ټاکنیزې ډلې او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک

 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸هـ ش کال د سرطان په ۲۹مه ترسره کېږي. د دې کمیسیون له لوري د اعلان شوي مهال‌وېش له مخې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ د ۱۳۹۷هـ ش کال د جدې له لومړۍ تر ۳۰مې نېټې پورې وه.

که څه هم په دغه موده کې د ټاکنو له کمیسیون څخه ۷۰ کسانو د نوماندۍ معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې وې؛ خو په دې ډله کې یوازې ۲۰ کسان د ټاکنو کمیسیون ته د نوماندۍ په موخه ورغلل چې په شرایطو برابر ۱۸ تنه یې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شول.

ولسمشریزو ټاکنو ته د ۱۸ نوماندانو په منځ کې د ځینو ټاکنیزو ډلو تشکیلاتي جوړښت د توقع خلاف را څرګند شو. ځکه د داسې کسانو ترمنځ ټاکنیزې ډلې رامنځته شوې، چې په تېر کې یې له یو بل سره ژور سیاسي اختلافونه درلودل او پر یو بل یې مختلف تورونه لګولي دي.

په افغانستان کې د تېرو ټاکنو تجربې، راتلونکو ټاکنو لپاره رامخته شوې ټاکنیزې ډلې، د دغو ډلو تشکیلات جوړښتونه او په ټوله کې د هېواد روان وضعیت او د ټاکنو کمیسیون ظرفیت ته په کتلو سره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک، هغه مسایل دي چې دلته یې په اړه بحث شوی دی.

 

د ټاکنو تېرې تجربې

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له را پرځېدو وروسته په ۱۳۸۳هـ ش کال کې په لومړي ځل د ولسمشرۍ ټاکنې او په ۲۰۰۵م کال کې پارلماني ټاکنې وشوې. هغه مهال دغه ټاکنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا د ټاکنو د تنظيم له ګډ دفتر سره په همغږۍ اداره کړل شوې.

د ۱۳۸۳هـ ش کال د ثور په ۱۱مه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۱مې ګڼې فرمان له مخې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون جوړ شو. د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې پر بنسټ، دغه کمیسیون په افغانستان کې د ټولو ترسره کېدونکو ټاکنو د ادارې، څارنې او د خلکو د رایو پر بنسټ، د پرېکړو مسؤولیت لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له جوړېدو تمه دا وه چې په راتلونکي کې به د ټاکنو پر مهال د ستونزو او درغلیو مخه ونیول شي. ځکه د ۱۳۸۳هـ ش کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو په اړه ځینې شکایتونه موجود وو؛ خو د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۳هـ ش کال ولسمشریزو او د ۱۳۹۷هـ ش کال پارلماني ټاکنو ته په کتلو سره ښکاره شوه چې په دغه پروسه کې ستونزې، درغلۍ او لاسوهنې د پخوا په پرتله لا زیاتې شوې وې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ۱۳۸۸هـ ش کال کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره کړې، د دغو ټاکنو پر مهال د دوو مخکښو نوماندانو حامد کرزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنو د پایلو پر سر ډېرې ناندرۍ رامنځته شوې؛ خو بالاخره حامد کرزی د دويم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون په رهبرۍ په ۱۳۸۹هـ ش کال کې پارلماني ټاکنې هم ترسره شوې. په دغو ټاکنو کې د درغلیو ستونزه لاجدي شوه. ان تر دې چې په پارلماني ټاکنو کې د پراخو درغليو د څېړنې لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوه.

د ۱۳۹۳هـ ش کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټاکنو  کمیسیونتر بل هر وخت له سختو نیوکو او تورونو سره مخ و. په ټاکنو کې اشرف غني او عبدالله عبدالله دوه مخکښ نوماندان وو، چې په لومړي پړاو کې هېڅ یوه هم د بریا رایې خپلې نه کړې. په دویم پړاو کې یې هم یو پر بل د درغلیو د تورونو لګولو له کبله کیسه لا خرابه شوه، چې بلاخره د دواړو لورو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر  جان‌کیري په منځګړیتوب، د ملي یووالي حکومت په نوم ګډ حکومت رامنځته شو.

 

 اوسنۍ ټاکنیزې ډلې

په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي دي. په دغه ۱۸ ټاکنیزو ډلو کې ځېنې ډلې ځواکمنې ښکاري او کولای شي د ټاکنو په میدان کې ښه سیالي وکړي؛ خو ځینې نورې ډلې بیا په خلکو کې د نفوذ او سیاسي مخینې درلودو له اړخه کمزورې ښکاري. په ټوله کې دغه ۱۸ ټاکنیزې ډلې په لاندې دوه برخو وېشلی شو:

لومړی: د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ۱۸ نوماندانو کې ځینې داسې ټاکنیزې ډلې رامنځته شوې دي، چې ځانونه د ولسمشرۍ حقداره ګڼي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته به د رسېدو په موخه رښتینې مبارزه وکړي. په دې برخه کې د محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او محمد حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې یادولی شو، دوی به په راتلونکو ټاکنو کې د بریا په موخه کلکه مبارزه او یو د بل سیالي وکړي.

دویم: د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په رامخته شوو ټاکنیزو ډلو کې، ځینې داسې ډلې هم شته چې نه د بریا هیله لري او نه یې هم د بریا چانس شته. دا ډول ټاکنیزې ډلې تر ډېرې د شهرت او یا هم مادي او سیاسي امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه رامنځته کیږي. اوس مهال هم ښایي په دغو ۱۸ ټاکنیزو ډلو کې ځېنې ډلې مخکې له ټاکنو له خپلې نوماندۍ د نورو ډلو په ګټه تېرې شي او ځینې چې د شهرت ترلاسه کولو په موخه نوماند شوي، ښایي په ټاکنو کې هم خپل بخت و ازمویي.

په افغانستان کې د ۱۳۹۸هـ ش کال د ولسمشریزو ټاکنو ۱۸ ټاکنیزې ډلې:

ځواکمنې ټاکنیزې ډلې

په افغانستان کې تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته په کتلو سره داسې ښکاري چې داځل به ټاکنیزې سیالۍ نظر پخوا ته ګرمې او سختې وي. په ټولیز ډول په تېرو ټاکنو کې سره له دې چې د نوماندانو شمېر به زیات وو؛ خو ځواکمن ټیمونه به کم وو. داځل د تېر خلاف په ټاکنیزو ډلو کې د ځواکمنو ډلې شمېر زیاد ښکاري، چې له امله به یې هیڅ یوه ډله د ټاکنو په لومړي پړاو کې د بریا رایې پوره نه شي کړی او ټاکنې  به دویم پړاو ته لاړې شي.

  • د محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله: اشرف غني چې د ۱۳۹۳هـ ش کال په ټاکنو کې د «تحول او تدام» ټاکنیزې ډلې مشر وو، دا ځل د امرالله صالح او محمد سرور دانش سره یو ځای د «دولت جوړونکې» ټاکنیزې ډلې په نوم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د سیالۍ میدان ته را مخته شوی دی.

د افغانستان اوسنی ولسمشر داسې مهال راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کېږي، چې ډیری پخواني یاران او د ټیم قوي غړي یې ترې تللي دي. جنرال دوستم چې ویل کېږي په تېرو ټاکنو کې یې زیاتې رایې غني ته راټولې کړې، اوس مهال یې د یوه مخالف ټیم ملاتړی دی. حنیف اتمر چې د اشرف غني تر ټولو نږدې کس بلل کېده او د ملي یووالي حکومت پر مهال د غني د مخالفینو د سترګو اغزی وو، نن هغه هم ورسره نشته او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د غني سیالۍ ته رامخته شوی دی. له دې پرته د غني یو شمېر نور پخواني ملګري چې پخوا یې ملاتړي وو، اوس مهال د ده د نورو سیالانو ترڅنګ ولاړ دي. دا هغه څه دي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د اشرف غني سیالي سخته کړې ده.

په تېرو ټاکنو کې غني تر ټولو ډېره رایه له پښتون او ازبک څخه ترلاسه کړه. اوس مهال د جنرال دوستم په تلو سره د ازبکو یوه لویه برخه رایه د غني له لاسه وتلې ده. دغه‌راز د غني پر وړاندې د اتمر او ګلبدین حکمتیار سیالي بیا په پښتنو کې د ده رایه کسر کولی شي.

د ملي امنیت پخوانی رئیس امرالله صالح چې د ملي یووالي حکومت پرمهال یې د حکومت پر کړنو ډېر ځله توندې نېوکې کړې دي، راتلونکو ټاکنو کې د غني تر څنګ ولاړ دی؛ خو په مختلفو ټاکنیزو ډلو کې د جمعیت اسلامي ویشل شوي حالت ته چې ګورو، ښایي امرالله صالح دومره رایه غني ته را نه وړي. سرور دانش له هغو ګوتو په شمېر کسانو څخه دی چې له پخوا یې د غني ملګرتیا کړې ده. که څه هم غني نوموړی تر ډېره د هزاره قوم د رایې د ترلاسه کولو په موخه له ځان سره درولی؛ خو په اوس مهال کې د هزاره قوم رایه هم تر ډېره وېشل شوې ښکاري، ځکه محمد محقق له حنیف اتمر او کریم خلیلي له عبدالله عبدالله سره ولاړ دی او په هزاره قوم کې همدا دوه کسان تر نورو د ډېر نفوذ خاوندان بلل کېږي.

پر دې ټولو سربېره کوم څه چې د اشرف غني ډلې ته ځواک ورکوي او د بریا چانس یې زیاتوي، هغه د ده برحاله ولسمشري او د حکومت په رأس کې قرار لرل دي. دغه‌راز د غني له لوري په مرکزي ریاستي نظام ټینګار او د اجرائیه ریاست له منځه وړل، هم هغه د قوت ټکي دي چې د غني پلویان یې زیات کړي دي.

  • د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله: په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د «اصلاحاتو او همګرایۍ» ډلې مشر عبدالله عبدالله، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د «ثبات او همګرایۍ» له شعار سره را مخته شوی دی. عبدالله هغه څوک دی چې له ۱۳۸۰هـ ش کال وروسته یې ولسمشریزو ټاکنو ته دا درېیم ځل نوماندي ده او په دې برخه کې له ښې تجربې څخه هم برخه‌من دی. سره له دې چې په تېرو دوو پړاوونه پړاوونو کې یې هر ځل ښه سیالي کړې ده؛ خو نه دی توانېدلی چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغانستان د ولسمشر په توګه دننه شي.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو له لوري را مخته شوی نوماند دی. د ده په ټاکنیزه ډله کې جنرال دوستم، محمد کریم خلیلي او صلاح الدین رباني قوي سیاسي او قومي ملاتړ لرونکې څېرې دي.

د جنرال دوستم او کریم خلیلي له ملګرتیا ورهاخوا د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د قوت درېیم ټکی د جمعیت اسلامي په انسجام پورې اړه لري. که څه هم په اوس مهال کې د جمعیت اسلامي مهم غړي د راتلونکو ټاکنو لپاره په مختلفو ټاکنیزو ډلو کې تیت او غیر منسجم ښکاري؛ خو د دې حزب مشر صلاح الدین رباني بیا عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي یوازینی رسمي نوماند اعلان کړ. که چېرې د جمعیت اسلامي د مهمو غړو اوسنی وېش او غیر منسجم‌والی د دغه حزب داخلي او پټه ستراتېژي وي او یوازې غواړي د اشرف غني، حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د پښتون قوم رایه څو تقسیمه شي، نو عبدالله عبدالله به د تېرو ټاکنو په شان له اشرف غني سره کلکه سیالي وکړي؛ خو که چېرې رېښتیا هم داسې نه وي او د جمعیت اسلامي هر غړی د خپل ټیم لپاره صادقانه کار او کمپاین وکړي، بیا نو له اشرف غني سره د عبدالله عبدالله سیالي سخته ده.

  • د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله: ولسمشریزو ټاکنو ته د ۱۸ نوماندانو به منځ کې، ظاهراً د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې جوړښت تر نورو ځواکمن ښکاري. د «سولې او اعتدال» تر شعار لاندې ټاکنیزه ډله کې د اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني د جعیت اسلامي مطرح غړی دی او محمد محقق بیا د اجرائیه ریاست دویم مرستیال او په هزاره قوم کې ډېر نفوذ لرونکی شخص دی. همدارنګه د «سولې او اعتدال» په ډله کې عطا محمد نور، اسمعیل خان، سباوون، زاخیلوال، سید حامد ګیلاني او ځینې نورې مطرح سیاسي څېرې هم ګډون لري، چې دغه ډله یې نوره هم ځواکمنه کړې ده.

 حنیف اتمر د ملي یووالي حکومت پر مهال هغه سیاسي څېره وه چې د غني د پلویانو ترمنځ یې ډېر محبوبیت درلود؛ خو له غني سره د نوموړي مخالفت او له نوماندۍ وروسته دا وینا چې «که ولسمشر شو، په اساسي قانون کې به تعدیل رامنځته کړي او اوسنی ریاستي نظام به نیمه ریاستي باندې بدل کړي»، هغه ټکي دي چې ښایي د خلکو ترمنځ په ځانګړې توګه په پښتون قوم کې یې د نوموړي محبوبیت ته زیان رسولی وي.

سره له دې چې د حنیف اتمر په ډله کې زیات شمېر سیاسي، قومي او جهادي مطرح کسان راټول دي، خو د ولسي جرګې ټاکنو ته په کتلو سره داسې ښکاري چې ولس تر ډېره د دغو څېرو تر شا نه دی ولاړ او ډیری خلک د خپلې فردي خوښې پر بنسټ رایه ورکوي.

  • د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزه ډله: د حزب اسلامي افغانستان رهبر، ګلبدین حکمتیار چې په ۱۳۹۶هـ ش کال کې یې د افغان حکومت او بهرنیانو پر ضد خپله وسله‌واله مبارزه پرېښوده او سوله یې وکړه، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره سیالۍ ته راوتلی دی. که څه هم نوموړي د ۱۳۹۳هـ ش کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له قطب‌الدین هلال څخه ملاتړ اعلان کړ او نوموړی یې د حزب اسلامي افغانستان نوماند وباله چې هغه مهال قطب الدین هلال یوازې څه کم دوه سوه زره رایې وګټلې؛ خو حکمتیار د افغانستان په سطحه د یوه افغان شموله اسلامپالي او جهادي سیاسي حزب رهبر دی او لا هم د افغانانو ترمنځ زیات نفوذ لري، پر همدې اساس ښایې یوه اندازه رایې په ځانګړې توګه د اسلامپالو رایې له نورو نوماندانو څخه را کسر کړي.

 

ټاکنیز نظام او د ټاکنو کمیسیون

د ۱۳۹۳هـ ش کال له جنجالي ټاکنو را وروسته د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ له شوو هوکړو څخه، یو هم د ټاکنیز نظام اصلاح او د ټاکنو کمیسیون کې د نوو کسانو ګمارل وو. د ملي یووالی حکومت له جوړېدو را وروسته تر یو څه ځنډ وروسته ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې په کمیسیون کې تغیرات راوستل او نوي کمیسیون په کار پیل وکړ؛ خو د وخت په تېرېدو سره ښکاره شوه چې د ټاکنو نوی کمیسیون هم د ظرفیت او مدیریت له اړخه کمزوری و.

دغه کمیسیون د ۱۳۹۷هـ ش کال د ولسي جرګې ټاکنې له درې کلن ځنډ وروسته په ډېر خراب شکل او وضعیت کې ترسره کړې. د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال کمزوری مدیریت، فساد او پراخې درغلۍ ټول هغه موارد وو چې له کبله یې لا هم کمیسیون د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان کړې؛ نو همدې ته په کتلو سره د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې یو ستر خنډ د ټاکنو اوسنی کمیسیون او ټاکنیز نظام دی.

د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له بایومټریک دستګاوو څخه کار واخیستل شو؛ خو د ټاکنو کمیسیون ونه‌توانېد چې دغه سیستم په سمه توګه مدیریت کړي. په دې برخه کې د بایومټریک دستګاوو تخنیکې ستونزې او د بایومټریک په اړه د خلکو نه پوهاوی هغه موارد وو چې دغه سیستم یې له ستونزو سره مخ کړی و. د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې یوه لویه ستونزه همدا ده. که چېرې د ټاکنو کمیسیون بیا هم په دې برخه کې د ولسي جرګې د ټاکنو په شان ناکام پاتې شي او بایومټریک سیستم منظم نه کړي، د ولسمشریزو ټاکنو جنجال به هم د ولسي جرګې له تېرو ټاکنو کم نه وي.

د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې اوسنۍ کاغذي تذکرې د نوملیکنې لپاره اصلي سند ګڼل کېده، چې له کبله یې زیاتو درغلیو ته لاره هواره شوه او د ولسي جرګې په ټاکنو کې زرګونه کسانو جعلي تذکرې وکارولې. دا ستونزه یوازې د برېښنایي تذکرو د وېش په واسطه حل کېدونکې ده؛ خو دا چې تر اوسه ډېرو کمو افغانانو برېښنایي تذکرې ترلاسه کړې دي او د وېش لړۍ یې محدوده او ورو ده، ښایي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم له دغې ستونزې سره مخ اوسو.

پر دې سربېره د هېواد روان امنیتي وضعیت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ړاندې یوه لویه ننګونه ده. په اوس مهال کې شاوخوا ۴۵ سلنه خاوره د حکومت له کنټرول څخه  وتلې. دغه راز د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم پوره امن نشته، دا وضعیت به د ټاکنو سرتاسریوالی او شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.

 

د ټاکنو برخلیک

په اوس مهال کې د افغانستان روان سیاسي او امنیتي وضعیت او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر جنجالو او درغلیو ته په کتلو سره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک په لاندې مواردو پورې تړلی ښکاري:

د سولې د خبرو څرنګوالی: په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه له تېرو څو میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي. دغه خبرې که څه په ابوظبۍ کې له درېیمې ناستې وروسته د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره وځنډېدې؛ خو څو ورځې وروسته د سیمې ځینې هېوادونو ته د خلیلزاد د سفر له پای ته رسېدو سره، تېره اوونۍ بېرته پیل شوې او داسې ویل کېږي چې دواړو لورو د اختلاف په ټکو بېرته بحث پیل کړی دی.

د سولې په دغو خبرو کې که چېرې امریکا او طالبان د جګړې د پای ته رسولو هوکړې ته رسېږي، نو ښایي ټاکنې نورې هم وځنډېږي، تر څو له امریکا وروسته طالبان له افغان لوري سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه خبرې وکړي. داسې هم ویل کېږي، چې په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د مهال وېش اعلان، د نوماندانو نوملیکنه او په ټوله کې د دې پروسې پیل، تر ډېره د سولې لپاره پر طالبانو د فشار راوړلو په موخه ترسره کېږي؛ که نه په روانو حالاتو کې چې له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، ښایي د دې خبرو د وروستۍ مثبتې یا منفي پایلې پورې ټاکنې همداسې ځنډېلې پاتې شي.

د ټاکنو وروستۍ پایلې: په افغانستان کې ډېر کله د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان سره سم د ځینې نوماندانو له لوري اعتراضونه کېږي او د پروسې پر روڼتیا نیوکې پیل کېږي.  د ۱۳۸۸هـ ش کال په ولسمشریزو ټاکنو  کې عبدالله عبدالله او حامد کرزی دوه مخکښ نوماندان وو چې د ټاکنو د پایلو پر سر یې ډېر جنجالونه وکړل. دغه‌راز د ۱۳۹۳هـ ش کال ولسمشریزوې ټاکنې کې د وروستیو پایلو پر سر بیا د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ دومره جنجالونه رامنځته شول چې بالاخره د دواړه مخکښو ټاکنیزو ډلو ترمنځ اېتلافي حکومت رامنځته شو.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ کېټس په خپلو یادښتونو په کتاب کې لیکي چې «د اوباما حکومت  غوښتل په افغانستان کې د ۱۳۸۸هـ ش کال په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، ټاکنې له اصلي نېټې وځنډوي او د اپوزیسیون د بریا لپاره کار وکړي، لیکوال وایي د اوباما حکومت په لوی لاس غوښتل د یوه مستقل هېواد د ټاکل شوي ولسمشر د لرې کېدو لپاره کار وکړي.» د ګېټس دغه وینا په افغانستان کې د ټاکنو پر مهال د بهرنیو هېوادو د لاسوهنې ښکاره بېلګه بیانوي.

د ۱۳۹۳هـ ش کال ولسمشریزې ټاکنې هم له ورته برخلیک سره مخ وې، سره له دې چې د ټاکنو کمیسیون پر ټولو چارو لسګونو بهرنیو څارونکو څارنه کوله؛ خو بیا هم د داسې درغلیو تورونه رامنځته شول چې د ټاکنو پایلې یې جنجالي کړې او په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب  اېتلافي حکومت رامنځته شو.

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک یو ځل بیا په همدې مسئله پورې هم تړلی ښکاري. که د کمیسیون له د اعلان شوي مهال وېش سره سم رښتیا هم ټاکنې وشوې، نو ښه داده چې د ټاکنو لپاره اوسنۍ رامخته شوې ټاکنیزې ډلې د تېرو ټاکنو او د هېواد او هېوادوالو وضعیت ته په کتلو سره، د خلکو واقعي رایې او پرېکړې ته غاړه  کیږدي او د بهرنیو کړیو په واسطه نه درغلي وکړي او نه هم درغلیو ته لار هواره کړي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *