ایا ولسمشر به طالبان له شرعي اړخه مات کړي؟

 

د ولسمشر اشرف غني يو شمېر ځانګړنې، نوموړی له نورو افغان سياستوالو بېلوي، چې له جملې يې په چارو کې قاطعيت او د پيل کړو کارونو دوامداره څارنه يادولی شو. د نوموړي د قاطعيت له کبله وه چې له پاکستان سره په تېرو دريو کلونو کې تر ډېره د اړيکو تذبذب ونه ليدل شو او د وروستۍ بېلګې په توګه يې د همدغه خاصيت له مخې، د الکترونيکي تذکرو جنجالي پروسه پيل کړه. همدا راز يې د خپل دويم خاصيت پر مټ، د طالبانو پرضد د شرعي «ردونو» لړۍ جاري وساتله.

د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفينو او په ځانګړې توګه طالبانو پرضد د ولسمشر غني د دغو هڅو له کبله ده، چې ان امريکايي جنرال رابرت نېلر هم، مياشت وړاندې د افغان جګړې د شرعي اړخ په اړه څرګندونې وکړې. نوموړي په پنټاګون کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال، افغان طالبان رښتيني «مجاهدين» ونه بلل او زياته يې کړه: «طالبان او داعش مجاهدين نه، بلکې تکفيريان دي؛ خو افغان او امريکايي سرتېري اصلي مجاهدين دي».[1]

په کابل کې د ديني عالمانو له وروستۍ غونډې، د افغان جګړې په اړه د فتوا له صادرولو او د ولسمشر له‌خوا د اوربند له اعلان سره، د ولسمشر او په ټوله کې د اوسني حکومت دغو هڅو په ملي او نړيواله کچه پام ځان ته اړولی. ښاغلي غني له دغې غونډې وروسته پر ديني عالمانو بريد هم، چې طالبانو يې مسؤوليت ونه مانه، «د پيغمبر پر وارثانو بريد» وباله.[2]

دلته د ملي يووالي حکومت له جوړېدو راوروسته د ولسمشر غني همدغو هڅو ته کتنه کوو. دا چې دغو هڅو تراوسه څه اغېزې لرلې دي او په راتلونکې کې به پر سوله او جګړه څه اغېزې ولري؟ او ايا د ولسمشر دا هڅې به د طالبانو ليکې کمزورې کړای شي کنه؟ هغه پوښتنې دي، چې لاندې يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 

د ولسمشر تګلاره؛ په طالبانو شرعي ردونه

ولسمشر غني د سياست په ډګر کې د يوه افغان په توګه دغه اړخ ته پخوا پام کړی و. د ۲۰۰۹ او بيا ۲۰۱۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د نوماند په توګه د نوموړي ټاکنيز نښان «قرآن عظیم الشان» و او دغه نښان د عامو خلکو پر ذهنيت څه نا څه اغېز هم کړی و. په ۲۰۱۴ کال کې به د نوموړي په ګټه دا تبليغات هم کېدل، چې د نوموړي انتخاباتي شمېره ۵ او دا د اسلام پنځه بناوې دي.[3]

که څه هم ولسمشر غني د ټاکنو پر مهال ژمنه کړې وه، چې له ولسمشر کېدو سره به د ارګ او جومات واټن له منځه يوسي او له همدې کبله نوموړي ته يو ځل د ديني عالمانو د ملاتړ يوه ستره غونډه هم جوړه شوه؛ خو له ولسمشر کېدو وروسته بيا هغه ژمنې په بشپړ ډول عملي نه شوې.

ولسمشر خپل لومړی غير رسمي سفر سعودي عربستان ته د عمرې د اداء کولو لپاره وکړ او په دې توګه يې د افغان سولې او په هېواد کې روانې جګړې د درولو لپاره د اسلامي نړۍ د مرکز په توګه، د سعودي عربستان رول ته توجه زياته کړه.

ښاغلي غني په تېرو دريو کلونو کې وخت ناوخت له ديني اړخه د طالبانو د کړنو پر غندلو ټينګار کړی. تېر کال کله چې د کابل په صدارت څلورلارې کې د طالبانو په يوه خونړي بريد کې سلګونه ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله واوښته، نوموړی هم ارګ ته نژدې مشهور وزير اکبرخان جومات ته ولاړ او هلته يې د حکومت د مشروعيت او د طالبانو د کړنو پر غندلو څرګندونې وکړې. د دې ترڅنګ يې په ځينو غونډو کې د وينا پرمهال يو شمېر ديني عالمان تر خپل څنګ درولي او د هغوی پر شتون يې استناد کړی دی. په همدې ډول يوه غونډه کې نوموړي يو ځل وويل: «زموږ سنګر زموږ جوماتونه دي…د دولت صف، د حق صف دی.»[4]

د «الخندق» په نوم د طالبانو له‌خوا د ۱۳۹۷ کال پسرلنيو عملياتو له اعلان وروسته، ولسمشر غني د افغانستان د جهاد د بريا ورځې په نمانځغونډه کې، د طالبانو د دغو عملياتو د رد او افغان قضيې په شرعي اړخ اوږدې خبرې وکړې. هغه وويل: «آیا دوی جناب حضرت صاحب باندې اعلان د جنګ کوي؟! زموږ جهادي مشرانو باندې، زموږ علمای کرامو باندې؟!… دا جګړه او دا اعلان ولسي او شرعي استناد نه لري…او فضل د خدای مکې معظمې نه، مدینې منورې نه، دیوبند نه او نورو ټولو ځایونو نه، فتواګانې راغلې دي، د دې فتواګانو مجموعه به په اندونیزیا کې جوړه شي.»[5]

ولسمشر په خپله دې تګلاره کې نورو نازکيو ته هم پام کړی دی. دا چې د افغانستان مطلق اکثريت خلک د حنفي مذهب پيروان دي، ولسمشر څه موده وړاندې د امام ابوحنيفه (رح) تر نوم لاندې يوه څېړنيز سمينار کې ګډون وکړ او ويې ويل: «افراطي ډلې د امام ابوحنيفه (رح) له مکتب څخه ناخبره دي.»[6]

ملي يووالي حکومت له همدې کبله له اندونيزيا سره، چې د اسلامي نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، اړيکې ګرمې کړې او څو مياشتې وړاندې د هغه هېواد ولسمشر کابل ته راغی. د همدغو هڅو په پايله کې د مې مياشتې په ۱۱مه په اندونيزيا کې د دريو هېوادونو (افغانستان، پاکستان، اندونيزيا) د ديني عالمانو ګډه غونډه جوړه شوه، چې پايلې يې تر ډېره د افغان حکومت د توقع خلاف وې او په صراحت سره يې د افغان جګړې د «رد» په اړه فتوا ورنه‌کړه، بلکې د سولې د اړتيا او جګړې سره د مخالفت په اړه يې عمومي خبرې کړې وې.[7]

سره له دې چې په سعوي عربستان کې هم يوه ورته غونډه پلان شوې ده؛ خو د اندونيزيا له غونډې افغان طالبانو په تبليغاتي ډګر کې په خپله ګټه کار واخيست او له همدې کبله افغان حکومت په يوه عاجل اقدام کې د شاوخوا ۲۰۰۰ افغان ديني عالمانو يوه غونډه راوبلله او په هېواد کې د روانې جګړې پرضد يې فتوا ورکړه.[8]

 

وروستۍ غونډه او د اوربند اعلان

په کابل کې د ديني عالمانو غونډه، چې تېره دوشنبه (۴ جون ۲۰۱۸) د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوه، يوه له هغو هڅو ګڼل کېږي، چې د کابل پروسې له دويمې غونډې وروسته، د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو د پيل لپاره، پر طالبانو د فشار واردولو په موخه جوړېږي.

د دغو فتواو ستونزه او د کم اغېز لامل دا دی، چې له يوې خوا دا غونډې د حکومت له‌خوا تنظيمېږي او له بلې خوا په دغو فتواو کې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د حضور، بمباريو او پوځي عملياتو په اړه هېڅ نه ويل کېږي، کوم څه چې له مذهبي اړخه د روانې جګړې اساسي ټکی بلل کېږي او له همدې کبله يې طالبان هم د ردولو لپاره اسانه دليلونه وړاندې کوي. د وروستۍ فتوا په اړه هم طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا د هغو فشارونو يوه برخه وبلله، چې په وينا يې په تېره مارچ مياشت کې يې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن په اړه څرګندونې کړې وې او پر دغې ډلې يې د مذهبي فشارونو د زياتولو خبره هم کړې وه.[9]

که څه هم د ديني عالمانو د وروستۍ غونډې د اغېزو او نوعيت په اړه نيوکې شته دي؛ خو د ولسمشر له‌خوا له دغې غونډې دوې ورځې وروسته د کوچني اختر په ورځو کې د يوې اوونۍ اوربند اعلان نه يوازې دا چې د دغې غونډې پرېکړو ته تر څه بريده اهميت ورکړ، بلکې له عامو افغانانو سره يې هم د سولې په لور د يوه نوي او بې‌مخينې ګام د اوچتولو په توګه هيلې راوټوکولې؛ ځکه دا له ۲۰۰۱ کال راهيسې لومړی ځل دی، چې د افغان حکومت له‌خوا له طالبانو سره د يوې اوونۍ لپاره اوربند اعلانېږي.

 

پر سوله او جګړه د دغو هڅو اغېزې

د کابل پروسې په دويمه غونډه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له وړانديز وروسته، پر طالبانو د فشار لپاره دا ډول هڅې زياتې شوې دي؛ ځکه طالبانو د ولسمشر د سولې وړانديز ته په خپلې چوپتيا او د پسرلنيو عملياتو په اعلان سره د رد ځواب ورکړ. د طالبانو د دغه دريځ اساسي دليل دا دی، چې ولسمشر د سولې په طرحه کې د بهرنيو ځواکونو د حضور د برخليک په اړه هېڅ نه دي ويلي؛ بلکې په هېڅ حکومتي اعلاميه کې دا ټکی نه راوړل کېږي، کوم څه چې طالبان يې په خپله هره اعلاميه کې يادونه کوي او همدا د جګړې د دوام اصلي عامل بولي. بل پلوه دا هغه ټکی دی، چې د طالب جنګياليو د جګړې روحيه تغذيه کوي.

د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ سولې او د وروستيو فتواو په څېر نورو هلو ځلو که څه هم تر يوه بريده پر عامه ذهنيت اغېز کړی؛ خو د طالبانو د جګړې پر ليکو او په هېواد کې د تاوتريخوالي پر کچه يې هېڅ اغېز نه دی لرلی. د ملي او نړيوالو ادارو د راپورونو له مخې، د ۲۰۱۸ کال لومړۍ مياشتې د تېر کال په پرتله لا ډېرې خونړۍ شوې دي.[10] ځکه له يوې خوا دا جګړه د فتواو له کچې ډېره پېچلې ده او بلې خوا که بيا هم خبره د فتوا وي، د طالبانو د جګړې پيل له دا ډول فتواو شوی او عملا يې اوسنی مشر هم د «شيخ الحديث» لقب له ځان سره لري.

په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ټرمپ د پوځي تګلارې له اعلان وروسته د جګړې په ډګر کې د بهرنيو ځواکونو رول زيات شوی هم دی او يوازې په تېره اپرېل مياشت کې يې تر ۵۰۰ زيات هوايي بريدونه کړي؛ ځکه نو په اوسني وخت کې د بهرنيانو پوځي حضور، بمبارۍ او شپني او نور عمليات له پامه غورځول به، ان د يوه‌اړخيز اوربند له اعلانولو سره سره هم، نه سولې ته لاره هواره کړي او نه به هم د طالبانو جګړه‌ييز ځواک وځپلی شي.    پای

[1] VOA Dari, May 3, 2018,  see online:

https://www.darivoa.com/a/us-marine-corp-commander-say-afghan-and-us-troops-are-mujahedeen/4375706.html

[2] BBC Pashto, June 4, 2018, see online: http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-443a66389

[3] See online: https://k.khabarial.com/archives/116990

[4] ARG, Office of the president, Feb 2, 2018, see online: https://president.gov.af/ps/News/2001888

[5] Office of the president,  April 29, 2018, see online: https://president.gov.af/ps/President_Speech_jehad

[6] Azadi Radio, May 14, 2018 , see online: https://pa.azadiradio.com/a/29225635.html

[7] The High Peace Council of Afghanistan (HPC), Indonesian meeting declaration in Pashto, May 14, 2018, see online:

http://www.hpc.org.af/dari/index.php/fa/2011-04-08-11-56-57/2018-01-17-16-24-51/1337-2018-05-14-05-41-45

[8] See online:

http://hpc.org.af/dari/index.php/fa/2011-04-08-11-56-57/2018-01-17-16-24-51/1353-2018-06-05-06-24-11

[9] see online, Taliban reaction: http://scprd.com/?p=8191

http://shahamat1.com/?p=119847

[10] See online, First quarter 2018:

https://unama.unmissions.org/sites/default/files/unama_protection_of_civilians_first_quarter_2018_report_11_april_0.pdf

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *