د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړونو مرکز پلاوي د سولې اړوند غونډه کې ګډون وکړ

سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې تر سرلیک لاندې علمي او څیړنیز سیمينار چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په نوښت برابر شوی ؤو ، د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څیړونو مرکز پلاوي په ګډون د سولې شورا غړو او دیني علماوو پکې برخه درلوده ترسره شو.

د علماوو د مجمع شورا مرستیال ښاغلي مولوی عبدالسلام عابد سوله الهي امر او د بشر عقلي غوښتنه وبلله، او زیاته یې کړه، د ټولنې مشران حق نه لري چې دا ټولنیز حق (سوله) له خلکو واخلي، نوموړي همدارنګه زیاته کړه، دواړه طرفونه (حکومت او طالبان) سوله غواړي او د سولې په وړاندې یې اصل خنډ بېرونۍ لاسوهنه یاده کړه چې افغانان یې باید مخه ونیسي. ښاغلي عبدالسلام عابد زیاته کړه، نه طالبان او نه حکومت د سولې اړوند کومه بنیادي طرحه لري، نو په همدې اساس یې دا سیمینار د یادې طرحې جوړېدو لپاره ګټور وګاڼه.

د سولې عالي شورا غړي مولوی شهزاده شاهد د خپلو خبرو په  ترڅ کې سوله الهي حکم، ابراهیمي دعا او انساني غوښتنه وګڼله، او په ټولو خواوو يې د جګړې پای ته رسولو او د دایمي سولې راتلو لپاره په ګډه کار کولو غږ وکړ.

د سیمینار بل ویناوال د علماوو شورا او د سولې عالي شورا غړی ښاغلی عطاء الله لودین وو، چې د سولې نه شتون یې د یوې ټولنې هر اړخیزه کمزوري وګڼله، د سولې نه شتون په  صورت کې د اقتصادي او فرهنګي زیانونو په اړه وغږېد، او د یوې داسې عادلانه سولې راتلو هیله یې څرګنده کړه، چې د ټولو خواوو حقوق پکې خوندي وي.

د سیمنیار دویمه برخه علمي بحث او ناستې ته ځانګړې شوې وه، چې یو شمېر څیړنپوهانو پکې د سولې اړوند لیکل شوې مقالې وړاندې کړې. څېړنپوه  سید حبیب شاکر د سولې پېژندنه او ارزښت تر عنوان لاندې مقاله وړاندې کړه، او د افغاني سولې په شرعي او مادي اړخونو یې خبرې وکړې، ورپسې څېړنپوه فضل رحیم محمود د سولې احکام او ډولونه تر عنوان لاندې علمي مقاله وړاندې کړه او زیاته یې کړه چې سوله باید رضایي اړخ ولري، نه قضايي، د نوموړي پر وینا په زور سوله ښې پایلې نه شي لرلای.

ورپسې څېړنپوه محمد اعظم طارق د سولې په وړاندې د شته خنډونو او د هغو د له منځه وړلو په لارو چارو خپله علمي مقاله وړاندې کړه، نړیوال او سیمه ییز لوبغاړي، د داخلي مافیا شتون، او د مخدره موادو سوداګر او باج اخیستونکي یې د سولې په وړاندې د خنډونو پیدا کولو لپاره اساسي ستونزې وبللې او د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کېدو، د سیمې هېوادونو ته د هغوی د ګټو د خوندې کېدو تضمین ورکول يې د سولې راوستو لپاره حل لارې وګڼلې.

یاد علمي او څیړنیز سیمینار د یو پرېکړه لیک په لوستو او اختتامیه دعا سره پای ته ورسېد.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *