آیا ‘کابل پروسه’ به سولې ته لاره پرانیزی؟

 

تېره اوونۍ له خونړیو امنیتی پېښو او ژورو سیاسی او داخلی اختلافاتو سره سره، په پلازمینه کابل کې د “کابل پروسې” تر نامه لاندې د سولې او امنیت په نوم نړیوال کنفرانس جوړ شو. په دغه کنفرانس کې د پاکستان، ایران، امریکا او برېتانیا په ګډون د ۲۳ هېوادونو او څو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون وکړ.

د افغان حکومت په نوښت او مشرۍ د دغې پیل شوې پروسې مدیریت او د پریکړو عملی کول به له افغان حکومت سره وی، کوم څه چې دا پروسه له پخوانیو دا ډول پروسو بېلوی. افغان ولسمشر اشرف غنی دغه کنفرانس ته د خپلې وینا پرمهال وویل: «موږ نن دلته راټول شوی یو، څو د ترهګرۍ او وحشت پرضد یو بل ته لاسونه ورکړو او معلومه کړو چې د سولې مینه‌وال یو، د سولې د راوستلو ظرفیت لرو او د سولې په اړه ریښتینی یو… که چېرې افغان حکومت او طالبان د منلو وړ د سولې لار-نقشې د جوړولو لپاره هوکړه وکړی، نو افغان حکومت چمتو دی، چې طالبانو ته اجازه ورکړی، ترڅو د خپلې نمایندګۍ یو دفتر خلاص کړی.»[۱]

دا چې د کابل پروسې اصلی موخه څه وه؟ د سولې بهیر په بیا پیل کې رول څه دی؟ آیا له دغې پروسې سره د حکومت د سولې تګلاره د بدلېدو په حال کې ده؟ او د کابل پروسې له کنفرانس څخه وړاندې د ملی یووالی حکومت د سولې د تګلارې ارزونه څه ده؟ هغه پوښتنې دی چې د ځوابولو له لارې یې پر موضوع شننه کوو.

 

د ملی یووالی حکومت د سولې تګلارې ارزونه

د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راهیسې، د افغانستان د جګړې ختمول، د امنیتی ځواکونو پیاوړی کول او د سولې پروسه د هېواد د بهرنی سیاست مهم عنصرونه وو. د وروستی هغه په موخه افغان ولسمشر د خپلو بهرنیو سفرونو لړۍ له چین، سعودی او پاکستان څخه پیل کړه او د سولې پروسه کې یې د اسلام‌اباد د پاملرنې زیاتولو په موخه دوی ته ګڼ امتیازات ورکړل. له همدې امله هم د سولې په تړاو د کابل ډېره تکیه پر پاکستان وه.

د افغانستان د سولې په تړاو له پاکستان او چین سره یوځای درې‌اړخیزې هڅې هم پیل شوې، چې د ارومچی یوه ناسته یې ښکارندویی کوی. دا هڅه هم وشوه چې په هغو درې‌اړخیزو ناستو کې د طالبانو په ګډون سره خبرې اترې څلوراړخیزې کړی؛ ځکه د ارومچی ناستې تر ډېره د افغان طالبانو د لویې هستۍ استازیتوب نه شو کولای.

د ملی یووالی حکومت په دغه ټول بهیر کې له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې یوازې د مری د خبرو اترو بریا درلوده؛ خو هغه پروسه هم د ملا محمد عمر د مړینې له افشا کېدو سره تم شوه. وروسته د پاکستان، چین، افغانستان او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزې خبرې اترې هم پیل شوې؛ خو هغې پروسې هم په عملی ډګر کې بریالیتوب نه درلود او طالبانو پکې له ګډون څخه انکار وکړ چې له کبله یې مخامخ خبرو اترو ته لاره خلاصه نه شوه. د هغې پروسې د ناکامۍ یو عمده لامل، افغان طالبانو ته په سمه توګه د استازیتوب ورکولو پرځای، دوی ته د پاکستان له لارې بلنه ولېږل وو او دا چې که چېرې دوی خبرو اترو ته حاضر نه شی، نو د دوی پرضد به ګامونه اخیستل کېږی؛ که څه هم پاکستان د سولې په څلور اړخیزه پروسه کې دا خبرې ومنلې او د داسې کولو ژمنې یې هم وکړې؛ خو وروسته یې بیا هېڅ ونه کړل. همدا لامل و، چې د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ دوه‌اړخیزې اړیکې هم د بل هر وخت په پرتله د خرابېدو په لور ولاړې.

 

د کابل پروسې اصلی موخې

دا چې د ملی یووالی حکومت د سولې او امنیت په تړاو د کابل پروسې اصلی موخې څه وې، په لاندې برخو کې ورته اشاره کوو:

  • د افغانانو په مشرۍ او ابتکار؛ که څه هم د ملی یووالی حکومت له جوړېدو وړاندې او وروسته هم د افغانستان د سولې او امنیت په تړاو ډېر کنفرانسونه وشول؛ خو د کابل پروسې کنفرانس ځانګړتیا په دې کې وه، چې دا د افغانانو په مشرۍ، ابتکار او مدیریت سره پیل شو او له همدې امله یې له نورو سره توپیر درلود.
  • طالبانو ته د خبرو اترو «وروستی» وړاندیز؛ افغان ولسمشر په نوموړی کنفرانس کې لومړی د سولې په تړاو د حکومت ریښتینولی او صداقت ته اشاره وکړه او بیا یې وویل: «زموږ هدف سوله ده نه بریا، خو سوله تر هغو نشی راتللی چې طالبان ورته چمتو نشی. که چېرې افغان طالبان او افغان حکومت د سولې د نقشې په لارې هوکړه وکړی، نو افغان حکومت چمتو دی، چې طالبانو ته اجازه ورکړی ترڅو خپله یوه رسمی نماینده‌ګی پرانېزی. موږ د سولېلپاره یوه موقع ورکوو، خو دا هم باید روښانه وی چې دا موقع به تر ابده پرانیستې نه وی.»
  • د نورو سیمه‌ییزو پروسو بندول؛ د کابل پروسې لومړی کنفرانس د مسکو له درې‌اړخیزې پروسې پنځه میاشتې وروسته په کابل کې جوړ شو. د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو پروسه د روسیې، چین او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه پیل شوه، چې کله په سیمه کې یو شمېر جیو-پولیټیک بدلونونه رامنځته شول. خو افغان حکومت د مسکو پر پروسې ډېرې نیوکې وکړې؛ ځکه دا پروسه د افغانستان د استازی له ګډون پرته د افغانستان په تړاو وه. افغان ولسمشر هم، د کابل پروسې کنفرانس ته د خپلو خبرو پرمهال همدې ټکی ته اشاره وکړه او ویې ویل: «د سولې اړوند بحث ډېر پاشلی دی. ګڼ شمېر لوبغاړی پر ګڼ شمېر لارو روان دی. ډېر لږ وضاحت شته چې دوی څوک دی ‌او د څه شی استازیتوب کوی؟‌ دا د سوءتفاهم نسخه ده. ‌هغه څه چې موږ اوس تر هر څه ډېره اړتیا ورته لرو، تمرکز دی…خو په مقابل کې ‌یې غواړو چې تاسو هم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د یوې منسجمې پروسې تمامیت ته درناوی وکړئ او خپلې جلا لارې خلاصې نه کړئ. جلاجلا چاینلونه ګټور نه تمامېږی، زموږ هڅې هغه وخت نتیجه ورکوی چې په ګډه کار وکړو.»
  • پاکستان سره د اړیکو بیا پیلول؛ له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترټولو خراب وضعیت ته رسېدلې او افغان حکومت د افغانستان د سولې په برخه کې پر پاکستان ډېر بدګومانه شوی دی. له همدې کبله یې په هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته رد کړه؛ خو د کابل پروسې پرمهال افغان ولسمشر وویل، موږ ته تر ټولو مهم لومړیتوب له پاکستان سره د مذاکراتو د یوې موثرې لارې پیدا کول دی. که څه هم موږ پاکستان ته د ملګرتیا لاس ورکړ، خو رد شو. دوه‌اړخیز، درې‌اړخیز، څلور‌اړخیز او ان ګڼ‌اړخیز مذاکرات مو هم وازمایل خو پایله یې ونه لرله. بیا هم موږ غواړو د دې جوګه واوسو چې پر پاکستان باور وکړو. البته زموږ ننګونه دا ده، چې موږ نه شو معلومولای پاکستان څه غواړی؟ څه شی په کار دی، څو پاکستان په دې قانع شی، چې یو باثباته افغانستان له دوی او زموږ له سیمې سره مرسته وکړی؟

دغه راز افغان ولسمشر کنفرانس ته د وینا پرمهال له پاکستانه وغوښتل، چې خپلې غوښتنې مطرح کړی او د مذاکرې لپاره اجنډا او میکانیزم افغان حکومت ته وړاندې کړی، چې په مرسته یې سیمه سولې او ثبات ته ورسېږی.

  • په امنیتی برخه کې له کابل سره همکاری؛ له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د قضیې په تړاو سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شوې وه؛ خو له ۲۰۱۱ کال وروسته دغه سیمه‌ییزه اجماع اغېزمنه شوه او د ملی یووالی حکومت پرمهال بیا د بل هر وخت په پرتله له کړکېچونو او اختلافاتو سره مخ شوه. د افغانستان په تړاو د مسکو پروسه او د روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو و لوړپوړو چارواکو څرګندونې یې ثبوت دی. له همدې کبله د کابل پروسې کنفرانس کې هم، اشرف غنی د خپلې وینا یوه برخه په همدې ټکی راڅرخوله، چې موږ د سیمې د تروریزم او مخدره توکو پرضد د قاچاق په لومړۍ کرښه کې یو او د نورو هېوادونو جګړې هم مخته بیایو. له همدې امله یې له سیمه‌ییزو هېوادونو وغوښتل، چې له دوی سره په امنیتی برخه کې همکاری زیاته کړی؛ ځکه د ده په اند د امنیتی ځواکونو پیاوړتیا به طالبان مات کړی. دغه راز د ګډ ګواښ «تروریزم» له منځه وړلو په موخه یې پر سیمه‌ییزو هېوادونو د امنیتی اېتلافونو په رامنځته کولو هم ټینګار وکړ.

 

آیا د سولې نوی بهیر پیل شو؟

د اشرف غنی له‌خوا د کابل پروسې په کنفرانس کې وړاندې شوې طرحې که څه هم د ده له تېرو تګلارو سره ډېر توپیر نه درلود؛ خو بیا یې هم یو څه نوی او مهم ټکی درلودل. په دغه کنفرانس کې اشرف غنی د سولې په تړاو خپل صداقت وښود، له پاکستان او طالبانو سره یې د تېر په څېر بیا پر خبرو اترو ټینګار وکړ او دا چې څوک خبرو اترو ته نه حاضرېږی باید پرضد یې اقدامات وشی او د افغانستان د سولې او امنیتی ځواکونو د پیاوړتیا په موخه سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کول، د تېرو تګلارو عنصرونه وو.

دا ځل یې په تګلاره کې نوی څېزونه د ګډ ګواښ (تروریزم) د له‌منځه وړلو په موخه امنیتی اېتلافونه رامنځته کول، د ملګرو ملتونو د تروریزم-ضد تګلارې عملی کول؛ او تر دغې پروسې لاندې اکاډمیک بحثونه پرمخ بېول وو.

که څه هم د کابل پروسه تر ډېره هغه وه، چې پورته بیان شوه؛ او افغان طالبانو د دې کرښو تر لیکلو پورې په دې تړاو کومه رسمی اعلامیه نه ده خپره کړې؛ خو بیا هم د طالبانو په رسمی وېب‌پاڼه کې په دې اړه یوه مقاله راغلې او هلته یې غبرګون منفی دی. په دغه لیکنه کې استدلال شوی، چې که څه هم غنی د سولې غږ طالبانو ته کاوه؛ خو مخاطب یې پاکستان و. په وینا یې، دوی دې راوړاندې شی او د سولې لپاره دې افغان حکومت ته یو مېکانیزم ورکړی. دغه راز د اشرف غنی پر لهجه او ځینو ټکو هم توندې نیوکې شوې او په پای کې یې دا پروسه د سولې راوستلو په موخه نه ده بللې[۲].

پای

[۱] President office, >>President Ghani’s Remarks At The Kabul Process Conference<<, June 06, 2017, see it online:

http://president.gov.af/en/SOKP

[۲] د طالبانو په رسمی وېب‌پاڼو «شهامت او الإماره» کې خپره شوې لیکنه دلته وګورئ:
https://shahamat.info/?p=86735

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *