د افغانستان د هوایی حریم ساتنه او شته ستونزې

 

څو ورځې وړاندې روسی الوتکو په بدخشان شمالی ولایت کې د افغانستان هوایی حریم مات کړ. د دې ترڅنګ د هېواد بېلابېلو رسنیو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو له خولې داسې رپوټونه هم خپاره کړل، چې د شمال په یو شمېر ولایتونو کې ناپېژاندې الوتکې ناستې دی او ناپېژاندو وسله‌والو ته یې وسلې ورکړې دی. خو افغانستان د نړیوالې ټولنې له میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره، د هوایی حریم د ساتنې په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دی.

د افغانستان د هوایی حریم ساتنه؛ هغه هم داسې مهال یوه ستره ننګونه بللی شو، چې د هېواد په زړه کابل کې او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې خونړۍ چاودنې کېږی. د کابل (زنبق څلورلارې او وزیر اکبرخان مېنې ترمنځ) دیپلوماتیکه سیمه کې د تېرې اوونۍ خونړۍ چاودنه یې وروستۍ بېلګه ده، چې له ۸۰ زیاتو بې‌ګناه ملکی وګړو خپل ژوند پکې له لاسه ورکړ او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپیان شول.

دا چې په افغانستان کې د هوایی حریم ساتنه د چا دنده ده، په افغانستان کې د هوا ساتنه څرنګه کېږی، آیا زموږ هوایی حریم خوندی دی؛ او په دې لړ کې له کومو ستونزو سره مخ یو؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو دلته ځواب کړې دی.

 

په افغانستان کې د هوا ساتنه

د افغانستان د هوا ساتنه په دوو برخو کې کېږی؛ لومړی د افغانستان ملکی هوایی چلند او دویم نظامی هوایی چلند دی. په هېواد کې دریو لسیزو جګړو او ناامنیو دغه دوې برخې ډېرې اغېزمنې کړې.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، امریکایی او ناټو ځواکونو د نورو ډګرونو په څېر د افغانستان د هوایی حریم کنټرول هم په خپل لاس کې واخیست او دوی بیا د هوایی حریم مدیریت اړوند چارې د یوه تړون له مخې، یوې نړیوالې کمپنۍ ته وسپارلې[۱]. د دې ترڅنګ نظامی هوایی چلند هم د دوی په لاس کې و.

افغان پارلمان، «د افغانستان د ملی هوایی چلند قانون» د ۱۳۹۱ کال د سنبلې په ۲۸مه تصویب او بیا پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ۱۳۹۱ کال د لړم په ۸مه نېټه توشیح کړ. د همدغه قانون له مخې په هېواد کې د ملکی هوایی چلند اداره رامنځته شوه. په بل اړخ کې په رسمی توګه د هوایی حریم خوندی‌والی د افغانستان د ملی دفاع وزارت دنده ده.

د اهمیت له پلوه، د افغانستان پر هوایی حریم د تېری او ماتولو د مخنیوی ترڅنګ، د ملکی هوایی چلند خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان پر هوایی حریم هره ورځ کابو ۴۰۰ پروازونه تېرېږی او افغانستان پر هر پرواز ۵۰۰ ډالر حق العبور اخلی، چې د کال تر ۵۰ ملیون ډالره زیات عاید کېږی.[۲]

 

د افغانستان ملکی او نظامی هوایی چلند

د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وروسته له هغه رامنځته شوه، چې کله له ۲۰۰۹ کال وروسته د امریکا او افغان حکومت د تګلارو له مخې، په تدریجی توګه په یو شمېر برخو کې ډېری مسؤولیت له بهرنیانو څخه افغان لوری ته سپارل کېده او له مخې یې باید د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغانستان ته د فضایی حریم د تنظیم مهارتونه او کنټرول هم انتقال شوی وی. خو د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د سرمفتش اداره (سیګار) او د اداری فساد پرضد د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې او ګډې کمېټې د راپورونو له مخې، له ۲۰۰۲ کال راهیسې د ۲۰۱۴ کال تر پایه امریکایی بنسټونو په ټولیز ډول تقریباً ۵۶۲.۲ میلیون ډالره په افغانستان کې د ملکی هوایی چلند پر اړوندو فعالیتونو لګولی[۳]؛ مګر بیا هم امریکا ونه شو کړای چې له ژمنې سره سم د افغانستان د ملکی هوایی چلند پرسونل، په تېره بیا د هوایی ترافیک کنټرولوونکی د ۲۰۱۴ کال تر پایه وروزی[۴]. دلچسپه دا ده، چې د افغانستان د ملکی هوایی چلند ادارې هم د سیګار دغه راپور ومانه[۵].

په بل اړخ کې، په نظامی توګه د هېواد د هوایی چلند نظام تر ډېره د امریکایانو په لاس کې دی. له همدې ځایه ده، چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړو هم تېره اوونۍ وویل، د افغانستان هوایی حریم د امریکا په واک کې دی[۶]. دغه راز په هوایی چارو کې د افغانستان د لوی درستیز مرستیال هم یو کال وړاندې د فضایی حریم د کنټرول په برخه کې وویل چې تراوسه هېڅ عملی اقدام نه دی شوی او افغان حکومت یوازې د پروازونو ښکته او پورته کېدل اداره کوی[۷].

 

آیا زموږ هوایی حریم خوندی دی؟

که څه هم افغان حکومت په ۱۳۹۲ کال کې ویلی وو، چې په دوو کلونو کې به د هوایی حریم کنټرول په بشپړه توګه په خپل واک کې واخلی[۸]؛ خو لا تر اوسه افغان حکومت په دې نه دی توانېدلی. د ملی یووالی حکومت پرمهال هم د اشرف غنی تر مشرۍ لاندې په ملی امنیت شورا کې د فضایی حریم د کنټرول په تړاو بحثونه وشول او په دې تړاو د یوه کمیسیون د جوړېدو غوښتنه هم وشوه[۹].

د افغانستان د ترانسپورت او ملکی هوایی چلند وزیر د معلوماتو له مخې، تر ۱۳۹۴ لمریز کال پورې، په هېواد کې د فضایی حریم د کنټرول په موخه ۷۰ متخصصینو ته اړتیا وه، خو هغه مهال افغانستان یوازې ۷ داسې متخصصین لرل[۱۰] او افغان حکومت د یوه بهرنی شرکت له مرستې پرته کدری او تخنیکی ظرفیت نه لری، چې فضایی حریم کنټرول او اداره کړی. د افغان وزیر په اند، دوی به شاید له ۳ څخه تر ۵ کلونو پورې وخت ته اړتیا ولری، چې له یوه بهرنی شرکت پرته د افغانستان ملکی هوایی حریم کنټرول کړای شی.  

که څه هم په ۱۳۹۴‌ کال کې د هېواد د هوایی حریم د کنټرول چارې رسما د ملکی هوایی چلند ادارې ته وسپارل شوې؛ خو هغوی بیا هم د بهرنیانو له همکارۍ پرته د دې چارې جوګه نه وو.[۱۱] همدا لامل دی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان د هوایی حریم د ساتنې په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی. دغه ننګونې تخنیکی، د وسایلو کمښت، له نورو ارګانونو سره کمه همغږی او اداری فساد دی.

له کدری ظرفیت وراخوا، په هېواد کې ځینې تخنیکی او د وسایلو نه شتون هم هغه لامل دی، چې د هوایی حریم خوندیتوب یې نه دی تضمین کړی. په نظامی توګه د هوایی حریم د تضمین په تړاو اساسی کار د بهرنیو او ناپېژاندو الوتکو پېژندل او بیا د دغو الوتکو د تګ راتګ مخنیوی دی. د پېژندلو په برخه کې، هېواد پرمختللی راډار سیستم ته اړتیا لری. په همدې موخه د افغانستان د هوایی چلند د خپلواکې ادارې مسؤولینو تېره میاشت په هېواد کې د راډار سیستم د فعالولو په تړاو جرمنی ته سفر وکړ[۱۲].

د افغانستان د هوایی ځواک پخوانی مشر جنرال عبدالوهاب وردګ هم په دې اند دی، چې د ۱۶ کلونو له تېرېدو سره، هېواد لاهم هوایی دفاعی سیستم نه لری (که څه هم د ده په اند، پالیسی جوړه شوې؛ خو لا تراوسه عملی شوې نه ده)[۱۳]. د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علی مراد هم دغه ستونزه درک کوی، او وایی، د افغانستان د فضایی کنټرول په برخه کې ستونزې لری او په دې برخه کې خپل ډېری معلومات د قاطع ملاتړ له ماموریت (ناټو) څخه لاس ته راوړی[۱۴].

د هوایی حریم د کنټرول یا تضمین په برخه کې دویم ګام د ناپېژاندو/پېژاندو الوتکو مخنیوی دی. دا بیا تر ډېره پر هوایی ځواک او له «ځمکې-څخه-هوا-ویشتونکو» مېزاییلو متکی دی. افغانستان په دواړو برخو کې خورا وروسته‌پاتې دی. همدا لامل دی، چې د ولسمشر اشرف غنی غوښتنه هم له د امریکا له نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه همدا ده، چې د افغانستان هوایی ځواک پیاوړی کړی.

خو له دې وراخوا، پوښتنه دلته زیږی، چې افغانستان د امریکا له متحده ایالاتو سره امنیتی تړون لری؛ امریکا د نړۍ په کچه د هوایی حریم د ساتنې په برخه کې تر ټولو پیاوړی سیستم لری او زموږ په هېواد کې افغان حکومت ته په دې برخه کې معلومات هم ورکوی، نو ولې بیا هم افغان حکومت په دې برخه کې وروسته پاتې دی؟ ولې لا تر اوسه امریکا افغان حکومت سره په دې برخه کې همکاری نه ده کړې؟ او آیا نه غواړی، چې د هوایی حریم د کنټرول تضمین د افغان دولت په غاړه شی؟

د هوایی حریم د کنټرول تضمین ځکه هم ډېر مهم دی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې وخت ناوخت داسې راپورونه خپرېږی، چې په هېواد کې د ناپېژاندو الوتکو له‌خوا له یو شمېر وسله‌والو مخالفینو سره پوځی مرستې کېږی. که چېرې داسې ونه شی، نو دا به روانه جګړه د افغان حکومت لپاره نوره هم پېچلې کړی.

پای

[۱] د نورو معلوماتو لپاره، د اداری فساد پرضد مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې څېړنه، په لاندې لینک کې:

http://www.mec.af/files/2016_06_14_ACAA_Paper_(Pashto).pdf

[۲] نور معلومات په لاندېنی راپور کې ولولئ:

http://www.ufuqnews.com/archives/12434

 

[۳]  د سیګار او «ګډې کمېټې» د راپورونو لپاره لاندې لینکونو ته مراجعه وکړئ:

https://www.sigar.mil/pdf/audits/SIGAR-15-58-AR.pdf

http://www.mec.af/files/2016_06_14_ACAA_Paper_(Pashto).pdf

[۴] ازادی رادیو، «ولې امریکا ونشو کړای د افغانستان هوایی حریم افغانانو ته وسپاری؟» ۱۳۹۴ ثور ۲۶مه:

 https://pa.azadiradio.com/a/27019515.html

[۵] آزادی رادیو، «اداره مستقل هوانوردی افغانستان گزارش سیگار را تایید کرد»، ۱۳۹۴ ثور ۲۶مه:

https://da.azadiradio.com/a/27020275.html

[۶] ویسا ورځپاڼه، «افغان حکومت دې مخالفینو ته د الوتکو ښکته کېدو په اړه وضاحت ورکړی»، ۱۳۹۶ جوزا ۹مه:

 http://www.dailyweesa.com/?p=14305

[۷] آریانا نیوز، «کنترول حریم فضایی افغانستان در دست حکومت نیست»، ۲۰۱۵ دسامبر ۶مه:

 http://ariananews.af/%DA%A9%D9%86%D8%AA%D8%B1%D9%88%D9%84-%D8%AD%D8%B1%DB%8C%D9%85-%D9%81%D8%B6%D8%A7%DB%8C%DB%8C-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D8%AF%D8%B3%D8%AA-%D8%AD%DA%A9%D9%88/?lang=fa

[۸] افغانستان ورځپاڼه، «نجفی: کنترول کامل حریم هوایی افغانستان را تا کمتر از دو سال در اختیار می‌گیریم »، ۱۳۹۲ اسد ۲۶مه:

 http://www.dailyafghanistan.com/national_detail.php?post_id=128421

[۹] تلویزیون چکاد، «غنی: باید حریم هوایی ما کنترول شود»، ۱۳۹۵ میزان ۷مه:

 http://chekad.tv/%D8%BA%D9%86%DB%8C-%D8%AD%D8%B1%DB%8C%D9%85-%D9%81%D8%B6%D8%A7%DB%8C%DB%8C-%DA%A9%D9%86%D8%AA%D8%B1%D9%84-%D8%B4%D9%88%D8%AF/

[۱۰] هشت صبح ورځپاڼه، «ناتوانی افغانستان در کنترول حریم فضایی»، ۱۳۹۴ جوزا ۲۳مه:

 http://8am.af/1394/03/23/inability-to-control-the-airspace-of-afghanistan/

[۱۱] آزادی رادیو، «د هوایی حریم د کنټرول چارې د ملکی هوایی چلند ادارې ته وسپارل شوې»، ۱۳۹۴ د تلې لومړۍ نېته:

 https://pa.azadiradio.com/a/27263891.html

[۱۲] د ملکی هوایی چلند ادارې وېبپاڼه، «سفر یک هیات عالی‌رتبه ادارۀ مستقل هوانوردی ملکی به جرمنی به منظور بحث روی فعال کردن سیستم رادار در کشور»، ۲۰۱۷ د مې دریمه:

 http://acaa.gov.af/fa/news/415003

[۱۳] رادیو آزادی، «مراد: افغانستان در خصوص کنترول حریم هوایی با مشکلات مواجه است»، ۱۳۹۶ ثور ۲۳مه:

 https://da.azadiradio.com/a/28486209.html

[۱۴] تېر ماخذ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *