د افغان سولې په تړاو پیلېدونکی بهرنی پرمختګونه

 

له تېرو څو میاشتو راهیسې سیمه‌ییزو او نړیوالو ځواکونو د افغانستان د سولې په تړاو هلې ځلې پیل کړې دی. په مسکو کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکی کنفرانس او وروستی پرمختګونه یې یوه بېلګه ده.

دغه راز تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټلرسن د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې وویل چې امریکا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ سولې ته ژمنه ده. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا یو شمېر جنرالان افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو غوښتونکی دی. په بل اړخ کې په امریکا کې د پاکستان نوی سفیر اعزاز احمد هم د افغان سولې په تړاو خپل پنځه‌نکاتی فورمول د افغانستان په تړاو د ټرمپ ادارې د تګلارې له اعلانېدو وړاندې څرګند کړی دی.

دا چې د افغان سولې په تړاو د هېواد له داخل څخه پیل شوې تګلاره تر بهرنی ابتکاره څرنګه راورسېدله، د سولې په تړاو د امریکا تګلاره څه ده، د مسکو د راتلونکې ناستې تاثیرات او د افغان سولې په تړاو د زبرځواکونو همغږی/ناهمغږی څه ده؟ په دغه تحلیل کې یادې پوښتنې ځواب شوې دی.


د ملی یووالی حکومت پرمهال د سولې ارزونه

د ملی یووالی حکومت له راتګ سره، د افغانستان په تړاو د سولې پروسه یو ځل بیا پیل شوه؛ خو د تېر په پرتله نه دا چې په رسنیو کې خبر جوړوونکې وه، بلکې د افغان حکومت دا نوې تګلاره د تېر په پرتله په یو ډول توپیر سره پلې شوه. د سولې په تړاو تر ډېره تکیه پر چین او پاکستان وشوه او له همدې کبله له طالبانو سره د مری ناسته هم وشوه. خو د مری له ناستې وروسته، له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو دویمه ناسته ترسره نه شوه.

د سولې پروسې او له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه د څلور اړخیزې همکارۍ ډله جوړه شوه، ترڅو د پاکستان او افغانستان له‌خوا د شوو ژمنو تضمین وکړی. په هغه ډله کې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د چین او امریکا استازی هم شامل شول. دغې ډلې هم د سولې په تړاو پنځه ناستې ولرلې؛ خو دا ځل دغې ډلې یا پروسې له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو کومه لاسته راوړنه نه درلودله.

وروستیو دوو‌نیمو کلونو ته په کتلو سره، د ملی یووالی حکومت دا تګلاره چې د سیمه‌ییزو هېوادونو پرمټ به طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضروی، تر ډېره ناکامه شوې. په دغه موده کې یې یوازینی بریالیتوب یا لاسته راوړنه له حزب اسلامی (حکمتیار) ډلې سره د بین‌الافغانی لارې د سولې تړون لاسلیک کول دی؛ خو بیا هم دا تړون تر ډېره د حزب اسلامی د تمایل له کبله و، نه د افغان حکومت د کوم فوق‌العاده ابتکار له کبله.

 

د سولې پروسې روان بن‌بست

که څه هم طالبانو د مری خبرې اترې رد نه شوای کړای؛ خو په یو غبرګونی چلند کې یې په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر واک زیات کړ او نوموړی دفتر یې له طالبانو سره د خبرو اترو یوازینی ادرس وګاڼه. وروسته یې د سولې په تړاو د څلور اړخیزو خبرو اترو په نوې پیل شوې پروسه کې هم ګډون رد کړ.

د طالبانو له دغه اعلانه وروسته، تقریباً یو کال اوړی، خو پر دغه مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو کړکیچ زیات شو. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بې باوری زیاته شوه. طالبانو جګړه توده وساتله. د دې ترڅنګ د افغانستان د قضیې بل اساسی لوری امریکا هم تر ډېره پاملرنه ولسمشرۍ ټاکنو ته وه. له همدې ځایه دغه حالت د سولې پروسه له بندو دروازو سره مخ کړه او پر دغه مهال د یو څو وړو پېښو پرته د سولې په تړاو کوم دریځ/پریکړه او یا هم ګام وانه خیستل شو.

 

د سولې په تړاو د امریکا نامعلومه تګلاره

که څه هم د امریکا د پخوانی ولسمشر بارک اوباما په وروستیو دوو کلونو کې، امریکا د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د څارونکی یا په یو ډول د منځګړی رول ولوباوه، چې بېلګې یې د مری او څلور اړخیزې خبرې اترې دی. خو په امریکا کې د نوی ادارې له راتګ سره، تر اوسه نه دا چې د افغانستان سولې په تړاو کومه تګلاره اعلان شوې نه ده، بلکې په مجموع کې د سویلی اسیا پر لور د امریکا تګلاره هم تر ډېره نامعلومه برېښی.

د سویلی اسیا په تېره بیا د افغانستان او پاکستان په لور د امریکا تګلاره له پنځو میاشتو وروسته هم ناڅرګنده ده. په دې تړاو یوازې د هند پر لور د امریکا بهرنی سیاست یو څه واضح دی، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند له ولسمشر نارېندرا مودی سره څو ځله پر ټلیفون خبرې کړی، د دواړو هېوادونو د ملی امنیت سلاکارانو ترمنځ هم خبرې اترې شوی. له همدې ځایه ده، چې د دواړو ترمنځ په دغه ناڅرګند حالت کې همغږی شته ده. په بل اړخ کې د پاکستان او افغانستان په تړاو د ټرمپ تګلاره تر ډېره نامعلومه برېښی او د ۲۰۱۶ کال د نومبر میاشت راهیسې تر اوسه ټرمپ د دغو دوو هېوادونو په تړاو کومه څرګنده تګلاره نه ده اعلان کړی، پرته له دې چې د پاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف او د افغان ولسمشر اشرف غنی سره تلیفونی تماس ولری.

د پاکستان او افغانستان په تړاو د امریکا په تګلاره کې د دې ناڅرګندتیا لوی لامل د ټرمپ ادارې له خوا د دغې سیمې په تړاو د پالیسۍ نه جوړول دی. په افغانستان کې د امریکا د پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد په اند شونې ده، چې د روان کال د اپریل میاشت په وروستیو او یا هم د مۍ میاشت په پیل کې د افغانستان-پاکستان په تړاو د امریکا نوې تګلاره اعلان شی.

دلته یوه یادونه اړینه برېښی، چې په افغانستان کې د سولې په تړاو تګلاره د سویلی اسیا پر لور د امریکا د تګلارې یوه برخه ده. له همدې ځایه ده، چې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا تګلاره به تر ډېره د سویلی اسیا پر لور د دوی له تګلارې اغېزمنه وی او هر کله چې دا تګلاره اعلان شی، نو د سولې په تړاو د امریکا تګلاره هم به هم تر ډېره واضح شی.

که څه هم امریکا په رسمی توګه د سویلی اسیا او د افغانستان د سولې په تړاو تګلاره نه ده اعلان کړې؛ خو بیا هم د ځینو امریکایی جنرالانو او اوس په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خوا د افغانستان د سولې په تړاو څرګندونې شوی. دا هم له یو بل سره تر ډېره ضد و نقیض دی. د بېلګې په توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټلرسن تېره اوونۍ په لومړی ځل د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې وویل: “په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د ناټو اېتلاف ژمن دی، چې پای د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جوړ جاړی وشی. د اېتلاف ګټې خوندی شی او دا خبره یقینی شی، چې افغانستان بیا د تروریزم لپاره پر خوندی ځای بدل نه شی. “د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څخه وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو مشر جنرال نیکلسن د امریکا سنا ته په خپله وینا کې وویل، چې په افغانستان کې د اوسنی بن‌بست ماتولو په تړاو اړینه ده واشنګټن افغانستان ته نور پوځونه ولېږدوی.


د سولې په تړاو د ماسکو ناسته؛ آیا د سولې بهیر بدلېږی؟

په عمومی توګه له ۲۰۰۹ کال د ۲۰۱۶ کال تر پایه د سیمې ډېری هېوادونه په دې همغږی وو، چې په افغانستان کې سوله اړینه ده. دغه راز د افغانستان د سولې په تړاو دوی د افغان حکومت او امریکا پرته کومه جلا پروسه هم نه وه پیل کړې. خو د ۲۰۱۶ کال په پای کې په مسکو کې د افغانستان په تړاو د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه هغه لومړۍ هڅه شوه، چې د افغان حکومت او امریکا پرته د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې یو شمېر هېوادونه سره جرګه کېږی. په سیمه کې د داعش ظهور او پراخېدنه، په نړیوال سیاست کې د روسیې او امریکا ټکر او د دغه فکر او وېرې شتون چې امریکا د افغانستان د ستونزې حل نه غواړی د مسکو ناستې تر شا عمده لاملونه ګڼل کېږی.

د مسکو د پروسې له پېلېدا سره افغان حکومت سخت غبرګون وښود. همدا لامل و، چې وروسته د مسکو په دویمه ناسته کې افغان حکومت هم وبلل شو او په دغه پروسه کې یې شپږ هېوادونه ځای کړل. شونې ده، چې د اپریل په ۱۴مه د دغې پروسې درېیمه ناسته هم ترسره شی او تقریباً ۱۲ هېوادونه پکې برخه واخلی. مسکو په دغه ناسته کې واشنګټن او طالبان هم رابللی خو د خبری راپورونو له مخې امریکا په دغه ناسته کې ګډون رد کړی. ځکه د واشنګټن په اند مسکو او تهران له طالبانو سره مرستې کوی او له همدې ځایه د دوی په اند د سولې په پروسه کې رول نه شی لوبولای.

د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناسته د سکې دوه مخونه لری او کولای شی، چې د افغانستان د سولې په قضیه کې مهم رول ولوبوی او هم د افغانستان روان وضعیت نور پیچلی کړی. خو دا به تر ډېره د روسیې، امریکا، افغان حکومت او طالبانو پورې تړلې وی. ځکه که له دغې ناستې عمده موخه د سولې له خبرو اترو وړاندې او ډېر له سیمې د امریکایانو شړل وی، نو له دې سره به افغان حکومت او امریکا سخت مخالفت وښیی. له طالبانو سره به د سیمه‌ییزو هېوادونو روابط پراخ شی او د سولې پروسه به همداسې پاتې وی. خو که موخه ترې منځنۍ اسیا له تاوتریخوالی ژغورل وی، په یو ډول له افغان حکومت سره د طالبانو سوله او بیا د یو ویش مهال له مخې د امریکایانو وتل وی، نو تاثیرات به یې تر ډېره مثبت وی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *