روسیه او افغانستان؛ آیا بې‌باوری پای ته رسېدلې؟

 

تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی داسې مهال د خپل روسی سیال په بلنه ماسکو ته په دوه‌ورځنی سفر ولاړ، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل او ماسکو ترمنځ بې‌باورۍ د زیاتېدو په لور روانې وې. له همدې کبله دغه سفر په ملی او نړیوالو رسنیو کې منعکس شو او په تېره بیا په هېواد کې له دغه سفر سره داسې هیلې هم وتړل شوې، چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ، د بې‌باورۍ زیاتېدونکی واټن راکم کړی.

د صلاح الدین ربانی د دغه سفر پرمهال دوه مهم پرمختګونه وشول: لومړی دا چې روسیه به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په تېره بیا په نظامی-تخنیکی برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی؛ او دویم دا چې د فبرورۍ په ۱۵مه به په ماسکو کې د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو هېوادونو یو کنفرانس هم جوړ کړی، چې روسیه، چین، پاکستان، افغانستان، هند او ایران به پکې ونډه واخلی.

دا چې د ملی یووالی حکومت پرمهال د روسیې او افغانستان اړیکې څرنګه وې، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باورۍ څرنګه وزیږېدې او آیا دا بې‌باورۍ پای ته رسېدونکې دی؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو په دغه تحلیل کې ځواب کړې دی.

 

کابل او ماسکو؛ له سیمه‌ییزې اجماع تر بې‌باورۍ

له ۲۰۰۱ کال وروسته، د کابل او ماسکو ترمنځ اړیکې عادی وې؛ خو د حامد کرزی په دویمه دوره کې دا اړیکې د نږدې کېدو په لور ولاړې. د ملی یووالی حکومت له جوړېدو وروسته افغان ولسمشر اشرف غنی او د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر د سخت‌دریځۍ ضد جګړې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو هڅه وکړه. غنی او اتمر په همدې موخه روسیې ته سفرونه وکړل او روسیې هم په پیل کې افغانستان ته د څلورو چورلکو ورکولو ژمنه وکړه. خو ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باورۍ وزیږېدې، چې تر شا یې څلورو مهمو لاملونو رول ولوباوه:

لومړی؛ په هېواد کې د داعش ډلې ظهور او فعالیتونه، چې د روسیې پاملرنه یې د افغانستان په لور زیاته کړه. دغه راز په افغانستان کې د یو شمېر وکیلانو له‌خوا له داعش ډلې څخه د ملاتړ په تړاو، د ملی امنیت پر شورا تورونو هم په ماسکو کې د ترهګرۍ-ضد جګړه کې د افغان حکومت پر هڅو شکونه وزیږول.

دویم؛ د ماسکو او طالبانو پراخېدونکې اړیکې او تماسونه هغه څه شول، چې افغان حکومت یې اندېښمن کړ او په غبرګون کې یې د ډلو پرځای پر دولتی-دولتی اړیکو ټینګار وکړ.

درېیم؛ په ماسکو کې د روسانو له‌خوا د افغانستان په تړاو د روسیې-چین-پاکستان درې‌اړخیزې ناستې هم پر دوه‌اړخیزو اړیکو سیوری وغوړاوه.

څلورم؛ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې داسې خبرونه خپاره شول، چې روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغان حکومت د هغې غوښتنې په لاره کې خنډ جوړ کړی، چې له مخې یې د حزب اسلامی د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه لرې کېده.

 

آیا بې‌باورۍ پای ته رسېدونکې دی؟

روسیې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی له سفره وړاندې، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوری زیاته شوې وه؛ خو د دغه سفر پرمهال یو شمېر داسې پرېکړې او څرګندونې وشوې، چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ دغه واټن د کمېدو په لور روان دی. ځکه؛ لومړی: که څه هم روسیې په پیل کې د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د حکمتیار د نوم ایستلو په تړاو اندېښنه ښودلې وه؛ خو په فبرورۍ میاشت کې د روسیې د همکارۍ له کبله شونې شوه، چې د ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه لرې شی.

دویم؛ د امنیتی-نظامی-تخنیکی همکارۍ زیاتولو په تړاو همغږی وښودل شوه، په تېره بیا د افغان امنیتی ځواکونو او افغان ملی اردو د جګړې وړتیا زیاتونه او د وسلو مرستې. په همدې تړاو دواړو لورو، د قانونی چوکاټ جوړونه پیاوړې کړه چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې عملی شو.

درېیم؛ د روانې میاشتې په ۱۵مه به په مسکو کې د سیمې هېوادونه (روسیه، چین، پاکستان، افغانستان، ایران او هند) د افغانستان په تړاو جوړېدونکی کنفرانس کې ګډون وکړی.

څلورم؛ د شانګهای د همکارۍ کنفرانس کې د افغانستان له غړیتوب څخه ملاتړ او د دغه سازمان د چوکاټ دننه د افغانستان په تړاو “کانټکټ ګروپ” جوړول.

پنځم؛ له طالبانو سره پر خبرو اترو ټینګار چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قراردادونو او د افغان حکومت پر ملاتړ بنا وی.

شپږم؛ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د کتنو زیاتولو پر سر همغږی.

په عمومی توګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وروستی سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو رغولو یوه هڅه وه، چې په لنډ‌مهال کې به وکړای شی، د بې‌باورۍ واټن راکم او د دواړو هېوادونو نظرونه سره نژدې کړی. خو بیا به هم په هېواد کې دننه وضعیت او یو شمېر نړیوالو فکټورونو (په تېره بیا له امریکا او ناټو سره د روسیې زیاتېدونکی کړکېچ) سره تړاو ولری، چې د کابل او ماسکو ترمنځ د بې‌باورۍ واټن نور هم زیاتولای شی.

 

افغانستان؛ د نړیوالو ځواکونو له رقابت د سیمه‌ییزو ځواکونو تر همغږۍ

په افغانستان کې له تېر یوه کال راهیسې د دوو نړیوالو زبرځواکونو امریکا او روسیې ترمنځ همکاری پای ته رسېدلې او ماسکو څو ځله په افغانستان کې د امریکا پر تګلاره نیوکې وکړې. همدا لامل دی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د همکارۍ د ختمېدا ملامتی د امریکا پر پخوانی ولسمشر اوباما واچوله او په وینا یې د اوباما د دورې پرمهال د دوی ترمنځ ناستې ونه شوې او بې‌باوری هم زیاته وه.

په افغانستان کې د امریکا او روسیې د همکارۍ د ختمېدا تر شا د اوکراین او سوریې بحرانونو هم مهم رول ولوباوه. له همدې کبله اوس روسیه هم، په افغانستان کې ډېره لېوالتیا اخلی او د همدغې لېوالتیا له کبله په افغانستان کې د امریکا د تګلارې په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کوی. د بېلګې په توګه ځینې مهال په هېواد کې د امریکا پوځی اډې تر پوښتنې لاندې راولی؛ خو بیا وروسته دا هم وایی، چې که له افغانستانه بهرنی ځواکونه ووځی، نو د هېواد وضعیت به نور هم خراب شی.

په افغانستان کې د داعش ډلې زیاتېدونکی نفوذ او په تېره بیا له ختیځ څخه په شمال کې څرګندېدل هم هغه څه دی، چې د روسیې پاملرنه یې د افغانستان په لور زیاته کړې ده. له همدې امله روسیه اوس د افغانستان په تړاو، له امریکا او ناټو پرته د سیمه‌ییزو هېوادونو یو کنفرانس جوړوی او د دغه کنفرانس پرمټ غواړی، چې د افغانستان قضیې ته یوه سیمه‌ییزه حل‌لاره پیدا کړی. خو که د افغانستان په قضیه کې دخیلو لورو (امریکا او ناټو او طالبانو) ته په یوه داسې کنفرانس کې برخه ورنه کړل شی، چې موخه یې د افغانستان د قضیې حل وی؛ نو تر ډېره ناشونې ده، چې دا ډول کنفرانسونه خپلو موخو ته ورسېږی. اړینه ده، چې په اساسی او کلی مسایلو کې د سیمه‌ییزو هېوادونو او امریکا ترمنځ همغږی پیدا شی، د بېلګې په ډول د افغانستان سوله او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابرول. پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *