په افغانستان کې د رسنيو وضعيت ته لنډه کتنه

 

ضیاءالاسلام شېراني / د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

تېره اوونۍ (د ۱۳۹۷ د ثور ۱۰مه) په کابل ښار کې د دوو پرله‌پسې بریدونو په پايله کې د نورو کسانو ترڅنګ، ۹ تنه خبریالان هم ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول. په همدې ورځ په خوست ولایت کې د بي‌بي‌سي یو خبریال او همدا راز له دغو پېښو یوه اوونۍ وړاندې په کندهار کې د کابل‌نیوز تلویزیون یو خبریال هم د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شول.

په افغانستان کې رسنيز جريان ته دا ګوزار داسې مهال رسېږي، چې له تېرو ۱۷ کلونو د رسنیو د کمیت د زیاتوالي ترڅنګ، د سیمې په کچه په دغه هېواد کې د رسنیو خپلواکي هم پام‌وړ زیاته شوې ده. د بې‌پولې ژورنالېستانو د نړیوال سازمان په وروستي کلني راپور کې، چې څو ورځې وړاندې خپور شو، افغانستان د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه‌بندۍ کې، د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۱۸ ځای خپل کړی دی. خو په بل اړخ کې افغانستان د خبريالانو لپاره مرګونی هېواد بلل شوی او د دغه راپور له مخې، په تېر (۲۰۱۷) کال کې ۱۵ تنه خبريالان په افغانستان کې وژل شوي وو.[1]

د خپلواکو رسنیو ډېروالی او د بیان ازادي، افغان دولت تل د خپلو سترو لاسته‌راوړنو له جملې څخه ګڼلې؛ خو په بل اړخ کې څومره چې لازمه ده، د رسنیو او د هغوی د کارکوونکو امنیت او ځاني خوندیتوب ته يې پاملرنه نه ده کړې.

دلته د افغان رسنیو شالید ته د کتنې ترڅنګ، په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغان رسنیو په لاسته‌راوړنو، ستونزو او پر وړاندې يې شته خنډونو او ننګونو شننه لولئ.

 

شاليد

په افغانستان کې د رسنيو تاریخ له نن څخه شاوخوا ۱۴۵ کاله پخوا په ۱۸۷۳م کال کې د امیرشیرعلي خان د سلطنت دویمې دورې ته رسېږي. هغه مهال د لومړي ځل لپاره د شمس‌النهار اخبار تأسیس شو، چې په شمس‌النهار مطبعه کې د ډبرین (لیتوګرافي) ماشین په وسیله چاپېده.

له “شمس‌النهار” راوروسته په ۱۹۰۶م کال کې “سراج‌الاخبار افغانستان” او په ۱۹۱۲م کال کې د همدغه اخبار نوې څېره “سراج‌الاخبار افغانیه” د افغانستان د خبر لیکنې او رسنيز ډګر له مهو ګامونو څخه و، چې د ژونالېزم لاره یې روښانه او روانه کړه؛ خو له دې دورې راوروسته د شاه امان‌الله خان د سلطنت پر مهال چې د ژونالېزم د پراختيا د دورې په نوم یادېږي، د نورو برخو په څېر رسنيزې برخې هم د تېر په پرتله خورا زیات پرمختګ وکړ او دغه مهال په بېلابېلو برخو کې ۲۳ جریدې او اخبارونه خپرېدل.[2]

د شاه امان‌الله خان د سلطنت پر مهال په لومړي ځل د انیس په نوم د يوه خپلواک او خصوصي اخبار خپرېدل پیل شول، چې د محي‌الدین انیس له‌خوا یې چارې مخ ته وړل کېدې. په ټوله کې دغه دوره د افغان رسنیو لپاره یوه روښانه او له پرمختګ ډکه دوره بللی شو؛ خو د دې دورې له پای ته رسېدو څخه بیا د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ تر وخته رسنیو ازادي نه لرله او د دولت په سانسور او کنټرول کې وې.

د ظاهرشاه د سلطنت پر مهال که څه هم د رسنيو ازادي اعلان شوه، خو د محمد داوود خان او ورپسې د خلق او پرچم د واکمنیو پر مهال رسنۍ د دولت تر سانسور لاندې وې. دغه راز د ډاکتر نجیب د حکومت په وروستیو کې ځینو ګوندونو هم په خپلواکه توګه په خپرونو پیل وکړ.[3]

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال رسنۍ په بشپړ ډول د حکومت تر واک لاندې وې او د دولتي تلویزیون فعالیت هم درول شوی و؛ خو له ۲۰۰۱م کال وروسته کله چې د امریکا او ناټو له بريدونو وروسته د طالبانو رژیم ړنګ شو او د دوی په ملاتړ د نوي نظام په راتګ سره ازادو رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه او اوس‌مهال سلګونه بېلابېلې رسنۍ په هېواد کې فعاليت لري.

 

له ۲۰۰۱ م کال وروسته افغان رسنۍ

رسنۍ چې په یوه هېواد کې د څلورمې قوې په نوم هم یادېږي، په هره برخه کې خپل ځانګړی او اغېزناک رول لري، رسنۍ د یوه هېواد په ډېرو مهو او برخليک‌جوړونکو موضوعاتو کې هم د مرهم او هم د مرمۍ کار ورکولی شي.

تېر ۱۷ کلونه په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او رسنیو د خپلواکۍ یو ځانګړی پړاو بلل کېږي، چې د دولتي رسنیو ترڅنګ سلګونه نورې بېلابېلې تصویري، غږیزې، چاپي او آنلاین رسنۍ خپرونې لري؛ خو ډېر ځله د دغو رسنیو پر فعالیت او خپرونو هم د بېلابېلو عواملو له کبله نیوکې شته دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلومات پر بنسټ، تراوسه په ټول افغانستان کې ۲۰۳ تلویزیونونه، ۳۶۶ راډیوګانې، ۷۲ ورځپاڼې، ۳۵۴ اوونیزې، ۳۴۴ مجلې او ۷۳ خبري اژانسونه له دغه وزارت سره راجسټر شوي دي. دغو رسنیو تر دې دمه د خبر رسونې، عامه پوهاوي، د دولت پر کارونو څارنې، د هېواد د وضیعت تحلیل او ارزونې، خلکو ته د بېلابېلو تفریحي خپرونو وړاندې کولو او نورو برخو کې ډېر رول لرلی دی، چې د افغانستان لپاره د ولسواکۍ په برخه کې مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي.

په بل اړخ کې، اوسنی رسنیز بهیر سره له دې چې د کمیت له پلوه خورا پرمختګ لري، خو د کیفیت، مسلکيتوب او بې‌پلوۍ په برخه کې لا هم زیاتې ستونزې لري. که چېرې د افغانستان د رسنيو اوسني حالت او فعالیتونو ته ځیر شو او د رښتینې ازادۍ په تله یې وتلو، نو څرګنده به شي، چې په اوسني وخت کې ډېری فعالو رسنیو خپل رښتینی مسوولیت او رسالت په سمه توګه نه دی ادا کړی؛ نه یې رسینز اخلاق په پام کې نیولې او نه يې هم ديني او فرهنګي پولې مراعات کړې دي.

 

د رسنیو پر وړاندې خنډونه

امنيتي ګواښونه؛ په افغانستان کې د رسنيو او ژونالستانو پر وړاندې یوه لویه ننګونه د هغوی د امنیت نه خوندیتوب دی. خبریالان چې ډېری مهال په سختو او جګړه‌ییزو حالاتو کې د پېښو سیمو ته ځي، ترڅو خلکو ته د پېښو حقيقتونه روښانه کړي، ډېر ځله د دوی د مرګ په بیه تمامېږي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د ۱۳۹۶ لمريز کال د کلني راپور له مخې، د ۱۳۹۵ کال په پرتله په ۱۳۹۶ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۵۱ سلنه زیاته شوې ده. دغې ادارې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۶ پېښې ثبت کړې، چې ۱۹ پکې د وژنې، ۴۱ د ټپي کېدو، ۲۳ د وهلو ټکولو، ۱۶ د نیولو يا بندي کولو او ۶۷ د ګواښلو پېښې شاملې دي.[4]

معلوماتو ته نه لاسرسی؛ د افغانستان د اساسي قانون د ۵۰ مادې او د رسنیو قانون د ۵ مادې پر بنسټ، معلوماتو ته لاس‌رسی د هېواد د هر وګړي حق دی؛ خو له بده مرغه ډېر کله د اساسي قانون همدا ماده خپله د حکومت، د حکومت د وسله‌والو مخالفو ډلو او زورواکانو له لوري تر پښو لاندې کېږي او رسنیو ته یې د حقايقو رسولو په برخه کې ستر خنډ جوړ کړی دی.

د ناپېیلتوب نشتون؛ په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې یو بل لوی خنډ په بېلابېلو لورو پورې د دوی تړل کېدل دي. اوس‌مهال ډېری رسنۍ یا په داخل کې په کوم سیاسي ګوند، شخص يا جريان پورې تړلې دي، یا بهر کې کوم هېواد یا شخص پورې او یا هم د یوه شخص په تجارتي او مالي اهدافو پورې تړلې دي. دغه راز په تېرو ۱۷ کلونو کې د رسنیو بې‌کچې زیاتوالی هم د دې ښکارندویي کوي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو موخو ترلاسه کولو لپاره د بېلابېلو هېوادونو، ګوندونو یا اشخاصو په ملاتړ په ډېر لږ وخت کې زیاتې رسنۍ جوړې او فعالې شوې. همدا لامل دی، چې ډېری هغه يې د يوې رسنۍ په توګه خپل اصلي رسالت نه شي ادا  کولی او بې‌طرفه نه شي بلل کېدای.

مبتذلې خپرونې؛ د افغان رسنیو پر وړاندې یو بل ستر خنډ، چې دوی یې له خپل اصلي رسالت څخه ګرځولې دي او تر ډېره د ځینو بهرنیو لورو په ملاتړ او یا هم د خپلو مالي ګټو په موخه ورته اړ کېږي، د مبتذلو خپرونو لرل دي، چې هم د اسلامي شریعت او هم د افغاني دود او دستور خلاف بلل کېږي. دغو خپرونو په افغاني ټولنه کې د پردي او وارداتي کلتور په خپرولو او اغېز زیاتولو کې هم ډېر رول لرلی دی.

 

رسنۍ او کارکوونکي يې ولې په نښه کېږي؟

په کابل، کندهار او خوست کې پر ژورنالېستانو وروستي بریدونه په هېواد کې دننه د ارګ، اجرائیه ریاست، ولسي جرګې، رسنیزو بنسټونو او ګڼو نورو سیاسي ګوندو او اشخاصو له لوري او همدا راز په بهر کې د بښنې نړیوال سازمان، ناټو او ملګرو ملتونو سازمان له لوري په کلکه وغندل شول او دا یې یو جنګي جنایت وباله. په ټوليز ډول رسنۍ او خبريالان هم په هېواد کې د روانې ناامنۍ ښکار دي؛ خو پوښتنه دا ده، چې کله رسنۍ او د رسنيز ډګر فعالين نېغ په نېغه په نښه کېږي، لاملونه يې څه دي؟

لومړی؛ په تېره یوه‌نیمه لسیزه کې د بیان او رسنیو ازادي د افغان دولت له لوري تل د یوې لویې لاسته‌راوړنې په توګه یاده شوې ده؛ خو د بیان له ازادۍ او رسنیو څخه د ملاتړ په برخه کې افغان دولت خپل قانوني مسوولیت او مکلفیت چې هغه د رسنیو د کارکوونکو امنیت ساتل دي، په سمه توګه نه دی ادا کړی او په دې برخه کې پاتې راغلی دی.

دویم؛ دا چې رسنۍ د عامه پوهاوي او معلوماتو رسونې په برخه کې مهم رول لري، ډېر ځله د وسله‌والو مخالفینو، زورواکانو، مافیایي او استخباراتي کړیو له لوري د دې لپاره په نښه کېږي، چې د هغوی د کړنو او فعالیتونو په اړه له ولس سره معلومات شریکوي.

درېیم؛ خپلواکې رسنۍ د خبر رسونې او نورو ټولو خپرونو په برخه کې باید ناپېیلتوب په پام کې ونیسي. خو له بده مرغه په افغانستان کې ډېری رسنۍ دا اصل په پام کې نه نیسي، ډېری مهال طرف واقع کېږي او د دویم لاس معلوماتو پر بنسټ او یا هم پرته له کومې اصلي سرچینې خبرونه خپروي او دې چارې هم د دوی پر ضد د تاوتریخوالي او ګواښونو د زیاتېدو په تړاو ډېر رول لرلی دی. پای

 

[1] RSF, Reporters Without Borders, see online: https://rsf.org/en/ranking

[2] محمد کاظم اهنګ او حبیب الله رفیع: “په افغانستان کې د ژونالیزم بهر” مومند خپرندویه ټولنه.

[3] دانش کړوخیل: “مسلکي خبریالي” پژواک خبرې آژانس، ۱۳۹۳هـ ش، ص ۲۵۵.

[4] See online: https://pa.azadiradio.com/a/29138220.html

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *