د امريکا–روسيې سړه جګړه او پر افغان قضيه يې اغېزې

 

حکمت الله ځلاند / د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

له ۲۰۱۴ کال راوروسته د اوکراين د بحران په څېر نړيوالې قضيې د روسيې او لوېديځ ترمنځ د نوې سړې جګړې پېښې وبلل شوې او تېرو څو کلونو په ډاګه کړه، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ «نوې سړه جګړه» روانه ده او اغېزې يې نېغ په نېغه افغانستان ته هم راغځېدلې دي.

د دغې سړې جګړې له پيلېدو سره روسانو افغانستان ته پام زيات کړ او له همدې کبله روسي چارواکو په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د قضيې په اړه وخت ناوخت د خپل دريځ بيانولو له لارې، په افغانستان کې د خپلې ښکېلتيا د زياتولو هڅه کړې. تېره اوونۍ هم، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د افغان سولې او جګړې په تړاو، د روسانو د تېرو څرګندونو او دريځونو خلاف نوی دريځ بيان کړ. د نوموړي په وينا «امريکا بايد له طالبانو سره د روغې جوړې خبرو ته کېني، کنه د يوې بې‌پايه جګړې لپاره دې تياره شي».

په تېرو څو مياشتو کې د افغان جګړې په تړاو د روسانو او په افغانستان کې مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو ترمنځ هم ناندرۍ زياتې شوې دي. په ځانګړې توګه له افغان طالبانو سره د روسيې د پوځي مرستو خبره په نړيواله کچه شاربل کېږي.

دا چې د امريکا – روسيې ترمنځ نوې سړه جګړه څه ډول پيل او افغانستان ته راوغځېده؟ د افغان قضيې په اړه د روسيې د دريځ اوسنی بدلون څه لاملونه لري؟ او د افغانستان پر وضعيت د دغې سړې جګړې اغېزې څه دي؟ دلته مو هڅه کړې، دا او ورته پوښتنې ځواب کړو.

 

واشنګټن-مسکو نوې سړه جګړه

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته او په ځانګړې توګه له ۱۹۴۷ کال وروسته د شوروي او لوېديځ ترمنځ، «لومړۍ» سړه جګړه پيل شوه، چې له مخې يې د ختيځ بلاک او لوېديځ بلاک هېوادونو (د کمونېزم او پانګوال نظام) ترمنځ سيالي روانه وه. دې سړې جګړې په ۱۹۴۹ کال د امريکا او اورپا له‌خوا د نړۍ تر ټولو ستر نظامي تړون (ناټو سازمان جوړېدو) ته هم لاره پرانيستله. بالآخرهآی په افغانستان کې د شورويانو له ماتې او وتلو دوه کاله وروسته، په ۱۹۹۱ کال کې شوروي اتحاد هم وپاشل شو او نړيواله سړه جګړه پای ته ورسېده.

د ۲۱مې پېړۍ د پيل په کلونو کې يو ځل بيا د ختيزې اروپا او منځنۍ اسيا په ځينو هېوادونو کې د روسيې او لوېديځ ترمنځ اختلافاتو سر راپورته کړ. په جورجيا کې د ۲۰۰۳ کال په ټاکنو کې لوېديځ‌ پلوی حکومت جوړ شو، چې له کبله يې روسيې په ۲۰۰۸ کال کې پر دغه هېواد يرغل وکړ او په پايله کې يې د ابخازيې سيمه له جورجيا جلا شوه. له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۴ کال پورې په اوکراين کې څلور ځله جنجالي ټاکنې او پاڅونونه هم د روسيې او لوېديځ ترمنځ د اختلافاتو پايله وه، چې بالاخره د روسيې يرغل ته لاره پرانېستل شوه او په پايله کې يې د کريميا روس‌نژاده سيمه د يوه رفرانډم له لارې د روسيې برخه وګرځېده. په همدغو کلونو کې د روسيې او امريکا نړيوالو اختلافاتو ته د «نوې سړې جګړې» نوم ورکړل شو. د دوی ترمنځ دا سړه جګړه بيا د سوريې په خونړۍ قضيه کې تر ټولو جدي پړاو ته داخله شوه، چې له مخې يې روسان د امريکا په مقابل کې له ايران او په سوريه کې له ايران‌پلوي رژيم څخه پوځي ملاتړ کوي.

افغانستان هم هغه هېواد دی، چې له يوې خوا د امريکا او روسيې د نړيوالو شخړو او له بلې خوا په افغانستان کې دننه تحولاتو له کبله، دا سړه جګړه دغه هېواد ته هم راوغځېده. سره له دې چې روسيې له ۲۰۰۱ کال وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېکړې سره سم، په افغانستان کې د امريکا او ناټو له اقداماتو ملاتړ او ورسره همکاري کوله؛ خو په لومړي ځل روسيې افغانستان ته له خپلې خاورې تېره شوې د ناټو اکمالاتي لاره د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې بنده کړه[1] او په دې توګه د دواړو هېوادونو سړه جګړه افغانستان ته هم راولېږدېده.

په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د «اسلامي دولت» ډلې د خراسان شاخې د فعاليتونو له پيل او پراختيا سره د روسيې وېره زياته شوه او ډېر ځله يې امريکايان د دغې ډلې تر شا په لاس لرلو تورن کړل. همدا لامل و، چې له طالبانو سره يې هم اړيکو جوړولو ته مخه کړه او د ۲۰۱۶ کال په وروستيو کې يې په مسکو کې له چين او پاکستان سره يو ځای د افغانستان په تړاو درې‌اړخيزه غونډه جوړه کړه. په دې توګه روسيه اوسمهال «له طالبانو سره اړيکې» له امريکا سره په نوې سړه جګړه کې د فشار آلې په توګه کاروي.

 

د روسيې نوی دريځ څه معنا؟

د امريکا او روسيې ترمنځ د سړې جګړې يوه برخه له طالبانو سره د روسيې اړيکې دي، چې د افغان طالبانو او روسيې ترمنځ پخوانۍ دښمنۍ ته په کتلو سره تر ډېره غيرطبيعي هم برېښي؛ خو دواړو لورو له خپلو اړتياوو سره سم ورته مخه کړې او منلې يې هم دي.[2] طالبان له روسيې سره خپلې اړيکې، د سيمې او نړۍ په کچه مهمو هېوادونو له‌خوا د دغې ډلې په رسميت پېژندل ګڼي؛ خو روسيه بيا له طالبانو سره خپلې اړيکې بل ډول توجيه کوي. روسيې تراوسه له طالبانو سره خپلې اړيکې په لاندې مواردو توجيه کړې دي:

  • په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې له پراختيا وېره؛
  • په افغانستان کې د روسي ديپلوماتانو خونديتوب؛
  • له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې مرسته.

د وروستي دليل په تړاو د ضمير کابلوف له وروستيو څرګندونو سره په ښکاره د روسيې په دريځ کې بدلون وليدل شو او په دې توګه روسيې د طالبانو همېشنی دريځ او غوښتنه تاييد کړه. د کابل پروسې له دويمې غونډې يوه ورځ مخکې افغان طالبانو د امريکا کانګرېس او خلکو ته په خپل ليک[3] کې له امريکا څخه د مخامخ خبرو غوښتنه کړې وه، کوم څه چې په ۲۰۱۳ کال کې امريکا له دغې ډلې سره منلي وو او له کبله يې په قطر کې د طالبانو لپاره سياسي دفتر پرانېستل شو.

که د کابلوف وروستيو څرګندونو ته وکتل شي، له يوې خوا پر امريکا د روسيې د فشار او په افغان قضيه کې د خپلې ښکېلتيا زياتولو ښکارندويي کوي، ځکه نوموړي امريکايانو ته د پېغور په توګه ويلي، چې امريکا دې هم له روسيې زده کړي او خپله ماتې دې ومني؛ خو له بلې خوا بيا د نوموړي څرګندونې ځينو حقيقتونو ته هم اشاره کوي.

روسيه اوسمهال د افغانستان له حالاتو په وېره کې ده. له يوې خوا د افغانستان په شمال کې ناامنۍ او په تېره بيا د اسلامي دولت ډلې د جنګياليو فعاليت پراخ شوی او له بلې خوا د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې ادارې (UNODC) د وروستي راپور له مخې، د نشه‌يي توکو کښت او توليد تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی. د تېر ۲۰۱۶ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د کوکنارو کښت ۶۳ سلنه او د ترياکو توليد ۸۷ سلنه زيات شوی[4]، په داسې حال کې چې د افغان چارواکو له قوله، امريکا سږ کال د کوکنارو د کښت له منځه وړلو لپاره پيسې نه ورکوي.[5] د نشه‌يي توکو د توليد او قاچاق زياتوالی هغه قضيه ده چې روسان يې د دوی پرضد د ترياکو جګړه بولي او له همدې کبله په ۲۰۱۱ کال کې امريکايانو د روسانو د اندېښنو کمولو لپاره هغوی ته په ننګرهار کې د نشه‌يي توکو پرضد عملياتو کې ونډه ورکړه.

د روسيې زياتېدونکې وېرې ته په کتلو سره، ښايي روسيه دې پايلې ته رسېدلې وي چې د افغانستان د سولې بهير د بريا او په دغه هېواد کې د ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره بايد امريکايان له طالبانو سره خبرې وکړې او له افغانستانه د وتلو مهالوېش د خبرو مېز ته راوړي. ځکه تېرې ۱۷ کلنې جګړې، د طالبانو وروستيو دريځونو او د افغان حکومت د سولې وړانديز بې‌ځوابه کېدو ثابته کړه، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د راتلونکي حضور په تړاو ابهام د سولې بهير د ناکامۍ اصلي لامل دی. ځکه نو د ټرمپ له نوې تګلارې سره سم، د امريکايي ځواکونو د حضور او وتلو د مهالوېش نه روښانتيا روانه جګړه نوره هم غځولی شي، کوم څه چې افغان حکومت يې په اړه تصميم نه شي نيولی.

 

پر افغان جګړه يې اغېزې

په داسې حال کې چې افغانستان په خورا بد سياسي او امنيتي وضعيت کې دی او خپله د افغان ولسمشر په وينا، د امريکا او لوېديځ له پوځي او مالي ملاتړ پرته به يې حکومت دوام ونه شي کړای، افغان حکومت به په اوسني وخت کې د روسيې په مقابل کې د امريکا په تله کې ودرېږي. له همدې کبله، ولسمشر غني د افغان حکومت د جګ‌پوړي چارواکي په توګه د ۲۰۱۷ کال په وروستيو کې په پکتيکا ولايت کې له يوه خونړي بريد وروسته، د لومړي ځل لپاره روسان طالبانو ته د وسلو په ورکړې تورن کړل.

اوس له يوې خوا روسيې د افغان حکومت د خوښې خلاف دريځ نيولی، ځکه افغان حکومت غواړي طالبان بين‌الافغاني خبرو اترو ته اړباسي؛ له بلې خوا يې له امريکا سره د زور ازمويلو بهير د سختېدو ښکارندويي هم کوي. که څه هم روسيې او طالبانو د پوځي همکاريو تور نه دی منلی؛ خو دا دريځ ښيي چې که امريکا د جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام نه کوي، روسان به امريکايانو ته د دغې جګړې د لا ډېر سختولو تابيا وکړي. روسيې څو مياشتې وړاندې ګواښ کړی و، چې که امريکا او افغان حکومت د «اسلامي دولت» ډلې په ځپلو کې پاتې راشي، روسيه به په افغانستان کې پوځي اقدام وکړي. د روسيې د پوځي اقدام يوه بڼه ښايي له طالبانو سره پوځي مرستې وبلل شي؛ ځکه طالبان عملا له دغې ډلې سره په جګړه کې ښکېل دي.

په يوه اړخ کې، که د روسيې نوی دريځ د افغان سولې په اړه د رښتينو هڅو لپاره پر امريکا فشار ګڼل کېدای شي؛ خو په بل اړخ کې بيا په افغانستان کې د دواړو زبرځواکونو مخامخ کېدل او لا ډېر زور ازمويلو معنا هم لري، کوم څه چې د افغان جګړې د لا خونړي کېدو او اوږدېدو تصوير له ځان سره لري. د افغانستان په ګټه ده، چې د امريکا او روسيې او نورو سيمه‌ييزو ځواکونو ترمنځ په اختلافاتو کې بې‌پلوه پاتې شي او دغه اختلافات داسې مديريت کړي، چې په افغانستان کې د نيابتي جګړو پر ځای يې هېواد ته ګټه ورسېږي او د هغوی ګټې دلته همغږې شي.  پای

[1] The Moscow times, Russia Closes NATO’s Transport Corridor to Afghanistan, May 18 2015, see online:

https://themoscowtimes.com/articles/russia-closes-natos-transport-corridor-to-afghanistan-46633

[2] Thalil Journal of CSRS, Close ties between Russia, Iran and the Taliban, by Dr. Misbahullah, Sep 2017, Page 35.

[3] The Guardian, Taliban publish letter calling on US to start Afghan peace talks, 14 Feb 2018, see online:

https://www.theguardian.com/world/2018/feb/14/taliban-publish-letter-calling-us-start-afghan-peace-talks

[4] UNODC, The Afghanistan Opium Survey Release, 21 May 2018, see online:

http://www.unodc.org/afghanistan/en/frontpage/2015/the-afghanistan-opium-survey-was-released.html

[5] BBC Pashto, see online: http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-44109330

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *