د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو دویمه غونډه

 

د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو دویمه غونډه د چین په شانګهای او بیجینګ ښارونو کې جوړه شوه او د ۲۰۱۷ کال د اګست له ۲۱مې تر ۲۹مې پورې یې دوام وکړ. د ځوانانو په دغه غونډه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د اتو غړو او څلورو څارونکو هېوادونو شاوخوا ۱۶۰ ځوانانو ګډون کړی و.

افغانستان هم، چې په دغه سازمان کې د څارونکی څوکۍ لری، په دغه غونډه کې ګډون وکړ. د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز له‌خوا، د مرکز څېړونکی احمد بلال خلیل د افغانستان د ۱۲ کسیز پلاوی برخه و.

د شانګهای همکارۍ سازمان سیمه د نورو سیمو او سازمانونو په پرتله، په کمه کچه د ځوانانو او په کلتوری اړیکو کې سره پېیل شوې ده. همدا لامل دی، چې د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د چین ولسمشر “شی جین پینګ” د روسیې په اوفا ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان تر چتر لاندې، د ځوانانو د غونډې پر پیلولو ټینګار وکړ. دغه راز بیجینګ هغه مهال د لومړیو پنځو ناستو د کوربه‌توب مسؤولیت هم په خپله غاړه واخیست.

د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو لومړۍ ناسته د ۲۰۱۶ کال په اګست کې په سینکیانک او چینایی منګولیا کې وشوه او دویمه ناسته یې دا ځل په شانګهای او بیجینګ کې وشوه.

د دغې ناستې ګډونوال او د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړونکی احمد بلال خلیل په دې باور دی، چې دغې ناستې درې بنسټیزې موخې لرلې: لومړی؛ د شانګهای همکارۍ سازمان هېوادونه په کلتوری لحاظ له یو بل سره بیا نښلول. دویم؛ د شانګهای همکارۍ سازمان هېوادونو ځوانان له یو بل سره په یوه نېټ­ورک کې یوځای کول. درېیم؛ د شانګهای همکارۍ سازمان ته چې تر دې مهاله امنیتی او اقتصادی بلاک و، کلتوری اړخ ورکول. ځکه په اقتصادی پیوستون کې کلتور مهم رول لوبوی او تر دې دمه له پامه غورځول شوی دی.

په دې غونډه کې د هېوادونو ترمنځ پر اقتصادی همکاریو، د ورېښمو لارې پر پراختیا او عملی کولو او پر فرهنګی او کلتوری اړیکو پراخولو خبرې اترې وشوې.

د ځوانانو دغې ناستې درې محورونه لرل: لومړی علمی ناستې او کنفرانسونه. دویم، سیاحت، چین پېژندنه او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د کلتوری اړیکو پراختیا. درېیم، د اقتصادی او متشبثینو ترمنځ د اړیکو پراختیا.

په لومړی محور کې دوه لېکچرونه، چې دواړه د «یوه کمربند او یوې کرښې» په تړاو وو، وړاندې شول. دغه راز یو کلتوری فورم او د ځوانو متشبثینو ګردی مېز هم جوړ شو. په دویم محور کې د غړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ خبرې اترې، د چین د تاریخی دیوال او د چین د تاریخی قصر لیدنه شامله وه. په درېیم محور کې د شانګهای همکارۍ سازمان د متشبثینو ترمنځ ناسته وه او په پای کې یوه اعلامیه هم خپره شوه. په دغه اعلامیه کې د ځوانو متشبثینو د وړتیاوو لوړولو په تړاو سپارښتنې، د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو ترمنځ د کلتوری اړیکو پراختیا او د منځ­مهاله او کوچنیو متشبثینو پر پیاوړی کولو ټینګار وشو.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *