د ښځو نړیواله ورځ او په افغانستان کې د ښځو وضعیت

 

د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې او دغه ورځ هر کال د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې نمانځل کېږي. د نورو هېوادونو په شان هر کال په افغانستان کې هم دغه ورځ، په ځانګړې توګه په دولتي ادارو کې د چارواکو له لوري او د ښځو د ملاتړ په نوم د مختلفو بنسټونو له لوري، ښه ګرمه نمانځل کېږي.

سږ کال هم د ښځو نړیواله ورځ په افغانستان کې داسې مهال ونمانځل شوه، چې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د کلني راپور پر بنسټ، یوازې په ۲۰۱۸م کال کې ۱۱۵۲ ملکي ښځو ته د جګړې له امله مرګ‌ژوبله اوښتې وه. پر جګړه سربېره بې‌وزلي، اعتیاد، بې‌سوادي، بشري تاوتریخوالی او دې ورته ګڼ نور هغه موارد دي، چې په افغانستان کې یې د ښځو ژوند له ګڼو ستونزه سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ په نوم بېلابېل بنسټونه فعال دي؛ خو ډېری یې د پروژو تر کچې دي او په یوه محدوده دایره کې فعالیت کوي. په بل اړخ کې بيا د افغانستان په ډېری کلیو او بانډو کې ښځې لا هم په سخت وضعیت کې ژوند کوي او د ژوند له لومړنیو آسانتیاوو بې‌برخې دي.

دلته مو په افغانستان کې دښځو د وضعیت پر رښتیني انځور، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او د دې تاوترخوالي په لاملونو بحث کړی دی.

د افغان دولت په جوړښت کې د ښځو ونډه

د افغانستان د احصائیې مرکزي ادارې د ټولنیزو او ډیموګرافیکي احصائیو د ریاست د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۶هـ ش کال کې د افغانستان نفوس ۲۹.۷ میلیونه تنه و، چې له دې ډلې ۱۴.۵ میلیونه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه دي.

له ۲۰۰۱م کال وروسته د نوي نظام په رامنځته کېدو سره، د ښځو د وضعیت د ښه‌والي په موخه هڅې وشوې. د نوي نظام په رامنځته کېدو سره د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونه پرانیستل شول او په دولتي ادارو کې یې د جذب پروسه ورځ تر بلې زیاته شوه.

 د پوهني وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۶هـ ش کال کې د ښوونځیو د زده کوونکو شمېر ۹ میلیونه او ۳۸۹ زره کسانو ته رسېده، چې له دې ډلې شاوخوا درې میلیونه او ۵۶۴ زره یې نجونې وې. دغه‌راز د احصائیې مرکزي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۶هـ ش کال کې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۳۶۹۳۱۷ کسانو زده کړې کولې، چې له دې ډلې یې ۹۱۸۲۶ تنه ښځینه وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په امریکا متحده ایالات، تاجکستان، سویس او ناروې هېوادونو کې د افغان دولت د سفارتونو په رأس کې ښځې دي. همدارنګه د افغان دولت په اوسنۍ کابینه کې هم درې وزارتونه د ښځو له لوري رهبري کېږي او لس نورې ښځې په بېلابېلو وزارتونو کې معینانې دي. تازه د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو ریاستونه هم دوو ښځو ته سپارل شوي دي. د افغانستان د پارلمان په شپاړسمه تقنینې دوره کې هم د ښځو ونډه حتی د سیمې او نړۍ د یو شمېر پرمختللو هېوادنو (فرانسه، هند. روسیه. جاپان او پاکستان) په پرتله زیاته وه. پر دې ټولو سربېره، په اوسني نظام کې د افغان دولت په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې ګڼ شمېر ښځینه په دندو بوختې ده.

 د افغان ښځو وضعیت

افغانستان هغه سنتي او مذهبي ټولنه ده، چې لا هم د دې هېواد په ډېری سیمو کې د ښځو له لوري د میراث غوښتل یو ستر عیب ګڼل کېږي. له همدې یوې بېلګې ډېر واضح ښکاري، چې په افغاني ټولنه کې د بې‌سوادۍ او کم‌سوادۍ له کبله د افغانستان د نفوس یوه لویه برخه له خپلو طبیعي او اسلامي حقونو څخه محرومه ساتل شوې ده.

په تېرو ۱۸ کلونو کې د ښځو د وضعیت د ښه‌والي لپاره د افغان دولت په چوکاټ کې د ښځو چارو وزارت په نوم، یو ځانګړی وزارت رامنځته شو. د ښځو د ملاتړ په نوم لسګونه ټولنې فعالې شوې، نړیوالې ټولنې هم د ښځو د وضعیت د ښه والي په نوم په میلیونونو ډالر مصرف کړل. دغه‌راز له ښځو د ملاتړ او د دوی د بشري حقونو په نوم ځینې قوانین هم تصویب شول؛ خو له دې ټولو سره ـ سره، لا هم په افغانستان کې ښځې له سختو ستونزو او تاتریخوالو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو پر بنسټ په ۱۳۹۴هـ ش کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۱۳۲ پېښې ثبت شوې وې. په دغه کال کې د فرخندې زړه بوږنوونکې پېښه وشوه، چې د ارګ په څو کیلومترۍ کې د قران کريم د بې‌حرمتۍ په تور د لسګونو کسانو له‌خوا په عام محضر کې ووهل شوه او د زياتو وهلو له کبله ووژل شوه، بيا موټر پرې وخېژول شو او بيا وسوځول شوه. په ۱۳۹۵هـ ش کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵۷۵ پېښې ثبت شوې وې؛ خو دغه کچه په ۱۳۹۶هـ ش کال کې راکمه شوې وه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۳۴۰ پېښې ثبت شوې وې. دا ټولې هغه پېښې دي، چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو په ښارونو کې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې د افغانستان نږدې نیمه خاوره د وسله‌والو مخالفینو تر کنترول لاندې ده او په دغو سیمو کې د ښځو د وضعیت په اړه معلومات نشته.

د ښځو د ملاتړ په نوم چې کوم لګښتونه کېږي، ډېری یې په ښارونو پورې محدود دي، په داسې حال کې چې د افغانستان ۲۱.۱ میلیونه وګړي کلیوالي خلک دي. په روانو حالاتو کې په ښارونو کې ځینې ښځې د “ډیموکراسۍ” او “بیان آزادۍ” په نوم ورځ تر بلې له خپلو دیني او ملي ارزښتونو څخه فاصله اخلي او په دې برخه کې د افراط قرباني شوې ښکاري. ښځې د ښارونو دننه د “ډیموکراسۍ” او “بیان آزادۍ” تر سیوري لاندې په بېلابېلو ډولونو د جنسي ځورونو او بشري تاوتریخوالو سره مخ دي. پیک څېړنیز مرکز، د یوې څېړنې په پایله کې ویلي چې د افغانستان په نظامي بنسټونو کې له هرو پنځو ښځو څلور یې د خپلو همکارانو له لوري له جنسي ځورونې سره مخ دي.

له ښاره لرې په کلیوالو سیمو کې ښځې بیا تر ډېره له خپلو بشري او اسلامي حقونو څخه بې‌برخې دي. په بدو کې د ښځو ورکړه، په کم عمر ودونه، کورنی تاوتريخوالی، له زده‌کړو لرې‌والی، روغتیایي آسانتیاوو ته نه لاس‌رسی، د کور دننه او بهر د سختو او درنو کارونو ترسره کول او دې ورته ګڼ نور هغه موارد دي، چې په ډېری کلیوالو سیمو کې ښځې ورسره مخامخ دي او د دوی پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

پایله

په افغانستان کې له څلورو لسیزو راهیسې روانې جګړې د نورو افغانانو په شان د ښځو پر ژوند او وضعیت هم خورا منفي اغېز کړی دی؛ جګړې لسګونه زره ښځې کونډې او بورې کړې، خپل کورونه او هستۍ یې ترې واخیستې، د خپل ځان او بچو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې خیرات غوښتلو او سختو کارونو ته مجبوره کړې.

پر دې سربېره د افغانستان په جګړه‌ځپلې ټولنه کې، ښځو ته د اسلام په سپېڅلي دین کې له ورکړل شوو حقونو څخه ناخبري، جهالت او ناپوهي، پر ټولنه د پردیو فرهنګونو اغېزې، فساد، قانون ته نه درناوی او دې ورته نور هغه څه دي، چې په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې کړې دي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړتیا ده، چې د ښځو د ملاتړ په نوم د نړیوالې ټولنې او افغان دولت له لوري میلیونه ځانګړې شوې پیسې په رښتینې توګه د ښځو د وضعیت د ښه‌والي لپاره ولګول شي، نه دا چې یوازې په ښارونو کې د شعاري غونډو او ځینې بې‌ګټو پروژو پر تطبیق ولګول شي. اړتیا ده چې د ښځو د ملاتړ لپاره په خپله ټولنه کې د ښځو د بشري او اسلامي حقونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي، ښځو سره د تاوتریخوالي لاملین محاکمه شي او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ښځو ته لومړنیو بشري آسانتیاوو ته د لاس‌رسي زمینه برابره شي.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *