په ۲۰۱۷ کال کې د افغان کډوالو وضعیت ته کتنه

 

تېره اوونۍ په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشرې ریباکه ټاویرس په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې غونډې ته وویل، افغانستان په نړۍ کې دویم هېواد دی، چې د جګړو له کبله یې ډېری وګړی بې‌ځایه شوی او دغه راز د بې‌ځایه شوو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی.[۱]

له بله پلوه، د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ د اګست تر ۱۲مې پورې کابو درې لکه تنه ناراجستر کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوی دی.

دا چې دا مهال په هېواد کې د بې‌ځایه شوو کډوالو شمېره څومره ده؟ په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېره، وضعیت او د راجستر شوو او ناراجستره کډوالو د بېرته راستنېدلو بهیر څرنګه دی؟ او د دې ترڅنګ په اروپا کې د افغان کډوالو وضعیت څه ډول دی؟ دلته پرې شننه کوو.

 

په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوی

په افغانستان کې خلک د جګړې، اقتصادی او طبیعی آفتونو له کبله په بېلابېلو پړاوونو کې، یا د هېواد دننه بې‌ځایه شوی او یا ګاونډیو هېوادونو/سیمو ته کډه شوی دی.

د شورویانو د اشغال پرمهال هم خلک اړ شول، چې یا ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شی او یا هم د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه، د پلازمېنې کابل په لور ولاړ شی. دا چې هغه مهال د هېواد دننه په تېره بیا په کابل کې څومره بې‌ځایه شوې کورنۍ او خلک وو، په اړه یې دقیقې او کره شمېرې نشته؛ خو بیا هم د دوو افغان پېژندونکو «نانسی» او «لویس ډوپری» په اند د ثور له انقلاب څخه وړاندې د کابل نفوس تقریباً ۷۵۰ زره تنه و؛ خو د شورویانو له یرغل سره، د افغانستان له لرې پرتو سیمو څخه یو شمېر افغانان کابل ته کډه شول، ترڅو ځانونه د جګړو له تباهۍ وژغوری. دغه چلند بیا د کابل نفوس دوه برابره کړ (یعنې شاوخوا یونیم میلیون شو). د دې ترڅنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم، خلکو تر ډېره د مرکزونو په لور مخه کړه او په مجموع کې یې د هېواد دننه بې‌ځایه شویو شمېره شاوخوا دوه میلیونو تنو ته ورسوله. (وګورئ: شکل-۱)

 

شکل-۱: د هېواد دننه کډوالی (۱۹۸۴م-۲۰۱۶م)

ماخذ: د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره

په پورتنی شکل کې شنه کرښه د شورویانو پرضد د افغان جهاد پرمهال د هېواد دننه بې‌ځایه شویو کډوالو اټکلی شمېره ښیی او سره کرښه بیا د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ۱۹۹۲م څخه تر ۲۰۱۶م پورې د بې‌ځایه شویو کډوالو وضعیت ښیی.

په نوییمه لسیزه کې د کورنۍ جګړې له کبله ډېری خلک په ښاری سیمو او د جګړې له ډګره لرې اوسېدل. په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان پر بېلابېلو سیمو د امریکایانو له لومړنیو بریدونو سره د داخلی کډوالو شمېره ۱.۲ ملیونو تنو ته ورسېده؛ خو ورسره جوخت په هېواد کې د امنیت له ټینګېدو سره د داخلی کډوالو شمېره هم ۶۵۰ زره تنو ته راکمه شوه او تر ۲۰۰۶ کال پورې د داخلی کډوالو شمېر همداسې مخ په ټیټېدو و. هغه مهال تر ډېره په هېواد کې دننه امنیت ټینګ و؛ خو له ۲۰۰۷ کال وروسته، چې په یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ زیاتې شوې، نو د هېواد دننه بې‌ځایه شوی کډوال هم مخ په زیاتېدو شول. په ۲۰۰۷م کې په ټول افغانستان کې تقریباً ۱۵۳۷۱۸ تنه داخلی کډوال وو؛ خو د ۲۰۱۵م کال د مې میاشتې تر پایه تقریباً ۹۱۶۴۳۵ تنه داخلی کډوال وو[۲]. دا شمېره په ۲۰۱۶ کال کې ډېره زیاته شوه، او د بې‌ځایه شوو کچه یوازې په دغه کال کې له نیم میلیون زیاته او د هېواد دننه د بې‌ځایه شوو مجموعی کچه له یو نیم میلیون څخه زیاته شوه.

د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ تر جون میاشتې پورې تقریباً ۱۵۹۰۰۰ تنه نور هم په هېواد کې دننه، د روانې جګړې او ناامنیو له کبله بې‌ځایه شوی او یوازې ۷۶۰۰ تنه بیا د طبیعی آفتونو له کبله کډه کولو ته اړ شوی دی.

 

په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې اوسمهال په نړۍ کې د افغان کډوالو کچه له ۲.۵ میلیونو پورته ده، چې له دغو څخه یوازې ۱.۴ میلیونه په پاکستان کې راجستر شوی کډوال دی. په ۲۰۱۶ کال کې تقریباً ۳۸۰۰۰۰ تنه راجستر شوی افغان کډوال له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته راوګرځېدل؛ خو د ۲۰۱۶ کال په پای کې د کډوالو د بېرته راستنېدلو پروسه وځنډېده. دا د بېرته راستنېدلو پروسه د ۲۰۱۷ کال په اپرېل میاشت کې بیا پیل شوه او د ۲۰۱۷ کال د اپرېل له ۳مې د مې تر ۳۱مې پورې کابو ۳۴۳۷۶ تنه راجستر شوی کډوال بېرته خپل هېواد ته راغلی دی.

په بل اړخ کې، په ۲۰۱۶ کال کې په مجموعی توګه له پاکستان او ایرانه تقریباً ۶۹۲۱۵۷ تنه ناراجستر افغان کډوال راستانه شول. په دغو کې له پاکستانه ۲۴۸۱۸۹ تنه او له ایرانه بیا ۴۴۳۹۶۸ تنه ناراجستر راستانه شوی کډوال وو. له پاکستانه تقریباً ۲۲۵۶۳۰ تنه په خپله خوښه راغلل او ۲۲۵۵۹ تنه په زوره راستانه شول. په بل اړخ کې په ۲۰۱۶ کال کې له ایرانه هم ۲۴۸۶۵۳ تنه په خپله خوښه راستانه شول او ۱۹۵۳۱۵ تنه بیا په زوره راستانه کړای شول.

د ۲۰۱۷ کال له پیله د اګست تر ۱۲مې پورې په مجموعی توګه له پاکستانه ۸۱۲۸۶ تنه راستانه شول، چې په دغو کې ۷۸۵۸۶ تنه په خپله خوښه او ۲۷۰۰ تنه بیا په زوره راستانه کړای شول. په بل اړخ کې له ایرانه هم په مجموعی توګه ۲۱۵۰۸۴ تنه افغان کډوال راغلل، چې ۷۹۱۲۲ تنه پکې په خپله خوښه او ۱۳۵۹۶۲ تنه بیا په زوره راستانه کړای شول.

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره بد چلند، د ملګرو ملتونو له‌خوا له هر تن سره تقریباً ۴۰۰ امریکایی ډالر مرسته (که څه هم دا مرستې اوس بېرته راکمې شوې دی) له پاکستانه د بېرته راګرځېدلو تر شا عمده لاملونه وو. (وګورئ: جدول-۱)

جدول-۱: له ایران او پاکستانه راستانه شوی کډوال (جنوری-اګسټ ۲۰۱۷)

په اروپا کې افغان کدوال

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال شاوخوا ۳۵۰ زره افغان کډوال په اروپایی هېوادونو کې ژوند کوی، په اروپایی هېوادونو کې آلمان بیا هغه هېواد دی، چې ډېر افغانان پکې کډوال دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۶م کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې دغه هېواد ته د ورغلو افغان کډوالو شمېر ۲۵۲۵۹۰ تنو ته رسېږی؛ خو د روان میلادی کال (۲۰۱۷) د جولای میاشتې تر پایه ۷۳۶۸ افغان کډوال آلمان ته رسېدلی دی. دغه راز په ۲۰۱۷ کال کې د ۴۴ سلنه ګډوالو د پناه غوښتنه هم منل شوې ده.

 په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰م کال کې بیا دغه شمېر ۵۱۳۰۵ تنه و. که څه هم د ۲۰۱۶م کال په جریان کې آلمان او ځینو نورو اروپایی هېوادونو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه تصمیم ونیوه او له دې سره په اروپا کې هغه مېشت افغان کډوال چې ځانونه یې له سختو لارو اروپا ته رسولی وو، له ګڼو ستونزه سره مخ شول. سلګونه تنه یې په زور بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شول او یو زیات شمېر یې لا هم بې‌برخلیکه په دغه هېوادونه کې شپې ورځې تېروی. د راپورونو له مخې، د روان ۲۰۱۷م کال په لومړۍ نیمایې کې په ټولیز ډول د کډوالو د بېرته ستنولو په لړۍ کې کموالی لیدل کېږی. د ۲۰۱۷ کال د جون میاشتې په پای کې د بېرته ستنولو ۱۲۵۴۵ موارد ثبت شوی، په داسې حال کې چې دغه شمېره د تېر کال په همدومره موده کې ۱۳۷۴۳ مورده وه.

پای

[۱] ازادی رادیو، «م.م: افغانستان د کورنیو بې‌ځایه شویو له پلوه نړۍ کې دوهم هېواد دی»، د زمری ۱۷مه ۱۳۹۶، پرلیکه بڼه:

https://pa.azadiradio.com/a/28665569.html

[۲] نور جزئیات، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وېب‌پاڼه:

UNHCR, Afghanistan, Conflict-induced internal displacement monthly update, May 2015

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *