د اسلام‌آباد ناسته؛ آیا تور لېست د سولې خنډ دی؟

 

طالبانو څو ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د دوی استازي به د دوحې له غونډې وړاندې (۲۰۱۹م کال د فبرورۍ ۱۸مه) د پاکستان د حکومت په رسمي غوښتنه په اسلام‌آباد کې له امریکایي استازو او د پاکستان له لومړي وزیر سره وګوري؛ خو له غونډې یوه ورځ مخکې، بېرته د دغې غونډې د ځنډېدو خبرونه خپاره شول.

د اسلام‌آباد ناسته داسې مهال تنظیم شوې وه، چې دغه هېواد ته د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان هم سفر لاره. په دې اړه دا هم ویل کېدل، چې طالب استازي به په اسلام‌آباد کې له محمد بن سلمان سره هم وګوري. دغه‌راز ځینې انګېرنې دا هم وې، چې د دغې ناسته له لارې امریکا او عربستان دواړه هڅه کوي، پاکستان د افغان سولې په پروسه کې رښتینې همکارۍ ته وهڅوي.

اسلام‌آباد ته د طالب استازو د تګ خبره داسې مهال کیږي، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په دوام، ټاکل شوې د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په ۲۵مه، دواړه لوري یو ځل بیا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې په تړاو ناسته وکړي.

په اسلام‌اباد کې د پلان شوې ناستې ځنډېدل او د دغې ناستې د ځنډېدو عمده لاملونه، هغه موضوعات دي چې دلته یې په اړه لولئ.

 

د اسلام‌آباد ناسته

له تېرو څو لسیزو راهیسې پاکستان تل هڅه کوي، چې پر افغانستان خپل نفوذ ولري. که څه هم پاکستان طالبانو ته د ځای ورکولو او له دغې ډلې د ملاتړ له امله تر نړیوالو فشارونو لاندې دی؛ خو اوس‌مهال چې طالبان له امریکا سره د سولې خبرو ته حاضر شوي، پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي چې په دې پروسه کې هم خپلې موخې ترلاسه کړي او ځان ته د محوري رول ورکولو له لارې له امریکا او افغان حکومت څخه کریډیټ واخلي.

د اسلام‌آباد ځنډېدلې ناسته د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په ۱۸مه پلان شوې وه، په دې تړاو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې پاکستان ته به د سفر پر مهال طالب استازي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري او د افغان ـ پاک اړیکو، په پاکستان کې مېشت کډوالو او سوداګریزو ستونزو په اړه به خبرې اترې ورسره وکړي.

وروسته له هغه چې طالبانو پاکستان ته د سفر په اړه اعلاميه خپره کړه، د افغان ولس او حکومت په کچه دې مسئلې پراخ غبرګونونه وپارول. د ټولنیزو رسنیو زیاتره کاروونکو پر طالبانو نیوکې وکړې او پخوانیو طالب چارواکو هم په دې اړه اندېښنې څرګندې کړې. همدارنګه ولسمشر اشرف غني هم دغه سفر وغانده او ويې ويل: «پاکستان له طالبانو  او طالبان له پاکستان سره بايد خپلې اړيکې واضح کړي.» په تعقیب یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت رسماً د طالبانو د سفرونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي، چې پاکستان هڅه کوي د سولې له لارې پر افغانستان خپل نفوذ ولري. د ده په خبره افغان سوله باید د پاکستان له نفوذ وژغورل شي او په افغانستان کې ټولې ستونزې باید د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې حل شي.

 

د اسلام‌آباد ناسته ولې و ځنډېده؟

په اسلام‌آباد کې له امریکایي استازو او عمران خان سره د پلان شوې ناستې د ځنډېدو په اړه لاندې څو لاملونه مهم ګڼل کېږي:

په سیمه کې د وضعیت ترینګلتیا: مخکې له دې چې د اسلام‌آباد ناسته وشي، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي پوځیانو موټربم برید وشو او شاوخوا ۴۵ تنه په کې ووژل شول. هند د دغه برید پړه پر پاکستاني پوځ او استخاراتو واچوله او د غچ اخیستلو لپاره یې پر پاکستان د برید ګواښ وکړ. د ډیلي او اسلام‌آباد د اړیکو له ترینګلتیا وروسته پاکستان د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره رول ولوبوي.

همدې وضعیت ته په کتلو سره دوه احتماله لیدل کېږي، یو دا چې هند د امریکا ستراتیژیک ملګری دی او ښایي امریکا د هند په خاطر په اسلام‌آباد کې د دغې ناستې ځنډېدل غوښتي وي او تر څنګ یې دا هم په پام کې نیولي وي، چې له دې سره به د افغان حکومت اندېښنې هم راکمې کړي. دویم دا چې ښایي خپله پاکستان هم اوسني وضعیت او شته فشارونو ته په کتلو سره، له دغې ناستې تېر شوی وي.

سیمهییزو رقابتونو ته طالبانو توجه: پاکستان ته د طالب استازو سفر داسې مهال پلان شوی و چې له یوې خوا پاکستان د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان کوربه‌توب کاوه او له بلې خوا په ایران کې د جیش العدل ډلې له لوري یوه خونړي برید د سپاه پاسداران ۲۷ سرتیري ووژل. ایران د دې برید له امله پر پاکستان سختې نیوکې وکړې. انګېرنې دا دي، چې طالبانو له قطر او ایران سره د خپلو دیپلوماټیکو اړیکو درلودو له کبله د اسلام‌آباد سفر لغوه کړی؛ ځکه ایران او قطر دواړه له سعودي عربستان سره ښې اړيکې نه لري.

ملګرو ملتونو سازمان ته د افغان دولت شکایت: پاکستان ته د طالب استازو د تګ د خبر له خپرېدو وروسته افغان دولت د طالبانو له سفرونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ. افغان دولت ویلي وو، چې طالبان په تور لېست کې شامل کسان دي او دوی نه شي کولی په دومره ازاده توګه او هر چېرته یې چې زړه وغواړي سفرونه وکړي. په دغه شکایت کې له ملګرو ملتونو نه غوښتل شوي، چې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر مخنیوی وکړي او په دې توګه د افغان حکومت غوښتنو او قانوني صلاحیتونو ته درناوی وکړي.

د اسلام‌آباد د ناستې د ځنډېدو په اړه د تور لېست مسئله هغه څه ده، چې طالبانو هم په خپله اعلامیه کې ورته اشاره کړې ده. د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د طالب مشرانو د نومونو د شمولیت له کبله پاکستان ته د طالب استازو سفر لغوه شو او ناسته وځنډېده؛ خو په دې تړاو پوښتنه زيږي، چې طالبان خو له تېرو څو میاشتو راهیسې د مسکو په ګډون مختلفو هېوادونو ته سفرونه وکړل، له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان ولې دا کار نه کاوه؟

 

آیا د افغان حکومت اندېښنې په کمېدو دي؟

د افغان حکومت له لوري د روان لمریز کال د حوت په میاشت کې د سولې مشورتي لویې جرګې د رابللو پرېکړه، د مونیخ په پنځه‌پنځوسم کنفرانس کې د اشرف غني له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه د یوه کال موده یادول، کابل ته د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست وزیر سفر، د مونیخ په کنفرانس کې د ټرمپ له مرستیال مایک پنس او زلمي خلیلزاد سره ملاقاتونه او تېره اوونۍ کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر ټول هغه موارد دي، چې ښیي امریکا او نړیوالې ټولې د افغان دولت اندېښنو ته شین څراغ ورکړی دی.

که څه هم پخوا ولسمشر غني‌د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه اندېښمن او ناخوښ و؛ خو نوموړي له زلمي خلیلزاد سره له وروستۍ لیدلي وروسته ویلي، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د کار پر یوې نوې بڼې هوکړې ته رسېدلی دی.

زلمي خلیلزاد کابل ته د سفر پر مهال د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د مذاکراتي ټیم په اړه هم ویلي، چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره تر هر څه وړاندې یوه ملي او رښتیني مرکچې ټیم ته اړتیا ده. نوموړي ویلي، چې له لویې جرګې وړاندې باید ملي مرکچي ټیم جوړ کړل او لویه جرګه دې دغه ټیم په مذاکراتو کې خپل استازي وبولي او واک دې ورکړي.

د زلمي خلیلزاد د دغو څرګندونو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د سولې په اعلان شوي حکومتي پلاوي کې د اړتیا پر مهال بدلون راتللی شي. دغه‌راز خلیلزاد دا هم ویلي چې هڅه کوي، طالبان د سولې خبرو ته له افغان حکومت سره کېني. له دې ټولو داسې ښکاري، چې د ولسمشر غني او امریکا ترمنځ رامنځته شوی واټن په کمېدو دی او امریکا هڅه کوي، افغان حکومت د دغې پروسې ملاتړی و‌اوسي نه مخالف.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *