اکاډمیک بحث: په هېواد کې روان سیاسی بحران؛ لاملونه او حل‌لارې

 

له څه مودې راهیسې، په تېره بیا کابل ته د حزب اسلامی د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار له راتګ او بیا په کابل ښار کې له خونړۍ چاودنې او لاریونونو وروسته، د هېواد سیاسی وضعیت ورځ تر بلې د ترینګلتیا په لور روان دی. که څه هم، ملی وحدت حکومت له لومړۍ ورځې د داخلی اختلافاتو له ننګونې سره مخ و؛ خو په دې وروستیو کې د همدغو زیاتېدونکو سیاسی اختلافاتو له کبله وه، چې په ترکیه کې د ولسمشر د لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په کور کې درې سیاسی ډلې ملی جنبش، وحدت اسلامی او جمعیت اسلامی، د افغانستان د نجات عالی شورا تر نامه لاندې سره یوځای شوې او د حکومت پر ضد یې د سیاسی اېتلاف اعلان وکړ.

دا چې افغان حکومت د بل هر وخت په پرتله اوس د سیاسی اختلافاتو له پراخېدونکې څپې سره مخ دی او د راتلونکی په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږی، د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) د موضوع اهمیت ته په کتلو سره دا ځل د اکاډمیک بحثونو په لړۍ کې، پر همدې موضوع علمی سمینار جوړ کړی و. دغه سمینار د پنج‌شنبې په ورځ (د جولای ۱۳مه ۲۰۱۷) په کابل کې د دغه مرکز په دفتر کې جوړ شوی و، چې لیکوال او سیاسی شخصیت محمد زمان مزمل او لیکوال او ژورنالست محمد زبیر شفیقی پکې د موضوع پر بېلابېلو اړخونو څېړنیزې او هر اړخیزې ویناوې وکړې.

لومړی ویناوال ښاغلی مزمل له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې پر قضیه او کابل ته د حزب اسلامی پر راتګ خبرې وکړې او د اکاډمیک بحث عنوان ته په کتلو سره یې د هېواد اوسنی وضعیت یو ریښتینی، بلکې ډېر خطرناک بحران وباله. نوموړی کابل ته د حزب اسلامی د راتګ پر مثبتو او منفی اړخونو رڼا واچوله او په وینا یې، چې دا کابل ته د حزب اسلامی دویم ځل راتګ دی؛ خو په وروستی راتګ کې خبرې شته دی او وروستۍ سیاسی ګډوډۍ او په ترکیه کې وروستی اېتلاف ښیی، چې دا راتګ خپلې اغېزې او پېچلی اړخونه هم لری.

ښاغلی مزمل وویل، د حزب اسلامی او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه ښایی د هېواد او په ځانګړی ډول حزب اسلامی لپاره څو مثبت ټکی ولری. لومړی، دا چې په افغانستان کې تراوسه سیاسی مذاکرات بریا ته نه وو رسېدلی او حزب ثابته کړه چې مجاهدین هم سیاسی زغم لری. دویم دا چې له ښاغلی حکمتیار مخکې د دغه حزب یو شمېر جګ‌پوړی غړی کابل ته راغلی وو او حکمتیار په خپل راتګ سره دلته د حزب حضور ځواکمن کړ. دریم دا چې حزب اسلامی دا ځل ډېر ارزانه پلویان پیدا کړل او اوس داسې ښکاری چې له دغه ګوند بهر کابو ۴۰ سلنه خلک یې پلوی کوی. څلورم دا چې حزب اسلامی له طالبانو او دولت دواړو سره ښکېل و، چې له دې جملې وتوانېد له دولت سره ستونزه حل کړی او له طالب سره یې هم د سولې د منځګړیتوب غږ پورته کړ. پنځم دا چې په دې سوله یې د طالبانو کنګل دریځ مات کړ او دا یې وښودله چې له حکومت سره هم د سولې خبرې پایله لرلی شی. شپږم او مهم ټکی پکې دا و، چې د سولې په اړه په ملت کې اوږده نهیلی رامنځته شوې وه او دوی د نهیلۍ دا کنګل هم مات کړ.

د ده په وینا، له حکومت سره د حزب اسلامی سوله منفی او پېچلی اړخونه هم لری. لومړی دا چې د حزب اسلامی جنګی منطق بدل شو او تر پرونه چې دا جګړه مقدسه وه، نن نامقدسه شوه. دویم دا چې حزب د دولت په څنګ کې ودرېد او اوس که وغواړی یا نه، د طالب په مقابل کې ودرېد. دریم دا چې د حزب اسلامی سوله به هله منطق وبایلی چې کله جګړه دوام وکړی او وضعیت نور هم خراب شی. څلورم دا چې که د امریکا حضور په هېواد کې نور هم پررنګه شی، دا سوله به صدمه وګوری. پنځم هم دا چې که حزب اسلامی له طالبانو سره په عملی یا تبلیغاتی جګړه کې ښکېل شی، زیان به یې ډېر پراخ شی.

خو دا چې حزب اسلامی سوله وکړه او له طالبانو سره د سولې بهیر تراوسه ناکام دی، ایا ستونزه په حزب او که په طالب کې ده؟ ښاغلی مزمل یې په اړه وویل، چې له شرعی پلوه سوله منحیث تفاهم او بیا مذاکرات خو اصلا شرعی ستونزه نه لری او کله چې مقابل لوری تا د یوه لوری په توګه ومنی، هغه مهال بیا سوله هم د عزت سوله ده؛ خو کله چې دا یقینی وی چې زیاته جګړه لا ډېر ورانی کوی او زیان یې پراخ وی، بیا سوله جنګی طرف ته لازمه ده. له بلې خوا، چې اوس په ډګر حکومت ولاړ دی او دا دلیل ویل کېږی چې له غلام سره باید سوله ونه شی، بادار سره به سوله لا ډېره سخته شی؛ نو ځکه په اوسنی وخت کې طالبان له حکومت سره د مذاکراتو په ردولو کې قانع کوونکی دلیل نه لری. خو دا چې طالبان په جنګی روحیه راپورته شوی، له سیاست سره احساساتی چلند کوی.

د غونډې دویم ویناوال محمد زبیر شفیقی بیا د هېواد پر روان سیاسی بحران او حکومت ضد اېتلافونو خبرې وکړې او اوسنی وضعیت یې هغسې پېچلی وباله چې په وینا یې، ټول اړخونه یې اوس هغوی ته هم نه معلومېږی، چې دغه حالت یې راوستی دی.

د ده په خبره، په تېرو دوو میاشتو کې ځینو راپورونو او څېړنو پایلې په ډاګه کوی چې وضعیت د بل هر وخت په پرتله زیات وخیم دی. تلفات خورا زیات شوی. د پنټاګون د وروستی راپور له مخې کابو ۴۹ سلنه خاوره د طالبانو تر ولکې لاندې ده، کوم څه چې په وینا یې موږ یې عملا ګورو؛ ځکه ډېر داسې ولایتونه او ولسوالۍ شته چې حکومت پکې د یوې پوستې په شکل پروت دی او نوره ټوله سیمه یې د طالبانو تر ولکې لاندې ده؛ خو هغه ولایتونه او ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندې بلل کېږی. امنیتی وضعیت په خورا نازک حالت کې دی او د افغان ځواکونو د جذب او تلفاتو بیلانس او انډول هم له منځه تللی؛ ځکه د یوه راپور له مخې ۳۰۰۰ سرتېری یا وژل کېږی، یا پوځی لیکې پرېږدی او یا یې قراردادونه نه غځول کېږی؛ خو په مقابل کې ۱۳۰۰ تنه نوی سرتېری پوځی لیکو ته جذبېږی. دغه راز بېلابېل عوامل یو ځای شوی او پراخ فساد ته یې هم زمینه برابره کړې ده.

د حکومت ضد وروستی اېتلافی جوړښت په اړه ښاغلی شفیقی وویل، چې داخلی نارضایتۍ د دې لامل شوې چې سیاسی وضعیت اوسنی حالت ته ورسېږی. د جنرال دوستم شتون پکې د اېشچی له قضیې سره تړاو لری. دا چې جنرال دوستم د ولسمشر په غیاب کې د سرپرست په توګه نه معرفی کېده، تېر کال یې په فاریاب، جوزجان او سرپل کې پراخې ځورونې او تجاوزونه وکړل او حتی ویل کېږی، چې شمال ته د داعش په لېږد کې هم لاس لری. له بلې خوا محمد محقق په داسې حالت کې دی چې پخوانی امتیازات پرې کم شوی دی.

شفیقی زیاته کړه، چې د پخوانیو سقوط شویو او اوسنی حکومت توپیر یوازې دا دی، چې د دغه حکومت تر شا امریکا او نړیواله ټولنه ولاړه ده او له دې پرته وضعیت د پخوانیو هغو په پرتله ډېر خراب دی او د حکومت مشران ایله د خپلو دفترونو ساتنه کوی.

د ده په وینا، په دې منځ کې وروستی اېتلاف هم حکومت او هم امریکایان ووېرول؛ ځکه د حکومت یو جګ‌پوړی چارواکی ترکیې ته د دوستم د پخلا کولو لپاره ولاړ، خو کله چې هغه طرحه ناکامه شوه، په کابل کې د امریکا سفارت د اېشچی د قضیې پر څېړلو ټینګار وکړ، چې معنا یې له حکومت څخه د دفاع وه.

د ښاغلی شفیقی په وینا، داسې ښکاری چې حکومت به خپل پاتې عمر پوره کړی، خو هېواد به ډېر پکې خراب کړی. له بله پلوه، امریکا هم په سیمه کې د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې د جګړې دوام غواړی او دلته یې د ګټو تقاضا دا ده چې جګړه ګرمه وساتی. له همدې کبله یې اوس د سرتېرو د زیاتولو پرېکړه هم کړې ده.

شفیقی وویل، چې له دې ټولو ناخوالو سره سره د اوسنی وخت اړتیا دا ده، چې افغانان بین‌الافغانی تفاهم ته چمتو شی، جګړه پای ته ورسوی او داسې هڅې وشی چې د بهرنیانو وتلو ته لاره برابره شی؛ ځکه روانه جګړه عملا قربانی له افغانانو اخلی. په وینا یې، سره له دې چې امریکا به خپل اهداف لټوی، خو افغانان منحیث مجموع په خورا خراب حالت کې دی.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقی امین هم د موضوع په تړاو په خپله لنډه تبصره کې وویل، چې که څه هم د خلکو پوهاوی مهم دی، خو هر افغان وګړی د روانې غمیزې د پای ته رسولو لپاره باید خپل مکلفیت درک کړی. د ده په وینا، د سولې په برخه کې د داسې کار اړتیا ده، چې واقعی سولې ته لاره هواره کړی. د طالب په اړه بېلابېل اړخونه متفاوت لیدلوری لری او له هغوی سره په روغه جوړه کې خپلې ګټې په نظر کې نیسې؛ خو په ټوله کې څوک د ملی منافعو او ملت د ګټو پر بنسټ فکر نه کوی.

ښاغلی امین وویل، چې لا هم د تفاهم د یوه منځګړی ګروپ ځای خالی دی او باید په دې برخه کې مخلص افغانان اقدام وکړی او وروسته په هېواد کې دننه او بهر د یو شمېر سیاسی اغېزناکو شخصیتونو دوې حلقې جوړې شی، ترڅو په دې برخه کې قناعتونه سره لنډ کړی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *