د افغانستان پر وضعیت د سوریې د بحران اغېزې

 

له تېرې جمعې ورځې راهیسې په سوریه کې وضعیت په چټکۍ سره د بدلون په لور روان دی. د سوریې حکومت د ادلب ښار پر خان شیخون سیمه د “سارین” غاز کیمیاوی وسلې وکارولې او له امله یې په دغه برید کې د ۳۳ ماشومانو په شمول لږترلږه ۸۹ کسان ووژل شول. دغه خونړی برید نړیوال غبرګونونه وپارول او همدا لامل و، چې د امریکا متحده ایالتونو هم د سوریې پر شعیرات هوایی اډې ۵۹ توغندیز بریدونه وکړل. د امریکا له دغو بریدونونو څخه تقریباً ډېرو هېوادونو ملاتړ وکړ؛ خو روسیې او ایران پرې توند غبرګونونه وښودل.

دغه راز تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم ماسکو ته رسمی درلود او دا د ټرمپ د ادارې له‌خوا د لوړپوړی چارواکی لومړنی سفر و. خو د دغه سفر پرمهال د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره ونه کتل او په دې توګه دا له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته لومړی ځل شو، چې داسې څه پېښېږی.

ریکس ټیلرسن ماسکو ته له سفر وړاندې په ایټالیا کې د نړۍ د اوو سترو صنعتی هېوادونو په غونډه کې وویل چې روسیه باید روښانه کړی، چې له امریکا سره د سوریې د رژیم پرضد درېږی او که د سوریې د رژیم، ایران او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړ ته دوام ورکوی.

دا چې د سوریې بحران څرنګه پیل شو، افغانستان څرنګه له دغه بحران سره ونښلول شو او اوس په سوریه کې دا نوی کړکېچ به پر افغانستان څه اغېزې ولری؟ د اوونیز تحلیل په دې ګڼه کې مو یاد موضوعات څېړلی دی.

 

عربی پسرلی او د سوریې بحران

په ۲۰۱۱ کال کې په منځنی ختیځ کې د استبدادی او تپل شوو حکومتونو پرضد ولسی پاڅونونه پیل شول، چې په سیاسی او رسنیز قاموس کې دا پاڅونونه د عربی پسرلی په نامه یاد شول. دغو پاڅونونو په لومړیو کې د تونس ولسمشر زین العابدین بن علی او بیا د مصر ولسمشر حُسنې مبارک له واکمنۍ بې‌برخې کړل. په عمومی توګه د دغو پاڅونونو تر شا اقتصادی عوامل، استبدادی او تپل شوی حکومتونه، د آزادۍ نه شتون او نور وو.

د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې دا پاڅونونه سوریې ته هم وغځېدل؛ خو د بشارالاسد له‌خوا بیا دا پاڅونونه سخت وځپل شول او ډېر وګړی پکې ووژل شول. د بشارالاسد له پوځ څخه یو شمېر سرتېری بېل او د بشار پرضد یې جګړه پیل کړه. هغه مهال په سوریه کې یو شمېر نورو ډلو لکه القاعدې (په لومړیو کې حزب النصره)، داعش، کردی ځواکونړ او یو شمېر نورو ډلو د بشار پرضد فعالیتونه پیل کړل.

د سوریې په روان کړکیچ کې یوازې دا ډلې د بشار پرضد ښکېلې نه دی، بلکې دلته بهرنی لاسونه هم راغځېدلی دی. روسیه، ایران او چین له بشار الاسد څخه ملاتړ کوی او ترکیه، امریکا، سعودی او یو شمېر عربی او اروپایی هېوادونه د یو شمېر بشارالاسد ضد ډلو ملاتړ کوی.

د سوریې اوسنی بحران شپږم کال ته ننوځی او اوسمهال د یویشتمې پېړۍ تر ټولو خونړۍ جګړه ده، چې تقریباً ۴۶۵ زره سوریایی وګړی پکې وژل شوی، یو ملیون پکې زخمیان شوی او تقریباً د سوریې نیم نفوس (۱۲ میلیونه) له خپلو ځایونو پکې بې‌ځایه شوی دی.

 

افغانستان او د سوریې بحران

افغانستان د سوریې له بحران څخه له پیله اغېزمن شوی. کله چې په سوریه کې اسلامپالو پاڅونونه پیل کړل او د سوریې واکمن بشارالاسد له‌خوا وځپل شول؛ نو په هېواد کې ځینو اسلامپالو ځوانانو نه یوازې دا چې په ټولنیزو رسنیو، بلکې په لاریونونو کې یې هم د سوریې د اسلامپالو په ملاتړ او د بشار پرضد غبرګونونه وښودل.

له هغه وروسته بیا افغان ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره د خپلو اختلافاتو له کبله، د سوریې له ټولټاکنو وروسته بشارالاسد ته د سوریې د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکی ورکړه.

دغه راز، له دغو غندنو او مبارکیو وراخوا، له افغانستانه یو شمېر خلک د بشار الاسد پرضد او ملاتړ د جنګېدو په موخه سوریې ته ولاړل. په عمومی توګه د بشار الاسد پر ملاتړ ډېری افغان شیعه ډلې تللې او د بشار پرضد یو شمېر افغان سُنی وګړی هم په جګړو کې بوخت دی. که څه هم دا چې په سوریه کې به په مجموعی توګه څومره افغان جنګیالی وی په اړه یې څه ویل ناشونې دی؛ خو بیا هم په جلا ډول د بېلابېلو پیاوړو رسنیزو ډلو په اند، د سوریې په جګړه کې به تقریباً تر شلو زرو پورې افغان شیعه وګړی وی. په همدې تړاو ویل کېږی، چې په سوریه کې د “لېوای فاطمیون” په نامه د افغان شیعه‌ګانو یوه ملېشه هم جوړه شوې او د اټکلونو له مخې، دا ملیشه له ۱۰ تر ۱۴ زرو تنو څخه جوړه ده. په بل اړخ کې د سُنی جنګیالیو په تړاو تر اوسه نه کومې شمېرې او نه هم کوم اټکلونه شته دی.

 

د سوریې نوی بحران او پر افغانستان یې اغېزې

که څه هم دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا پر سوریې توغندیز بریدونه کوی، له دې وړاندې هم، امریکا په سوریه کې د داعش ډلې او بې‌پولو ډاکترانو پر روغتون هوایی بریدونه کړی وو؛ خو بیا هم، دا د امریکا له‌خوا د بشار پر پوځونو د بریدونو لومړنۍ بېلګه ده او له امله یې د روسیې او امریکا اړیکې ترېنګلی شوې دی. روسیې وار له مخه له امریکا سره په سوریه کې د الوتنو د تنظیم تړون لغوه کړ او دا برید یې د امریکا-روسیې پر اړیکو اغېزه ښندونکی وباله او ترڅنګ یې اوسنی وضعیت د سړې جګړې له ختمیدو راهیسې تر ټولو بد وضعیت وګاڼه. په بل اړخ کې امریکا له بشار څخه د روسیې ملاتړ خواشینوونکی وباله او له روسیې یې وغوښتل، چې یا له دوی سره ودرېږی او یا هم له بشار الاسد سره.

په یوه داسې مهال، په سوریه کې د ګڼ شمېر افغان شیعه‌ګانو شتون به، چې د سوریې بشار الاسد پکې له خپلو خلکو سره په جګړه بوخت دی، تر ډېره په عربی نړۍ کې د افغانستان نرم ځواک ته زیان ورسوی او هم به د خلکو په کچه اړیکې یو څه زیانمنې کړی. له دې وراخوا، داسې انګېرل کېږی چې که چېرې له سوریې څخه دغه افغان جنګیالی بېرته خپل هېواد ته راوګرځېږی، نو دا به په داخل کې حکومت ته امنیتی ستونزې راولاړې کړی او هم به یوې نوې پېلېدونکې مذهبی جګړې ته زمینه برابره کړی.

دغه راز، په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ ناهمغږی به هم بل هغه څه وی، چې په سوریه کې د امریکا او روسیې له پراخېدونکی کړکېچ څخه اغېزمنېدلای شی او که چېرې همداسې وشی؛ نو دا به بیا د افغان حکومت لپاره ډېر سرخوږی جوړ کړی. ځکه افغانستان به د روسیې لپاره یوازینی هغه ځای وی، چې امریکا تر ډېر فشار لاندې پکې نیولای شی. هغه هم په داسې حال کې، چې له افغان طالبانو سره یې اړیکې پراخې شوې او هم یې له پاکستان سره نظامی او سیاسی اړیکې پیاوړې کړې دی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *