په افغانستان کې د فقر زیاتېدونکې کچه

تېره اوونۍ نړیوال بانک له افغانستان سره د بې‌وزلۍ/فقر د کمولو، په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې د اقتصادی نظام پیاوړی کولو او د هېواد په ځینو سیمو کې پاکو اوبو ته د لاسرسی په موخه، ۱۲۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه. د دغو مرستو له کبله به شونې شی، چې نږدې درې نیم میلیونه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.

په افغانستان کې اوسمهال د ټول نفوس ۳۶ سلنه خلک د بې‌وزلۍ له کرښې ټیټ ژوند تېروی او په خپله د افغان ولسمشر اشرف غنی په وینا، هره شپه د هېواد ۱۵ سلنه وګړی وږی ویده کېږی.

دا چې په اقتصادیاتو کې بې‌وزلی څه ته وایی، په نړیواله کچه او افغانستان کې یې وضعیت څه ډول دی او په ځانګړی ډول په افغانستان کې به یې راتلونکی څه وی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته ځواب شوې دی.

بې‌وزلی او په نړۍ کې یې وضعیت

د بې‌وزلۍ د تعریف او کچې معلومولو په تړاو اقتصاد پوهان بېلابېل نظرونه لری؛ د بېلګې په ډول یو شمېر اقتصاد پوهان هغه چا ته بې‌وزله وایی، چې په ورځنی ډول یې له ۲۰۰۰-۲۵۰۰ کالوریو څخه خوراک کم وی. نړیوال بانک بیا بې‌وزلی د یوې کرښې له مخې معلوموی او تعریفوی. د دغه بانک په اند، هر هغه څوک چې په ورځنی ډول یې عاید له ۱.۲۵ ډالرو څخه کم وی، نو بې‌ساری بې‌وزله دی او که عاید یې په ورځنی ډول له ۲ ډالرو څخه کم وی، نو بیا معتدل بې‌وزله دی. دغه راز د بې‌وزلۍ د معلومولو په تړاو له پولی شاخص څخه وراخوا نور شاخصونه هم شته لکه د عمر منځنۍ کچه، د ماشومانو مړه کېدل، د خوراک کچه او مصؤنیت او داسې نور، چې له مخې یې د یو هېواد د بې‌وزلۍ کچه معلومېدلای شی.

دا چې اوسمهال په نړۍ کې څومره خلک بې‌وزله دی، په تړاو یې شمېرې له یو بل سره توپیر لری؛ خو بیا هم د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، اوسمهال د نړۍ ۱۰.۷ سلنه خلک په ورځنی ډول له ۱.۹۰ ډالرو څخه په کم عاید ژوند تېروی، چې دغه کچه بیا ۷۶۷ میلیونه تنه کېږی.

په نړۍ کې د بې‌وزلۍ کچه له تېرو څو لسیزو راهیسې د کمېدو په لور روانه ده. په ۱۹۹۰ کال کې د نړۍ ۳۵ سلنه خلکو له ۱.۹۰ ډالرو څخه په کم عاید ژوند تېراوه، چې هغه مهال دغه شمېره ۱.۸۵ ملیارده تنه وه؛ خو په ۲۰۱۲ کال کې بیا ۱۲.۴ سلنه خلکو له ۱.۹۰ ډالرو څخه په کم عاید ژوند تېراوه، چې دا بیا ۸۸۱ میلیونه تنه کېږی[۱].

په افغانستان کې بې‌وزلی (۲۰۰۱-۲۰۱۶)

افغانستان یو له لږو عاید لرونکو هېوادونو څخه دی؛ د دغو هېوادونو یوه ځانګړنه دا ده، چې د فقر کچه پکې زیاته وی. که څه هم د سړې جګړې او ترې وړاندې کلونو کې د فقر کچې په اړه دقیق ارقام نه لرو؛ خو بیا هم د شورویانو یرغل او کورنۍ جګړې په هېواد کې د فقر کچه لا زیاته کړه. هغه مهال ډېری خلک پاکستان ته کډوال شول او د عاید هغه سرچینې یې چې د شورویانو له یرغل وړاندې درلودې، بندې شوې.

له ۲۰۰۱م وروسته په افغانستان کې تر یو څو کلونو پورې امنیت ټینګ شو، د بهرنیانو مرستې زیاتې شوې او له همدې کبله په یو شمېر ټولنیزو او اقتصادی سکتورونو او برخو کې پرمختګونه ولیدل شول؛ خو بیا هم د نړیوال بانک د ارقامو له مخې، په نړۍ کې د فقر د کچې په پرتله، په افغانستان کې د فقر کچه تقریباً ثابته پاتې ده او تر اوسه پورې د فقر کچه کمه شوې نه ده.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، په هېواد کې د آزاد بازار او سرمایه‌دارۍ نظام یوه نیمګړتیا دا هم وه، چې شتمنی یې د محدودو کسانو په ولکه کې ورکړه. په ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م کلونو کې د افغانستان د ټول نفوس ۳۶.۳ سلنه خلک د غربت له کرښې لاندې وو. که څه هم په ۲۰۱۱م او ۲۰۱۲م کال کې د غربت سلنه تر یوه بریده کمه شوه، خو په ټوله کې بیا هم تر ډېره ثابته بلل کېدای شی. په ۲۰۱۱م کې دا کچه ۳۵.۸ سلنه شوه او معنا یې دا وه، چې د افغانستان ۹ میلیونه وګړی بې‌وزله وو (له هرو ۸ کسانو څخه ۳ تنو یې په غربت کې ژوند تېراوه)[۲]. (شکل ۱).

شکل ۱: په افغانستان کې د غربت کچې سلنه

۱

ماخذ: نړیوال بانک او د افغانستان اقتصاد وزارت

د افغانستان ډېری نفوس په لرې پرتو سیمو کې مېشت دی او په ډېری توګه د فقر کچه هم په همدغو لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې تر ټولو زیاته ده. د نړیوال بانک او د افغانستان د اقتصاد وزارت د ګډې څېړنې او سروې له مخې، په دغو لرې پرتو سیمو کې له هرو پنځو تنو څخه څلور تنه د فقر ژوند تېروی. د دې ترڅنګ د کوچیانو له نیم څخه زیات (۵۱.۸ سلنه) هم د غربت له کچې ټیټ ژوند تېروی[۳].

د فقر کچه تر ټولو زیاته په شمال ختیزو، مرکزی لوېدیزو، ختیزو او سوېلی ولایتونو کې ده او تر ټولو کمه بیا مرکزی او سوېل لویدیزو ولایتونو کې ده. سره له دې چې په مجموعی ډول په ټولو زونونو کې، له شمال ختیزې حوزې پرته، د ۲۰۰۷م په پرتله په ۲۰۱۱م کې د غربت کچه ټیټه شوه (وګورئ شکل ۲).

شکل ۲: د افغانستان په بېلابېلو حوزو کې د فقر کچه (۲۰۰۷م-۲۰۱۲م)

۲

ماخذ: د افغانستان د اقتصاد وزارت او نړیوال بانک ګډه څېړنه او سروې ۲۰۱۱

یادونه: د حوزو ویش په دا ډول دی: سوېل لوېدیځ: نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان؛ مرکزی: کابل، کاپیسا، پروان، وردګ، لوګر، پنجشیر؛ لوېدیځ: بادغیس، هرات، فراه؛ شمال: سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، فریاب؛ سوېل: غزنی، پکتیکا، پکتیا، خوست؛ ختیځ: ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان؛ مرکزی لوېدیز: غور، بامیان، ډایکونډی؛ شمال ختیز: بدخشان، تخار، بغلان، کندز.

د ولایتونو په کچه تر ټولو زیاته بې‌وزلی په کابل کې ده او دغه شمېره له یو میلیون څخه زیاته ده، ورپسې په نورو ولایتونو کې د غربت کچه په لاندې جدول کې کتلی شئ. (جدول ۱).

جدول ۱: د افغانستان په ولایتونو کې د غربت کچه

۳

ماخذ: د افغانستان اقتصاد وزارت او د نړیوال بانک ګډه څېړنه او سروې ۲۰۱۱م

په افغانستان کې د فقر راتلونکی وضعیت

په افغانستان کې له ۱۵ کلونو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو ۵۳ سلنه هم په فقر کې شپې ورځې تېروی، چې د خورا بد وضعیت ښودنه کوی. که افغان حکومت دوی ته د زده‌کړو او له ځوانۍ وروسته د کار زمینې برابرې کړی، نو په هېواد کې به د غربت کچه ډېره راښکته شی؛ ځکه د هغو غریبو خلکو، چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته وی، ۷۵.۶ سلنه یې بې‌سواده دی. د هغو غریبو خلکو چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو څخه پورته وی، یوازې ۷.۱ سلنه یې ابتدایی ښوونځی بشپړ کړی دی. په بې‌وزله او غریب پاړکی کې د بې‌کارۍ شرحه هم ۸.۴ سلنه او د نسبی بې‌کارۍ شرحه ۴۱.۱ سلنه ده[۴].

په بل اړخ کې له هرو ۱۰۰۰ نویو زیږېدلو ماشومانو څخه ۶۶ یې له زیږېدو لږ موده وروسته مړه کېږی[۵] او د کرنې او مالدارۍ وزارت په اند ۴۰ سلنه افغانان غذایی مصؤنیت نه لری[۶]. له همدې کبله د فقر کچه د اقتصادی پرمختګ، د زده‌کړو له زیاتېدو، د بې‌کارۍ له کمېدو او زراعت سکتور ته په ځانګړې پاملرنې سره کمېدلای شی.

پای

[۱] د بې‌وزلۍ په تړاو د نړیوال بانک ارقام دلته وګورئ:
http://www.worldbank.org/en/topic/poverty/overview

[۲] د افغانستان د اقتصاد وزارت او نړیوال بانک ګډه څېړنه او سروې:
Afghanistan Poverty Status Update: An analysis based on National Risk and Vulnerability Assessment (NRVA) 2007/08 and 2011/12, Oct 2015, see it online:< http://moec.gov.af/Content/files/Poverty%20Status%20Update%20Report%20-%20final%20english%203.pdf>

[۳] تېر ماخذ

[۴] تېر ماخذ

[۵] ADB, Poverty in Afghanistan, see it online:< https://www.adb.org/countries/afghanistan/poverty>

[۶] که څه هم د خوراک نړیوال سازمان دغه کچه ۹.۳ میلیونه ګڼی او ۱.۱ میلیونه ماشومان هم د نیمګړې تغذیې له ستونزې سره مخ دی. په دې تړاو وګورئ د خوراک نړیوال سازمان راپور:
http://documents.wfp.org/stellent/groups/public/documents/ep/wfp269062.pdf او د ډویچه ویله راپور:
وزارت زراعت: ۴۰ در صد افغان‌ها مصونیت غذایی ندارند، دویچه ویله، ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶، آنلاین:
http://www.dw.com/fa-af/%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%B2%D8%B1%D8%A7%D8%B9%D8%AA-%DB%B4%DB%B0-%D8%AF%D8%B1%D8%B5%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D9%87%D8%A7-%D9%85%D8%B5%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%AA-%D8%BA%D8%B0%D8%A7%DB%8C%DB%8C-%D9%86%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%86%D8%AF/a-36079205

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *