د افغانستان خراب امنیتي وضعیت او د ولسي جرګې ټاکنې

 

له ټاکنیزو اصلاحاتو را وروسته د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کول، د ملي یووالي حکومت له مهمو او لویو ژمنو څخه و؛ خو د عملي کېدو لپاره یې د ملي یووالي حکومت له نږدې څلور کاله ځنډ وروسته آماده شو او د دغې پروسې عملي چارې یې پیل کړې.

د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو عملي پروسه داسې مهال پیلیږي، چې په هېواد کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله خورا خراب شوی او د روانې جګړې له کبله هره ورځ د لسګونه کسانو ژوند اخیستل کیږي. همدې وضعیت ته پو کتلو سره د ټاکنو پر مهال د ګڼو نورو ستونزو سربېره، د هېواد خراب امنیتي وضعیت هغه ستره ننګونه بلل کيږي، چې هم د ټاکنو پروسه ګواښي، هم رایه ورکوونکي او هم ولسي جرګې ته نوماندان.

د ولسي جرګې ټاکنې، د هېواد امنیتي وضعیت او د دغو ټاکنو پر وړاندې شته امنیتي ګواښونه او دا چې له دغو ټولو ننګونو سره ـ سره به د ولسي جرګې ټاکنې څومره سرتاسري او رڼې وي؟ هغه پوښتنې دي چې دلته یې د ځوابوبو هڅه شوې ده.

 

د ولسي جرګې ټاکنې

په افغانستان کې د ولسي جرګې کاري دوره د اساسي قانون د ۸۳مې مادې د دویم بند له مخې د چنګاښ (سرطان) پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي. د اساسي قانون دغه ماده وايي: «د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه، د ټاکنو د پایلو له اعلان څخه وروسته پای ته رسېږي او نوې شورا په کار پیل کوي».

د اساسي قانون د همدې حکم پر بنسټ د اوسنۍ ولسي جرګې کاري موده د ۱۳۹۴هـ ش کال د د جوزا تر وروستیو پای ته رسېدلې او باید نوې ولسي جرګې یې پر ځای خپل کار پیل کړی وی؛ خو د ملي یووالي حکومت د خپلمنځي اختلافونو له کبله په ټاکلې نېټه د دغو ټاکنو په ترسره کېدو بریالی نه شو او د همدې ولسي جرګې کاري موده یې د بیاځلې ټاکنو د ترسره کېدو تر وخته وغځوله.

د دریو کلونو په تېرېدو بالاخره د ملي یووالي حکومت په دې بریالی شو چې د ۱۳۹۷هـ ش کال د میزان ۲۸مه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د وروستۍ نېټې په توګه اعلان کړي او د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره عملي کار پیل کړي؛ خو له دې ټولو سره ـ سره د ټاکنو کمیسیون او سیاسي احزابو ترمنځ اختلافونه، په ټاکنو کې پر روڼتیا بې باوري او امنتیي ننګونې هغه څه دي چې روانې ټاکنې ګواښي.

 

ناامني؛ د ټاکنو پر وړاندې یوه ستره ننګونه

په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت او ورځ تربلې پراخېدونکې جګړه، د ولسي جرګې د ټاکنو پر وړاندې عملاً یوه ستره ننګونه ده. د نړیوالو ادارو د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان نږدې نیمایي خاوره د حکومت د وسله‌والو مخالفینو تر کنټرول لاندې ده. دغه راز د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، په افغانستان کې د ناسم امنیتي وضعیت او روانې جګړې له کبله، یوازې په تېرو څلورو کلونو کې د دغه هېواد ۴۰ زره ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د افغان دولت امنیتي بنسټونه د ټاکنو د هر مرکز د امنیت ساتنې په اړه ډاډ ورکوي او په وینا یې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب په موخه ۵۴ زره افغان پوځیان ګمارل شوي دي؛ خو خلک او د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو د امنیت په تړاو اندېښمن دي. ځکه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر له پیل سره، د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو، عامو خلکو او نوماندانو لپاره امنیتي ګواښونه هم پیل شول، چې له امله یې د هېواد په ډیری سیمو کې خلکو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه هم ونه کړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر وینا په ټول افغانستان کې امنیتي بنسټونو ته د رای اچونې د ۷۳۸۴ مرکزونو د امنیت خوندیتوب وړاندیز شوی و؛ خو وضعیت ته په کتلو سره افغان امنیتي ځواکونه یوازې د ۵۱۰۰ مرکزونو د امنیت په خوندیتوب توانېدلي دي. یعنې د خراب امنیتي وضعیت له کبله د هېواد په مختلفو سیمو کې، نږدې ۲۰۰۰ مرکزونه کم شوي دي.

دغه راز د هېواد په مختلفو ښارونو کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د مرکزونو له پرانیستلو سره سم پر دغو مرکزونو بریدونه هم پیل شول. د یوناما د راپور پر بنسټ یوازې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې له پیله بیا د ۱۳۹۷هـ ش کال د ثور میاشتې تر وروستیو، د نوم لیکنې پر ۲۳ مرکزونو بریدونه شوي چې له امله یې ۲۷۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه بریدونو کې تر ټولو خونړی یې د پلازمینې کابل په دشت برچي سیمه کې د نوم لیکنې په یوه مرکز و، چې له امله یې نږدې ۲۰۰تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

پر دې سربېره ولسي جرګې ته نوماندان هم له امنیتي ګواښونه سره مخ دي. د راپورونو پر بنسټ د نوماندانو د لومړني لیست له اعلانه تر دې دمه، ولسي جرګې ته اته تنه نوماندان د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د وسله والو له لوري وژل شوي دي. دغه راز تېره اوونۍ د نوماندانو د ټاکنیزو مبارزو له رسمي پیل سره په ننګرهار ولایت کې ولسي جرګې ته د یوه نوماند په غونډه برید وشو او له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

آیا ټاکنې به سرتاسري او رڼې وي؟

ولسي جرګه په ولسواکو نظامونو کې د ملت د کور حیثیت لري او د یوه هېواد د ټول ملت څخه استازيتوب کوي. ولس په مستقیمه توګه د ټاکنو له لارې د خپلې خوښې استازي ټاکي، ترڅو په راتلونکي کې د دوی ریښتنی استازیتوب وکړي.

په افغانستان کې هم له ۲۰۰۱م کال وروسته د نوي نظام په رامنځته کېدو سره د پخواني ولسمشر حامد کرزی د حکومت پر مهال د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې؛ خو په دغه ټاکنو کې د فساد او تقلب له امله ځینې داسې کسان ولسي جرګې ته راغلل، چې د خپل ملت په ارزښتونو یې سودا وکړه، نه یې د ملت استازیتوب وکړ او نه یې ملت ته د خپلو کړنو ځواب ووایه، هرڅه یې چې کول د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو لپاره یې وو.

د ولسي جرګې اوسنۍ ټاکنې یو ځل بیا په داسې شرایطو کې ترسره کېږي، چې له یوې خوا په هېواد کې خراب امنیتي وضعیت د ټاکنو د سرتاسریتوب مخه نیولې او له بلې خوا په هېواد کې د پراخ اداري فساد د موجودیت له کبله داسې اندېښنې هم شته چې روانې ټاکنې به یو ځل بیا د تقلب او فساد تر سیورې لاندې راشي. ځکه په یوه هېواد کې سرتاسري او رڼې ټاکنې ۤپه هماغه هېواد کې د شته دولت له لوري پر خپل ملت او خاوره د پوره حاکمیت درلودو سره مستقیم تړاو لري؛ خو په افغانستان کې له یوې خوا افغان دولت د جګړې او ناسم امنیتي وضعیت له کبله په ټوله خاوره حاکمیت نه لري او له بلې خوا په ټاکنیزه پروسه کې د فساد او تقلب د موجودیت له کبله د ټاکنو پر روڼتیا د خلکو ترمنځ بې‌باوري خپل اوج ته رسېدلې ده او دا هغه موارد دي چې د ولسي جرګې د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

له دې ټولو سره ـ سره بیا هم اړتیا ده چې په رڼه توګه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره، لږ تر لږه په هغه سیمو کې چې له نسبي امنیت څخه برخمنې دي، هڅه وشي او ولس وړ او علمي شخصیتونو ته رایه ورکړي، چې په راتلونکي کې د همدې ملت د افکارو، ارزښتونو او ګټو لپاره ریښتنې مبارزې او د ملت استازولي وکړي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *