په افغان-پاک اړيکو کې د چين منځګړتيا

 

تېره اوونۍ (۲۶ ډسمبر ۲۰۱۷) په بیجینګ کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه درې‌اړخیزه غونډه وشوه. په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ګډون کړی و. دا ناسته په سیمه کې او په تېره بيا د دغو درېیو هېوادونو د رسنیو له‌خوا توده استقبال شوه.

دا غونډه داسې مهال کېږي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې سړې او ترينګلې دي؛ د پاکستان او چین اقتصادي حوزه د عملي کېدو په لور روانه ده؛ او په افغانستان کې ناامنۍ ورځ تر بلې زیاتېږي.

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې‌اړخیزې ناستې له څو کلونو راهیسې پیل شوې دي. دا ناستې په لومړي سر کې د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ وې او بیا تر ډېره د بهرنیو چارو وزارت د معینانو او رییسانو په کچه وې؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه درې‌اړخیزه ناسته کېږي.

پوښتنه دا ده، چې په دې قضيه کې د چين منځګړتوب ته په کومه سترګه کتل کېږي او د چين د دغه رول اغېزې به څه وي؟

 

د چین د منځګړتوب اړتیا

په اوسني وخت کې د لاندې لاملونو له مخې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د چين د منځګړتوب اړتيا ليدل کېږي:

لومړی؛ د ملي يووالي حکومت له جوړېدو راوروسته افغان-چین اړیکې د نورو کلونو په پرتله ډېرې نږدې شوې دي. په دغه تړاو کې افغان ولسمشر اشرف غني په خپل لومړني رسمي سفر چین ته ولاړ او د افغانستان د سولې په قضیه کې یې دغه هېواد ته ارزښت ورکړ. دغه مهال افغانستان او چین ته د دواړو هېوادونو د جګ‌پوړو چارواکو سفرونه هم زیات شول او له افغانستان سره د چین مرستې زياتې او په تېره بیا نظامي مرستې پيل شوې.

دویم؛ د ملي یووالي حکومت د لومړي کال په پرتله افغان-پاک اړیکې اوس ډېرې ترېینګلې او سړې دي. که څه هم، د دغو اړیکو خړپړتیا یوازې د ملي یووالي حکومت د دورې خبره نه ده؛ بلکې د کابل-اسلام‌آباد ترمنځ په اړيکو کې لوړې ژورې، د پاکستان له جوړېدو راهیسې را روانې دي.  

درېیم؛ چین له پاکستان سره د شپږو لسیزو ستراتېژيکه ملګرتیا لري او چینایان پاکستان خپل «اسراییل»[1] بولي. په بل اړخ کې چين نه يوازې دا چې له افغان حکومت سره ښې اړيکې لري؛ بلکې په ټوله کې افغانان، د چين رول ته په ښه سترګه ګوري.

 

کابل ولې د بیجینګ د منځګړتوب غوښتونکی دی؟

کابل د افغانستان، پاکستان او چین درې‌اړخیزو ناستو کې له دې کبله لېوالتیا ښيي، چې په سيمه کې د چين ځای ته په کتلو سره دې پايلې ته رسېدلی، چې دا ډول ناستې به یې پر امنیت اغېزې وکړي. د کابل هیله له دې کبله نوره هم زیاتېږي، چې چین په سیمه کې د ورېښمو لارې او د سيپيک پروژې د خوندیتوب لپاره د کابل-اسلام‌آباد ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی. بیجینګ له څو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړتوب وړاندیز کړی و او همدا لامل و، چې د چین افغانستان او پاکستان په وروستۍ درې‌اړخیزه ناسته کې د چين د بهرنيو چارو وزير وویل: «دواړو خواوو (پاکستان او افغانستان) د خپلمنځي اړیکو د رغولو ژمنه وکړه او پر دې يې ټینګار وکړ، چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې د دوی خاوره د یو بل پرضد استعمال کړي.»

دلته يوه د پام وړ خبره دا ده، چې چین په سیپیک پروژه کې له پاکستان څخه زیات د افغانستان د مدغمولو خبره کوي. په همدې تړاو د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، بیجینګ او اسلام‌آباد پر دې فکر کوي، چې څرنګه افغانستان د سيپيک برخه وګرځوي. همدا لامل دی، چې افغانستان نه یوازې دا چې د چین منځګړتوب ته له سیاسي اړخه ګوري؛ بلکې تر ډېره یې اقتصادي او امنیتي اړخ ته هم هیله لري.

کابل له دې کبله هم د چین منځګړتوب ته په مثبت نظر ګوري، چې بیجینګ به د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو اترو کې هم مهم رول ولوبوي. که څه هم افغان طالبانو د سولې په خبرو اترو کې د چین منځګړتوب رد کړی، ځکه دغه ډله لا هم له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره له هېواده د ټولو بهرنيو پوځونو د وتلو شرط لري؛ خو بیا هم د بیجینګ له‌خوا دا ډول رول لوبولو ته اوس هم هیلې شته دي. بیجینګ هم، د منځګړتوب پرځای تر ډېره د آسانچارۍ اصطلاح کاروي او له همدې کبله يې په وروستۍ درې‌اړخیزه ناسته کې پر افغان طالبانو هم غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کېني.

 

د بیجینګ منځګړتوب او سیمه‌ییز سیاست

د افغانستان او پاکستان ترمنځ او بیا د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د چینايي منځګړتوب رول به یو شمېر سیمه‌ییز رقابتونه هم راوپاروي. د بېلګې په توګه، امریکا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چین منځګړتوب ته دومره د اندېښنې په سترګه ونه ګوري؛ خو د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ رول لوبول به یې د دوی اندېښنې هم له ځان سره ولري او له همدې کبله چين هم په دې برخه کې په احتياط ګام اخلي.

په بله اړخ کې، که څه هم پاکستان به په مجموع کې په افغانستان کې د چین زیاتېدونکي رول ته خوښ وي؛ ځکه همدا یوازېنۍ لاره ده، چې دوی ګمان کوي، په افغانستان کې به د هند نفوذ راکم شي. خو دا چې چین د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ کومه روغه جوړه وکړي او هغه هم د پاکستان د منزوي کولو او د دغه هېواد له خوښې پرته وي؛ نو دا به بيا هېڅمهال هم پاکستان ته د منلو نه وي (دا احتمال کم برېښي، چې چین به دا ډول رول ولوبوي او د چين لپاره به دا ډول رول لوبول ستونزمن هم وي).

هند به بل هغه هېواد وي، چې تر ټولو به زیات دا وروستۍ پېښې څاري؛ ځکه له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې دلته د خپل زیاتېدونکي نفوذ لپاره پانګونه کړې. که څه هم دلته به د لوبې له څلورو لوبغاړو (چین، پاکستان، افغانستان او طالبانو) څخه د دریو لوبغاړو زیاتېدونکي رول ته اندېښمن وي؛ خو بیا به هم له دې کبله «وارخطا» کېږي نه، چې په افغانستان کې یې امنیتي ګټې تر ډېره له افغان حکومت سره همغږې دي!

پای

[1] دا ټکی برېتانوي ليکوال “اندرېو سمال” په خپل کتاب The China-Pakistan Axis: Asia’s New Geopolitics کې د يوه چينايي ديپلومات له قوله ليکلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *