جنرال دوستم؛ له نجیبه تر غني د ټولو د پام وړ څېره

 

تېره اوونۍ (۱۳۹۷هـ ش سرطان ۳۱مه) د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې له ۱۴ میاشتې جلاوطنۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو.

افغان حکومت که څه هم په ترکیه کې د نوموړي د دومره مودې د پاتې کېدو لامل درملنه بولي؛ خو شاوخوا یو نیم کال وړاندې د واک د وېش پر سر د جنرال دوستم او حکومت ترمنځ د اختلاف را پیدا کېدو وروسته نوموړي د ملي یووالي حکومت دواړه مشران په قوم پالنې او د واک په انحصار تورن کړل. د همدې اختلافونو پر دوام جنرال دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي پر جنسي ځورونې تورن شو او همدا قضیه بالآخره د دې لامل شوه چې جنرال دوستم هېواد پرېږدي او ترکیې ته لاړ شي.

د تېرو ۱۴ میاشتو په لړ کې جنرال دوستم تر ډېره له ولسمشر سره خپلو اختلافونو ته دوام ورکړ، په ترکیه کې یې له نورو سیاسیونو سره د «افغانستان ژغورنې اېتلاف» جوړ کړ او د افغان دولت پر ضد د اپوزسیون په بڼه ودرېده. په همدې لړ کې څو میاشتې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې افغانستان ته د جنرال دوستم د بېرته ستنېدو پر مهال د بلخ ولایت په هوایي ډګر کې د نوموړي الوتکې ته د کېناستلو اجازه ورنه کړل شوه، چې له امله یې الوتکه لومړی ترکمنستان او بیا له هغه ځایه بېرته ترکیې ته وګرځېده.

د افغان دولت په سیاسي ډګر کې د جنرال دوستم رول، له ولسمشر غني سره یې ملګرتیا او اختلافات او دا چې کابل ته د جنرال دوستم بیا راتګ له ځانه سره څه لري؟ ټول هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

 

د ولسمشر لومړی مرستیال

د ډېر ابتدایي سواد لرونکی شخص چې له کارګرۍ تر ستر جنرالۍ را وروسید، له تېرو څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د سیاست په ډګر کې د سیاسي رهبرانو او د وخت حکومتي مشرانو لپاره تل د پام وړ څېره پاتې شوې ده او هر یوه یې د خپلولو هڅه کړې ده.

ډاکټر نجیب د افغانستان هغه لومړنی سیاسي واکدار و چې د جنرال دوستم د خپلولو هڅه یې وکړه، نوموړي ته یې د جنرالۍ رتبه او د یو شمېر سیمه‌ییزو وسله‌والو ملیشو رهبري پر غاړه ورکړه؛ خو دا هغه ملیشې وې چې د ظلم، چور او نورو وحشتونو له امله «ګلم جم» هم بلل شوې دي، دې ملیشو د نجیب د واکمنۍ پر مهال ډېرو خلکو ته ترخې خاطرې ورکړې او د افغان ولس ترمنځ یې قومي اختلافونو ته زمینه برابره کړه.

د طالبانو د رژیم له ړنګېډو او نوي نظام رامنځته کېدو سره جنرال دوستم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې هم مطرح څېره پاتې شوه، له جنرالۍ سترجنرال شو. د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د ولسمشر غني لومړی مرستیال شو، چې د قانون له مخې د ولسمشر د نه موجودیت پر مهال د ولسمشر ځای ناستی بلل کېږي او د هېواد ټولې چارې به سمبالوي.

په ټوله کې له تېرو څو لسیزو راهیسې نوموړی د سیاست په ډګر کې تل په لوړو مقامونو کې پاتې شوی او په هر نظام کې د دولتي رهبرانو د پام وړ څېره وه او ده؛ خو دا هر څه د دې لپاره وو چې جنرال دوستم د «جنبش ملی اسلامی افغانستان» ګوند بنسټګر دی، په نوموړي پسې په افغانستان کې د ترکمن ټبارو غوڅ اکثریت خلک ولاړ دي او د سیمې په کچه هم د خپلو هم ټبارو ملاتړ له ځان سره لري. له همدې امله په تېر که له ډاکټر نجیبه بیا تر ډاکټر غني، هر یوه د واک ترلاسه کولو په موخه له ځان سره ساتلی دی.

 

 

د اشرف غني او دوستم اختلافات

د ۲۰۱۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې اشرف غني جنرال دوستم خپل لومړی مرستیال وټاکه. د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسېدو په برخه کې نوموړي د ولسمشر غني لپاره د یوې مهمې مهرې په توګه ډېر رول ادا کړ.

د قانون له مخې د ولسمشر د لومړي مرستیال دنده ملکي اړخ لري؛ خو جنرال دوستم د ولسمشر د لومړي مرستیال کېدو سره سم، د خپلې اصلي دندې خلاف ډېر کله په شمالي ولایتونو کې د دولت وسله‌والو مخالفینو سره د جګړې رهبري په غاړه اخیستې وه.

په جګړه کې د جنرال دوستم بوختیا، تر ډېره نوموړی د حکومت له سیاسي پرېکړو لرې ساتلی و. دا چې د ملي یووالي حکومت له پیله د دواړو ډلو ترمنځ د واک د وېش مسئله او سیاسي ګټې د اختلاف مهم لاملونه وو، ظاهراً داسې بریښي چې د ولسمشر غني او جنرال دوستم ترمنځ هم له همدې امله اختلافات را پیل شول.

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم د ۱۳۹۵هـ ش کال د عقرب په ۴مه د یوه خبري کنفرانس پر مهال خپلو خبرو کې پر ولسمشر او اجرائیه رئیس د قوم‌پالنې او د واک د انحصارېدو تورونه ولګول او زیاته یې کړه: «د ملي دفاع وزارت کې یې داسې کس ګومارلی چې په لاره نه شي تللی، ستانکزی د طالب په نامه مشهور دی او معلومه نه ده چې له چا امر اخلي، د وزارت لپاره یې له پارلمان څخه رایه وانه خیسته، د رباني د وژنې مسؤولیت هم ده ته ورکول کېږي، نه پوهېږم چې د کومې لېوالتیا او باور له مخې یې پر دغه کلیدي پوسټ ګومارلی دی؟»

له همدې اختلافونو را وروسته، احمد ایشچي چې د جوزجان پخوانی والي او د جنبش ګوند پخوانی مرستيال دی د ولسمشر پر لومړي مرستيال جنرال دوستم یې تور ولګاوه، چې دی یې د پنځو ورځو لپاره په شخصي زندان کې اچولی او د شکنجو او وهلو ټکولو ترڅنګ خپله دوستم او د هغه ساتوونکو پرې د جنسي تېري هڅې او نمايش کړی او بيا يې فلم ترې ډک کړی دی.

د احمد ایشچي څرګندونې په پراخه کچه په کورنيو او نړیوالو رسنیو کې خپرې شوې او هم یې د نړیوالې ټولنې غبرګون وپاراوه. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه خپره کړه او ژمنه یې وکړه چې دا موضوع به په جدیت سره د قضايي او عدلي ارګانونو له لارې تعقیب کړي.

د همدې دوسیې له امله بالآخره جنرال دوستم ترکیې ته لاړ او په ظاهره یې د خپل سفر موخه درملنه وښودله. په هېواد کې د سیاسي اختلافونو په ډېرېدو سره نوموړي له جمعیت اسلامي افغانستان او وحدت اسلامي افغانستان ګوندونو سره په ګډه د افغانستان ژغورنې تر نامه لاندې په ترکیه کې سیاسي اېتلاف اعلان کړ.

هېواد ته د جنرال دوستم راتګ

د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي پر جنسي ځورونې له تورنېدو وروسته، جنرال دوستم او ولسمشر غني ترمنځ د اختلافونو له زیاتوالي وروسته نوموړی ترکیې ته لاړ چې نږدې ۱۴ میاشتې هلته پاتې شو او دوسیه یې لا هم په عدلي او قضایي ارګانونو کې پرته ده.

افغانستان ته د دوستم د راتګ په اړه د ۱۳۹۶هـ ش کال د سرطان په میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې دوستم افغانستان ته د بېرته ستنېدو څخه ګرځول شوی او د بلخ ولایت په هوایي ډګر کې د هغه الوتکې ته د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې؛ خو تېره اوونۍ جنرال دوستم داسې مهال بېرته هېواد ته راستون شو، چې د افغان دولت ځینې لوړ پوړو دولتي چارواکو یې د کابل په هوایي ډګر کې ګرم هرکلی وکړ او د راتګ مراسم یې په ملي تلویزون په ژوندۍ بڼه ښودل کېدل.

خو پوښتنه داده چې دوستم له ۱۴ میاشتې غیر رسمي تبعیده څنګه بېرته په دومره ګرم هرکلي سره هېواد ته راستون شو؟

په دې برخه کې لاندې څو ټکي د پام وړ دی:

لومړی: په فاریاب کې د جنرال دوستم د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري له نیولو سره د شمال په ټولو ولایتونو کې زرګونه کسان سړکونو ته را ووتل، د هېواد لویې لارې، سوداګریز بندرونه او دولتي ادارې یې وتړلې. هېواد ته د جنرال دوستم بېرته راتګ او د قیصاري خلاصون، د دوی عمده غوښتنې وې. افغان دولت که څه هم په لومړیو کې هڅه وکړه چې لاریونونه کنټرول کړي، دې چارې سره څو تنه لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله هم واوښتل؛ خو لاریونونو لا زور واخیست او تر شلمې ورځې و غځېدل. په همدې اساس د یاد وضعیت د پای ته رسولو په موخه افغان دولت اړ شو چې له دوستم سره معامله وکړي او هغه بېرته خپل هېواد ته راستون کړي.

دویم: په روانو پارلماني ټاکنو کې له یوې خوا په شمالي ولایتونو کې د ټاکنو امنیت خوندیتوب او ترسره کېدل مهم وو چې له امله یې له دوستم سره جوړه وشوه او له بلې خوا د افغان دولت هڅه دا ده چې د دوستم په خوشحالولو سره د «افغانستان ژغورنې اېتلاف» کمزوری کړي، ترڅو ونه شي کولی په روانو ټاکنو کې خنډونه رامنځته کړي.

 

درېیم: لکه څنګه چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې دوستم د ولسمشر غني لپاره یوه مهمه پایه وه او زیاتې رایې یې پرې خپلې کړې، را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې هم هڅه کوي چې دوستم له ځان سره ولري او یو ځل بیا خپل سیاسي رقیبان پرې مات کړي؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې جنرال دوستم به داځل هم د اشرف غني سره پاتې شي او که نه؟ ځکه کابل ته یې تر راتګ دوه ورځې وروسته د یو شمېر پخوانیو او اوسنیو دولتي چارواکو او ګوندونو سره یو ځای «د افغانستان لوی ملي اېتلاف» اعلان کړ.

له دې ټولو ورهاخوا هېواد ته د جنرال دوستم راتګ له یوه لوري د هغو کسانو پر ټولو هیلو خاورې واړولې چې له ده څخه یې د زورواکو او جنګسالارانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې درلودې. ځکه هېواد ته د جنرال دوستم له راتګ سره نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «د نظام الدین قیصاري په اړه به له ولسمشر غني سره خبرې وکړي چې نوموړی آزاد کړي، خو که چېرې یې ورسره ونه منله بېرته به لاړ شي». له یادو خبرو داسې برېښي چې د زورواکۍ او ناقانونه وسله‌وال په تور نیول شوی قیصاري به هم بېرته د همدې معاملې پر بنسټ آزاد شي او د خلکو هیلې به هماغسې هیلې پاتې شي.

په بل اړخ کې احمد ایشچي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې قضیه به یې د جرګې له لارې حل شي. هغه قضیه چې ۱۴ میاشتې یې له امله د ولسمشر لومړی مرستیال په غیر رسمي توګه له هېواده تبعید شوی و، قضایي او عدلي ارګانونه د همدې قضیې په څېړنو بوخت وو؛ خو نن داسې ښکاري چې یاده قضیه به د یوې جرګې له لارې حل شي او دا هغه څه دي چې د نظام عدلي او قضایي ارګانونو ته یې په کمه سترګه کتل ګڼلی شو او له امله به یې پر دغو ارګانونو د خلکو باور هم را کم شي.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *