د حزب اسلامی-افغان حکومت د سولې تړون برخلیک

 

له تېرې اوونۍ راهیسې په رسنیو کې داسې خبرونه خپرېږی، چې روسیه او فرانسه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د هغې غوښتنې په لاره کې خنډونه جوړوی، چې له مخې یې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم لرې کول غواړی. د حزب اسلامی (حکمتیار) او افغان حکومت ترمنځ د سولې د هوکړه‌لیک له دریو مهمو ژمنو څخه یوه هم دا وه، چې افغان حکومت به د حکمتیار نوم له تور لېست څخه وباسی.

که څه هم حزب اسلامی د فرانسې او روسیې له مخالفت وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره له تور لېست څخه د دغې ډلې د مشر نوم ایستل مهم ونه بلل او د دوی په وینا د حزب مشر د کوم هېواد ویزه نه غواړی او دا د افغانانو خپلمنځی هوکړه ده؛ خو بیا هم دا ژمنه د دغه هوکړه‌لیک له مهمو مادو څخه ګڼل کېږی او د افغان حکومت پر حیثیت او دغه هوکړه منفی سیوری غوړولی شی.

د سولې پر دغه دوه‌اړخیز تړون کابو درې میاشتې تېرېږی؛ خو افغان حکومت لاهم په هوکړه‌لیک کې راغلې ژمنې نه دی عملی کړې. دا چې د افغان حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې موافقتامې په تړاو تراوسه څه شوی، څومره عملی شوې، په لاره کې پراته خنډونه څه دی، بالاخره به د دغه تړون برخلیک څه وی او له طالبانو سره د سولې په احتمالی خبرو اترو څه اغېزې ښندی؟ هغه پوښتنې دی چې په دغه تحلیل کې مو ځواب کړې دی.

 

د حزب اسلامی-افغان حکومت د سولې تړون

د حزب اسلامی د اجرائیه شورا مهم غړی ډاکتر غیرت بهیر په ۱۳۸۷ کال کې د بګرام له زندانه خوشې شو او د حزب اسلامی او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې اترې هم له همدې نېټې پیل شوې. په پیل کې حزب اسلامی د بېلابېلو اعلامیو په خپرولو سره د سولې د توافق لپاره شرطونه کېښودل او ډېری دا اعلامیې به یې د مهمو پېښو پرمهال خپرولې. د بېلګې په توګه کله چې په ۱۳۸۹ کال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه، حزب اسلامی اعلامیه خپره کړه. بل ځل چې کله د افغان طالبانو د قطر دفتر پر سر لانجه راپورته شوه، حزب اسلامی یو ځل بیا خبرو اترو ته لېوالتیا وښوده.

د یوې څېړنې له مخې، حزب اسلامی له ۱۳۸۹ کال څخه تر ۱۳۹۲ کال پورې ۱۷ ځله خپل پلاوی د سولې د خبرو اترو په موخه کابل ته راولېږل. له ۱۳۹۲ کال څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې یې هم څو ځله خپل پلاوی راواستول؛ خو دغو هڅو کومه څرګنده پایله ونه درلوده. هغه مهال د خبرو اترو د ناکامېدو عمده لاملونه د جګړې په ډګر کې د حزب اسلامی کم رول، له حزب اسلامی سره د ځینو لورو ژور مخالفت، په خبرو اترو کې د حزب اسلامی سخت دریځ، د حزب اسلامی پاشلی دریځ او په دولت کې د یوه بدیل حزب اسلامی شتون وو.

د اشرف غنی له واک ته رسېدو سره او بیا چې کله د سولې د څلور اړخیزو خبرو اترو له دوو غونډو وروسته افغان طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضر نه شول، نو د افغان دولت او حزب اسلامی ترمنځ د سولې د خبرو اترو لړۍ ګړندۍ شوه او په پای کې د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر پر ۲۲مه د دواړو لورو له‌خوا د سولې پر تړون لاسلیک وشو.

 

له حزب اسلامی سره د سولې د تړون تطبیق

له حزب اسلامی سره د سولې د تړون له لاسلیک کولو وروسته، د دغه تړون د موادو د تطبیق ګډ کمیسیون جوړونې وخت واخیست، چې بیا د ولسمشر د ځانګړی فرمان له صادرېدو سره د ۲۰۱۶ کال په نوامبر میاشت کې جوړ شو. د افغان حکومت د پلاوی مشر ډاکتر اکرم خپلواک، او غړی یې فیض الله ذکی او محمد مسعود اندرابی وټاکل شول. د حزب اسلامی له‌خوا د پلاوی مشری قاضی عبدالحکیم حکیم او غړی یې محمد امین کریم او غیرت بهیر وو. په بل اړخ کې د سولې عالی شورا له‌خوا عزیزالله دین محمد، عطاء الرحمن سلیم، حبیبه سرابی او مولوی عبدالخبیر او چقون د کمیسیون غړی وټاکل شول.

د نوامبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د سولې د موافقتنامې د پلی کولو ګډ اجرایوی کمیسیون خپله لومړنۍ غونډه وکړه او د دغه کمیسیون په دندو کې د لاندې دریو ژمنو عملی کول شامل شول:

لومړی؛ د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار نوم ایستل؛

دویم؛ د حزب اسلامی د بندیانو خوشې کول؛

درېیم؛ د حزب اسلامی اړوندو کډوالو ته تر ۲۰ زرو نومرو پورې یوه سیمه ورکول.

د لومړۍ ژمنې د عملی کولو په موخه افغان دولت د ملګرو ملتونو قوانینو ته په کتلو سره د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حکمتیار د نوم ایستلو په تړاو خپل دلایل په غوښتنلیک کې ولیکل او په ډسمبر میاشت کې یې ملګرو ملتونو ته واستول. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر د افغان حکومت له‌خوا وړاندې شوی دلایل د امنیت شورا غړو هېوادونو ته ولېږل، ترڅو په لسو ورځو کې خپل ځواب ووایی. د رسنیو د معلوماتو له مخې، لومړی د فرانسې حکومت او بیا په رسمی توګه روسیې د لسو ورځو وخت وځنډاوه او په دې اړه د زیات وخت غوښتونکی شول. که څه هم د حزب اسلامی د ویاند له قوله، افغان حکومت د فرانسې ولسمشر او پارلمان ته په دې تړاو لیکونه استولی او هغوی په امنیت شورا کې د همکارۍ ژمنه کړې؛ خو د روسیې د غبرګون بدلولو په تړاو تراوسه څه نه دی شوی.

د دویمې ژمنې په تړاو حزب اسلامی د ۵۰۰ بندیانو یو ابتدایی لیست حکومت ته سپارلی؛ خو تراوسه افغان حکومت د حزب اسلامی یو تن هم له زندانه نه دی خوشی کړی.

د درېیمې ژمنې په تړاو هم د حکومت له اړخه په عملی ډګر کې څه نه دی شوی؛ خو حکومت ژمنه کړې، چې په برحاله ښارګوټو کې به د حزب اسلامی کډوالو ته ځایونه ورکړی. په بل اړخ کې حزب اسلامی هم د کابل ولایت په ځینو سیمو کې د کډوالو د پنډغالو لپاره خپلې سروې‌ګانې پیل کړې دی.

 

د سولې د تړون په تطبیق کې بهرنی خنډونه

له حزب اسلامی سره د سولې تړون د عملی کولو په لاره کې بهرنی خنډونه شته دی او په تېره بیا د روسیې لخوا داسې مهال خنډونه جوړېږی، چې د روسیې-چین-پاکستان په درې‌اړخیزه غونډه کې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د ځینو طالب مشرانو د نومونو ایستلو په اړه همغږی ښودل شوې؛ خو د حزب اسلامی د مشر حکمتیار د نوم ایستلو په لاره کې خنډونه جوړوی. دا واقعاً یو هېښوونکی کار دی او په هېواد کې یې د روسانو له درې‌اړخیزې غونډې وروسته د روسانو په لور شکونه زیات کړی؛ ځکه روسیې په پیل کې له حزب سره د افغان حکومت له تړون څخه ملاتړ کړی و او د روسیې له‌خوا د داسې چارې تمه نه وه.

که څه هم روسیه د دغه کار تر شا لوی لامل په منځنی ختیځ، اروپا او نورو مهمو نړیوالو پېښو کې خپله ښکېلتیا ګڼی او د حزب اسلامی د مشر په تړاو له ۱۰ ورځو څخه د زیات وخت غوښتونکې ده. خو بیا هم، د مسکو د دغه کار تر شا د امریکا-روسیې روانه سړه جګړه تر څه حده رول لوبوی. ځکه دوی له یوې خوا غواړی امریکا ته په داسې حال کې سرخوږی زیات کړی، چې وار له مخه یې له دغه تړون څخه هرکلی او ملاتړ کړی، بلکې ترڅنګ به یې د راتلونکو ګواښونکو میاشتو وضعیت ته په پام سره د ځان لپاره وخت هم اخیستی وی.

په بل اړخ کې ښایی د روسانو د دریځ تر شا هم د فرانسویانو په څېر، چې د مخالفت لوی لامل یې د حزب اسلامی ډلې له‌خوا په ۲۰۱۳ کال کې په تګاب کې له ۱۰ د زیاتو فرانسوی سرتېرو وژل وو، په یوه کمزوری احتمال د شوروی-افغان جګړې سیوری غوړلی وی. دوی به ونه غواړی، هغه حکمتیار چې د روسانو د وژونکی په نوم مشهور و، په دومره اسانۍ سره د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ووځی.

 

له حزب سره د سولې برخلیک

که څه هم له حزب اسلامی سره د سولې د موافقتنامې په ژمنو ابتدایی کارونه شوی؛ خو په ټوله کې تراوسه یوه ژمنه هم نه ده عملی شوې او اوس پکې د یوې مهمې ژمنې په تړاو د روسیې لخوا د شپږو میاشتو زیات وخت غوښتنه هم ورګډه شوه.

که چېرې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیه د حکمتیار د نوم ایستلو په تړاو قرارداد ویټو کړی، نو افغان حکومت بیا هم کولای شی، د نورو ژمنو د عملی کولو او د پاتې څلورو ویټو ځواکونو په ملاتړ تر ډېره د حزب اسلامی پر مشر بندیزونه راکم کړی. دا هغه څه دی، چې حزب اسلامی هم په خپله وروستۍ اعلامیه کې غوښتی دی. خو بیا هم د زندانیانو د خوشی کولو او د کډوالو د ښارګوټو په لاره کې خنډونه جوړېدل او په ډېری توګه د توافقنامې نه عملی کېدل به نه یوازې دا چې د حزب اسلامی او حکومت ترمنځ بې‌باوری زیاته کړی، بلکې د خکو باور به نور هم پر افغان حکومت راکم کړی. د بېلګې په توګه، افغان حکومت د یوې کړۍ د فشارونو له کبله نه غواړی، چې حزب اسلامی ته په کابل کې یو ځانګړی ښارګوټی یا پنډغالی ورکړل شی.

له حزب اسلامی سره د سولې تړون عملی کول له طالبانو سره د سولې د احتمالی تړون له عملی کولو څو وارې اسانه دی. په دې برخه کې د افغان حکومت ناکامی او د سولې د تړون په عملی کولو کې ځنډ به د افغان طالبانو پر اذهانو هم ژوره اغېزه وښندی، په تېره بیا که چېرې دوی هم له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو پیلول وغواړی. له طالبانو سره به دا پوښتنه هرومرو وی، چې افغان حکومت حکمتیار د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه نشی ایستلای نو د دوی ډېری غړی به څرنګه وباسی؟ دوی څرنګه پر افغان حکومت باور وکړی؟ دوی چې د حزب اسلامی ډېرې محدودې او آسانه ژمنې عملی نه شوای کړای، نو د دوی غوښتنې او له دوی سره ژمنې به څرنګه عملی کړی؟ دا هغه نکات دی، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو او هوکړې پر احتمالی چانسونو به خورا منفی سیوری وغوړوی او دا چانسونه به صفر ته راټیټ کړی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *