راتلونکی کنفرانس: په افغانستان کې د سولې روان بن‌بست او حل‌لارې

 

 

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ «په افغانستان کې د سولې روان بن‌بست او حل‌لارې» تر عنوان لاندې د سولې اړوند کنفرانس په کابل کې جوړ شی.

په دغه کنفرانس کې به، چې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) له‌خوا جوړېږی، اړوند حکومتی چارواکی او د سولې په برخه کې فعال شخصیتونه د سولې د خبرو په اوسنی کنګل وضعیت او له دغه وضعیت څخه د وتلو پر لارو خبرې وکړی.

سره له دې چې د افغان حکومت ترڅنګ ګڼ نور لوری هم په هېواد کې د سولې د ټینګښت هڅې کوی؛ خو له دغو هڅو سره سره دا بهیر اوسمهال بن‌بست ته رسېدلی او په دې اړه نهیلی ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. له همدې کبله دغه مرکز غواړی، څو پر دغې موضوع او په ځانګړی ډول په اوسنی وخت کې شته عملی حل‌لارو هراړخیز بحثونه وشی.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *