اکاډمیک بحث: د افغانستان او سوېلی آسیا لپاره د ټرمپ تګلاره؛ په سوله او جګړه یې اغېزې

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سوېلی آسیا لپاره د امریکا نوې تګلاره له اته­میاشتنی ځنډ وروسته، د اګسټ په ۲۲مه داسې مهال اعلان کړه، چې د امریکا د ځنډېدونکې تګلارې په تړاو، ډېر بحثونه راپورته وو او له افغانستانه د بشپړ وتلو او د جګړې خصوصی کولو په څېر بېلابېل پروپوزلونه وړاندې شول.

امریکا په خپله نوې تګلاره کې د جګړې د دوام او افغانستان ته د نورو پوځیانو استولو پرېکړه وکړه. د دغې تګلارې په سیمه­ییز اړخ کې ټرمپ د پاکستان په تړاو تونده لهجه وکاروله او په افغانستان کې یې د هند د رول پر زیاتولو ټینګار وکړ.

دا چې په افغانستان کې د امریکا اوږدمهال حضور او دلته د امریکا د تګلارې څرنګوالی د افغانستان په اوسنی او راتلونکی وضعیت او د روان بحران پر برخلیک ژورې اغېزې لری، د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) د دغې موضوع اهمیت ته په کتلو سره دا ځل د اکاډمیک بحثونو په لړۍ کې، پر همدې موضوع علمی غونډه جوړه کړې وه. دغه غونډه سه­شنبه (د تلې میاشتې ۴مه ۱۳۹۶) په کابل کې د دغه مرکز په دفتر کې د لسګونه علمی شخصیتونو په ګډون جوړه شوه.

په غونډه کې د افغانستان د سوله­ییز بدلون د ټولنې مشر او سیاستوال دوکتور فاروق اعظم، د ولسی جرګې غړی او د خاتم­النبیین پوهنتون رئیس او د سیاسی علومو استاد دوکتور عبدالقیوم سجادی، دکابل پوهنتون استاد اسدالله وحیدی او د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقی امین د موضوع پر بېلابېلو اړخونو خپلې شننې او ویناوې وړاندې کړې.

لومړی ویناوال دکتور فاروق اعظم په افغانستان کې پر سوله او جګړه د امریکا د نوې تګلارې پر اغېزو خبرې وکړې. ښاغلی اعظم وویل: «ټرمپ ته دا جنګ په میراث ورپاتې دی او کله چې د اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې دا جګړه سخت پړاو ته ورسېده، نو اوباما په ۲۰۰۹ کال کې له خپلې ادارې سره مشوره وکړه او هغوی پرېکړه وکړه، چې طالب چون د دې ولس برخه ده، له منځه وړل کېدای نه شی خو کمزوری کول غواړی. نو ځکه یې ۳۰ زره تازه­دمی سرتېری افغانستان ته ولېږل چې ورسره په افغانستان کې د ناټو او امریکا ټول پوځیان ۱۵۰ زره تنو ته ورسېدل. اوباما خپلو جنرالانو ته ویلی وو، چې که تر دریو کلونو پورې د افغان جګړې پایله معلومه نه شوه، نو خپل سرتېری له افغانستانه باسی. کله چې اوباما د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه؛ سیاسی جوړجاړی یې له پامه وغورځاوه او د دې جګړې اداره یې په نامعلوم وضعیت کې ټرمپ ته په میراث پرېښوده.»

د ښاغلی اعظم په وینا، دا چې ټرمپ یو بزنس­مین/سوداګر و، تل یې د افغانستان د جګړې مخالفت کړی و او دا جګړه یې بې­معنا بلله او دلته یې د امریکا پر لګښتونو او تلفاتو نیوکه کوله. بالاخره دوې میاشتې وړاندې د جولای په ۱۹مه یې له خپلې ادارې سره په دې اړه کافی بحث وکړ، چې په پایله کې یې له افغانستانه د نه وتلو پرېکړه وکړه او د اګسټ په ۲۲مه یې خپله پرېکړه اعلان کړه.

د ده په خبره، له امریکایانو سره دا مفکوره شته ده، چې طالب ماتولی نه شو؛ خو کمزوری کولی یې شو او خبره باید پر دې وشی، چې څومره یې کمزوری کولی شو. همدا لامل و، چې د نوې پرېکړې له مخې به د افغان حکومت او شته پوځیانو د روحیاتو پیاوړی کولو لپاره یو څه نور پوځیان هم افغانستان ته رالېږی.

د ښاغلی اعظم په خبره، هغوی په دې خبره ډېر اختلاف نه سره لری، چې باید په دې سیمه کې حضور ولری، خو په افغانستان کې د داسې یوه حکومت غوښتونکی دی، چې د دوی د نقشو او طرحو مخه ونه نیسی.

دکتور فاروق اعظم وویل: «پاکستان ته د ملامتۍ ګوته هم پخوا نیول کېده؛ خو ټرمپ یوازې هماغه پخوانۍ خبره علنی کړه. بل عنصر چې پخوا ډېر مطرح نه و، هغه د هندوستان عنصر و او ټرمپ اوس دا اشاره ورکړه چې تراوسه مو د هندوستان حساسیت مراعات کړی و، خو نور یې نه مراعاتوو.»

ښاغلی اعظم وویل: «که څه هم پاکستان امریکا ته اړتیا لری؛ خو پاکستان هم امریکا ته ګوزار ورکولی شی. که امریکا په افغانستان کې د داعش پروژه ولری، یا غواړی مرکزی اسیا ته ولاړه شی، بل پروګرام ولری… ترڅو چې په افغانستان کې پوځی حضور ولری، پاکستان ته به اړتیا ولری. د امریکا د پوځ ټول اکمالات د پاکستان له لارې کېږی. له بله پلوه، پاکستان یو ډول ګواښونکی اېتلاف له روسیې، چین، ایران او نورو هېوادونو سره هم کولی شی او پاکستان ته د مانور یو فرصت شته دی.»

د سولې اړوند، که رښتیا په افغان حکومت کې لېوالتیا وی او د کړکېچ د هواری هوډ ولری، نو یو نسبی فرصت شته دی؛ ځکه د امریکا یوه ولسمشر (ټرمپ) د لومړی ځل لپاره په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې سیمه کې د سولې د ټینګښت اړتیا شته ده؛ خو مهمه دا ده چې څه ډول دا نقطه په خپله ګټه وکاروو. ځکه اوس پاکستان او ایران هم تر فشار لاندې دی او اوس د کابل د حکومت لویه ضمه­واری ده.

نوموړی زیاته کړه: «حکومت مستقیما له  طالبانو سره خبرې کولی شی. که دوی دا خبره کوی چې طالبانو کې اختلافات دی او دوی د بل د لاس اله دی. ما مخکې هم دا خبره کړې، چې دا د حل لاره نه ده، هغوی (طالبان) به وایی چې تاسو هم د بل د لاس اله یاست. بل دا چې زما په نظر، د ګوریلا په ټول تاریخ کې طالب منظم خوځښت دی، نو مستقیما خبرې ورسره کېدای شی خو مسئله دا ده چې خبره څرنګه حل کړو. کنه ټول پوهېږی چې څوک د چا تر شا ولاړ دی.»

د غونډې دویم ویناوال دکتور عبدالقیوم سجادی بیا د ټرمپ د تګلارې په کورنیو او سیمه­ییزو اغېزو خبرې وکړې. ښاغلی سجادی وویل: «د امریکا د نوې تګلارې اساسی محور د امریکا ملی ګټې دی. په دې برخه کې لومړۍ خبره د امریکا د نړیوالې سلطې ساتل دی. دویم هم د نړۍ په اقتصادی شتمنۍ کنټرول دی. دریم یې خپلو نړیوالو سیالانو ته ستونزې جوړول دی. څلورم بیا د امریکایی وګړو ساتنه ده. د دې ترڅنګ د ډموکراسۍ او بشری حقونو ساتنې په څېر اړخونه هم لری، چې دا یې تر ټولو ښکلی اړخونه دی، خو هېڅکله د دوی لومړیتوبونه نه دی.»

د ده په خبره، د ټرامپ تګلاره په یوه مثلث کې شرح کېدای شی، چې یوه ضلع یې د امریکا نړیوالې ګټې دی، دویمه یې سیمه­ییزې ګټې دی او دریمه یې هم په افغانستان کې د امریکا ګټې دی.

د امریکا په لویو ګټو کې د چین، روسیې او ایران او هغو هېوادونو لپاره چې د امریکا نړیوالې سلطې ته ګواښ جوړولی شی، ستونزې او ننګونې رامنځته کول دی، ترڅو دا هېوادونه کنټرول کړی. په سیمه­ییزو ګټو کې یې دا ده، چې افغانستان د منځنی ختیځ، سوېلی اسیا او سوېل ختیزې اسیا ترمنځ د یوې نښلوونکې نقطې حیثیت لری او دوی ته هم خورا مهم دی. ځکه مرکزی اسیا د نړۍ په کچه د انرژۍ له مراکزو څخه ده. همدا لامل دی چې ان د طالبانو د رژیم پر مهال دلته د یونیکال او بریډاس په څېر د انرژۍ نړیوالې کمپنۍ فعالې وې.

په افغانستان کې یې ګټې بیا هغه څه دی، چې دوی یې د لاسته­راوړنو په نوم یادوی، لکه اساسی قانون، بیارغونه، ښوونه او روزنه او داسې نور، چې دوی نه غواړی له ګواښ سره مخ شی، ترڅو په امریکا کې د مالیه ورکوونکو قناعت پرې حاصل کړای شی؛ خو په ټوله کې د خپلو لویو اهدافو او ګټو لپاره کار کوی.

د ده په وینا «د افغانستان لپاره د ټرامپ په تګلاره کې دا نقطه د پام وړ وه، چې مشخصه محدوده یې نه ده ټاکلې، چې تر کله  او تر کومه. ټرمپ په څرګنده وویل، چې موږ به د محاسبې او تحلیل له مخې تصمیم نیسو نه د تاریخ او نېټې له مخې. نو ځکه زما په اند، ترڅو چې موږ خپله هڅه ونه کړو، د سیاسی وفاق لیدلوری موجود نه وی، له اوسنی بحرانه نه شو وتلی.»

دریم ویناوال، اسدالله وحیدی هم د افغانستان لپاره د امریکا د پخوانۍ او اوسنۍ تګلارې پر توپیرونو خبرې وکړې. ښاغلی وحیدی وویل: «په دې تګلاره هله ښه بحث کېدای شی، چې کله د تګلارې په اهدافو سم پوه شو. دا نظر چې د امریکا حضور دلته د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره دی، اوس بیخی مسخره شوی.  ځکه اوس دا نظر په څرګنده مطرح دی، چې که د سپټمبر د ۱۱مې پېښې هم نه وای شوې، امریکا به دې سیمې ته راتلله.»

نوموړی زیاته کړه: «دلته د امریکا د حضور په تړاو مهمه خبره دا ده، چې په دې سیمه کې د نړۍ ستر نفوس اوسېږی او امریکا دا اندېښه لری، چې د بشری ځواک له پلوه زما سیال په دې سیمه کې راټوکېدلی شی. ځکه نو افغانستان ته د امریکا راتګ د سیمې بحث دی او دلته د روسیې او چین قضیه مطرح ده. له بلې خوا افغانستان په سیمه کې د یوې نښلوونکې نقطې حیثیت لری. یوه لوری ته د انرژۍ غنی هېوادونه پراته دی او بل لوری ته د انرژۍ اړمن هېوادونه لکه پاکستان او هند پراته دی. د دې ترڅنګ په افغانستان کې د شته طبیعی زېرمو او کانونو خبره هم مطرح ده، خو زما له نظره ډېره جدی نه ده.»

د ده په وینا، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په جګړه تمرکز دی او رښتینې سولې ته پاملرنه نه ده شوې. یوازې په سطحی پخلاینه افغانان مصروف ساتل شوی دی. دغه راز په دې موده کې شرایط داسې جوړ شوی وو، چې په افغانستان کې دولت وی؛ خو دومره کمزوری دولت چې د خپلواکې معاملې توان پیدا نه شی کړای.

د ښاغلی وحیدی په وینا، د ټرمپ په نوې تګلاره کې په څو ټکو تمرکز وشو. لومړی هم په افغانستان کې دولت­جوړونه وه، چې ټرمپ په ډېره څرګنده توګه وویل، چې دوی ورسره سروکار نه لری؛ ځکه د دوی په اند که دولت پیاوړی شی، جګړه پای ته رسولی شی، کوم څه چې د دوی په ګټه نه دی او له بله پلوه دولت­جوړونه وخت او لګښتونه هم غواړی.

دویم هم د مهارولو او کنټرول بحث و. امریکا تر ۲۰۱۲ کال پورې طالبانو ته د یوه ګواښ په سترګه نه کتل؛ خو کله چې د روسیې پښه هم افغانستان ته راکش شوه او دوی یې وګواښل؛ نو ټرمپ په روښانه وویل، چې طالبان زموږ دښمنان دی او له منځه به یې وړو. د قضیې همدا اړخ و، چې ملا اختر محمد منصور په نښه شو، ځکه هغه له ایرانه راروان و او د ایران او روسیې اړیکو له منځه یووړ. نو ځکه دوی پلان لری چې جګړه دې وی، خو یوازې کنټرول یې پکار دی.س

دریم هم دلته د دوی د پوځی اډو خبره وه، چې په افغانستان کې یې جوړې کړی، ترڅو جګړه پرې کنټرول کړی. څلورم بیا د هند خبره ده. د ټرمپ په خبرو کې د هند قضیه د دې لپاره نه وه چې پاکستان وځوروی ترڅو دلته په سوله او ټیکاو کې همکاری وکړی؛ بلکې د هند د قضیې برجسته کولو موخه چین دی.

اسدالله وحیدی وویل: «په ټولیز ډول په دې تګلاره کې اساسی بدلون نه دی راغلی، بلکې یوازې یوه نوی پړاو ته داخله شوې او د امریکا اصلی پالیسی په جګړه ټینګار او استخباراتی لوبه ده. همدا لامل دی چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هماغه پخوانیو وحشتونو زور اخېستی، چې کله په واده بمباری کېږی او کله په جنازه او نورو ملکی وګړو.»

څلورم ویناوال او د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) مشر دکتور عبدالباقی امین بیا پر دې خبرې وکړې، چې په دې وضعیت کې افغانانو ته څه کول پکار دی. ښاغلی امین وویل، دا چې افغانان څرنګه د خپلو منافعو حمایت کولی شی، درې نکتې پکې د پام وړ دی. د جګړې د پای ته رسولو لپاره هلې ځلې لومړی ګام دی. دویم هم خودکفایی ده، ځکه حکومت چې خپل لګښتونه خپله پیدا نه کړی، تل به بهرنیانو ته اړ وی او خپله اراده به یې کمزورې وی. دریم ټکی هم په افغانستان کې د یوه همغږی او قوی حکومت اړتیا ده.

د ده په خبره، امریکا تر ډېره دلته تجارتی اجنډا لری او همدا اوس هم حکومت پرې خبرېږی نه او د افغانستان شتمنۍ لوټ کېږی. دا د حکومت دنده ده چې دلته د امریکایانو تصرفات کنټرول کړی.

د دې ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو سره د متوازن سیاست ساتلو هڅه باید وشی؛ نو ځکه زما په نظر له هند سره نژدې کېدل په اوسنی وخت کې د هېواد په ګټه نه دی.

له دې ټولو وراخوا، عام افغانان د هېواد د بحرانی وضعیت په تړاو ستر مسؤولیت لری او د خپل ځان او خپل هېواد د ژغورلو لپاره باید ګام اوچت کړی. ځکه نن هغه وضعیت راغلی چې پارلمان هم په مافیایی کړنو او د اداری فساد په دوسیو کې ښکېل دی. که افغانان منتظر وی، چې جګړه به پردی پای ته ورسوی، ناسم ګومان دی او ترڅو چې د جګړې په ښکېلو لورو فشارونه وارد نه شی، دا جګړه پای نه مومی. د نوموړی په خبره، لا هم د یوه قوی او رښتینی منځګړی اړتیا ده، چې د قضیې د ښکېلو اړخونو ترمنځ منځګړتوب وکړی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو له‌خوا هم د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې د موضوع پر بېلابېلو اړخونو بحثونه وشول.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *