د منځنی ختیځ نوی دیپلوماتیک بحران او پر سیمه یې اغېزې

 

د روانې میلادی میاشتې جون (۲۰۱۷) په پیل کې په خلیج کې یو داسې بې‌ساری دیپلوماتیک بحران رامنځته شو، چې تر دې وړاندې یې اټکل نه شو کېدای. دغه دیپلوماتیک بحران هغه مهال رامنځته شو، چې کله سعودی عربستان، بحرین، مصر او عربی متحده اماراتو په لسو دقیقو کې دننه یو پر بل پسې له قطر سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې. دغو هېوادونو له قطر څخه خپل سفیران راوبلل او د قطر سفیرانو او قطری وګړو ته یې هم له خپلو هېوادونو څخه د وتلو اعلان وکړ. د سیاسی اړیکو د پرېکون ترڅنګ، دغو هېوادونو له قطر سره خپلې پولې هم وتړلې او اقتصادی راکړه‌‌ورکړه او هوایی او سمندری تګ‌راتګ یې هم بند کړ.

له قطر سره د سیاسی اړیکو دا بحران اوس یوازې تر خلیج پورې محدود نه دی، بلکې د منځنی ختیځ په کچه غځېدلی. په بل عبارت، دا موضوع اوس نړیواله شوې او همدا لامل دی، چې د نړۍ بېلابېل او ډېری هېوادونه د خبرو اترو له لارې د دغه بحران هوارولو په تړاو څرګندونې کوی. دغه راز د دغه بحران د حلولو په تړاو له کویټ او ترکیې څخه نیولې تر ملګرو ملتونو پورې د قطر او سعودی ترمنځ د منځګړتوب غوښتونکی دی.

دا چې په خلیج او منځنی ختیځ کې دا بحران ولې رامنځته شو، اوسمهال په کوم حالت کې دی، احتمالی پایلې او اغېزې به یې څه وی؟ دلته پرې شننه کوو.

 

منځنی ختیځ؛ په نړیوال سیاست کې

د اسلام له راتګ راهیسې، منځنی ختیځ نه یوازې دا چې پېښې جوړوونکې سیمه ده، بلکې اغېزې یې هم پر اسلامی نړۍ تر ټولو زیاتې وی. د منځنی ختیځ وروستیو سلو کلونو تاریخ ته په کتلو سره ویلای شو، چې دا په نړیواله کچه هم یوه پېچلې سیمه ده او ډېری مهال له اسلامی نړۍ او سیمه‌ییزو هېوادونو پرته یو شمېر نړیوال زبرځواکونه هم په دې سیمه کې ښکېل شوی دی.

اوسمهال په نړیوال سیاست کې د لاندې عواملو له کبله د منځنی ختیځ ارزښت زیات شوی دی:

  • د عرب-اسراییل قضیه؛
  • د سوریې بحران؛
  • د سوریې کډوال؛
  • په منځنی ختیځ کې د اسلامی دولت ډلې ظهور؛
  • په اروپایی هېوادونو او امریکا کې له اسلامی دولت ډلې سره د تړل شویو کسانو بریدونه؛
  • د منځنی ختیځ د انرژۍ وسایل او د بېلابېلو هېوادونو د انرژۍ د امنیت موضوع؛
  • سیاسی اسلام او اسلامپالی؛
  • د ایران اتومی پروګرام او له ۵+۱ هېوادونو سره یې د اتومی پروګرام پر سر هوکړه؛
  • له دغې سیمې څخه د نړۍ د ډېری سوداګرۍ تېرېدل؛

او یو شمېر نور عوامل دی، چې د دې سیمې د ارزښت زیاتېدو ترڅنګ یې د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

 

په منځنی ختیځ کې پېچلی رقابتونه

په منځنی ختیځ کې د نړیوالو، سیمه‌ییزو او په خپله د ځایی هېوادونو ګټې له یو بل سره تل په ټکر کې وی؛ له همدې کبله منځنی ختیځ یوه پېچلې سیمه ګڼل کېږی.

په عمومی ډول له تېرو څو لسیزو راهیسې، په منځنی ختیځ کې نه یوازې دا چې د نړیوالو زبرځواکونو رقابت روان دی، بلکې په خپله د سیمه‌ییزو او ځایی هېوادونو ترمنځ هم رقابتونه په اوج کې دی. په منځنی ختیځ کې دا رقابتونه یوازې تر سُنی-شیعه قضیې پورې محدود نه دی، بلکې په خپله د منځنی ختیځ په سُنیانو کې هم دا رقابتونه لیدل کېږی. د بېلګې په توګه د ایران او سعودی ترمنځ سړه جګړه او رقابت، د ترکیې او سعودی ترمنځ رقابت، د ترکیې او مصر ترمنځ رقابت او د قطر او سعودی ترمنځ رقابت.

په منځنی ختیځ کې د دغو رقابتونو تر شا په سیمه کې د دغو هېوادونو سیمه‌ییزې ګټې، په سیمه کې ستراتېژیک نفوذ، د مشرۍ پر سر سیالی او مذهبی اختلافات رول لری.

 

د خلیج بحران ولې رامنځته شو؟

که څه هم، له قطر سره د یو شمېر خلیجی هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو پرې‌والی کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې هم په ۲۰۰۲ کال کې سعودی له قطر څخه خپل سفیر د الجزیرې ټلویزیونی شبکې د نشراتو له کبله رابللی و. په ۲۰۰۸ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بیا دیپلوماتیکی اړیکې خړې پړې شوې؛ خو په ۲۰۱۴ کال کې بیا سعودی، بحرین او عربی اماراتو له قطر سره دیپلوماتیکی اړیکې پرې کړې. دا چې د منځنی ختیځ اوسنی بحران ته څرنګه لاره هواره شوه، دوه ډوله عمده لاملونه لری: لومړی یې سطحی او څرګند عوامل دی؛ دویم یې بیا د پردې تر شا عوامل دی.

سطحی او څرګند عوامل: په سطحی توګه دغه بحران د ۲۰۱۷ کال له اپرېل میاشتې څخه هغه مهال پیل شو، چې کله د قطر حکومت په عراق کې له یو شمېر شیعه او سُنی وسله‌والو ډلو سره یوې معاملې ته ورسېد. د دغې معاملې له مخې، دغو وسله‌والو ډلو ۲۶ تنه قطریان له ۱۶ میاشتو بند وروسته خوشې کړل، چې د قطر د شاهی کورنۍ غړی هم پکې شامل وو او په بدل کې یې د فاینینشل ټایمز مجلې له مخې تقریباً ۷۰۰ میلیون ډالره ایران‌پلوه شیعه ډلو ترلاسه کړی دی[۱]. شاید دغه وضعیت به سعودی پارولی وی؛ ځکه د قطر له‌خوا له ایران‌پلوه شیعه ډلو سره په ډېره لوړه کچه پیسې تبادله شوې؛ خو د عراق د ولسمشر په وینا دا پیسې له ډلو سره نه دی، بلکې اوس هم د عراق په مرکزی بانک کې پرتې دی.

په دویم قدم کې په سعودی کې د ریاض کنفرانس و، چې درې برخې یې درلودې: «د خلیج همکارۍ سازمان او امریکا»؛ «عربی نړۍ او امریکا»؛ او «اسلامی نړۍ، عربی نړۍ او امریکا». په دغه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم برخه اخیستې وه. ویل کېږی، سعودی عربستان د ټرمپ له ملاتړ وروسته د قطر پرضد د اقدام پرېکړه کړې وه. همدا لامل دی، چې وروسته ټرمپ هم په خپل ټویټر پاڼه کې ولیکل: «منځنی ختیځ ته زما په وروستی سفر کې ما وویل، چې له دې وروسته به راډیکال ایډیالوژی فنډ کېږی نه. رهبرانو قطر ته ګوته ونیوله-وګوره!».

له همدې امله له قطر سره له دیپلوماتیک پرېکون وروسته، سعودی د هغو کسانو او ادارو لیست خپور کړ، چې د قطر هېواد مرستې ورسره کوی. په دغو کسانو کې د اوسنۍ اسلامی نړۍ مجتهد او پیاوړی منځلاری عالم یوسف قرضاوی هم شامل و.  

په درېیم قدم کې دغه بحران د هیکینک له کبله رامنځته شو. په لومړی سر کې د قطر خبری اژانس د نامعلومو خلکو له‌خوا هیک شو او د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثانی ناویل شوې خبرې پکې نشر شوې. د قطری امیر له خولې یې په دغه وېبپاڼه کې ولیکل: «ایران یو سیمه‌ییز او اسلامی ځواک دی، چې له نظره نه شی غورځېدلی او دا غیرحکیمانه ده، چې پرضد یې څوک ودرېږی. دا د سیمې په ثبات کې یو مهم او لوی ځواک دی.»

د پردې تر شا عوامل: د پردې تر شا عواملو کې بیا د الجزیرې خبری شبکه، له اسلامپالو ډلو او په تېره بیا له اخوان المسلمون او حماس څخه د قطری حکومت ملاتړ، د قطر خپلواک بهرنی سیاست او په منځنی ختیځ او سیمه کې فعال رول لوبول دی. لاندې د څو بېلګو یادونه کوو چې سعودی یې پارولی دی:

  • په عربی پسرلی کې د الجزیرې خبری سرویس له‌خوا د ولسی پاڅونونو پراخ ملاتړ؛
  • په مصر کې د سیسی د کودتا په غبرګون خپرونې؛
  • د الجزیرې له‌خوا له اسرائیل‌پلوه ادارو سره د عربی اماراتو د سفیر هیک شوی ایمیلونه خپرول؛
  • په قطر کې اخوانی مشرانو ته پناه ورکول او له شیخ یوسف قرضاوی څخه پراخ ملاتړ؛
  • حماس یوه مقاومتی ډله ګڼل؛
  • له ایران سره د نورو عربی هېوادونو په پرتله ښې اړیکې لرل؛
  • او د منځنی ختیځ په ځینو قضایاو کې د منځګړتوب رول لوبونه او داسې نور.

 

پر قطر او سیمه یې اغېزې

نوی اېتلافونه؛ که څه هم د منځنی ختیځ اوسنی دیپلوماتیک بحران به په سیمه کې ډېر ژور او نوی اېتلافونه رامنځته نه کړای شی؛ خو که چېرې دغه بحران دوام ومومی نو بیا یې احتمال زیات دی. بیا هم اوسنی کړکېچ ترکیه او ایران، قطر ته نږدې کړی. په ټوله کې په منځنی ختیځ کې بحرانونه تر ټولو زیات د روسیې او ایران په ګټه دی. همدا لامل دی، چې اوس ایران هم له دغه فرصت څخه ګټه پورته کوی او د قطر د اقتصادی محاصرې پرمهال د غذایی توکو د لېږدولو له کبله د نرم ځواک د ګټلو هڅه کوی. که څه هم د ترکیې او سعودی اړیکې د ملک سلمان له واک ته رسېدو سره ښې شوې؛ خو په اوسنی بحران کې د ترکیې پاملرنه او همدردی له قطر سره ده. ځکه نو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم څو ځله د قطر محاصره کول د روژې په میاشت کې له اسلامی ارزښتونو سره په ټکر کې وبلل.

د انرژۍ امنیت؛ قطر په نړۍ کې د “اېل پی جی” ګاز تولېدوونکو په سر کې ځای لری. که څه هم ډېری په دې اند دی، چې اوسنی بحران به د تېلو او ګازو په نرخونو ډېره اغېزه ونه ښندی؛ خو بیا هم که دغه بحران په خلیج کې ډېر وخت ونیسی، نو بیا به یې د تېلو او ګازو پر نړیوالو نرخونو هم اغېزه زیاته شی. دغه راز به له قطر څخه په صادرېدونکو ګازو هم اغېز ولری او هم به پر هغو هېوادونو چې له قطر څخه ګاز واردوی.

په قطر یې اقتصادی اغېزې؛ د قطر پرضد راپورته شوی خوځښت یوازې تر دیپلوماتیک پرېکون پورې محدود نه دی، بلکې اقتصادی پرېکون یې هم مهمه برخه ده. قطر چې خپل ډېری خوراکی توکی له دغو عربی هېوادونو په تېره بیا له سعودی څخه واردول، اوس پرې بندیز لګېدلی. که څه هم تراوسه د ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو د مرستو له کبله دغه وضعیت ډېر پېچلې او کړکېچن شوی نه دی؛ خو که چېرې دغه بحران اوږد شی نو پر قطر به یې اغېزې زیاتې شی. د دې ترڅنګ د سعودی، مصر او اماراتو الوتکو هم قطر ته او له قطر څخه پروازونه منع کړی دی. دغه وضعیت به د قطر پر الوتکو او هوایی شرکت هم زیاتې اغېزې ولری؛ ځکه دغه الوتکې به افریقا، اروپا او امریکا ته خپل پروازونه له نورو لارو کوی، چې دا به بیا لګښتونه زیات کړی او د قطر الوتکو ته به دروند زیان واړوی.

انسانی بحران؛ له څو عربی هېوادونو څخه له درېیو ورځو نیولې تر ۱۴ ورځو پورې د قطری وګړو شړل او سعودی ته پر راتګ یې بندیز، ان عمرې ته هم نه پرېښودل تر ډېره یو انسانی بحران هم رامنځته کړی او ترڅنګ به یې مکې معظمې ته له تګ څخه د قطریانو منع کول هم د خلکو غوسه وپاروی.

اسلامپال او ورسره تړلې ډلې؛ په سیمه او په تېره بیا منځنی ختیځ کې د سیاسی اسلام پلویان او یا اسلامپال به هم له دغه وضعیت څخه هغه مهال اغېزمن شی، چې قطر د سعودی په مشرۍ له ځینو عربی هېوادونو سره د دوی په سر کومه معامله وکړی. خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت او حکومتی چارواکو اوسنیو څرګندونو ته په کتلو سره د دې احتمال زیات دی، چې قطر به داسې کومې معاملې ته تن ورنه‌کړی.

پای

[۱] https://www.ft.com/content/dd033082-49e9-11e7-a3f4-c742b9791d43

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *