ډیورنډ قضیه؛ شالید او پر افغان-پاک اړیکو یې اغېزې

 

تېره اوونۍ د اروپایی پارلمان د مرستیال رییس ریچارډ چارنسکی Ryszard Czarnecki یوه مقاله «پر ډیورند کرښې د بیاکتنې وخت» تر عنوان لاندې د اروپایی پارلمان په میاشتنۍ مجله (EP Today) کې خپره شوه. په دې مجله کې د ځینو قضیو په اړه د اروپایی پارلمان د غړو هغه لیکنې خپرېږی چې دوی فکر کوی هغه قضیه په اوسنی وخت کې دوی ته مهمه ده او باید پاملرنه وته واړول شی.

نوموړی په دغه مقاله کې لیکلی، چې باید لوېدیزوال پر ډېورنډ کرښې له سره کتنه وکړی او د افغانستان تاریخی حق پرځای کړی. د ده په خبره «د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره وخت رارسېدلی چې د ډېورند کرښې په ایستلو کې تاریخی تېروتنه جبران او د تاریخی حقیقتونو پر بنسټ دغه کرښه له سره وکښل شی.»[۱]

د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راهیسې دا لومړی ځل دی، چې بهرنی لوری د ډیورند قضیه راپورته کوی. له دې وړاندې، د هېواد په داخل کې هم د ډیورند کرښې په تړاو بحثونه هغه مهال راپورته شول، چې افغان ولسمشر اشرف غنی پاکستان ته په سفر ولاړ او هلته یې د پاکستان له لوی درستیز سره د پېنډۍ په “جی ایچ کیو” کې ولیدل او بیا د پاکستانی استخباراتو آی ایس آی او افغان استخباراتو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د چارنسکی دغه مقاله په افغانی رسنیو کې له تاوده هرکلی سره مخ شوه او د ډیورنډ قضیې په تړاو یې بحثونه بیا راپورته کړل. دا چې ګندمک او ډیورند تړونونه یا په اصلی معنا د دغو کرښو ارزښت په څه کې دی، د پاکستان او افغانستان دلیلونه څه دی، د ډیورنډ قضیې حلول اوس د هېواد په ګټه دی او که نه، ایا د افغانستان-پاکستان په اړیکو کې اصلی ستونزه همدا ډیورند ده او ایا د ډیورند قضیې له حلېدلو سره به د افغانستان ستونزې هم هوارې شی؟ هغه پوښتنې دی، چې په دغه تحلیل کې مو ځواب کړې دی.

 

ګندمک او ډیورند؛ پر بې‌استازی ملت تپل شوی تړونونه

په ۱۹مه پېړۍ کې، په افغانستان کې د تزاری روسیې او برېتانوی هند ترمنځ لویه لوبه پیل شوه. هغه مهال دواړو استعماری امپراتوریو د “وړاندې تګ” تګلاره غوره کړې وه. روسیې د منځنۍ اسیا مسلمان امارتونه او واړه دولتونه یو په بل پسې د خپل استعمار تر سینې لاندې کول. په بل اړخ کې، برېتانوی هند هم، د هند مستعمره کول له بنګال څخه پیل کړل او د خپلې “وړاندې تګ” تګلارې له مخې په تدریج سره د هندوستان د شمال لوېدیځ په لور ولاړ او په پای کې په ۱۹مه پېړۍ کې د افغانستان تر پولو راورسېد. هغه مهال د دواړو استعماری ځواکونو د “وړاندې تګ” تګلارو یو بل ویرولی وو. له همدې کبله په ټوله ۱۹مه پېړۍ کې د دوی د رقابت ډګر تر ډېره افغانستان و او د دوی دا رقابت د لویې لوبې په نامه سره یاد شو.

د برېتانیې استعمار د ګندمک په نامه لومړی تړون په ۱۸۷۹ میلادی کال کې له امیر محمد یعقوب خان سره داسې مهال وکړ، چې دی د افغان-انګریز جګړې دمخه او پرمهال د خپل پلار او د افغانستان د پاچا امیر شیر علی خان له‌خوا په زندان کې بندی و. له ډېرو تاریخی کتابونو څرګندېږی، چې دی په نورمال حالت کې نه و، دا تړون یې په تحمیلی توګه د انګریزانو د پوځی حضور پرمهال ورباندې وتپه او له بلې خوا جالبه خبره دا ده، چې کله انګریزان له افغانستانه ووتل نو دی یې په هندوستان کې له ځان سره نظربند وساته. د افغان-انګلیس د دویمې جګړې پرمهال امیر محمد یعقوب خان د ولس استازیتوب نه درلود، بلکې ټول ولس د خپلواکۍ په جګړه کې ښکېل و.

په بل اړخ کې د ډیورند تړون هم، له امیر عبدالرحمان خان سره په ۱۸۹۳ کال کې داسې مهال وشو، چې دی د نقرص په ناروغۍ اخته و او روسیې هم، افغانستان د انګلیس د نفوذ ساحه ګڼلې وه. دغه راز انګریزانو سردار محمد ایوب خان او د غلجیانو ۸۰۰ مشران هم په هند کې له ځان سره ساتلی وو، امیر عبدالرحمان خان د دوی له وېرې هم له انګریزانو سره تړون وکړ، چې مبادا انګریزان یې ورته د بغاوت په پلمه راونه پاڅوی.

 

د ډیورنډ کرښه ولې د منلو وړ نه ده؟

د ډیورند په تړاو افغان اړخ یو لړ داسې دلایل لری، چې د نورو له‌خوا ورته سم او قانع کوونکی ځوابونه نه دی ویل شوی. دغه راز د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو یو لړ داسې دلایل هم شته، چې د افغان لوری له‌خوا ورته سم او قانع کوونکی ځوابونه نه دی ویل شوی.

ځینې دا دلیلونه په لاندې ډول دی:

لومړی: افغان مورخ حسن کاکړ چې د ډهلی، لندن او کابل په آرشیفونو کې یې ژورې څېړنې کړې، داسې فارسی او یا هم انګریزی متن نه دی موندلی، چې د امیر عبدالرحمان خان خپل لاسلیک پرې شوی وی.

دویم: د تاریخی شواهدو له مخې، امیر عبدالرحمان خان د ډیورنډ کرښې یوه نقشه اصلاح کړې؛ خو بیا یې هم لاسلیک نه دی پرې کړی.

درېیم: امیر عبدالرحمان خان له ۱۸۹۵ تر ۱۸۹۷ کال پورې په متواتر ډول انګریزانو ته لیکونه استولی، چې له مخې یې د ځینو سیمو په تړاو چې د ډیورنډ کرښه پرې تېره شوې، خپل مخالف دریځ هغوی ته روښانه کړی او له هغو سیمو څخه د دغې کرښې تېرېدل یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

څلورم: که چېرې د ډیورنډ تړون یو “تړون” وای، نو ولې د انګلستان له پارلمان او یا هم د افغانستان له پارلمان او یا هم له کومې لویې جرګې څخه نه تصویب کېده.

پنځم: په بل اړخ کې که چېرې د ډیورنډ تړون یو دایمی “تړون” وای، نو انګریزانو ولې هر ځل د افغانستان له پاچاهانو سره په جلا جلا ډول لاسلیک کاوه.

شپږم: دا یوازې د امیر عبدالرحمان خان او انګریزانو ترمنځ د نفوذ د ساحې وېشل وو، نه کوم سرحد ایستل؛ ځکه هغه مهال انګریزان پر هند د روسیې له یرغل څخه په وېره کې وو او همدا راز په قبایلی سیمو کې د امیر عبدالرحمان خان له لاسوهنو هم اندېښمن وو.

اووم: افغانستان، له افغان-انګلیس دویمې جګړې د خپلواکۍ تر جګړې پورې، د ګندمک تړون له مخې یو تحت الحمایه دولت و، چې بهرنۍ پالیسۍ یې د انګریزانو په لاسونو کې وې، نو ځکه افغانستان هغه مهال هېڅ نړیوال شخصیت نه درلود او د دا ډول تړون لاسلیک کولو صلاحیت یې هم نه درلود.

اتم: افغانستان هغه مهال یو کمزوری دولت درلود او د ټول افغانستان استازیتوب یې نه شو کولای؛ نو ځکه که چېرې پر دغه تړون د امیر عبدالرحمان لاسلیک هم پیدا شی، هغه مهال یې د ټول افغانستان د دریځ استازیتوب نه شو کولای.

نهم: له هندوستان څخه د انګریزانو له وتلو وروسته، برصغیر په دوو برخو ووېشل شو، پاکستان او هندوستان. له همدې امله پاکستان د انګلستان ځای‌ناستی دولت نه دی او د دغه تړون -که چېرې لاسلیک شوی هم وی- قانونی حقوق پاکستان ته نه شی لېږدېدلی.

لسم: د پاکستان له جوړېدو وروسته، چې په شمال لوېدیزه سرحدی صوبه (اوسنی خیبر پښتونخوا) کې کوم رېفرنډم وشو، هغه تر ډېره ناقص و؛ ځکه: لومړی؛ د رایو وړ خلکو څخه یوازې ۵۱ سلنه خلکو په رېفرنډم کې رایه کارولې وه، هغه هم د جعلی رایو له چاڼ کولو پرته. دویم؛ هغه مهال د دغې صوبې ډېری هندوان، چې د رایو ورکولو وړ وو، هندوستان ته کډوال شوی وو. درېیم؛ د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۵ کال په صوبایی ټاکنو کې هم، د ډاکتر خان په مشرۍ کانګرس او خدایی خدمتګار ډلې ټاکنې ګټلې وې او مسلم لیګ د پاکستان د جوړېدو له اجنډا سره ټاکنې بایللې وې.

 

په افغان-پاک اړیکو کې اصلی ستونزه څه ده؟

پوښتنه زیږی، چې ایا په اوسنیو شرایطو کې د ډیورند قضیې هواری د هېواد په ګټه دی او کنه؟ که چېرې د سړې جګړې پرمهال د افغانستان بهرنی سیاست ته ځېر شو، نو کابل تل د ډیورند پر سر د خبرو اترو غوښتونکی و؛ خو دا پاکستان و، چې پر ډیورند یې خبرې اترې نه کولې او په ورته وخت کې یې له کابل څخه غوښتل، چې ډیورند په رسمیت وپېژنی. ان دا ډول غوښتنې په پوست-سړه جګړه کې له طالبانو څخه هم درې ځله وشوې.

په اوسنیو شرایطو کې د ډیورند قضیې حلول ځکه هم شونی نه دی، چې له یوې خوا افغان دولت په کمزوری وضعیت کې دی او له قوی دریځ څخه برخمن نه دی او له بلې خوا د ډیورند په رسمیت پېژندل به د افغانستان قضیه او روان ناورین حل نه کړی. ځکه:

لومړی؛ اوسمهال د ډیورند کرښه عملاً د پاکستانی پوځ په لاس کې ده. پاکستان د خپلې “بارډر منجمنټ” نوې تګلارې له مخې هر هغه څوک چې ویزه ونه لری پاکستان ته نه پرېږدی. د پاکستان ډېری پوځ په ازادو قبایلو کې مېشت دی. نو ځکه به پاکستان ته هم، د ډیورند منل او نه منل ډېر ارزښت ونه لری (که څه هم د کابل له اړخه د ډیورند کرښې په رسمیت پېژندلو سره به د دوی اندېښنې د تل لپاره ختمې شی).

دویم؛ په افغانستان کې د پاکستان اصلی ستونزه یو پاکستان‌پلوی حکومت او یا په بله معنا د ستراتېژیک عمق ترلاسه کول دی، ترڅو له ډهلی سره د کابل اړیکې تر ډېره د پاکستان تر کنټرول لاندې وی او یا هم د کابل-اسلام‌آباد اړیکو په پرتله د کابل-ډهلی اړیکې خړې پړې وی.

له همدې کبله، که چېرې کابل اوس ډیورنډ کرښه ومنی هم، څوک تضمین کولای شی، چې د ډیورند کرښې له رسمیت وروسته به پاکستان په افغانستان کې لاسوهنې نه کوی؟

خو له دې سره سره، دا خبره په دې معنا هم نه ده چې افغانستان او پاکستان دې د ډیورند د لاینحله تګلارې له مخې له یو بل سره روابط خړ پړ کړی. په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته، چې د سرحدی قضیو په څېر مهم مسایل او ستونزې یې په موقتی توګه شاته پرې اېښې او له یو بل سره ښې اړیکې لری. د بېلګې په توګه هند او چین. دواړه له یو بل سره قوی سوداګریزې او اقتصادی اړیکې لری؛ خو سرحدی قضیې تر ډېره پر دغو دوو برخو دومره اغېز نه دی ښندلی.

پای

[۱]  EP Today, “Time to Revisit the Durand Line”, May 18, 2017, see it online:

http://eptoday.com/time-to-revisit-the-durand-line/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *