د مسکو ناسته؛ ایا بین‌الافغاني خبرې پیلېدونکې دي؟

 

څو ورځې وړاندې (د ۱۳۹۷هـ ش کال د سلواغې په ۱۶مه او ۱۷ مه) د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو، جهادي رهبرانو او پخوانیو حکومتي چارواکو ترمنځ د افغان سولې په تړاو دوه‌ورځنۍ ناسته وشوه او په پای کې يې د ګډونوالو له‌خوا ګډه اعلاميه هم خپره شوه.

د مسکو د ناستې په اړه ډېری سیاستوال په دې اند دي، چې دا ډول ناستې به د ارګ او طالبانو ترمنځ د شته اختلاف د لرې کولو لپاره لاره هواره کړي او د بين‌الافغاني تفاهم په پياوړي کولو کې به رغند رول ولوبوي؛ خو افغان حکومت پر دغه ناسته نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا ډول ناستې اجرائیوي واک نه لري.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ له څو پړاوه مخامخ خبرو اترو او وروسته بيا په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ له ناستې سره د ملي یووالي حکومت مخالفت، د سولې په تړاو د حکومت پر نیت شکونه هم ډېر کړي دي؛ خو په بل اړخ کې بيا د ملي یووالي حکومت له لوري د روان کال په حوت میاشت کې د لویې مشورتي جرګې را غوښتلو خبره، هغه څه دي چې د سولې د روانو خبرو د بريالي کېدو په اړه یې هیلې پیدا کړې دي.

دلته مو په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او افغان سیاستوالو د ناستې، د بین‌الافغاني خبرو پر څرنګوالي او دا چې د افغان سولې پروسه په کوم لوري روانه ده؟ بحث کړی دی.

 

د مسکو ناسته

د مسکو په دوه‌ورځنۍ ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر، محمد یونس قانوني، ملا عبدالسلام ضعیف، محمد اسمعیل خان، وکیل احمد متوکل، محمد محقق، عطا محمد نور او نورو ګڼو مطرح سیاستوالو او قومي او دیني مشرانو، د عباس ستانکزي په مشرۍ له طالب استازو سره ګډون درلود. ناستې دوه ورځې دوام وکړ او د غونډې په پای کې نهه ماده‌ییز ګډ پرېکړه‌لیک هم خپور شو او پکې په لاندې مواردو ټولو ګډونوالو توافق وکړ:

لومړی: ګډونوال پر دې باور دي، چې د بین‌الافغاني خبرو په پایله کې په افغانستان کې تلپاتې او با عزته سوله شونې ده.

دویم: دا ډول بین‌الافغاني ناستې د سولې په بهیر کې اړینې دي او دوام به کوي.

درېیم: د افغان سولې په اړه به د قطر له خبرو ملاتړ کېږي.

څلورم: د سولې د ټینګښت په صورت کې به د افغانستان دفاعي او نور ملي بنسټونه خوندي او اصلاحات به پکې راوستل کېږي.

پنځم: په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د سیمه‌ییزو او سترو نړیوالو هېوادونه همکاري او ملاتړ اړین بلل کېږي.

شپږم؛ د نظام په ټولو امورو کې د اسلام له اساساتو پیروي، افغانستان د ټولو ګډ کور بلل، د قوي او ټول‌شموله مرکزي اسلامي حکومت پر خوندیتوب ټینګار، د ملي یووالي او عدالت تأمینول، په سیمه‌ییزو او نړیوالو منازعو کې د افغانستان بې‌طرفي.

اووم: له هېواده د بهرنیو قواوو بشپړ وتل، په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر نه لاس‌وهنې او ګواښونو ټینګار، له افغانستانه نړیوالې ټولنې ته د ګواښ نه متوجه کېدو ډاډ، له اسلامي اصولو سره سم د بیان آزادي، تعلیم، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه، د هېواد د بیارغولو او پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو جلبول.

اتم: د باور جوړونې په موخه د سپین ږیرو، ناروغو او همدارنګه هغو بندیانو را خوشې کولو لپاره هڅې، چې د بند موده یې پوره شوې يا کمه پاتې ده. دغه راز، د ملګرو ملتونو سازمان له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او د قطر په دوحه کې په رسمي توګه د دفتر پرانیستل.

نهم: د قطر په پلازمینه دوحه کې په نږدې راتلونکي کې د بین‌الافغاني تفاهم بله ناسته جوړول.

 

د مسکو ناستې په اړه غبرګونونه

د مسکو د ناستې په اړه مختلف غبرګونونه وښودل شول. افغان حکومت پر دغه ناسته نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا ډول ناستې یوازې د سولې په تړاو یو علمي بحث کېدای شي او اجرائیوي پایلې نه لري. همدارنګه ویل کیږي، چې افغان دولت د مسکو په ناسته کې د یو شمېر طالب استازو د ګډون له امله د ملګرو ملتونو سازمان ته رسماً شکایت کړی، چې په قطر کې ځینې مېشت طالب چارواکي د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په لیست کې دي او په ازادانه توګه سفر نه شي کولی.

په بل اړخ کې د دغې ناستې ګډونوال، پخواني ولسمشر حامد کرزي له دغې ناستې خوښي ښودلې او خبریالانو ته یې ویلي، چې «د افغانانو اساسي غوښتنه سوله ده او په دې ناسته کې د سولې پر راوستلو ټینګار وشو.» دغه‌راز د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نوماند او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم رسنیو ته په خبرو کې ویلي: «طالبان پخوا چمتو نه وو، چې افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو که د دې ناستې ګډه اعلامیه وګورئ نو پکې پر بین‌الافغاني خبرو ټینګار شوی.»

که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا ناسته د دوی له‌خوا نه ده جوړه شوې؛ خو ځینې افغانان په دې باور دي په روسیه کې د دې ناستې جوړېدل له امریکا سره د روسیې د سیالۍ یوه برخه ده او مسکو غواړي په افغانستان کې خپل تمرکز زیات کړي. په همدې تړاو د مسکو د غوندې پر مهال د افغانستان په ځینې ولایتونو کې د دې ناستې پر ضد لاریونونه هم وشول او خلکو د روسیې ضد شعارونه ورکړل.

 

د سولې بین‌الافغاني خبرې

د بین‌الافغاني خبرو له لارې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه له نږدې یوې لسیزې راهیسې هڅې کېږي. د ملي یووالي حکومت په راتګ سره دا هڅې لا ګړندۍ شوې، په دې دوره کې په مختلفو ډولونو د سیمې او نړۍ په کچه پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې وشوې، ترڅو دغه ډله له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني؛ خو دغو ټولو هڅو لا هم په دې تړاو ملسموسه پايله نه ده لرلې.

طالبانو له لومړي سره له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټینګار کاوه او بالاخره امریکا هم له دغې ډلې سره د سولې مخامخ خبرو اړتيا درک کړه او نږدې څلور میاشتې وړاندې یې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه خپل رسمي استازی معرفي کړ. په تېرو څلورو میاشتې کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ څلور ځله رسمي ناستې وشوې؛ خو د سولې په نوم د دغې روانې پروسې لویه ستونزه دا ده چې افغان دولت ته په‌کې ځای نه دی ورکړل شوی.

په مسکو کې د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو ګډه ناسته که څه هم د بین‌الافغاني خبرو لومړنی ګام او د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه یو مهم فرصت بلل کېږي؛ خو ظاهراً د بین‌الافغاني خبرو د مفهوم په تړاو د افغان حکومت او طالبانو د تعریفونو ترمنځ توپیر لېدل کېږي او همدې توپیر د سولې په خبرو کې یو ډول بن‌بست رامنځته کړی دی.

طالبان بین‌الافغاني تفاهم د افغانستان له مختلفو سیاسي جریانونو او مشرانو سره خبرې کول بولي، یعنې اوسنی نظام چې په رأس کې ولسمشر غني دی د حکومت په توګه نه مني. په دې اړه زلمي خلیلزاد هم څه موده وړاندې په یوه تلویزیوني مرکه وویل، چې طالبان نه غواړي چې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي، ځکه چې د ده په وینا له یوې خوا دا حکومت مشروع نه بولي او له بلې خوا وایي که له دغه حکومت سره خبرې وکړي، نو ګټه یې یوه ځانګړي نوماند ته چې ولسمشر غني دی، رسېږي. له بله پلوه افغان حکومت له بین‌الافغاني خبرو څخه بل تعریف لري او وایي اوسنی حکومت دې طالبان د یوه مشروع نظام په توګه ومني او را دې شي له حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي.

 

پایله

د افغان سولې په تړاو د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو ترمنځ په مسکو کې دوه ورځنۍ ناسته په تېرو ۱۸ کلونو کې یوه بې‌سارې ناسته وه. ځکه لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره په پراخه کچه بېلابېل افغان لوري، غونډه کوي او د خبرو له لارې د افغان جګړې د پای ته رسېدو په موخه یو ګډ پرېکړه‌لیک خپروي.

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ په پر له پسې توګه مخامخ خبرې او د دواړو لورو ترمنځ پر یوه عمومي چوکاټ باندې توافق، دغه‌راز په لومړي ځل د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو ترمنځ یوه لویه ناسته، له دې ناستې د ګډونوالړ خوښي او د دا ډول ناستو پر دوام ټینګار؛ همدارنګه تازه د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د راغوښتلو مسله، ټول هغه موارد چې په افغانستان کې یې سولې ته د رسېدو په موخه هیلې زیاتې کړې دي.

کومې مادې چې د مسکو ناستې په پریکړه‌لیک کې پرې توافق شوی، که چېرې په راتلونکي کې په صادقانه توګه رښتیا هم عمل پرې وشي، لرې نه ده چې افغانان د روانې جګړې په پای ته رسولو کې بریالي شي. دغه‌راز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو موضوع هغه څه ګڼلی شو، چې ښایي د مسکو په شان را تلونکې نورې ناستې او د سولې مشورتي جرګه کې  د حل لپاره لاره ورته پیدا شي او رامنځته شوی بن‌بست له منځه ولاړ شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *