د برما تراژیدی او د روهینګیایی مسلمانانو وضعیت ته کتنه

 

له تېرو دوو اوونیو راهیسې د میانمار په جمهوری اتحادیه یا برما کې د عامه مسلمانانو پرضد د بودایانو ظلمونه روان دی. د همدغه حالت له کبله ده، چې په تېرو دوو اوونیو کې له ۱۲۰ زره ډېر روهینګیایی مسلمانان بنګله دیش ته کډه شوی دی.  

د راپورونو له مخې، د برما په لوېدیځ راخین «Rakhine» ولایت کې د دولتی ځواکونو او د اراکن روهینګیا د خپلواکۍ پوځ، چې یوه روهینګیایی اسلامپاله وسله واله ډله ده تر منځ جګړې ونښتې، او په برما کې د ملګرو ملتونو د راپورتاژ د معلوماتو له مخې تر اوسه په دغو نښتو کې تقریباً ۱۴ یا ۱۵ برمایی سرتیری وژل شوی.

په بل اړخ کې د میانمار حکومت په وینا تر اوسه یې د روهینګیا مسلمانانو ۳۷۰ تنه جنګیالی وژلی. خو په مجموع کې، په برما کې د ملګرو ملتونو د راپورتاژ په وینا د مسلمانانو او میانماری بودایانو ترمنځ په روان اخ و ډب کې تقریباً له زرو زیات مسلمانان وژل شوی دی.

د میانمار روانه تراژیدی په اسلامی نړۍ کې د مسلمانانو د یوې اساسی قضیې په توګه مطرح شوه. له ترکیې نیولې تر اندونیزیا، مالیزیا، بنګله‌دیش، پاکستان، افغانستان او نورو وغندل شوه. دغه راز د نړیوالو ادارو لکه د بشری حقونو څار، ملګری ملتونه او نورو له‌خوا هم روان وضعیت وغندل شو.

دا چې په برما کې ریښتیا څه تېرېږی، د روهینګیایی مسلمانانو او بودایانو ترمنځ تاوتریخوالی له کله روان دی، او د روانې شخړې عوامل څه دی؟ دا او دې ته ورته موضوعات مو د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د تحلیل هفتې په دغه تحلیل کې شنلې دی.

د میانمار پرون او نن

میانمار یو اسیایی هېواد او د اسیان سازمان غړی دی، چې په لویدیځ کې له هندوستان او بنګله دیش، په ختیځ کې له تایلینډ او لاوس او په شمال کې له چین سره پوله لری. دغه راز په جنوب کې له بحر سره نښلول شوی دی.

د میانمار د ۲۰۱۴ کال د دولتی نفوس‌شمېرنې له مخې د دغه هېواد نفوس ۵۱ میلیونه دی، چې ډېری پکې د بامر (۶۸سلنه) قومیت جوړوی او په تدریج شان (۹سلنه)، کارېن (۷سلنه)، راخاین (۴سلنه)، مون (۲سلنه) او نور متفرقه لس سلنه جوړوی.

په مذهبی توګه د هېواد ډېری او اکثریت (۸۷.۹سلنه) د تهیراوادا بودایی دین پلویان دی. دغه راز د عیسویانو شمېره پکې ۶.۲ سلنه او د مسلمانانو شمېره پکې ۴.۳ سلنه ده.

د میانمار هېواد په تاریخی توګه خپل ځانګړی حیثیت تر ډېره ساتلی و؛ خو له ۱۸۲۴ کال څخه تر ۱۸۸۵ کال پورې یې له انګریزانو سره د درېیو جګړو وروسته خپل استقلال بایلود او د انګلیسی استعمار برخه شو. انګریزانو بشپړ میانمار یا برما د ۱۸۸۶ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټې ونیوه او دا یې د انګلیسی هند برخه کړ. خو د ۱۹۳۷ کال د اپریل په لومړۍ نېټې برما د انګلیس د یوې جلا مستعمرې په توګه اعلان شو، چې خپل حکومت یې هم درلود.

د برصغیر له لویې وچې څخه د انګریزانو له وتلو وروسته، میانمار هم د ۱۹۴۸ کال د جنورۍ پر ۴مه نېټه خپل استقلال ترلاسه کړ. د اوسنی برما جغرافیه هم د انګریزانو د پالیسیو له کبله ده.

که څه هم په پیل کې په میانمار کې د یو ډیموکراتیک حکومت بنسټ کېښودل شو؛ خو د ۱۹۶۲ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې میانمار تر ډېره د نظامیانو له‌خوا اداره کېده.  

په میانمار کې د مسلمانانو وضعیت

په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې روانه تراژیدی کومه نوې خبره نه ده، بلکې د دې ریښې تر څو لسیزو پورې غځېږی. په برما کې اوسیدونکی مسلمانان له ډېره وخته راهیسې دلته اوسېږی؛ خو د میانمار حکومت بیا دوی پردی او کله هم بنګالیان ګڼی.

کله چې میانمار له انګلستان څخه ازادی واخیسته، نو په دغه هېواد کې د تابعیت قانون جوړ شو او له مخې یې څرګنده شوه، چې څوک تابعیت ترلاسه کولای شی. خو په دغه قانون کې د روهینګیا مسلمانان شامل نه وو. په میانمار کې د ۱۹۶۲ کال له پوځی کودتا وروسته، د روهینګیا مسلمانانو ته د دغه هېواد د حکومت له‌خوا د بهرنیانو تذکرې پاڼې ورکړل شوې. دغه چلند د روهینګیایی مسلمانانو پر اقتصاد او زده کړو ژوره اغېزه وکړه.

په ۱۹۸۲ کال کې په میانمار کې د تابعیت نوی قانون جوړ شو او له مخې یې په رسمی توګه روهینګیایی مسلمانان بې دولته اعلان شول؛ ان که روهینګیایی مسلمانان وغواړی، چې طبیعی تابعیت ترلاسه کړی، نو دوی باید دوه شرطونه پوره کړی: لومړی؛ داسې ثبوت وړاندې کړی، چې د دوی کورنیو په میانمار کې له ۱۹۴۸ کال وړاندې مېشت وو او دویم له ملی ژبو څخه په یوه کې په روانه خبرې اترې دی. خو روهینګیایی مسلمانان دا شرطونه نشی پوره کولای او له کبله یې دوی د کار، زده‌کړو، سفر، روغتیا او د نورو لومړنیو حقونو څخه بې برخې کېږی.

د میانمار پوځ، له ۱۹۶۲ م کال څخه تر دې دمه پر روهینګیایی مسلمانانو تقریباً ۱۹ ځله پوځی عملیات ترسره کړی، په دغو عملیاتو کې د روهینګیا له خلکو سره نا انسانی چلند کیږی، خلک قتل عام کیږی او دردونکې شکنجې ورکول کیږی.همدا لامل دی، چې له ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې تقریباً یو میلیون روهینګیایی مسلمانان په میانمار کې د بد وضعیت له کبله کډوالۍ ته اړ شوی؛ له دوی څخه ۶.۵۲ لکه په بنګله دیش، ۳.۵ لکه په پاکستان، ۲ لکه په سعودی، یونیم لک په مالیزیا، څلویښت زره په هند، لس زره په عربی متحده اماراتو، ۵ زره په تهای لیند او زر په اندونیزیا کې کډوال دی.

په میانمار کې د روهینګیایی مسلمانانو بد ناورین ملګرو ملتونو او د انسانی حقونو څار سازمانونو هم درک کړې. همدا لامل دی، چې په ۲۰۱۶ کال کې د ملګرو ملتونو چارواکی وویل: د روهینګیایی مسلمانانو توکم ورکول کېږی. د انسانی حقونو څار سازمان له مخې هم د میانمار حکومت د روهینګیایی مسلمانانو د ورکولو په کمپاین کې بوخت دی.

په میانمار کې د مسلمانانو راتلونکی

په میانمار کې د مسلمانانو تېر وضعیت او روان زمکنی حقایقو ته په کتلو سره ویلای شو، چې د روهینګیایی مسلمانانو راتلونکی مظلوم او تت برېښی. ځکه:

لومړی؛ دوی په میانمار کې تابعیت نه لری.

دویم؛ په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ او د تابعیت د نه شتون له کبله د روهینګیا مسلمانان بېرته خپل هېواد ته نشی ګرځېدلای؛ ځکه د میانمار د پالیسیو له مخې دوی بې دولته اعلان شوی. همدا لامل دی، چې یو شمېر هېوادونه د روهینګیا مسلمانان له دې وېرې، چې دوی بې دولته دی او د دغو کډوالو د بېرته ستنېدلو پروګرام بیخی نامعلوم وی، د کډوالو په توګه نه منی. د وروستیو دوو اوونیو د تاوتریخوالی له کبله تقریباً له ۱۲۰ زره زیات روهینګایی مسلمانان بنګله دیش ته کډوال شوی، او د ملګرو ملتونو د اټکلی ارقامو له مخې شونې ده، چې دا کچه درېیو لکو تنو ته ورسېږی. دغه راز د میانمار هېواد له بنګله دیش سره په خپله پوله د ماین خښولو پروسه پیل کړې. که چیرې دا خبر ریښتیا وی، نو دا به په راتلونکی کې میانمار ته د مسلمانانو بېرته ستنیدل او له میانمار څخه د وتلو پروسه اغېزمنه کړی.  

درېیم؛ د میانمار له هېواد او حکومت څخه د یو شمېر نړیوالو ځواکونو په تېره بیا د چین، روسیې، او د ځینو لویدیځو هېوادونو ملاتړ. د بېلګې په توګه، د روان کال د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د میانمار حکومت پرضد یوه بیانیه راغله ، چې د روسیې او چین له‌خوا ویټو شوه.  

یوازینی څېز چې په میانمار کې د مسلمانانو وضعیت ته بدلون ورکولای شی هغه د روهینګیا مسلمانانو ته د تابعیت ورکړه او د دوی د انسانی حقونو خوندیتوب دی؛ خو دا بیا د لاندې لارو له لارې ممکنه ده:

لومړی، د نړیوالو ټولنو، سازمانونو، او مطبوعاتو له‌خوا دا قضیه نړیواله کول.

دویم، د میانمار پر هېواد د بهرنی فشارونو له لارې دا موضوع تعقیبول، په تېره بیا د هغو هېوادونو له‌خوا چې میانمار پرې تکیه دی او یا هم په نړۍ کې د انسانی حقونو داعیه پرمخ وړی.

پای

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *