په هېواد کې د سولې بن‌بست او د حل لاره

 

په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې له تېرو څو کلونو راهیسې روانې دی؛ خو لا هم دا بهیر بریالی شوی نه دی او جګړه له افغانانو قربانی اخلی او د ناامنۍ ترڅنګ یې نورې ټولې برخې تر خپل رانه سیوری لاندې راوستلې دی.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)، د سولې په برخه کې د یوه فعال ارګان په توګه، له دې وړاندې هم په هېواد کې د سولې بهیر د بریا لپاره ګڼ شمېر ملی او نړیوال کنفرانسونه او سمینارونه جوړ کړی او په خپلو څېړنو، نشراتو او نورو فعالیتونو کې یې هم دې برخې ته زیاته پاملرنه کړې ده.

دا چې په اوسنی وخت کې د سولې هڅې یوې بندې دروازې ته درېدلې دی او له دغه حالت څخه د وتلو جدی اړتیا ده، همدغې اړتیا ته په کتلو سره، د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز لومړی په هېواد کې د سولې په تړاو له نخبه پاړکی نظرپوښتنه وکړه او بیا یې د سولې په هڅو کې د فعالو شخصیتونو یو کنفرانس راوباله، ترڅو پر اوسنی وضعیت او شته حل‌لاره بحثونه وکړی.

دغه کنفرانس ته اووه تنه ویناوال وربلل شوی وو، چې یو یې هم د حکومت له لوری د سولې په هڅو کې د فعال ارګان استازی و، مګر هغوی په دې غونډه کې ګډون ونه کړ. شپږ تنه ویناوال چې په کنفرانس کې یې ګډون او ویناوې وکړې، په لاندې ډول وو:

  1. د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز رئیس، دکتور عبدالباقی امین
  2. د حزب اسلامی افغانستان له‌خوا د حزب اسلامی-افغان حکومت د سولې د خبرو اترو مشر، انجنیر محمد امین کریم
  3. د سولې په ډګر کې فعال او سیاسی شخصیت، ملا عبدالسلام ضعیف
  4. د ملی یووالی حکومت د هوکړه‌لیک پر تطبیق د څار کمیسیون مشر، استاد محمد ناطقی
  5. د سولې په هڅو کې فعال او سیاسی شخصیت، استاد محمد زمان مزمل
  6. د افغانستان د سولې او نجات شورا مشر، پوهاند ګل رحمن قاضی

 

سروې:

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز په تېرو دریو میاشتو کې (د سنبلې له لومړۍ نېټې د قوس تر پنځمې نېټې) د هېواد په شپږو لویو ښارونو (کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ او کندز ولایتونو) کې د سولې په اړه یوه نظرپوښتنه وکړه. په دې نظرپوښتنه کې د سولې په برخه کې ځینو فعالو ادارو، د سولې په هڅو کې فعالو شخصیتونو، د پوهنتونونو استادانو او نورو اهل نظر او نخبه شخصیتونو څخه د یوې پوښتنپاڼې له لارې، د هغوی نظر پوښتل شوی دی، چې ټول شمېر یې ۱۸۵۵ تنو ته رسېږی. د دغې سروې څو مهمې موندنې په همدې غونډه کې له رسنیو سره شریکې شوې؛ خو بشپړه سروې به وروسته د مرکز له‌خوا خپره شی.

 

د سروې ځینې موندنې:

  • د سروې د موندنو له مخې، ۸۲.۸۱ سلنه پوښتل شوی کسان په دې نظر وو، چې په هېواد کې روانه جګړه وړونکی (ګټونکی) لوری نه لری او د دغې جګړې پای په سولې سره کېدای شی.
  • دا چې تر اوسه د سولې هڅې ولې ناکامې دی، د سروې ۶۷.۴۱ سلنه خلکو یې لامل د سولې لپاره د افغان حکومت د رښتینې ارادې نشتوالی بللی دی.
  • د سروې ۷۳.۰۶ سلنه پوښتل شوو کسانو ویلی، چې په هېواد کې نیابتی جګړه روانه ده او په اوسنی وخت کې افغانان په حقیقی معنا د سولې واک نه لری.
  • د پوښتل شوو کسانو ۶۵.۵۵ سلنه په دې نظر وو، چې پاکستان نه شی کولی، طالبان د سولې خبرو اترو ته حاضر کړی؛ خو په دې برخه کې مرستندوی رول لوبولی شی.
  • د سروې له مخې، ۷۶.۳۹ سلنه ګډونوال په دې نظر وو، چې د سولې عالی شورا د سولې په بهیر کې د یوه ریښتینې منځګړی رول نه شی لوبولی.
  • د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې خبرې څه ډول پرمخ یوړل شی، ۷۸.۸۸ سلنه پوښتل شوی کسان په دې اند وو، چې د سولې بهیر د بریا لپاره د افغانانو یو دریمګړی او بې‌طرفه لوری اړین دی.
  • دغه راز تر ټولو ډېرو خلکو یعنی ۹۰.۲۶ سلنه پوښتل شوو کسانو د سولې بهیر د بریا لپاره د بین‌الافغانی تفاهم له طرحې سره همغږی ښودلې ده.

 

ښکېلو لورو ته وړاندیزونه:

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز، د سولې په برخه کې د خپلو څېړنو او نورو فعالیتونو په رڼا کې، د سولې د هڅو د بریا لپاره لاندې وړاندیزونه کوی:

  • جګړه د حل لاره نه ده او تېرو جګړو دا ثابته کړې، چې د هرې جګړې پای په خبرو اترو کېږی. له همدې کبله له ښکېلو خواوو غوښتنه کوو، چې سولې ته په هر ممکن ډول چې کېږی، لاره هواره کړی او د وینې د تویېدو مخنیوی وکړی.
  • دا چې د افغان جګړې اصلی خواوې افغانان او د روانې جګړې اصلی قربانیان هم افغانان دی؛ له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانانو ترمنځ پر تفاهم تمرکز وشی او د سولې اساسی دروازه پاکستان ونه بلل شی.
  • که څه هم روانه جګړه «له بهرنیانو سره د جګړې» تر عنوان لاندې روانه ده؛ خو د جګړې اکثریت قربانیان افغانان دی؛ له همدې کبله له طالبانو غوښتنه کوو، چې د دغې جګړې د پای ته رسولو مسؤولیت درک او د جګړې پر ځای د جګړې پر پای ته رسولو فکر وکړی.
  • موږ د بین‌الافغانی تفاهم د بریا لپاره د یوه داسې درېیم‌‌ګړی لوری پر رامنځته کولو ټینګار کوو، چې د جګړې ټولو لوریو ته د منلو وړ وی؛ ترڅو د ښکېلو لورو ترمنځ شته بې‌باورۍ راکمې او د دواړو خواوو نظرونه سره لنډ کړی.
  • سوله یوه ملی قضیه ده او ابتکار یې هم باید افغانان په خپل لاس کې واخلی؛ ځکه نو که څه هم په هېواد کې د سولې لپاره د ډېرو جوړښتونو موجودیت ګټور دی؛ خو د همغږی کولو لپاره یې هڅې وشی او د سولې له قضیې سره د یوې پروژې په شان چلند او سیاسی ګټې اخېستلو مخنیوی وشی.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *