د جنرال دوستم تورونه او د داخلی اختلافاتو لرلید

تېره اوونۍ د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر ولسمشر اشرف غنی، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله او نورو جګ‌پوړو چارواکو توندې نیوکې وکړې. په تېر کې هم دغه ډول نیوکې د سیاسی واک پر سر د اختلافاتو له کبله شوې وې؛ خو دا ځل د دوستم نیوکو د قوم‌پالنې په تړاو ګواښونکې تورونه هم له ځان سره درلودل.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ولسمشر لومړی مرستیال، یا د اصلاحاتو او هم‌پالنې ټاکنیزې ډلې غړی او یا هم خپله د ولسمشر د ټیم غړی پر ولسمشر او ملی یووالی حکومت نیوکې کوی، بلکې له دې وړاندې هم، د دواړو ټاکنیزو ډلو او وروسته بیا د ملی وحدت حکومت د دواړو لورو ترمنځ اختلافات موجود وو او د بهرنیانو په منځګړتوب حل شوی. جنرال دوستم هم څو ځله له ولسمشر سره د خپلو واکونو، په حکومت کې مشارکت او د ولسمشر په نه شتون کې د ځای‌ناستی د موضوع په تړاو اختلافات درلودل.

دا چې د دغه ډول اختلافاتو تر شا عمده لامل څه دی؟ ایا د دوستم وروستۍ څرګندونې قومی اختلافاتو ته لمن وهی؟ او دغه راز پر حکومت د لوړپوړو حکومتی چارواکو د تورونو حیثیت څه دی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته پرې شننه کوو.

د ملی وحدت حکومت زیاتېدونکی داخلی اختلافات

د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راوروسته، له حکومت څخه بېرون او دننه پر دغه حکومت نیوکې پیل شوې او د دوو کلونو له تېرېدو سره دغه اختلافات لا هم حل شوی نه دی، بلکې میاشت په میاشت د زیاتېدو په لور روان دی.

په لومړی سر کې دغه اختلافات د ملی یووالی حکومت د دوو ډلو ترمنځ وو، خو بیا د دغو دوو ډلو دننه هم اختلافات پیل شول. په لومړیو کې دا اختلافات د حکومت جوړونې او د واکونو د وېش له کبله وو او وروسته بیا د کابینې، لوړپوړو چارواکو او سفیرانو تر ټاکلو پورې ورسېدل. له همدې کبله د حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو یا پر حکومت توندې نیوکې وکړې او یا یې هم له خپلو څوکیو استعفاوې ورکړې. د بېلګې په توګه د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس جیلانی پوپل، د ملی امنیت عمومی رییس رحمت الله نبیل، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومی، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس یوسف نورستانی، د کانونو او پطرولیم وزیر داوودشاه سبا، د هلمند والی میرزا خان رحیمی، د کندز والی محمد عمر ساپی او یو شمېر نورو له خپلو دندو استعفاوې ورکړې[۱].

له حکومت څخه دباندې هم په تېرو دوو کلونو کې دغه حکومت، د حراست او ثبات شورا چې جهادی څېرې او د پخوانی حکومت چارواکی پکې راټول دی، د صبغت الله مجددی تر مشرۍ لاندې د افغانستان د جهادی او ملی ګوندونو عالی شورا، د انور الحق احدی د نوې ملی جبهې، د امرالله صالح له روند سبز او یو شمېر نورو سیاسیونو له مخالفت سره مخ دی.

ولې حکومتی چارواکی پر حکومت نیوکې کوی؟

دا چې دا اختلافات له یو څه ځنډ او کرارېدلو وروسته ولې بیا راپورته کېږی او د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راهیسې په مجموعی ډول د زیاتېدو په لور روان دی، لاندې عوامل لری:

  • د ملی یووالی حکومت نسخه؛ عموماً په نړۍ کې د ملی یووالی حکومتونه له اوږدو جګړو وروسته رامنځته کېږی او د دغو حکومتونو د جوړېدو عمده موخه پر مخالفو سیاسی دریځونو ولاړې ډلې په یو پراخ‌بنسټیزه حکومت کې راټولول وی؛ خو بیا هم ډېری مهال دا ډول تجربې ناکامې شوې دی. که څه هم په افغانستان کې د ملی یووالی حکومت له جګړې وروسته رامنځته نه شو؛ خو د روانې جګړې په منځ کې د ټاکنو د پایلو پر سر له لانجې وروسته جوړ شو. په ټوله کې د حکومتونو داخلی اختلافات طبیعی وی، خو دا اختلافات بیا دومره متواتر هم نه وی لکه اوس چې د «ملی یووالی» تر نامه لاندې حکومت کې روان دی.
  • د دوو ټاکنیزو ډلو غیر طبیعی ترکیب، د ګټو او د ډلو د مشرۍ پر سر اختلافات؛ په ملی یووالی حکومت کې دواړو شریکو ډلو —اصلاحاتو او هم‌پالنې او تحول او تداوم— ډلو جوړښتونه، د غړو کسانو ترمنځ د پخوانیو اړیکو په پرتله ډېر طبیعی نه وو. د بېلګې په ډول چا ګمان هم نه شو کولای، چې اشرف غنی به خپل لومړنی مرستیال عبدالرشید دوستم وټاکی، هغه هم په داسې حال کې، چې اشرف غنی له ۲۰۰۱ کال وروسته د دوستم پرضد توندې څرګندونې کړې وې او هغه یې د افغانانو مشهور قاتل بللی و. دغه راز د حزب اسلامی (ارغندیوال) او د جمعیت اسلامی ترمنځ هم اېتلاف وشو؛ خو د اصلاحاتو او هم‌پالنې ډلې په پرتله د تحول او تداوم ډله کې اختلافات ډېر ولیدل شول. یو شمېر مهم کسان له دغې ډلې ګوښه شول او جنرال عبدالرشید دوستم هم څو ځله پر ولسمشر توندې نیوکې وکړې.

که څه هم په تحول او تداوم ډله کې د اختلافاتو تر شا د غیر طبیعی جوړښت، د ګټو او رایو ترلاسه کولو لپاره یوځای‌والی لوی لاملونه وو، خو د اصلاحاتو او هم‌پالنې په ډله کې بیا د دغو دوو لاملونو ترڅنګ د مشرۍ په سر هم اختلافات وو. د بېلګې په ډول د ډاکتر عبدالله، یونس قانونی، عطامحمد نور او نورو ترمنځ اختلافات.

  • د ژمنو نه عملی کېدل؛ د ملی یووالی حکومت دننه د داخلی اختلافاتو یو بل اساسی او عمده لامل د شویو ژمنو نه عملی کول دی. په لومړی ګام کې د اصلاحاتو او هم‌پالنې او د تحول او تداوم ډلو چې د ټاکنیز کمپاین او اېتلافونو جوړولو پرمهال له غړیو کسانو سره او په دویم ګام کې دغو دوو اېتلافی ډلو د ملی یووالی حکومت په هوکړه‌لیک کې له یو بل سره څومره ژمنې کړې وې، ډېری تر اوسه عملی شوې نه دی. دغې چارې د دواړو ډلو داخلی غړی او بیا په مجموع کې دغه دوه ډلې پر یو بل ډېرې بې‌باوره کړې او ځینې مهال د همدې بې‌باورۍ له مخې توندې نیوکې کوی.

 

له داخلی اختلافاتو تر قومی اختلافاتو

د ملی وحدت حکومت دننه اختلافات، پر یو بل تورونه او توندو نیوکو تر شا په ټوله کې د واک د وېش مسئله او سیاسی ګټې وې؛ خو په وروستۍ اوونۍ کې دا لومړی ځل شو، چې د ملی یووالی حکومت یو لوړپوړی چارواکی جنرال دوستم پر ولسمشر او اجرائیه رئیس د قوم‌پالنې تورونه لګوی. د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم په خپلو خبرو کې وویل: «نزد داکتر صاحب عبدالله تاجیک که باشد؛ هرچه که باشد، ناتوان باشد، نزد مردم نام نیک نداشته باشد [خوب است] و نزد رییس صاحب جمهور کسی که پشتو گپ بزند، آدم خوب است و اگر پشتو گپ بزند و از لوگر اگر باشد بسیار خوب است»[۲]

دغه راز جنرال دوستم ولسمشر غنی ته نږدې او باوری کسان هم تر خپلو توندو نیوکو لاندې راوستل او ولسمشر یې د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملی امنیت رییس معصوم ستانکزی او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مشر عبدالسلام رحیمی تر محاصرې لاندې وباله. نوموړی وویل: «د ملی دفاع وزارت کې یې داسې کس ګومارلی چې په لاره نه شی تللی، ستانکزی د طالب په نامه مشهور دی او معلومه نه ده چې له چا امر اخلی، د وزارت لپاره یې له پارلمان څخه رایه وانه خیسته، د ربانی د وژنې مسؤلیت هم ده ته ورکول کېږی، نه پوهېږم چې د کومې لېوالتیا او باور له مخې یې پر دغه کلیدی پوسټ ګومارلی دی؟»[۳]

هم‌مهاله، په سیاسی اصلاحاتو کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضیاء مسعود هم په پنجشېر کې د یوې غونډې پر مهال د حکومت مشران پر قوم‌پالنې تورن کړل.[۴]

په دې وروستیو کې، د حبیب الله کلکانی د مړی راایستنه، جنازه او بیا خاورو ته سپارل او په غبرګون کې یې د نجات څلی جوړول، په هېواد کې د قومی اختلافاتو د بیا پیلېدو پیلامه ګڼلای شو؛ خو بیا هم دا د قومی اختلافاتو وړې بېلګې او د دوستم د وروستیو څرګندونو تر شا د حکومتی چارواکو هغه لوبه ده، چې له مخې یې دوی د خپلو خلکو ملاتړ بیا راخپلول غواړی. دغو قومی اختلافاتو ته لمن وهل په ډېری توګه سیاسی عوامل لری او د زیاتو امتیازاتو د غوښتنې هڅه ده؛ خو داسې اندېښنې هم شته چې قومی اختلافاتو ته د لمن وهلو تر شا پردی لاسونه کار کوی.

پر حکومت د حکومتی چارواکو د تورونو حیثیت

په عمومی ډول په ولسواکۍ یا ولسواکو حکومتونو کې دا دود دی، چې کله یو څوک د حکومت دننه له ولسمشر سره اختلافات ولری، نو لومړی خپل اختلافات د بندو دروازو تر شا څرګندوی او د خبرو له لارې ورته حل پیدا کوی؛ خو که بیا یې هم اختلافات حل نه شی نو مدعی بیا په اصولی توګه له خپلې دندې استعفا کوی. مګر داسې کله هم نه پېښېږی، چې یو څوک دې هم په حکومت کې وی او هم دې د اپوزیسیون رول ولوبوی.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ د دوستم د دغو څرګندونو په ځواب کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره توند غبرګون وښود[۵]؛ خو تر دې مخکې هر کله چې جنرال دوستم پر ولسمشر تورونه لګولی، نو له ولسمشر سره له کتنې وروسته یې ترمنځ اختلافات بېرته حل شوی دی. ځکه نو ښایی د ولسمشر او لومړی مرستیال ترمنځ د پراخېدونکې بې‌باورۍ لوی واټن یوازې یوه ناسته بېرته راکم کړی.

د دې ترڅنګ د حکومت د جګ‌پوړو چارواکو، په ځانګړی ډول د «مرستیال ولسمشر» دا ډول څرګندونې ډېرې عادی هم نه شی ګڼل کېدای او له همدې کبله ولسی جرګې هم د جنرال دوستم د وروستیو تورونو د سپیناوی په موخه د یوه کمیسیون جوړولو غوښتنه وکړه؛ ځکه د دا ډول تورونو دوام، د حکومت حیثیت په ملی او نړیواله کچه لا زیات تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

پای

[۱] په دې تړاو ولولئ، تحلیل هفته، ۱۵۹مه ګڼه: د لوړ پوړو چارواکو استعفاوې؛ آیا حکومت د «سیاسی سقوط» په لور روان دی؟، د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز: کابل، د ۱۳۹۵ کال ۲۱ حمل، پرلیکه بڼه:
https://csrskabul.com/pa/?p=2376

[۲] د جنرال دوستم دغه څرګندونې په لاندې لینک کې واورئ:
https://soundcloud.com/sputnik-iran-afghanistan/1-36

[۳] سپوتنیک پښتو: دوستم، افغان ولسمشر او ډاکتر عبدالله په قومی تعصباتو تورن کړل، اکتوبر ۲۵مه ۲۰۱۶ کال، پرلیکه بڼه:
https://pashto.sputniknews.com/afghanistan/20161025811994/

[۴] د احمدضیاء مسعود خبرې په لاندې لینک کې ولولئ:

http://www.etilaatroz.com/42509

[۵] د ولسمشر دفتر، د جنرال دوستم پر څرګندونو د ارګ غبرګون، پرلیکه بڼه:

http://president.gov.af/ps/news/168178

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *