کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر؛ آیا دوه‌اړخیزې اړیکې رغېږی؟

 

تېره اوونۍ د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د پاکستانی لوړپوړو نظامی چارواکو د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغی او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غنی او نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره وکتل.

دغه سفر داسې مهال وشو، چې له یوې خوا څه باندې یوه میاشت وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوېلی آسیا او په تېره بیا افغانستان په تړاو خپله بهرنۍ تګلاره روښانه کړه او له بلې خوا د کابل–اسلام‌آباد اړیکې د ملی یووالی حکومت د پیل په پرتله ترېینګلې، د بې­باوریو ښکار او سړې دی.

دا چې د پاکستان د لوی درستیز سفر له ځان سره څه لری؟ او په ټول کې به دا ډول سفرونه د کابل پر هیلو راوخېژی کنه؟ دلته یې په اړه شننه لولئ.

 

کابل-اسلام­آباد اړیکې؛ له بې­باوریو ډکې

د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخیزو اړیکو پیل رغند نه و. له همدې کبله ده، چې په تېرو اوو لسیزو کې د دواړو هېوادونو اړیکې تر ډېره د بې­باوریو ښکار وې. که څه هم افغانستان په پیل کې، د خپلې خاورې له کبله، په ملګرو ملتونو کې پاکستان په رسمیت ونه پېژانده او په رسمی توګه د ډیورنډ کرښې د نه منلو قضیه تر ننه راغځېدلې ده؛ خو بیا یې هم، ان د پاکستان د نه منلو پرمهال د ملګرو ملتونو پر سټیج وروستۍ خبره د خیبر پښتونخوا پښتنو ته پرېښوده. همدا لامل و، چې له هند سره د پاکستان د دوو جګړو پرمهال هم، افغانستان له پاکستان سره له ژورو اختلافاتو سره سره ناپېیلی پاتې شو.

د پاکستان د تېرو اوو لسیزو افغان تګلاره له دې وېرې او اندېښنې خړوبېږی، چې یو راپورته کېدونکی، پیاوړی او ځواکمن افغانستان پاکستان ته ګواښ دی. له همدې کبله پاکستان په افغانستان کې د ستراتېژیک عمق په لټه کې دی، ترڅو دغه وېره او اندېښنې له هند سره د افغانستان د اېتلاف له جوړېدو سره خنثی کړی. ځکه نو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د بې­باوریو اصلی لامل له وخته مخکې د اسلام‌اباد اندېښنې او وېرې دی.

 

کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر

که څه هم له دې وړاندې د بارک اوباما په دوره کې هم، د پاکستان او امریکا اړیکې په دوو وختونو کې ډېرې ترېینګلې شوې. لومړی هغه مهال، چې کله امریکا په پاکستان کې د اسامه بن لادن پرضد عملیات وکړل. دویم، چې کله امریکایی ځواکونو د سلالې پر پوسته برید وکړ او پاکستانی پوځیان یې پکې ووژل. پاکستان په غبرګون کې ترڅو میاشتو پورې د ناټو اکمالاتی لاره وتړله؛ خو د ټرمپ له راتګ سره پر پاکستان فشارونه زیات شوی دی. له همدې امله پاکستان د ټرمپ له واک ته رسېدو سره، په سیمه کې نور ځان د امریکایی اېتلاف برخه نه ګڼی او د امریکا ځای ډکولو لپاره یې له چین او روسیې سره خپلې اړیکې نورې هم غځولې دی.

له بلې خوا که څه هم، پاکستان تر ډېره بریده په خپله خاوره کې د داسې وسله‌والو ډلو شتون ردوی، چې په نورو هېوادونو کې فعالیت ولری؛ خو تېره میاشت د برېکس سازمان، چې د پاکستان ستراتېژیک ملګری چین یې مهم غړی دی، په یوه بې­ساری سیاست کې په پاکستان کې د افغان طالبانو او حقانی شبکې ترڅنګ د جیش محمد او لشکر طیبه ډلو فعالیت وغانده او په دې توګه ورو ورو پر پاکستان نړیوال فشارونه د زیاتېدو په لور روان دی.

پر پاکستان د وروستیو فشارونو له کبله ده، چې کابل ته د دغه هېواد د لوی درستیز سفر لاندې موخې لرلې:

لومړی؛ کابل ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر یوه موخه دا وه، چې تر څه حده پر پاکستان زیاتېدونکی نړیوال فشارونه راکم کړی.

دویم؛ د ټرمپ د نوې تګلارې له مخې په افغانستان کې د هند د رول پر زیاتولو ټینګار شوی. ښایی د پاکستانی نظامیانو یوه موخه به دا هم وی، چې د پاکستان او په تېره بیا د نظامیانو اندېښنې له افغان چارواکو سره شریکې کړی.

درېیم؛ دغه سفر به شاید د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بندیانو تبادلې ته لاره هواره کړی او که ممکنه وه، نو په دویم قدم کې بیا د سولې د خبرو اترو بیا پیلولو ته.

 

له اسلام‌آباد څخه د کابل هیلې

افغان حکومت په خپله اعلامیه او په پاکستان کې افغان سفیر په خپله ټویټرپاڼه کې له دغه سفر او د غونډې له جریانه هرکلی کړی دی. افغان حکومت دا سفر او کتنه «رغوونکې» ګڼلې ده. دغه سفر په ټولیز ډول درې لاسته­راوړنې لرلې:

لومړی؛ د کابل-اسلام­آباد د سړو اړیکو کنګل یې مات کړ.

دویم؛ پر پاکستان به د نړیوالو فشارونو د راکمولو په برخه کې مرستندوی واقع شی.

درېیم؛ په بېلابېلو برخو کې یې د همکارۍ زیاتولو په تړاو یو سیستماتیک نظم ته لاره هواره کړه.

له دې سره سره به د افغان حکومت هیلې تر ډېره د پاکستان له­خوا د عملی ګامونو پورته کول وی؛ ځکه کابل په تېرو درېیو کلونو کې د اسلام‌آباد له­خوا ډېرې تودې ژمنې ترلاسه کړې دی او بیا همېشه د اړیکو د خرابېدو یو عمده لامل هم دا و، چې د پاکستان ډېری ژمنو د عمل جامه نه ده اغوستې.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *