د امریکا-هند ملګرتیا او پر سیمه یې اغېزې

 

تېره اوونۍ افغان اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله له نږدې ۲۰۰ افغان سوداګرو، مدنی فعالانو، خبریالانو او حکومتی چارواکو په ملګرتیا هند ته سفر وکړ او هلته یې د هند له لومړی وزیر او نورو جګ­پوړو چارواکو سره وکتل.

اجرائیه رئیس هند ته د خپل سفر پرمهال له هندی لوری سره د افغان پولیسو د روزنې تړون لاسلیک کړ. دغه راز د کابل-ډهلی ترمنځ د افغان پولیسو د تخنیکی او انکشافی روزنې په برخه کې هم د همکاریو سند لاسلیک شوی دی.

د امریکا د سوېلی آسیا او په تېره بیا د افغانستان په تګلاره کې هند ته ډېر رول ورکړل شوی او واشنګټن له هند څخه غوښتی، چې په افغانستان کې خپله پانګونه او همکاری زیاته کړی. له همدې ځایه ده، چې هند د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۱۶ مهمو پروژو د پیلولو ژمنه کړې ده.

د دې ترڅنګ، د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس هم تېره اوونۍ هند ته سفر وکړ او ورپسې د ناټو له سرمنشی سره یوځای کابل ته په یوه ناڅاپی سفر راغی. د ډونالډ ټرمپ د نوې سوېلی آسیا تګلارې له اعلان وروسته، هند ته د امریکا د لوړپوړو چارواکو له­خوا دا لومړنی سفر دی. د دغه سفر پرمهال د هند د دفاع وزیرې افغانستان ته د هندی امنیتی سرتېرو لېږلو آوازې رد کړې او ویې ویل: «هېڅ یو هندی سرتېری به د افغانستان په خاوره قدم کېنږدی.»

پر سیمه د امریکا-هند د اړیکو راتلونکو اغېزو ته په کتلو سره، دلته د امریکا او هند د نږدې کېدونکو ګټو او د دغو دواړو هېوادونو د نږدې کېدونکو اړیکو په اړه لولئ.

 

په سیمه کې د امریکا او هند نږدې کېدونکې ګټې

امریکا له ۲۰۰۰ کال راهیسې، په آسیا او په تېره بیا په سوېلی آسیا کې د چین د پورته کېدا د مخې ډب کولو په موخه خپلې اړیکې له هند سره غځوی. د بارک اوباما په دوره کې دا ډول اړیکې ډېرې پراخې شوې.

هند هم، په تېره بیا د نارېندرا مودی د صدراعظمۍ پرمهال غواړی خپل عنعنونی بهرنی سیاست ته د پای ټکی کېږدی او نور ځان د امریکا په بلاک کې وغورځوی؛ ځکه دوی هم د پاکستان په پرتله چین ته د اصلی ګواښ په سترګه ګوری.

په سوېلی آسیا او په تېره بیا افغانستان کې هند او امریکا تر ډېره له یو بل سره همغږی دی؛ خو بیا هم یو شمېر داسې ډګرونه شته دی، چې د دوی ترمنځ اختلافات ډېرولی شی. د همغږۍ په دغو ډګرونو کې له سخت­دریځو ډلو سره مبارزه، د افغان حکومت پیاوړی کول او د چین پورته کېدا ده. په اختلافی ډګرونو کې د ایران له کبله د چابهار بندر تړون، له طالبانو سره د سولې خبرې اترې او په افغان حکومت کې د دوی شاملېدل وی.

د ټرمپ اداره هم، په سیمه کې د هند پر ارزښت قایله ده او د هند ستراتېژی او بهرنی سیاست تر ډېره له خپلو ګټو سره همغږی ګڼی. همدا لامل دی، چې واشنګټن اوس د پاکستان له حساسیتونو پرته په افغانستان کې د هند نفوذ زیاتول غواړی.

په بل اړخ کې، پاکستان د ټرمپ له تګلارې اندېښمن دی. همدا لامل دی، چې د پاکستان لومړی وزیر په امریکا کې د خپلې وینا پرمهال وویل، هند کولای شی، چې له افغانستان سره اقتصادی او سوداګریزې اړیکې ولری؛ خو موږ به هېڅمهال هم د دې اجازه ورنه­کړو چې هند دې په افغانستان کې سیاسی او امنیتی رول ولوبوی.

که څه هم په هند کې د کاګرس له حکومته راوروسته، د نرېندرا مودی حکومت په افغانستان کې د پاکستان د حساسیتونو پروا نه کوی؛ خو دا چې هند افغانستان ته خپل امنیتی ځواکونه نه رالېږی، د نورو ډېرو عواملو ترڅنګ یو لامل د پاکستان حساسیت هم شامل دی او دا ځل هم امریکا هند ته په افغانستان کې د پوځی حضور په تړاو قناعت ورکولو کې پاتې راغله.

 

د امریکا او هند نږدې کېدونکې اړیکې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴ کال کې د آسیا د بیا متوازن کولو تګلاره اعلان کړه، چې یو شمېر چینایان بیا دغه تګلاره د چین حصار ګڼی؛ ځکه دوی د آسیا بیا متوازن کول د چین په مقابل کې د هند، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو راپورته کول ګڼی. د امریکا او هند ترمنځ د همدغې نوې تګلارې په رڼا کې سوداګریزې او دفاعی اړیکې هم ورځ تر بلې پیاوړې کېږی.

په بل اړخ کې په هند کې د نرېندرا مودی له واک ته رسېدو سره د امریکا او هند اړیکو نوی موج واخیست. نرېندرا مودی له ۲۰۱۴ کال راهیسې څلور ځله امریکا ته سفر کړی (دوه ځله په نړیوالو کنفرانسونو کې برخه اخیستل او دوه ځله نور بیا رسمی دولتی سفرونه وو). دغه راز د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې بارک اوباما هم د نرېندرا مودی په غوښتنه د هند د جمهوریت ورځې په نمانځغونډه کې برخه واخیسته او په دې ډول اوباما د امریکا لومړنی ولسمشر شو، چې په خپله ۸ کلنه دوره کې هند ته دوه ځله رسمی سفر کوی او د هند د جمهوریت ورځې د رسم ګذشت په مراسمو کې برخه اخلی.

په سیمه‌ییز سیاست کې یو نوی ګام هغه مهال پورته شو او د هند د دفاع وزیر مانوهار پارېکار امریکا ته په یوه رسمی سفر ولاړ او هلته یې له خپل سیال ایشټن کارټر سره وکتل. په ۲۰۱۶ کال کې امریکا ته دا د هند د دفاع وزیر دویم سفر دی او په مجموع کې یې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا له دفاع وزیر سره شپږمه کتنه ده. د وروستی پرمهال هند او امریکا نظامی-لوجستیکی جنجالی تړون، چې د هند دننه له مخالفتونو سره مخ و، لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به دواړه هېوادونه د یو بل له هوا، اوبو او ځمکې څخه د اړتیا په وخت کې ګټه واخلی؛ خو بیا هم د امریکا دفاع وزیر، په هند کې دننه د مخالفتونو کرارولو او د سیمې د هېوادونو د اندېښنو کمولو په موخه، په ګډ مطبوعاتی کنفرانس کې وویل چې «د دغه تړون معنا دا نه ده، چې موږ به د یو بل په هېوادونو کې پوځی اډې ترلاسه کوو.»

د ټرمپ د حکومت پرمهال هم، د ډهلی او واشنګټن اړیکې تم شوې نه دی، بلکې ورځ تر بلې پراخېږی. که ریښتیا یې ووایو، نو د دغو دواړو هېوادونو اړیکې اوس د یوه اېتلاف بڼه غوره کوی، چې اصلی ګواښ به یې پاکستان او چین ته متوجه وی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *