د افغان سولې په تړاو د بین‌الافغاني خبرو اترو اړتیا

 

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له پنځمې ناستې را وروسته، څو ورځې وړاندې زلمی خلیلزاد کابل ته په سفر راغی، ترڅو له افغان سیاستوالو او حکومتي چارواکو سره د سولې په تړاو خبرې وکړي. نوموړي د ولسمشر غني په ګډون له یو شمېر دولتي چارواکو، افغان سیاستوالو، جهادي مشرانو، افغان مېرمنو، ځوانانو او د مدني ټولنو له استازو سره کتلي او د سولې بهير په تړاو يې  بحثونه کړي دي.

خلیلزاد افغانستان ته د سفر پر مهال له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي: “د افغان سولې په تړاو د روانو خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کې هغه مسایل مطرح شوي، چې په طالبانو او د امریکا په حکومت پورې اړه لري؛ خو له دې هاخوا پر نورو مسایلو هر ډول بحث کې باید افغان حکومت موجود وي، د سولې پر یوه پلان کار وشي او د همدې پلان له مخې لومړی ښکېلې غاړې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند اعلان شي.”

زلمی خلیلزاد پر بین‌الافغاني خبرو اترو داسې مهال ټینګار کوي، چې له یوې خوا ټاکل شوې د روان زېږدي کال د اپریل په ۱۴مه او ۱۵مه په قطر کې د طالبانو او بېلابېلو افغان لورو ترمنځ د مسکو ناستې پر دوام، دویمه ناسته وشي او له بلې خوا ولسمشر غني هم د پخواني ولسمشر په ګډون له یو شمېر مطرح افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو سره د سولې په تړاو سلا مشورې پیل کړې دي.

د افغان سولې په تړاو د امریکا، افغان حکومت او طالبانو دریځونه او دا چې څنګه کېداشي د سولې په تړاو د افغانانو ترمنځ یو واحد دریځ رامنځته او بین‌الافغاني خبرې پیل شي؟ هغه موضوعات دي، چې دلته یې په اړه بحث شوی دی.

 

غني څه ډول سوله غواړي؟

سوله او د روانې جګړې پای ته رسول د ولسمشر غني له مهمو ټاکنیزو شعارونه څخه و. ان داسې ګنګوسې هم وې چې ګواکې ولسمشر غني د ټاکنو پر مهال طالبانو او طالبانو ته نږدې کسانو ته ډاډ ورکړی و، چې د امکان تر حده به د امنیتي تړون لاسلیک کول ځنډوي او سولې ته به کار کوي؛ خو ارګ ته تر رسېدو وروسته یې، په ۲۴ ساعتونو کې دننه، د امنیتي تړون په لاسلیک کولو سره د سولې لارې بندې کړې.

که څه هم له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو وروسته ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت پر مهال په مختلفو ډولونو ډېره هڅه وکړه، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي؛ خو د سولې په تړاو د نوموړي دغه ټولې هڅې د یوې حکومت‌محوره پروسې لپاره وې. یعنې افغان حکومت تل هڅه کړې، چې طالبان هم د حزب اسلامي په شان سولې ته غاړه کېږدي او د یوې ډلې په توګه له افغان حکومت سره یو ځای شي، خو دا هغه څه دي چې طالبانو یې تل مخالفت کړی او له لویه سره یې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت “نامشروع” ګڼلی دی.

په اوس‌مهال کې د افغان سولې په تړاو د امریکا ـ طالبانو ترمنځ له روانو خبرو او په بل اړخ کې د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو، جهادي مشرانو او مدني ټولنو استازو ترمنځ له پیل شوو خبرو د افغان حکومت ناخوښي او ان مخالفت، دا ښیي چې د سولې په تړاو د ولسمشر غني هڅې د یوې رښتینې او پایداره سولې په پار نه وې، بلکې د نوموړي ټاکنیز سیاست ته په کتلو سره داسې ښکاري چې ولسمشر غني ته په واک کې پاتې کېدل لومړيتوب لري، نه سوله.

 

د سولې په اړه د طالبانو دریځ

د سولې په تړاو طالبانو تل له افغان حکومت سره منحیث د حکومت له مخامخ خبرو ډډه کړې او یوازې یې له امریکا سره پر مخامخ خبرو اترو ټینګار کړی دی. که څه هم په لومړیو کې امریکا له دغې ډلې سره د سولې خبرو ته لېواله نه وه؛ خو د جګړې له اوږدېدو او ورځ تر بلې خونړي کېدو سره امریکا هم له دغې ډلې سره د سولې خبرو ته غاړه کېښوده.

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو کې طالبانو له لومړي سره، تر هرڅه وړاندې په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور په اړه پر خبرو اترو او یوې هوکړې ته پر رسېدو ټینګار کړی دی. که څه هم د دواړو لورو ترمنځ تر دې دمه پنځه ځله مخامخ خبرې شوې دي او د دغو خبرو اترو په لړ کې ډېر کله رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل، چې ګواکې امریکا او طالبانو په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور له قضیې ورهاخوا، د بین‌الافغاني خبرو د پیل، اوربند او لنډمهاله حکومت د جوړېدو په تړاو هم خبرې اترې کړې دي؛ خو طالبانو تل دا ډول رپوټونه رد کړي دي.

د سولې په تړاو د طالبانو دریځ دا دی، چې لومړی به له امریکا سره په افغانستان کې د بهرنیانو د حضور د پای ته رسولو په اړه یوې هوکړې ته رسېږي. وروسته به بین‌الافغاني خبرې (د طالبانو او ټولو افغان سیاسي ډلو ترمنځ وي، نه دا چې یوازې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي) پیلوي.

په دې تړاو په مسکو کې د طالبانو او مختلفو افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو ګډه ناسته یې لومړنی ګام و. دغه‌راز ټاکل شوې، چې دې ته ورته دویمه ناسته تر راتلونکو لسو ورځو پورې په قطر کې هم وشي. که څه هم دې ډول ناستو د افغان سولې په تړاو هیلې زیاتې کړې دي؛ خو په ورته وخت کې بیا له دې ډول ناستو سره د افغان حکومت کلک مخالفت، د سولې په خبرو کې یو ډول بن‌بست او خنډ رامنځته کړی دی.

 

واشنګټن او افغان سوله

امریکا د افغانستان د روانې جګړې د یوه اصلي او مهم اړخ په توګه له ۱۷ کلونو وروسته پرېکړه کړې، چې نور له دغې جګړې ځان وباسي، له همدې امله یې نږدې شپږ میاشتې وړاندې له طالبانو سره خبرې پیل کړې.

د افغان جګړې د پای ته رسولو په موخه لومړی پړاو د امریکا ـ طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وې. د دغو خبرو له پنځمې ناستې را وروسته اوس‌مهال داسې ویل کېږي، چې دواړه لوري په دوو مواردو ـ له افغانستانه د بهرنیو ځواکو وتل او دا چې په راتلونکي کې به د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کېږي ـ یوې عمومي هوکړې ته سره رسېدلي او د دې هوکړې مسوده به هم د دواړو لورو ترمنځ په راتلونکې (شپږمه) ناسته کې لاسلیک شي.

د افغان سولې په تړاو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال ویلي چې د امریکا ـ طالبانو ترمنځ په تېرو پنځو ناستو کې هغه مسایل مطرح شوي، چې په طالبانو او امریکا پورې یې تړاو درلود؛ خو له دې وروسته به د سولې په تړاو هر بحث کې د افغان حکومت موجودیت ضرور وي. دغه‌راز نوموړي ویلي، چې ښایي په افغانستان کې د امریکا رول ورو ورو کم شي او افغانان باید ډېر مسؤولیتونه په خپله غاړه واخلي.

د خلیلزاد له دغو څرګندونو ښکاري، چې امریکا له طالبانو سره یوې عمومي هوکړې ته رسېدلې  او اوس‌مهال هڅه کوي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي. امریکا غواړي چې د افغانستان په قضیه کې ټول ښکېل افغاني لوري په خپل منځ کې سره کېنوي، ترڅو په راتلونکي کې د واک پر سر له یو بل سره ښکېل نه شي.

 

پایله

د افغان سولې په تړاو د بین‌الافغاني خبرو د پیل په موخه که څه هم د افغان حکومت او طالبانو په دریځونو کې خورا توپیر لیدل کېږي؛ خو اړتیا ته چې دواړه لوري د سولې روانې خبرې یو تاریخي چانس وګڼي او له دغه چانس څخه د څلوېښت کلنې جګړې ختمولو او د هېواد د ثبات او ښه راتلونکي په موخه ګټه واخلي.

افغان حکومت او طالبان له افغانستانه د شوري اتحاد له وتلو وروسته د رامنځته شوي وضعیت یوه دېره ښه تجربه لري، همدې تجربې ته په کتلو سره نه ښايي چې د سولې رامنځته شوی چانس د قدرت‌طلبۍ د خواهشاتو قرباني شي. په روانو حالتو کې د اوسني حکومت د بقا پر ځای ښه ده، چې د راتلونکي لپاره په افغانستان کې د یوه تلپاتې نظام د رامنځته کولو پر څرنګوالي انرژي مصرف شي او ښکېل افغان اړخونه داسې مسؤولانه چلند وکړي، چې د هېواد او ملت په خیر وي.

پوښتنه دا ده، چې دا چاره څنګه شونې ده؟ په لومړي سر کې اړتیا ده، لکه څنګه چې امریکا او د سیمې هېوادونو د امریکا ـ طالبانو د خبرو د پیل او بریا په موخه هڅې کولې، داسې د بین‌الافغاني خبرو د بریا په موخه هم رښتینې هڅې او همکاري وکړي.

له بله اړخه د بین‌الافغاني خبرو اترو د ښه پرمختګ په موخه اړتیا ده، چې هم طالبان او هم افغان حکومت انعطاف او په دريځونو کې تنازل ولري. طالبانو او افغان حکومت ته په کار ده، چې د یوې ولس‌محوره سولې د راتګ په موخه رښتیني او ګړندي ګامونه واخلي.

له دې ټولو سره سره، ښه ده چې د امریکا ـ طالبانو له خبرو وروسته د نړیوالو تر څارنې لاندې د افغان حکومت، مختلفو افغان سیاستوالو او جهادي مشرانو او طالبانو ترمنځ درې اړخیزې خبرې اترې پیل شي او نړیوال د دغو خبرو د بریا لپاره صادقانه هڅې وکړي، ترڅو راتلونکی نظام د ټولو افغاني اړخونو مشترک او ګډ نظام جوړ شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *