ملی سیاست ته د حکمتیار دننه کېدل او پر هېواد یې اغېزې

 

تېره اوونۍ د حزب اسلامی مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار له دوو لسیزو غیاب وروسته په لغمان کې په یوه عام محضر کې راڅرګند شو. په هغه جلسه کې، د ملی شورا یو شمېر غړو او د حکومت چارواکو برخه واخیسته او دا لومړی ځل شو، چې د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار له اوږدې مودې وروسته د افغان حکومت له چارواکو سره مخامخ او رسمی ناستې کوی.

ښاغلی حکمتیار په لغمان کې د یو شمېر چارواکو او خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا وکړه او وروسته ننګرهار ته ولاړ او هلته یې هم یوې ستر غونډې ته وینا وکړه. نوموړی د پنجشنبې په ورځ (د ثور ۱۴مه ۱۳۹۶) د خپلو پلویانو د سلګونه موټرونو په بدرګه کابل ته راغی او په ارګ کې یې د اوسنی او پخوانی ولسمشر، اجرائیه رئیس، پخوانیو جهادی مشرانو او نورو جګ‌پوړو چارواکو په ګډون په یوه ستره غونډه کې ګډون او اوږده وینا وکړه او افغان حکومت د حکمتیار تود هرکلی وکړ.

دا چې د حامد کرزی د دورې پرمهال له حزب اسلامی سره ولې د سولې تړون لاسلیک نه شو، د حزب اسلامی د مبارزې تګلاره له کومو پړاوونو تېره شوه، له حزب اسلامی سره د سولې تړون ایا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په لاره کې یو ماډل ثابتېدلای شی کنه؛ او کابل ته د حکمتیار راتګ به پر هېواد څه اغېزې ولری؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته پرې شننه کوو.

 

حامد کرزی ولې له حزب سره سوله ونه کړه؟

که څه هم دقیقه معلومه نه ده، چې حزب اسلامی (حکمتیار) د سولې په تړاو له افغان حکومت سره له څه وخت راهیسې خبرې اترې پیل کړې؛ خو د رسمی اعلامیو له مخې معلومېږی، چې دغه خبرې اترې په ۱۳۸۹ کال کې پیل شوې.

د حامد کرزی د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې څو ځله د حزب اسلامی پلاوی د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلل؛ خو دغو خبرو اترو تر پایه څه پایله ونه لرله او افغان حکومت د خپلو وسله‌والو مخالفینو له دغې ډلې سره کومې څرګندې پایلې او روغې ته ونه رسېد. د یوې څېړنې له مخې د ۱۳۸۹ کال له حمل څخه د ۱۳۹۲ کال تر ثور پورې د حزب اسلامی پلاوی ۱۷ ځله د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلل. له دې نېټې وروسته د حزب اسلامی نور پلاوی هم کابل ته راغلی؛ خو دا چې ولې د حزب اسلامی او افغان حکومت ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، ګڼ عوامل لری؛ لکه په خبرو اترو کې د حزب اسلامی سخت دریځ او شرایط، د جګړې په ډګر کې د حزب اسلامی کم رول، په کابل کې د حزب اسلامی تر نامه لاندې د دغه ګوند د انشعابی ډلو او ځینو مهمو څېرو شتون، له حزب اسلامی سره د ځینو لوریو په تېره بیا ځینو لوړپوړو چارواکو مخالفت او د نړیوالو او په تېره بیا د امریکا د ملاتړ نه شتون وو.

له بلې خوا د حامد کرزی په دواړو دورو کې لسګونه زره امریکایی پوځیان د جګړې په ډګر کې جنګېدل او د سولې پر ځای پر جګړې تمرکز زیات و. داسې انګېرنې هم شته، چې حامد کرزی په خپلو دواړو دورو کې د حکمتیار د پخوانیو سرسختو مخالفینو له‌خوا محاصره شوی و او له دغې ډلې سره د روغې جوړې په لاره کې یې خنډونه جوړول؛ خو د حامد کرزی د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم په اند، د حامد کرزی د واکمنۍ پرمهال له حزب اسلامی (حکمتیار) سره د خبرو اترو په لاره کې ستر خنډ بهرنیان په ځانګړی ډول امریکا وه.

 

د حزب اسلامی بدلېدونکې تګلاره

که چېرې د حزب اسلامی د څلورو لسیزو مبارزې ته ځیر شو، نو څرګندېږی چې دغې ډلې له څلورو پړاونو په تېرېدو سره خپله شکلی تګلاره هم تر ډېره بدله کړې ده:

لومړی پړاو؛ د دعوت مرحله: د حزب اسلامی د مور ډلې نهضت اسلامی یا جوانان مسلمان افغانستان د ډیموکراسۍ د لسیزې پرمهال خپله مبارزه له دعوته پیل کړه او د شته کمونیستی ډلو په مقابل کې له زیاتو ننګونو سره هم مخ شوه؛ خو بیا هم د ډیموکراسۍ د لسیزې په پای کې یې د دعوتی بڼې له کبله د هېواد په شته ډلو کې یوه له مهمو او اغېز لرونکو ډلو وشمېرل شوه. هغه مهال نهضت اسلامی د داخلی اختلافاتو ښکار شو او په دوو ډلو کې یې انشعاب وکړ.

دویم پړاو؛ له دعوتی مرحلې تر وسله‌وال پاڅون: د ډیموکراسۍ لسیزې په پای او د سردار محمد داوود خان د جمهوریت له پیلېدو سره، د حزب اسلامی (یا هم د نهضت اسلامی) د مبارزې بڼې هم بدلون وموند او دغې ډلې د داوود خان پرضد وسله‌وال پاڅون وکړ، چې د ۱۳۵۴ عملیاتو په نامه یادېږی. د دغو عملیاتو تر شا تر ټولو ډېر رول د حزب اسلامی اوسنی مشر ګلبدین حکمتیار و. دغه چلند تر ډېره د شوروی تر یرغل پورې دوام وکړ؛ خو ترڅنګ یې، د حزب اسلامی دعوتی مبارزې هم دوام درلود.

درېیم پړاو؛ د جهاد او نظامی ځواک پړاو: د حزب اسلامی د مبارزې درېیم پړاو، د شورویانو له یرغل سره پیل شو. هغه مهال حزب اسلامی د نورو پړاونو په پرتله په نظامی ځواک ډېر سمبال شو او د جهاد په ټول دوران کې یې مخکښ رول درلود. خو د نظامی ځواک لرلو ترڅنګ، حزب اسلامی خپله دعوتی مبارزه هم روانه ساتلې وه. د حزب اسلامی د مبارزې دا ډول له افغان حکومت سره د سولې کولو تر مهال پورې دوام وکړ؛ خو د طالبانو د امارت له راتګ وروسته یې د نظامی ځواک زور تر ډېره مات شوی و او نور حزب اسلامی د جهاد د دورې نظامی ځواک نه درلود.

څلورم پړاو؛ دعوت او سیاسی مبارزې ته ورتګ: د حزب اسلامی ډېری نظامی ځواک د داخلی اختلافاتو، له ځینو نورو جهادی ډلو څخه د یو شمېر هېوادونو له قوی ملاتړ او د طالبانو د رامنځته کېدو له کبله اغېزمن شو. له ۲۰۰۱ کال وروسته هم، که څه هم حزب اسلامی د امریکا‌یی او ناټو ځواکونو پر ضد جګړه کې حضور درلود؛ خو دا شتون یې د طالبانو په پرتله تر ډېره محدود و. د دې ترڅنګ د حزب اسلامی یو شمېر کړۍ او افراد هم د حامد کرزی تر مشرۍ لاندې حکومت سره یوځای شول. په بل اړخ کې، د جګړې په ډګر کې هم، حزب اسلامی د طالبانو تر قوی فشار لاندې و، له دوی سره د نړیوالو مرستې هم کمې شوې وې. دغه حالت او له هېواده د بهرنیانو د ډېری پوځیانو وتلو، د حزب اسلامی (حکمتیار) پر ډله اغېزه وښندله او له کبله یې شونې شوه، چې دا ډله د خپلې مبارزې بڼه بدله کړی او د وسله‌والې مبارزې پر ځای دعوتی او سیاسی مبارزه پیل کړی. همدا لامل و، چې ګلبدین حکمتیار د لغمان په ناسته کې د طالبانو پر جنګی تاکتیک سختې نیوکې وکړې، روانه جګړه یې “بیهوده” او “ناروا” وبلله.

 

د حزب اسلامی د سولې ماډل او طالبان

یو شمېر شنونکی او لوړپوړی چارواکی له حزب اسلامی سره د افغان حکومت د سولې تړون په راتلونکی کې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره یو ماډل ګڼی؛ خو پوښتنه زیږی، چې آیا داسې ممکنه هم ده او که نه؟

له حزب اسلامی سره د سولې د تړون مهمه ځانګړنه دا وه، چې دا روغه‌جوړه د بین‌الافغانی تفاهم له لارې وشوه؛ خو که چېرې د افغان طالبانو دریځ، شرایطو او د حزب اسلامی په پرتله د دوی وضعیت ته ځېر شو، نو څرګندېږی، چې له افغان حکومت سره به د دوی د سولې تړون یوازې د بین‌الافغانی تفاهم له لارې ونه شی، بلکې دوی به یو شمېر ځواکمنو هېوادونو ته د ژمنو د تضمین په برخه کې د ضمانت کوونکی په توګه اړتیا ووینی.

دویم دا چې له افغان حکومت سره د حزب اسلامی د سولې تړون تر ډېره د حزب اسلامی ډلې د ابتکار پایله وه. حزب اسلامی (حکمتیار) له خپل اساسی شرط، د بهرنیو سرتېرو له وتلو، تېر شو. د سولې تړون په بدل کې یې هم تر ډېره امتیازات ترلاسه نه کړل. خو د افغان طالبانو په برخه کې بیا په دا ډول شرایطو سوله کول تر ډېره ناممکنه برېښی؛ ځکه افغان طالبان د حزب اسلامی په پرتله د جګړې په ډګر کې پیاوړی دی. اوسمهال د سیګار د راپورونو په بنسټ د هېواد ۴۰ سلنه خاوره په ولکه کې لری او ورځ تر بلې افغان حکومت د ملی حاکمیت په برخه کې ننګوی.

 

پر ملی سیاست د حکمتیار د راتګ اغېزې

کابل ته د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ به د هېواد پر ملی سیاست، راتلونکو پارلمانی او ولسمشریزو ټاکنو او له طالبانو سره د حزب پر اړیکو اغېزه ولری.

کابل ته د ګلبدین حکمتیار له راتګ وړاندې، د حزب اسلامی ګڼې وېشل شوې ډلې وې؛ خو د حکمتیار له راتګ سره، د حزب اسلامی په داخلی حلقو کې داسې هیلې راټوکېدلې، چې حکمتیار به یوځل بیا د حزب اسلامی وېشل شوې ډلې بیا پر ځان راټولې کړی؛ ځکه د دوی په اند دی په حزب اسلامی کې تر ټولو زیات کریزماتیک شخصیت دی او د دې کار وړتیا لری. خو دا کار ډېر هم اسانه نه دی او حکمتیار ته به یوه مهمه ننګونه همدا وی. که چېرې دا کار وشی، نو اغېزې به یې په لاندې برخو کې پراخې وی:

  • ملی سیاست؛ که څه هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ګلبدین حکمتیار څخه تود هرکلی وشو او په ارګ کې د ډېری ګوندونو د استازو خبرې هم هیله‌بښونکې او مثبتې وې. خو له دې سره سره بیا هم د حزب اسلامی (حکمتیار)، شیعه ډلو او جمعیت ګوند ترمنځ د ټکر ډېره شونتیا برېښی. د لغمان او ننګرهار په غونډو کې د حکمتیار له خبرو څخه هم همداسې څرګندېږی او په ورته وخت کې د جمعیت اسلامی سوړ وضعیت او زیاتېدونکې اندېښنې هم د دې ښکارندویی کوی. خو دا به د وخت له تېرېدو وروسته، ژورېږی.
  • راتلونکې پارلمانی او ولسمشریزې ټاکنې؛ له وروستیو څو میاشتو راهیسې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو صفبندۍ روانې دی. د حکمتیار راتګ به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر دغو صفبندیو هم اغېزناک ثابت شی. دغه راز حزب اسلامی به د خپل قوی جوړښت له کبله وغواړی، چې د یوه ګوند په توګه په پارلمانی ټاکنو کې برخه واخلی.
  • له طالبانو سره د حزب اړیکې؛ افغان طالبان او حزب اسلامی له پیله ترینګلې او له بې‌باوریو ډکې اړیکې لری. په لغمان او ننګرهار کې د حکمتیار وروستۍ ویناوې پر طالبانو هم راڅرخېدلې. په دغو ویناوو کې حکمتیار پر سوله‌ییز تاکتیک ټینګار وکړ او د طالبانو پر جنګی تاکتیک یې نیوکې وکړې. خو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې حکمتیار بیا د خپلو دوو تېرو ویناوو برعکس پر طالبانو توندې نیوکې ونه کړې.
  • رسنۍ؛ هغه څه چې د حکمتیار په درېیو پرله‌پسې ویناوو کې ولیدل شول، په ځینو رسنیو نیوکې وې، چې د ده په وینا د افغانی او اسلامی ارزښتونو برعکس خپرونې کوی. یو شمېر رسنیو د حکمتیار پر دغو خبرو توند غبرګون وښود. که چېرې د حزب اسلامی دا ډول تودې نیوکې روانې وی، نو له یوې خوا د رسنیو او حزب د ټکر شونتیا شته خو له بلې خوا په دې برخه کې د سیاسی څېرو او هم عامو خلکو په کچه د نوموړی پر پلوۍ د غږونو پورته کېدو شونتیا هم شته ده، لکه څرنګه چې کریم خلیلی په ارګ کې په خپلو محدودو خبرو کې د حکمتیار له همدې خبرې ملاتړ وکړ.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *