د پاکستان – هند ترمنځ تاوتریخوالی او پر سیمه یې اغېزې

 

د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۱۴مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي پوځیانو موټربم برید وشو او شاوخوا ۴۵ تنه په‌کې ووژل شول. هند د دغه برید پړه پر پاکستاني پوځ او استخاراتو واچوله او د غچ اخیستلو لپاره یې پر پاکستان د برید ګواښ وکړ.

که څه هم د ډیلي له دغو ګواښونو وروسته پاکستان د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره رول ولوبوي؛ خو تېره سه‌شنبه (د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ ۲۶مه) د هند هوایي ځواک د پښتونخوا په بالاکوټ سیمه بمبار وکړ او ویې ویل، چې د جیش محمد[1] ډلې پټنځایونه یې په نښه کړي دي.

له دغه برید یوه ورځ وروسته (د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ ۲۷مه) د پاکستان او هند ترمنځ هوایی ټکر هم رامنځته شو. پاکستان د هند د دوو الوتکو د غورځولو ادعا وکړه او یو هندي پیلوټ یې هم ژوندی ونيوه؛ خو له بلې خوا هند وويل، چې یوه یې خپله او یوه هم د پاکستان الوتکه غورځېدلې ده.

د هند او پاکستان ترینګلې اړیکې، په اټمي وسلو سمبال د دغو دوو هېوادونو ترمنځ تازه تاوتریخوالی او پر سیمه یې اغېزې، هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

 

د پاکستان ـ هند ترینګلې اړیکې

په ۱۹۴۷م کال کې د هند تر تقسیم او پاکستان تر جوړېدو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ په تېرو ۷۲ کلونو کې درې ځله خونړۍ جګړې شوې دي. که څه هم دغه جګړې ډېری مهال د کشمیر پر سر وې؛ خو کشمیر لا هم یوه تقسیم شوې او لانجمنه سیمه ده، په دغه سیمه کې خلک د دواړو غاړو د سخت‌دریځو ډلو له لوري په جنجال او سرخوږي اخته دي.

د کشمیر لومړۍ جګړه: په ۱۹۴۷م کال کې پاکستان له هند څخه جلا او خپلواک هېواد شو. د همدې کال په اکتوبر میاشت کې پاکستان هڅه وکړه، چې «جامو او کشمیر» سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، پاکستان پر دغو سیمو پوځي برید وکړ؛ خو د یادې سیمې مشر «هري سینګ» له هند څخه د مرستې غوښتنه وکړه او هند هم په دې شرط، چې د یادو سیمو د الحاق هوکړه به ورسره لاسلیک کوي، د هري سنګ دغه غوښتنه ومنله او په دې توګه د هند او پاکستان ترمنځ لومړۍ جګړه پیل شوه. دغې جګړې د ۱۹۴۹م کال تر جنورۍ دوام وکړ او په پای کې پاکستان د کشمیر نږدې یو پر درېیمه برخه سیمې د آزاد کشمیر په نوم له هند څخه را جلا کړې.

د کشمیر دویمه جګړه؛ د هند او پاکستان ترمنځ دویمه جګړه په ۱۹۶۵م کال کې وشوه. دغه جګړه هم د کشمیر د هغو سیمو په سر وشوه، چې لومړۍ جګړه پرې شوې وه. د کشمیر دویمه جګړه د ۱۹۶۵م کال په اپریل کې د پاکستان له لوري په جامو او کشمیر کې د جبل الطارق نظامي عملیاتو له اعلان سره پیل شوه او د همدې کال تر سپټمبر میاشتې یې دوام وکړ.

دغه جګړه تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په نړیواله پوله پرتو سیمو کې د ځمکنیو ځواکونو له لوري وه، چې پنځه میاشتې یې دوام وکړ او له کبله یې دواړو لورو ته ډېر مالی او ځانی تلفات واوښتل. د کشمیر دویمه جګړه بالاخره د ملکرو ملتونو سازمان له لوري د تحمیلي اوربند او تاشکند اعلامیې له اعلان سره پای ته ورسېده.

د هند او پاکستان درېیمه جګړه: د کشمیر په سر د هند او پاکستان د دویمې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د پاکستان دننه په ختیځ پاکستان (بنګال) کې، چې له اوسني پاکستان څخه په زرګونو کیلومتره فاصله لري، د تجزیې غوښتنې فکرونه را پیدا او ورځ تربلې زیات شول او بالاخره بنګالیانو د خپلواک هېواد ناره پورته کړه. د ۱۹۷۱م کال په مارچ کې په پاکستان کې د وخت ولسمشر یحیی خان د ختیځ پاکستان تحریک ځپلو په موخه پوځي اقدام وکړ. په ختیځ پاکستان کې د بنګالیانو په ملاتړ د هندي ځواکونو حضور دغه جګړه لا ګرمه او پراخه کړه. شاوخوا ۱۴ ورځې هندي ځواکونو له پاکستاني ځواکونو سره جګړه وکړه، چې په پای کې پاکستان ماتې وخوړه او لومړی هند او څه وخت وروسته پاکستان هم بنګلادېش د رسمي هېواد په توګه ومانه.

 

د پاکستان ـ هند ترمنځ تازه تاوتریخوالی

پاکستان او هند چې له تېرو شاوخوا ۷ لسیزو راهیسې له یو بل سره ښې اړیکې نه لري، تازه یو ځل بیا له تېرو څو ورځو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي او کشمیر کې پولې ته نږدې د دواړو لورو پوځیانو پر یو بل ډزې کړې دي.

هندي چارواکو تېره سه‌شنبه وویل، چې د استخباراتي معلوماتو له مخې یې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد تر ټولو ستر مرکز په نښه کړی او د دغې ډلې ګڼو وسله‌والو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. که څه هم د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور د هند دغه خبرې رد کړې او ویې ویل، چې هندي الوتکو کشمیر کې له کنټرول کرښې درې میله د پاکستان خاوره کې دننه په یوه غرنۍ سیمه بمونه غورځولي او یوازې یې څو ونې تخریب کړې دي؛ خو د پښتونخوا د بالاکوټ سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، چې په دغه سیمه کې یې د الوتکو او چاودنو غږونه اورېدلي دي.

 د هند له دغه برید وروسته په پاکستان کې د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا بېړنۍ ناسته وکړه او ویې ویل، چې د هند هوایي برید ته به په مناسب وخت ځواب ورکړي. د هند له بریده را وروسته تېره اوونۍ چهارشنبه دواړو لورو د یو بل د الوتکو د غورځولو رپوټونه هم خپاره شول. پاکستان د هند دوو الوتکو د غورځولو ادعا وکړه، چې د یوې الوتکې پیلوټ یې هم ژوندی ونيوه او ویډیو یې له رسنیو سره شریکه کړه؛ خو هند بیا د یوې پاکستانۍ او یوې خپلې الوتکې د غورځېدو خبره کوي.

 د اسلام اباد او ډیلې ترمنځ د وضعیت د خرابېدو سره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، هند او پاکستان ته پکار ده، چې له عقل او حکمت نه کار واخلي، ځکه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او پاکستان جنګ نه غواړي. نوموړي هند ته پیغام ورکړ، چې خپلمنځي ستونزه به د خبرو له لارې حل کړي او پاکستان چمتو دی چې د کشمیر د برید په ګډون پر ټولو مسئلو خبرې وکړي.

پر دې سربېره پاکستان د ملګرو ملتونو سازمان څخه د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د رول لوبولو غوښتنه وکړه. دغه‌راز يې نیول شوی هندي پیلوټ هم بېرته هند ته وسپاره. له دې ټولو داسې ښکاري، چې د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ترینګلتیا کې د پاکستان تر ډېره هڅه دا وه، چې خبره لویه نه شي. د اسلام‌آباد د دغه دریځ په اړه انګېرنې دا دي، چې په اوس‌مهال کې پاکستان له یوې خوا له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له کبله تر نړیوالو فشارونو لاندې دی او له بلې خوا په کور دننه پر داخلي اختلافونو سربېره له سخت اقتصادي بحران سره هم مخ دی. له همدې کبله اسلام آباد هڅه کوي، چې له هند سره یې تاوتریخوالی یو ځل بیا په یوه لویه جګړه وا نه وړي.

په بل اړخ کې د نوي ډیلي تنده لهجه او پر پاکستان یې هوایي برید تر ډېره داسې ښکاري، چې یو سیاسي لوبه ده او مودي هڅه کوي د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ګټلو په موخه د ملت ملاتړ خپل کړي.

 

پر سیمه یې اغېزې

هند او پاکستان د سیمې دوه ستر او مهم هېوادونه دي، د دغو دوو هېوادونو ترمنځ که چېرې روان تاوتریخوالی زیاتېږي او په جګړه اوړي، پرته له شکه په مستقیم ډول د سیمې پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت اغېز کوي. ځکه د هند او پاکستان ترمنځ پخوانیو جګړو هم نه یوازې دا چې دواړو لورو ته زیانونه واړول، بلکې د سیمې پر وضعیت یې هم اغېز درلود. همدارنګه دواړه هېوادونه  په سیمه کې ستراتېژیک ملګري هېوادونه لري او د دوی د اړیکو ترینګلتیا د سیمې په کچه د مختلفو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو او رقابتونو د را ولاړېدو وېره زیاتوي.

په وروستیو څو ورځو کې د هند او پاکستان د اړیکو له خرابوالي سره سم د پاکستان د هوایي چلند ادارې تر یوې نامعلومې مودې له خپل فضایي حریم څخه د ټولو تېرېدونکو الوتکو پر تګ بندیز ولګاوه. دغه چارې که له یوې خوا هوایي شرکتونو او سوداګرو ته مالي زیانونه واړول له بلې خوا د سلګونه کسانو په سفر کې ځنډ رامنځته کړ او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې.

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی داسې مهال زیاتېږي، چې د افغانستان سولې په اړه هم د امریکا او طالبانو خبرې روانې دي. که څه هم پاکستاني چارواکو ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی به د افغان سولې روانې خبرې اغېزمنې کړي؛ خو افغان دولت د اسلام اباد دغه خبرې نه مني او وایي، چې د هند او پاکستان لانجه د افغان سولې پروسې ته زیان نه شي اړولی.

په اوس مهال کې پاکستان د افغان سولې په روانه پروسه کې د امریکا د سختو فشارونو له امله همکارۍ ته اماده ښکاري، چې له دې جملې د ملا عبدالغني برادر خلاصون او قطر ته یې رسېدل یوه بېلګه ګڼلی شو؛ خو دا چې د سولې روانه پروسه به تخریب شي کنه، انګېرنې دا دي چې روانه پروسه به د امریکا په پلان مخ ته ځي او پاکستان یوازې غواړي د هند او نړیوالو فشارونه له ځانه کم او رامنځته شوی جنجال د خبرو له لارې حل شي.

په ټوله کې باید وویل شي، چې د هند او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی نه دواړو لورو ته او نه هم د سیمې په ګټه دی. اړتیا ده چې دواړه لوري له زغم څخه کار واخلي او نړیواله ټوله هم د دې تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې وکړي او رامنځته شوی تاوتریخوالی د خبرو له لارې حل شي.

پای

 [1] جیش محمد د پاکستان د ننه یوه سخت دریځه وسله واله ډله ده چې په ۲۰۰۰ م کال کې یې موجویت اعلان شو او مشر یې مولانا مسعود اظهر دی. دغې ډلې په ۲۰۰۱م کال کې په پلازمینه ډیلي کې د هند د پارلمان پر ودانۍ هم د برید پړه منلې وه. که څه هم هند، بریتانیا او امریکا د جیش محمد ډله په هماغه  لومړیو کې یوه ترهګره ډله وبلله. دغه راز د پاکستان پوځي واکمن پرویز مشرف هم دغه ډله په ۲۰۰۲م کال کې ناقانونه اعلان کړه او مشر یې نظر بند کړ؛ خو لا هم د دې ډلې مشر په پاکستان کې د (خادم الاسلام) په نامه د یوې ډلې د مشر په توګه فعالیت کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *