شمېر له کشمیر څخه راغلی کډوال مېشت دی او اوس افغانان شوی دی. دوی دلته خپلې ټولنې جوړې کړې او ان په تېرو وختونو کې د افغانستان لوړ پوړی چارواکی هم پاتې شوی دی. د بېلګې په ډول د ببرک کارمل کورنۍ له کشمیر څخه راغلې وه او د کابل د بګرامیو په کمرۍ کې مېشته شوې وه.

د کشمیر د قضیې مخینه

د کشمیر قضیه د هند نیم‌وچې له آزادېدو راهیسې پیل شوې. د هندوستان مستعمره د ماونټ بېټن د ۳ جون د پلان له مخې په دوو برخو ووېشل شوه، چې کشمیر یې هم یو له ۵۶۲ شاهی ایالتونو څخه و. د دغه پلان له مخې، د دغو شاهی ایالتونو مشران باید له هند یا پاکستان سره یوځای شوی وای. په کشمیر کې له ۷۰ سلنه زیات مسلمانان وو؛ خو د کشمیر مشر یو سېک و. که څه هم په لومړیو کې یې د خپلواک پاتې کېدو هڅه وکړه؛ خو د پاکستان له‌خوا د برید له ویرې یې بیا هندی پوځیان د ژغورنې په موخه کشمیر ته راوبلل. له همدې ځایه وه، چې په ۱۹۴۷-۱۹۴۸ کال کې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سر لومړۍ جګړه ونښته. هند تر سینګر پورې کشمیر ونیوه او پاکستان ته بیا د دوی په وینا آزاد کشمیر پاتې شو.

له هغه وروسته، د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سر دویمه جګړه په ۱۹۶۵ کال کې هغه مهال ونښته، چې کله د ذوالفقار علی بوټو په لارښوونه د پاکستان ولسمشر جنرال ایوب خان په کشمیر کې د «جبل الطارق» په نامه د عملیاتو اجازه ورکړه. پاکستان انګېرلې وه، چې د پاکستانی پوځیانو له دغو عملیاتو سره به مسلمانان په هندی کشمیر کې د هندوانو پرضد پاڅون وکړی او پای به کشمیر یا آزاد او یا د پاکستان برخه شی؛ خو هند د دغو عملیاتو په غبرګون کې د پاکستان په زړه یعنې پنجاب حمله وکړه او په ډېر لنډ وخت کې یې ځانونه د لاهور دروازو ته ورسول. دغه جګړه بیا د نړیوالو ځواکونو تر فشارونو لاندې تم شوه او په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاشکند د سولې تړون لاسلیک شو.

له دغې جګړې وروسته، د کشمیر قضیه یوازې په ډیپلوماتیک ډګر کې وه؛ خو کله چې په افغانستان کې د شورویانو پرضد افغان مجاهدین بریا ته نژدې شول او په پای کې یې شورویان له هېواده وتلو ته اړ کړل، نو له دغې جګړې څخه په الهام او تجربې په کشمیر کې هم جګړې پیل شوې. په هغو جګړو کې په تېره بیا لشکر طیبه، جیش محمد او یو شمېر نورو ډلو ته د روزنې، تجهیز او ملاتړ په برخه کې د پاکستان استخباراتو ډېر رول ولوباوه چې اوس یې هم لوبوی او په دې توګه د کشمیر جګړه له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې پیل شوې ده.

په بل اړخ کې که څه هم د افغانستان قضیه او اوږده غمیزه په افغانستان کې د ثور له کمونیستی کودتا او د شورویانو له یرغل څخه راپیل شوې ده؛ خو په اوسنی وخت کې بیا روان ناورین هېواد ته د امریکایانو له راتګ سره غوټه خوړلې ده.

افغان-هند اړیکې او د پاکستان اندېښنې

که څه هم په افغانستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د نړیوالو چارو شنونکو له ډېر پخوا راهیسې په تېره بیا له ۲۰۰۱ کال وروسته، په سیمه کې ثبات، امنیت او سوله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډېورنډ کرښې او د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر د قضیې له حل کېدو سره تړلی وو؛ خو بیا هم د مشاهد حسین وروستۍ څرګندونې لومړی ځل شو، چې پاکستان په رسمی توګه په افغانستان کې سوله د کشمیر د قضیې له حل کېدو سره تړی.

مشاهد حسین د واشنګټن د اتلانتیک کونسل څېړنیز مرکز په یوه غونډه کې وویل: «کابل ته د سولې لاره له کشمیره تېره شوې، دا په دې معنا ده، چې کله تاسو د سولې خبره کوئ، نو تاسو سوله په څو وړو وړو برخو نه شئ وېشلای. که تاسو غواړئ، چې په کابل کې سوله وی او کشمیر همداسې د اور په لمبو کې وسوځېږی، نو دا به هېڅمهال هم ترسره نه شی»[۲].

په ټوله کې دا څرګندونې په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتی جګړې ښکارندویی کوی او د پاکستان په تړاو د افغان حکومت د وروستیو دریځو ترڅنګ د افغان-هند له نژدې اړیکو سرچینه اخلی. دا دوې قضیې په نړیوال سیاست کې تړل کېدونکې نه دی. د افغانستان قضیه د کشمېر له قضیې بېله قضیه ده. په افغانستان کې جګړه د امریکایانو د حضور له کبله روانه ده او د کشمیر ناورین بیا د پاکستان او هند له خپلواکۍ سره تړل شوی دی.

 

ولې پاکستان، افغان قضیه له کشمیر سره تړی؟

دا چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان قضیه ولې له کشمیر سره ونښلوله، دوه عمده لاملونه لری:

لومړی؛ د زیاتېدونکې انزوا ماتول: په تېرو وروستیو میاشتو کې په نړیوالو او سیمه‌ییزو چارو کې د پاکستان منزوی کېدلو اسلام‌آباد اړ کړ، چې د دغې انزوا د ماتولو لپاره هلې ځلې وکړی. د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په همدې موخه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پلازمېنو ته ۲۲ ځانګړی استازی ولېږل او د کشمیر په تړاو یې خپل ځانګړی استازی مشاهد حسین امریکا ته ولېږه.

دویم؛ د کشمیر قضیه بیا راژوندۍ او نړیواله کول: په کشمیر کې د حزب المجاهدین د قومندان برهانی وانی له وژل کېدو سره په کشمیر کې وضعیت خراب شو، چې له کبله یې هند په کشمیر کې ګرځ‌بندیز ولګاوه، د کشمیر د حُریت ډلې مشران یې ونیول او په بېلابېلو لاریونونو کې له ۷۰ څخه زیات کشمیریان ووژل شول او تر ۱۰۰۰ زیات ټپیان شول. په کشمیر کې د همدغه خراب وضعیت له کبله د پاکستان او هند اړیکې خرابې شوې او بیا د کشمیر د حالاتو په غبرګون کې په هندی کشمیر کې د اوړی په سیمه کې د هندی امنیتی ځواکونو پر یوې اډې برید وشو او ۱۸ هندی پوځیان پکې ووژل شول. پاکستان له دغه وضعیت څخه په استفادې سره لومړی برهانی وانی ته په لوړ پوړی کچه د «شهید» خطاب وکړ او بیا د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کې هم، د پاکستان لومړی وزیر د «برهان وانی» یادونه وکړه او د کشمیر د قضیې د بیا راژوندی کولو او نړیوالې کولو هڅه یې وکړه.

که څه هم په کشمیر کې انسانی حقونه تر ډېره تر پښو لاندې کېږی او په خپله هندی رسنۍ هم په دې اړه ځینې مهال راپورونه خپروی؛ خو بیا هم له جیش محمد، لشکر طیبه او نورو توندلارو ډلو څخه د ملاتړ له کبله نړیوال د کشمیر په تړاو د پاکستان خبرو ته ډېر لږ غوږ ږدی.

په بل اړخ کې دا دی د افغانستان د روانې جګړې هم پنځلسم کال بشپړ شو؛ خو بیا هم په افغانستان کې سوله او امنیت نه دی ټینګ شوی. دغه راز د افغانستان د سولې په تړاو څلور اړخیزو خبرو اترو هم پام‌وړ پایله نه لرله. پاکستان داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې نړیوال د افغانستان له روانې جګړې ستړی شوی. له همدې کبله پاکستان غواړی، د دا ډول څرګندونو پرمټ د کشمیر د قضیې ارزښت زیات کړی او د افغانستان د قضیې حل د کشمیر د قضیې له حل سره وتړی.

پای

 

[۱] The Hindu, Pakhtoons in Kashmir, 20 July, 1954, see it online:< http://www.thehindu.com/2004/07/20/stories/2004072001220900.htm>

[۲]  د واشنګټن په اتلانتیک کونسل څېړنیز مرکز کې د مشاهد حسین د خبرو اورېدلو لپاره وګورئ:
http://www.atlanticcouncil.org/events/upcoming-events/detail/dispute-in-focus-pakistans-perspective-on-kashmir

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *