د مسکو غونډه او د سولې پر پروسه يې اغېزې

 

مسکو تېره اوونۍ (د نومبر 9مه) د افغان سولې په اړه د يوې مهمې غونډې کوربه و. په دې غونډه کې د امريکا او افغانستان په ګډون د سيمې 12 هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ خو امريکا يوازې د څارونکي په توګه په غونډه کې ګډون وکړ او افغانستان بيا که څه هم د حکومت رسمي استازی غونډې ته ونه لېږه؛ مګر د سولې عالي شورا يوه جګ‌پوړي پلاوي په دې غونډه کې ګډون وکړ.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د غونډې په پيل کې په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګياليو حضور او ګواښ ته په اشارې سره وويل، چې د ځينو هېوادونو له‌خوا د سيمې د ناامنه کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کېږي. نوموړي د روسيې هلې ځلې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره وبللې.

دغې غونډې ځکه په نړيواله کچه پام ځان ته اړولی و، چې له يوې خوا د طالب استازو يوه جګ‌پوړي او با صلاحيته پلاوي پکې ګډون کړی و او له بلې خوا د روسيې او امريکا ترمنځ د وروستيو کلونو سړې جګړې له کبله د افغانستان په لور د روسيې لېوالتيا او ښکېلتيا هم زياته شوې ده.

دا چې د روسيې-امريکا سړې جګړې د افغانستان پر قضيه څومره اغېزې کړې؟ روسيه په خپلو دا ډول هڅو سره څه غواړي؟ او د وروستۍ غونډې پايلې او اغېزې به څه وي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته يې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 

د امريکا-روسيې سړه جګړه او افغانستان

که څه هم د سولې په تړاو هر ګام په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هيلې راټوکوي؛ خو د مسکو غونډې د امريکا او روسيې ترمنځ د سړې جګړې او د افغانستان په قضيه کې د دغو هېوادونو د تقابل پيغام له ځان سره درلود. د همدغه ذهنيت د حاکميت له کبله د روسيې د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې په ټينګار سره وويل، چې دوی نه غواړي افغانستان د سيمه‌ييزو او نړيوالو لوبغاړو او زبرځواکونو د سياليو په ډګر بدل شي او د دغې غونډې يوازېنۍ موخه يې په افغانستان کې د سولې ټينګښت وبلله.

له يوې خوا په افغانستان کې د امريکا د جګړې اوږدېدل او له بلې خوا د افغان حکومت د سولې د هڅو ناکامي د دې لامل شوې، چې د افغان قضيې سيمه‌ييز او نړيوال لوبغاړي هم په ډېرېدو شي. دا چې روسيه او امريکا له تېرو څو کالونو راهيسې د ځينو سيمه‌ييزو او نړيوالو قضيو په تړاو په يوه نوې سړه جګړه کې ښکېل دي، افغانستان هم د دغې سړې جګړې پر يوه ډګر بدل شوی دی.

روسيه اوسمهال په افغانستان کې د امريکا له حضور څخه په وېره کې ده، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امريکايي اډو له جوړېدو او بيا په 2015 کال کې د داعش ډلې د فعاليت پيل د دغه هېواد اندېښنې زياتې کړې دي او له همدغه کال راوروسته يې د افغانستان په قضيه کې د اغېزناک رول لوبولو هڅې پيل کړې دي.

د روسيې د وروستيو هڅو او پر افغان قضيه يې د اغېزو په اړه دوه ډوله تحليلونه شته دي:

لومړی: دا چې د روسيې هڅې له امريکا سره د سړې جګړې او پر دغه هېواد د فشارونو واردولو په موخه دي، نو له همدې کبله به ښايي دا هڅې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت په برخه کې معکوسې پايلې ولري او دا به د افغان جګړې د لا پېچلتيا او اوږېدو لامل شي.

دويم: داسې انګېرنې هم شته دي، چې ښايي امريکا به د افغانستان په قضيه کې د روسيې د رول پراخېدل او په ځانګړې توګه له طالبانو سره د روسيې د اړيکو لا زياته غځېدا ونه غواړي. له همدې کبله به امريکا خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ترڅو له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو له لارې، له دغې ډلې سره د سولې يوې هوکړې ته ورسېږي.

 

د مسکو د غونډې پايلې او اغېزې

د ملي يووالي حکومت په دوره کې د مسکو-کابل اړيکې د حامد کرزي د دورې په پرتله ترينګلې شوې؛ ځکه له يوې خوا ملي يووالي حکومت له  واشنګټن سره د ښو اړيکو پاللو هڅه کوله او له بلې خوا په دې دوره کې د افغانستان په اړه د روسيې په سياستونو کې هم بدلون راغی. همدا لامل دی، چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د روسيې هڅو ته د شک په سترګه ګوري او وروستۍ غونډې دا فضا يو څه نوره هم ترينګلې کړه.

افغان حکومت له يوې خوا نه غواړي په داسې غونډه کې ګډون وکړي، چې رهبري يې د دوی په واک کې نه وي او له بلې خوا د سولې په برخه کې د امريکا وروستيو هڅو هم حکومت تر يوه بريده اندېښمن کړی او په دې وېره کې دی، چې د امريکا-طالبانو د مخامخ خبرو اترو پر مهال له پامه ونه غورځول شي. له همدې امله يې په دې غونډه کې په ګډون نه کولو سره، د روسيې د هڅو په اړه د امريکا دريځ تاييد کړ. خو په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د پلاوي ګډون بيا د حکومت د کمزوري او دوه‌زړي دريځ ښکارندويي کوله، ځکه د سولې عالي شورا له طالبانو سره د سولې د پروسې رسمي ارګان دی، خو تراوسه له طالبانو سره د سولې اړوند پرمختګونه د دغې شورا له لارې نه دي شوي او دا شورا يو بې‌اغېزې ادرس بلل کېږي.

په بل اړخ کې طالبانو ته بيا دا ښه فرصت و، چې د سيمې او نړۍ په کچه په يوه مهمه غونډه کې رسما ګډون وکړي او خپل دريځ بيان کړي. طالبانو په دې غونډه کې په ګډون کولو سره له يوې خوا د روسيې په څېر ځواکمنو هېوادونو د ملاتړ پيغام امريکا او افغان حکومت ته ورساوه او له بلې خوا يې د لومړي ځل لپاره په ډېر پراخ او اغېزناک ډول خپل غږ د سيمې هېوادونو او نړۍ ته ورساوه. د طالبانو استازو په خپلو خبرو کې پر دې ټکي لا زيات ټينګار وکړ، چې دغه ډله ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته ګواښ نه دی، کوم څه چې د طالبانو سيمه‌ييز ملاتړ پياوړی کوي.

طالبانو له يوې خوا په وروستيو کلونو کې، په تېره بيا له 2013 کال او په قطر کې د سياسي دفتر له پرانيستل کېدو وروسته، خپلې ديپلوماتيکې هڅې پياوړې کړې دي او له بلې خوا طالبانو درک کړې، چې له روسيې سره د اړيکو له لارې کولی شي پر امريکا فشارونه وارد کړي او له دغې ډلې سره د امريکا مخامخ خبرو اترو ته لاره هواره شي.

د دې ترڅنګ، په مسکو کې د طالب استازو په ګډون د سولې غونډه جوړېدل د امريکا لپاره د اندېښنې خبره ده او ښايي تر يوه بريده له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د امريکا پر دريځ اغېزې ولري؛ ځکه امريکا نه غواړي چې د افغانستان په قضيه کې د روسيې رول تر دې زيات پراخ شي.

 

امريکا-طالبان خبرې اترې

د مسکو غونډه داسې مهال جوړېږي چې امريکا له څه مودې راهيسې د افغان سولې په برخه کې د پخوا په پرتله هيله‌بښونکي ګامونه اوچت کړي دي. له دغې غونډې سره هم‌مهاله د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم، چې څه موده وړاندې يې په قطر کې له طالب استازو سره هم کتلي وو، سيمې ته خپل دويم سفر هم وکړ.

د افغان جګړې د دوام اصلي لامل په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون دی او ترڅو پورې چې امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو مهالوېش له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو مېز ته وړاندې نه کړي، دا بهير به پام‌وړ لاسته‌راوړنه ونه لري. د افغان حکومت د سولې د هڅو د ناکامۍ اساسي لامل هم همدا دی، چې طالبان افغان حکومت د دوی د اساسي غوښتنې (په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د برخليک) په تړاو بې‌صلاحيته بولي او له دغه حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کوي.

د دې ترڅنګ، افغان قضيه بهرني او کورني اړخونه لري، چې بهرنی اړخ يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش او دويم اړخ يې بين‌الافغاني تفاهم ته د زمينې برابرولو ته اړتيا لري. په بهرني اړخ کې د سيمه‌ييزو هېوادونو هڅې تر يوه بريده اغېزناکې بلل کېږي او د روسيې په څېر هېوادونو فشارونه د امريکا پر دريځ اغېز ښندلی شي؛ ځکه ترڅو چې امريکا په خبرو کې مستقيم رول او ونډه ونه لري، د سولې د بهير بريا هم ناشونې برېښي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *