د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو نوې هڅې

 

له تېرو څو اوونیو راهیسې د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغولو په موخه، په کابل کې د ځینو بهرنیو هېوادونو د دیپلوماتانو هڅې ګړندۍ شوې دی. په دغو هڅو کې انګلستان د یادونې وړ دی، چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ یې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. دا له آسیا زړه کنفرانس وروسته لومړی ځل دی، چې د بهرنیو دیپلوماتانو له لوری دا ډول هڅې کېږی.

له بله پلوه د نوی میلادی کال په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر عمر زاخېلوال هم د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (سمیع الحق) ډلې له مشر مولانا سمیع الحق سره دوه ځله ولیدل. په دویمه ناسته کې افغان ولسمشر اشرف غنی هم له مولانا سمیع الحق سره په ټېلېفون خبرې وکړې. ډېری افغان طالبانو د مولانا سمیع الحق په مدرسو کې زده‌کړې کړې او د طالبانو یو شمېر علماء بیا د مولانا سمیع الحق له حقانیې مدرسې سره د ځانګړی مناسبت (زده‌کړو) له کبله حقانی تخلص هم له خپلو نومونو سره زیاتوی.

د دې ترڅنګ د پاکستان یو شمېر نورو ډلو لکه پیپلز ګوند او قومی وطن ګوند مشرانو هم په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو رغولو په تړاو څرګندونې کړې دی.

دا چې د ملی یووالی حکومت پرمهال د کابل-اسلام‌آباد اړیکې څرنګه وې، د افغان-پاک د کړکیچنو اړیکو اغېزې څه وې، آیا د دغو دوه‌اړخیزو اړیکو د کړکېچنتیا پړاو پای ته رسېدونکی دی او د دغو اړیکو راتلونکی څه دی؟ په دې تحلیل کې هڅه شوې، چې دا او دې ته ورته پوښتنې ځواب شی.

 

کابل-اسلام‌آباد کړکېچنې اړیکې

د ملی یووالی حکومت پرمهال افغان-پاک اړیکو، د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو په تاریخ کې په بې‌سارې توګه لوړې-ژورې ولیدلې.

په افغانستان کې د ملی یووالی حکومت له جوړېدو سره د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې نږدې شوې؛ لومړی افغان ولسمشر پاکستان ته زیات امتیازات ورکړل او بیا پاکستان افغان ولسمشر ته ځانګړی پروتوکول ورکړ، چې د پاکستان له‌خوا یوازې د چین او سعودی ولسمشرانو ته ورکول کېږی.

خو په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو او د مری له لومړۍ ناستې وروسته د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د نه حاضرېدلو له کبله د کابل-اسلام‌اباد اړیکې خرابې شوې او له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوری زیاته شوه. د تورخم او چمن پر سرحدی پوله خونړۍ نښتې وشوې او د اسیا زړه کنفرانس کې افغانستان په لومړی ځل د یوه هېواد (پاکستان) مرسته رد کړه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچنو اړیکو له کبله شونې شوه، چې په ۲۰۱۶ کال کې له پاکستانه تر پنځه لکه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شی. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګری تر یو ملیارد ډالرو پورې راکمه شوه او د پاکستان له لارې د افغان توکو ترانزیټ هم کم شو.

 

آیا کړکېچنې اړیکې پای ته رسېدونکې دی؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچنې اړیکې د پاکستان د رامنځته کېدو راهیسې شته دی او پر افغانستان د شورویانو له یرغل سره یې شدت زیات شو. په پیل کې په بنسټیزه توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوې مهمې قضیې وې: د ډیورنډ کرښه نه منل او د پښتونستان غوښتنې د تحریک ملاتړ. د شورویانو له یرغل وروسته د ستراتېژیک عمق قضیې هم پر دوه‌اړخیزو اړیکو ژور سیوری وغوړاوه.

د ملی یووالی حکومت پرمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچنو اړیکو تر شا پورته قضیو په غیر مستقیمه توګه او په هېواد کې ناامنیو، د طالبانو له‌خوا د اسلام‌آباد د چوپتیا له کبله د افغان حکومت پرضد د پاکستان د خاورې کارېدنه او د پاکستان لخوا د خبرو اترو مېز ته د طالبانو په حاضرولو کې ناکامی په مستقیم ډول د دې لامل شول، چې دوه‌اړخیزې اړیکې خرابې شی.

داسې مهال د بهرنیو دیپلوماتانو له خوا هڅې او په تېره بیا د انګلستان د منځګړیتوب وړاندیز به یوازې په ډېر لنډ‌مهال کې ښایی دوه‌اړخیزې اړیکې ورغوی؛ خو په اوږده مهال کې به بیا هم د دواړو هېوادونو اړیکې پر پورتنیو یادو شوو قضیو متکی وی.

انګلستان له دې وړاندې هم د کرزی د دورې پرمهال څو ځله د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب کړی و او په دې تړاو درې واړو هېوادونو درې‌اړخیزې ناستې هم کړې؛ خو پایله یې تر ډېره د پام‌وړ نه وه.

د دې ترڅنګ، که چېرې د لوړپوړو افغان چارواکو دا ستراتېژیک فکر، چې یوازې پاکستان کولای شی افغان طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضر کړی، بدل شوی وی؛ نو بیا هم په لنډمهال کې دوه‌اړخیزې اړیکې رغېدلای شی؛ خو په اوسنیو شرایطو کې دا تر ډېره ناممکنه برېښی.

 

د دوه‌اړخیزو اړیکو راتلونکی

که څه هم یو شمېر خلک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو رغېدل د بنسټیزو مسایلو له حل کېدو پرته، چې پورته ورته اشاره وشوه، ناشونی بولی؛ خو په نړۍ کې یو شمېر هېوادونه شته، چې خپلې سرحدی قضیې او نور مسایل یې شاته غورځولی او ترمنځ یې مناسبات تر ډېره اقتصادی بڼه لری. په همدې ډول افغانستان او پاکستان هم کولای شی، چې د ډیورنډ قضیې له حل کېدو پرته هم ښې اړیکې ولری؛ خو دا بیا د دواړو هېوادونو له ژور تدبیر سره تړلې ده.

په اوسنی وخت کې د کابل-اسلام‌اباد اړیکې ترډېره له دوو خبرو سره تړلې دی. لومړی، د پاکستان له لوری له افغان حکومت سره دا ژمنه چې افغان طالبان به نور د افغانستان پرضد د پاکستان خاورې استعمالولو ته نه پرېږدی. دویم هم له افغان طالبانو سره په خبرو اترو کې د دواړو (کابل او اسلام‌آباد) داسې چلند، چې بالاخره د پاکستان په نظارت (نه منځګړیتوب) د کابل او طالبانو د قطر دفتر ترمنځ پر خبرو اترو پای ته ورسېږی. په دې توګه به په لنډ او منځ‌مهال کې د دواړو هېوادونو اړیکې ورغېږی او په اوږده مهال کې ښو اړیکو ته به هم زمینه مساعده کړی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *