د افغانستان د سولې په پروسه کې شته ابهامونه

 

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ (۲۰۱۹م کال د فبرورۍ ۶مه) د خپل هېواد کانګرېس ته په کلنۍ وینا کې وویل: «ما په افغانستان کې د یوې سیاسي روغې جوړې لپاره خبرې اترې چټکې کړې دي. د امریکا حکومت په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له مختلفو افغان ډلو سره رغنده خبرې لري او که دغو خبرو پرمختګ وکړ، بیا په افغانستان کې ځواکونه کمولی شو او تمرکز به له ترهګرۍ سره پر مبارزه وي.»

د امریکا ولسمشر له دې وړاندې له سي بي اس تلویزیون سره هم په يوه مرکه کې ویلي وو، چې له افغانستانه به خپل عسکر وباسي او په دغه هېواد کې به امریکا یوازې پر استخباراتي چارو تمرکز وکړي؛ خو د نوموړي د دې پرېکړې پر وړاندې د امریکا د سنا مجلس مخالفت کوي او هڅه یې دا ده چې ټرمپ له افغانستانه امریکایي عسکر ونه باسي. افغان ولسمشر هم د ټرمپ له دغې پرېکړې نا خوښ ښکاري او هڅه کوي، چې ټرمپ له خپلې پرېکړې واوړي. ځکه په قطر کې د طالب او امريکايي استازو له وروستيو خبرو اترو وروسته یې ټرمپ ته یو لېږلی او له ټرمپ څخه یې غوښتنه کړې، چې له افغانستانه خپل ټول سرتېري ونه باسي.

د افغان سولې په اړه که څه هم په اوس‌مهال کې تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوې دي؛ خو لا هم له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو او راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه ځینې ابهامونه شته، چې دلته مو پرې بحث کړی دی.

 

د امریکا ـ طالبانو خبرې اترې

د امریکا او طالبانو ترمنځ له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د افغان سولې په تړاو څو ځله مخامخ خبرې وشوې او د خبرو دا پروسه په خورا چټکۍ مخ ته روانه ده. که څه هم په ابوظبۍ کې د دواړو لورو ترمنځ له درېیمې ناستې را وروسته د اجنډا پر سر د اختلاف له امله د لنډ مهال لپاره خبرې وځنډېدې؛ خو دا خبرې د دواړو لورو ترمنځ بېرته پیل شوې او په څلورمه ناسته کې په ډېرو موضوعاتو بحثونه وشول.

د څلورمې ناسته په اړه تمه دا وه، چې دواړه لوري به د بحثونو د پرمختګ په اړه ګډه اعلامیه خپره کړي. ځکه رسنیو په دغو خبرو کې د زیات پرمختګ او د مختلفو موضوعاتو په اړه (له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش، د بندیانو تبادله، اوربند، لنډمهاله حکومت، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابرول او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته نورو ته له افغانستان څخه خطر نه پېښېدل) د یوې عمومي هوکړې په توګه خپاره کړل.

د قطر له ناستې وروسته زلمي خلیلزاد له دغو خبرو خوښي وښوده او ویې ویل، چې «له طالبانو سره په شپږ ورځنیو خبرو کې رغنده او حیاتي بحثونه وشول او په دغو بحثونو کې د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي؛ خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.» طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې «د مذاکراتو په دې پړاو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو مهمو مسائلو بحث او پرمختګ وشو.»

له دې ټولو سره سره لا هم د سولې بهیر له یو ډول ابهام سره مخ دی او ځانګړی لوری یې معلوم نه دی. ځکه له یوې خوا د سولې خبرې تر ډېره د بندو دروازو تر شا دي او جزئیات یې څرګند نه دي، له بلې خوا له روانې پروسې سره د افغان حکومت مخالفت او له امریکا سره یې د اړیکو راتلونکی، هغه څه دي چې په اړه يې اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

په خبرو کې مبهم ټکي

د افغانستان په څېر یوه جګړه ځپلي هېواد کې د سولې هر ګام خلکو ته خورا هیله بښونکی ښکاري. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو ته هم افغانان خوښ دي او تمه یې دا ده چې همدا خبرې روانه جګړه پای ته ورسوي؛ خو په دغو خبرو کې لا هم لاندې څو موارد په یو ډول ابهام کې دي:

لومړی: په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سولې پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي او په روانو خبرو کې هم تر ټولو مهمه موضوع ده، چې په اړه یې لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د امریکا کانګرس ته د ټرمپ وروستۍ وینا او له دې وړاندې له سي بي اس تلویزیون سره د نوموړي مرکه ښیي، چې امریکا له افغانستانه خپل سرتیري باسي؛ خو د امریکا د واکمن ولسمشر له دغې پالیسۍ سره د امریکا د سنا مخالفت او خپله د ټرمپ د خبرو دا برخه چې وایي: «که ځواکونه باسي نو پر استخباراتي چارو به تمرکز زیاتوي.» هغه ټکي دي، چې په افغانستان کې یې د بهرنیانو حضور مبهم کړی دی.

دویم؛ د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو روانې پروسې ته تر ډېره د پاکستان او امریکا د معاملې په سترګه کتل کېږي. پوښتنې دا دي چې ولې پاکستان له لسیزو وروسته د افغان سولې په اړه همکاري کوي؟ په دې برخه کې یې ګټې څه دي؟ ایا پاکستان ته څه ورکړل شوي چې همکاري وکړي؟ که ورکړل شوي دا یوازې د امریکا او پاکستان ترمنځ معامله ده او که د افغانستان په اړه هم له پاکستان سره معامله شوې ؟ دا پوښتنې ځکه پیدا کېږي چې افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې د ګندمک د معاهدې یادونه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، چې «هیڅ مور داسې زوی نه دی زیږولی چې پر ما د کندمګ په شان تړون لاسلیک کړي.»

درېیم؛ د سولې په روانو کې خبرو کې افغان حکومت او طالبان د یو او بل خلاف دریځونه لري. طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي او افغان حکومت له خپل حاکمیت پرته د سولې هیڅ راز خبرې نه مني. په روانه پروسه کې یو بل ابهام همدا دی چې ایا د افغانستان د راتلونکي په تړاو به د امریکا او طالبانو ترمنځ تفاهم کېږي او که افغان حکومت به هم په کې ورګډېږي، یعنې د سولې به روانو خبرو کې به وروستی تصمیم د امریکایانو او افغانانو ترمنځ وي او که یوازې د افغانانو ترمنځ وي؟ دا جدي مسله ده. ځکه که امریکا د افغان حکومت له دغه دریځه ملاتړ وکړي، ښایي طالبان یو ځل بیا له خبرو پر شا شي او که ملاتړ یې نه کوي، ښایي د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې شي.

څلورم؛ د سولې په روانو خبرو کې طالبان د اساسي قانون د تعدیل او په ټولیز ډول د نظام په جوړښت کې د اصلاحاتو خبرې کوي؛ خو د ابهام ټکی په‌کې دا دی چې آیا راتلونکی نظام به طالب محوره (لکه د ایران د اوسني نظام په شان چې د خپل هېواد د مذهبي مشرانو تر نفوذ لاندې دی) وي، چې نور ورسره ولاړ وي او که هر څوک کولای شي، له یوې ټاکلې مودې وروسته د طالبانو له هر ډول نفوذ څخه پاک حکومت ترلاسه کړي؟

 

پایله

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیانو وتل، تر ټولو مهمه موضوع ده چې طالبان یې په اړه کلک دریځ لري؛ خو د ټرمپ له وروستۍ وینا داسې ښکاري، امریکا په دې لټه کې ده، چې په یو ډول نه یو ډول خپل حضور په افغانستان کې وساتي. ښایي په افغانستان کې له اوسنيو شته زرګونه امریکایي سرتیرو څخه یې اکثریت له افغانستان وایستل شي؛ خو لکه څنګه چې ټرمپ وویل امریکا به په افغانستان کې خپل استخباراتي کسان ساتي او هڅه یې دا ده چې پر طالبانو دا ومني او په راتلونکي کې هم د افغانستان په خاوره کې د ځان لپاره ځای ولري.

له بله اړخه د سولې په روانو خبرو کې طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړې دي او تېره اوونۍ هم افغان حکومت د مسکو په ناسته کې ګډون نه درلود. طالبانو د مسکو په ناسته کې د افغانستان له مطرحو سیاسي، جهادي، قومي او مذهبي څېرو خبرې وکړې چې دا ناسته د بین الافغاني تفاهم لپاره لومړنی ګام بللی شو؛ خو افغان ولسمشر د مسکو د غونډې په ورځ په یوه تلویزیوني مرکه وویل، چې دغه سیاسیون اجرائیوي صلاحیت نه لري او هره هوکړه چې وي افغان حکومت به یې کوي؛  دا بیا هغه ستونزه ده چې د حل لپاره یې لارې چارې لا هم وخت ته اړتیا لري.

په ټوله کې داسې ښکاري چې که طالبان له امریکا سره د سولې په خبرو کې یوې نهایي هوکړې ته ورسېږي او دواړه لوري د جګړې له دوامه لاس واخلي، د بین الافغاني تفاهم یا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو موضوع هغه څه ګڼلی شو، چې ښایي د مسکو ناستې ته له افغانستانه تللي سیاسي او جهادي مشران یې د حل لپاره لاره هواره کړي او په یو ډول د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوی بن‌بست له منځي یوسي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *