د کابل-اسلامآباد-ډهلی مثلث او راتلونکی
تېره اوونۍ د افغانستان د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هند ته په درېورځنی سفر ولاړ او د هند دفاعی څېړنو انستیتوت د آسیا په نولسم امنیتی کنفرانس کې یې ګډون او وینا وکړه. حنیف اتمر په خپلو خبرو کې وویل، چې د نړۍ له ۹۸ ترهګرو ډلو څخه شل یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوی. له همدې کبله، نړۍ باید د “تروریزم” ختمولو لپاره افغان ځواکونه پیاوړی کړی. نوموړی هم د ولسمشر غنی په څېر په هېواد کې روانه جګړه کورنۍ نه، بلکې سیمهییزه وګڼله. اتمر وویل: «موږ اوس له یوې ډلې سره مخ نه یو، بلکې د ترهګرو ډلو له یوې لویې شبکې سره مخ یو، چې جرمی اقتصاد (مخدره توکو، انسانانو او د قیمتی توکو قاچاق او د سیمې د یو شمېر استخباراتو پیسې) یې د تمویل اصلی سرچینه ده.» د ده په خبره، له همدې امله «که یو هېواد د تروریزم د مرسته کوونکی په توګه نه شو غوره کولای، نو لږترلږه خو دومره کولای شو، چې هغه خلک په نښه کړو، چې د یوه دولت تر شا ولاړ دی».
په بل اړخ کې د هند د دفاع وزیر مانوهر پاریکار هم په دغه غونډه کې وینا وکړه او تروریزم یې د نړۍ سولې او ثبات ته تر ټولو لویه ننګونه وګڼله. ده وویل: «موږ په یوه داسې بېثباته نړۍ کې ژوند کوو، چې د تروریزم څپه پکې پراخېږی، چېرته چې څلور ډلې د نړۍ د ۷۵ سلنه ترورستی پېښو مجموعه جوړوی. دغه څلور ډلې بوکو حرام، طالبان، داعش او لشکر طیبه دی». نوموړی دا هم وویل، چې «تقریباً د اسیا ۷ سلنه ترورستی بریدونه پر هند کېږی».
دا چې د کابل، اسلامآباد او ډهلی ترمنځ وروستۍ اړیکې څرنګه دی، د درېیواړو ترمنځ د بېباروۍ اصلی ځای کوم دی او د کابل-اسلاماباد-ډهلی مثلث راتلونکی څه دی؟ په دغه تحلیل کې هڅه شوې، چې دا پوښتنې ځواب شی.
د کابل-اسلامآباد-ډهلی خونړی مثلث
د هند د لویې وچې له آزادېدو سره د کابل، اسلامآباد او ډهلی ترمنځ خپلمنځی اړیکې ترېینګلې، له بېباوریو ډکې او ان خونړۍ وې. دا وضعیت د سړې جګړې او له سړې جګړې په راپدېخوا پړاو کې څرګند دی؛ خو په تېر یوه کال کې د دغو درېواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله له لوړو او ژورو سره مخ وې.
له تېر یوه کال راهیسې، په کشمیر کې د کشمیری قوماندان برهان وانی له وژل کېدو وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې. دغه مهال په هندی کشمیر کې پر هندی پوځیانو خونړی بریدونه وشول او هند یې په غبرګون کې په پاکستان کې متنازع “سرجیکل بریدونه” وکړل. خو پاکستان بیا دا ډول بریدونه د خپلو پوځیانو د مورال د لوړولو او د پوځیانو د انځور خرابېدلو له کبله رد کړل. پاکستان په بل اړخ کې، په خپل هېواد کې د ناامنیو د نوې څپې راپورته کېدلو تر شا افغانستان او هند ګڼی.
همدا راز د کابل-اسلامآباد ترمنځ روابط هم خپلې ټیټې کچې ته رسېدلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدی پولې د پاکستان له لوری تر نامعلوم وخت پورې تړلې دی. دغه راز پاکستان له تېرو څو اوونیو راهیسې د کونړ او ننګرهار ولایتونو په ځینو سیمو راکټی بریدونه کوی. د دې ترڅنګ له ۲۰۱۷ کال راهیسې په هندی کشمیر کې هم ۲۶ هندی پوځیان وژل شوی. له همدې امله، کابل یو ځل بیا په سخت امنیتی وضعیت کې د هند په لور تګ ته اړ شو.
تاریخی بېباوری؛ د بېباوریو اصلی ځای
د کابل-اسلامآباد-ډهلی ترمنځ بېباوری او خړې پړې اړیکې کومه نوې خبره نه ده، بلکې د برصغیر له ازادېدو سره دا وضعیت تړل شوی دی. له همدې ځایه موږ، د پاکستان او هند له خپلواکۍ اخیستلو وروسته له کابل سره او هم د دوی ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې پر تاریخی بېباورۍ متکی بولو.
په افغانستان کې د پاکستان تګلاره تر ډېره پر ستراتېژیک عمق راڅرخی، چې موخه یې له یوې خوا د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل دی او له بلې خوا په هېواد کې د هندی نفوذ او ورسره اړیکې محدودول دی. دا تګلاره تر ډېره د تاریخی عواملو له کبله اغېزمنه ده، چې د سړې جګړې په پیل کې به کابل له پښتنو او بلوڅو بېلتونپالو څخه ملاتړ کاوه. پاکستان له هند سره هم تاریخی ستونزه لری. د پاکستان-هند له څلور جګړو څخه د درېیو جګړو تر شا د کشمیر قضیه وه او اوس هم د یو بل پرضد په کشمیر کې فعال حضور لری.
په بل اړخ کې، په ټولیزه توګه او په ځانګړی ډول افغانستان کې د هند تګلاره د پاکستان منزوی کول دی، ترڅو له یوې خوا یو داسې افغانستان ته لاره هواره کړی، چې سختدریځې جهادی ډلې پکې کم نفوذ ولری (ځکه په کشمیر کې یې له اغېزو څخه وېره او اندېښنه لری) او له بل اړخه په کشمیر کې پاکستانۍ ستراتېژی ځواب کړی.
کابل بیا په لومړیو کې له پاکستان سره د خپلې خاورې له کبله د هند-پاکستان دښمنۍ څخه په ګټې اخیستلو سره د هند لوری ته نږدې شو. له بلوڅو او پښتنو بېلتونپالو یې ملاتړ وکړ. خو په دې وروستیو کې، د خپلو امنیتی ځواکونو او بقا لپاره د هند لوری ته متمایل شوی دی. د کابل-اسلاماباد پر اړیکو هم تاریخی بېباوریو سیوری غوړولی او کابل داسې درک کوی، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستان پلوو جهادی ډلو طرفدار دی او هم د هند نفوذ کمول غواړی (که په لنډو ټکو کې ووایو، په افغانستان کې ستراتېژیک عمق غواړی). خو که کابل داسې ونه کړی، نو بیا د کابل په اند د افغانانو وسلهوالې ډلې روزی او ملاتړ ورڅخه کوی.
د کابل-اسلامآباد-ډهلی مثلث راتلونکی
د کابل-اسلامآباد-ډهلی مثلث د تاریخی بېباوریو ښکار دی. ډېری د دغو بېباوریو له منځه وړلو لپاره د تاریخی قضیو د حلولو غوښتونکی دی. د پاکستان او هند لپاره د دغو تاریخی قضیو حلول اسانه په دې دی، چې دواړه له یوه قوی موقف څخه غږېږی. د جنرال مشرف په دوره کې د خورشید محمود قصوری د بهرنیو چارو وزارت پرمهال اسلامآباد او ډهلی په دې برخه کې پرمختګ کړی و؛ خو په ۲۰۰۸ کال کې په بمبیی کې خونړیو بریدونو دغه پرمختیا ته د پای ټکی کېښود. د پاکستان او هند ترمنځ پر پولو او کشمیر خبرې اترې د سیمې لپاره ښه پرمختګ دی او د دې مثبتې اغېزې به له پاکستان او هند وروسته پر افغانستان ډېرې ولیدل شی.
خو د افغانستان لهخوا په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې تاریخی ستونزه حلول به له افغانی ملی ګټو سره پیوند ونه خوری. ځکه له یوې خوا د ډیورنډ قضیې حلول په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو تضمین نه کوی او له بل اړخه افغانستان اوسمهال په یو قوی موقف کې هم نه دی.
که په ټوله کې د کابل-اسلاماباد-ډهلی مثلث ته ځېر شو، نو له بېباوریو ختمولو وروسته دویم څه چې ډېر ارزښت لری، هغه د دولت-ډلو پرځای د دولتونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ده. هر کله چې دا پرمختګ ولیدل شو، نو سیمه به د یوه ښه راتلونکی په لور ولاړه شی.
پای