د چاپیریال ساتنې په اړه علمي کنفرانس ترسره شو



د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز او رڼا پوهنتون په همکارۍ د چاپیریال ساتنې پر وړاندې شته خنډونه او په دې برخه کې د خلکو ونډه) تر عنوان لاندې علمي کنفرانس د رڼا پوهنتون په تالار کې ترسره شو.

کنفرانس د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز په اړه د جوړ شوي پرزنټېشن په پلې کولو او تلاوت سره پیل شو، ښاغلي سید مصطفی سعیدي د رڼا پوهنتون علمي معاون د کنفرانس پرانستې وینا ترسره کړه، او د کنفرانس ګډون والو او په ځانګړې توګه راغلیو مېلمنو ته يې ښه راغلاست ووایه. د چاپېریال ساتنې اوونۍ ته په پام سره یې د دې علمي کنفرانس جوړول يې اړین وباله، او په دې برخه کې یې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز څخه هم ځانګړې مننه وکړه، او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او رڼا پوهنتون ترمنځ د یوې درې اړخیزې تفاهمنامې شتون یې نه یوازې د یادو ادارو بلکې د هېواد د پرمختګ لپاره هم اړین وباله.

Stage pic csrs environment challenges

د چاپېریال ساتنې په وړاندې شته ستونزې او د دې علمي کنفرانس موضوع، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کار کوونکي او د اقلیمي تغیراتو کار پوه ښاغلي سید محمد ظاهر ماهر لخوا وړاندې شوه، نوموړي هم د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز او د رڼا پوهنتون څخه يې ځانګړې مننه وکړه، چې د دې پروګرام تابیا یې نیولې، او چاپېریال ته نه پاملرنه یې خورا خواشینونکې وبلله، او زیاته یې کړه، چې چاپېریال ته نه پاملرنه په هېواد کې د ملاریا او نورو بېماریو خپرېدلو ته لاره هواره کړې.

په ښاري سیمو کې د خلکو زیاته مېشتېدنه، د غیر معیاري څاه ګانو ویستل، او په زراعتي ځمکو کې د کورونو جوړول یې د هېواد د چاپېریال ساتنې په وړاندې اړینې ستونزې یادې کړې، او د عامه پوهاوي په اړه یې د ستراتیژیکو او اکاډمیکو مرکزونو ونډه اړینه وبلله، او د ستراتیژیکو او سیمه یيزو څېړنو مرکز او د رڼا پوهنتون څخه یې په راتلونکې کې هم د ورته برنامو جوړولو هیله څرګنده کړه.

د ځنګلونو کار پوه او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کار کوونکي احمد شعیب جهش د چاپېریال ساتنې په اړه په زړه پورې پرزنټېشن وړاندې کړ، او د چاپېریال په وړاندې شته ستونزې يې د 21 مې پېړۍ یو له ننګونکو ستونزو یادې کړې، او په دې اړه یې د اړوندو ادارو رول مهم وباله.

د پروګرام په بله برخه کې د دې علمي کنفرانس ګډون والو لخوا پوښتنې ترسره شوې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دوو تنو کار کوونکو سید محمد ظاهر ماهر او احمد شعیب جهش لخوا وځوابول شوې.

CSRS conference about environmet

د کنفرانس په وروستي پړاو کې د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي خبرې وکړې، او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې کار کوونکو او رڼا پوهنتون مشرتابه څخه يې په دې علمي کنفرانس کې د ښې ونډې اخیستو په پار مننه وکړه، او دا چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره د یادې ادارې د کار کوونکو په وینا یوه پالیسي جوړوونکې اداره ده، نو د مرکز په نمایندګۍ يې د یادې ادارې سره د هر راز ملاتړ لپاره چمتوالی وښود.

CSRS conference about environment

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د مرکز په فعالیتونو رڼا واچوله، او د رڼا پوهنتون محصلینو ته يې د انټرنشیف په برخه کې د زمینې برابرولو هوډ هم څرګند کړ. پروګرام د رڼا پوهنتون د عامه اړیکو مسؤول ښاغلي سید جاوید لخوا د رڼا پوهنتون په اړه د پرزنټېشن په وړاندې کولو او په دعایې سره پای ته ورسېد.

د یادونې وړ ده چې د رڼا پوهنتون لخوا د (تمباکو ته د نه ویلو) کمپاین چې د یاد پوهنتون لخوا په لاره اچول شوی، د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې کار کوونکو او د رڼا پوهنتون د علمي معاون لخوا نن د پټۍ په پرېکولو سره رسماً پیل شو.

او د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز لخوا خپل چاپ شوي نشرات لکه تحلیل شپږ میاشتنۍ مجله، د سولې او جګړې په اړه نوی او تازه چاپ شوی راپور، او یو شمېر نور کتابونه مېلمنو او د پوهنتون مشرتابه ته ډالۍ شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *