افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو اووم پړاو خبرې

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې اترې اووم پړاو ته ننوتلې دي. ټاکل شوې د روان اووم پړاو په پای کې د سولې هوکړه لیک اعلان شي. دواړه لوري مني چې په خبرو اترو کې پرمختګ شوی او د ګڼ شمېر مسایلو په اړه د نظر یووالي ته رسیدلي دي. سره لدې، تر اوسه د سولې هوکړه لیک وروستی او اعلان شوی ندی.

د سولې خبرې اترې کوم ځای ته رسېدلې؟ د مذاکراتو د اووم پړاو پایلې به څه وي؟ د هوکړه لیک د وروستي کېدلو په اړه څومره پرمختګ شوی دی؟ د هوکړه لیک اعلان ولې تراوسه ځنډېدلی دی؟ دا او ورته نورې پوښتنې د دې اوونۍ په تحلیل کې ځواب شوې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې اترې

د سرطان میاشتې په ۸ مه نېټه، امریکايي ډیپلوماتانو او طالب مشرانو د سولې اووم پړاو خبرې اترې د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې پیل کړلې، چې ټاکل شوې وه درې ورځې دوام وکړي او په پای کې یې د دواړو اړخونو تر منځ د هوکړه لیک متن وروستی شي.

د دې پړاو مذاکراتو د درېیمې ورځې په پای کې، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار په ګډون د جدي بحثونو سربېره، د هوکړه لیک مواد وروستي نشول او د خبرو اترو موده وغزېدله. دا پړاو خبرې اترې ټاکل شوې له یوې ورځې دمې وروسته د سرطان میاشتې په ۱۵ مه نېټه بیا پیل شي.

دواړو اړخونو منلې چې پدې پړاو خبرو اترو کې د هوکړه لیک ډیری هغه مسئلې چې له پخوا پاتې وې په ورو ورو حل کیږي او دوی د هوکړه لیک وروستي کېدلو ته نږدې شوي، خو تر اوسه څرګنده نده چې خبرې اترې کله پای ته رسیږي او دا چې په پای کې به یې هوکړه لیک اعلان شي که نه.

طالبانو او امریکا تر اوسه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهال وېش او د بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي ضمانتونو په اړه هېڅ جزئیات ندي وړاندې کړي، خو طالبان پدې ټینګار کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش باید د “نړیوالو شاهدانو” په حضور کې ترسره شي. که پدې توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان په اړه د هوکړه لیک متن وروستی شوی هم وي، د دې پروسې لوژستیکي اړخ، لکه: شاهدان به د کومې کچې استازي وي، د اعلان په مهال به څوک ګډون کوي، اعلان به چېرته کیږي، او.. داسې نور موارد دي چې کیدای شي د هوکړه لیک اعلانول یې تراوسه ځنډولي وي.

په ورته وخت کې د سرطان په ۷ او ۸ مه نېټه  دوحه ښار کې د قطر او جرمني په کوربه توب د بین الافغاني مذاکراتو کنفرانس جوړ شو، چې موخه یې د دخیلو اړخونو تر منځ د باور جوړونې فضا برابرول ښودل شوې ده. پدې کنفرانس کې د حکومتي چارواکو، سولې عالي شورا غړو، سیاستوالو، مدني فعالانو او ښځو په ګډون ۶۴ کسان برخه درلوده، خو افغان حکومت او طالبانو لادمخه سپیناوی کړی دی چې دا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمي خبرې اترې ندي او برخوال په شخصي ډول کنفرانس کې ګډون کوي. د دې ناستې په پرېکړه لیک کې په دې اړه نېغ په نېغه څه ندي ویل شوي، خو دا پرېکړه‌لیک د تاوتریخوالي په کموالي او د افغاني خبرو اترو په دوام ټینګار کوي.

لدې سره، په یاد کنفرانس کې د ګډون کوونکي افغان پلاوي غړي وايي کنفرانس به د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو اترو لپاره زمینې جوړولو کې اغیزمن ثابت شي.

د خبرو اترو پروسه او پر سوله یې اغېزې

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرو اترو د شاوخوا ۱۸ کلنې جګړې د پای په اړه هیلې راټوکولي دي. په ورته وخت کې د دواړو خواوو له لوري وړاندې شوو شرطونو او د ځینو مسئلو اړوند د نظر اختلافونو دا پروسره له ځنډ سره مخ کړې ده. د خبرو اترو روان اووم پړاو لدې امله د ډېر ارزښت وړ دی چې ټاکل شوې پدې پړاو کې د سولې هوکړه لیک اعلان شي.

امریکا پدې شرط د بهرنیو پوځیانو د مهال وېش اعلان ته چمتو شوې ده چې طالبان افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیت مخنیوي، د هېواد په کچه اوربند او افغان حکومت سره نېغو مذاکراتو ته چمتو شي. طالبان بیا په خپل وار ټینګار کوي چې د هر ډول هوکړه لیک لومړنی شرط د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلانول دی.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندیښنه دا ده چې د سملاسي وتلو په پایله کې د امنیتي خلا د رامنځ ته کېدلو له امله داعش او نورې وسله والې ډلې پیاوړې کیدلای شي، چې دا په خپل وار د جګړې دوام ته لار خلاصوي. له همدې کبله پکار ده چې د بهرنیو ځواکونو وتل په مسؤولانه ډول او د سولې او ثبات په پایله کې وي.

طالبان د مسکو او قطر په بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون سره سره چمتو ندي چې افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. حکومت بیا د سولې هر ډول خبرې اترې او ګامونه د حکومت تر مشرۍ لاندې د اعتبار وړ ګڼي. دا پداسې حال کې ده چې د ستراتیژیکو او سیمه ایزو څیړنو مرکز یو سروې ښيي چې ګڼ شمیر خلک د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅو ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالبانو دریځ تراوسه همدا دی چې د اسلامي امارت بڼه ولري او دا چې له نورو سیاسي جهتونو سره ګډ کار کولو ته چمتو دي، خو افغان حکومت سره د نیغو مذاکراتو اړوند لا تراوسه طالبانو او حکومت هیڅ میکانیزم ندی مشخص کړی.

اوسني وضعیت کې د افغانستان جګړه کې دخیل هر اړخ د خپلو ګټو د خوندیتوب هڅه کوي، پداسې حال کې چې پدې حساس پړاو کې د ټولو خواوو له پلوه نرمي او لازمې قرباني ته اړتیا ده.

 پایله

د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو اووم پړاو په پای کې څرګندیږي چې د سولې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او زر به د سولې هوکړه لیک وروستی او اعلان شي.

د اووم پړاو خبرې اترې له درې ورځو څخه وغزېدې او له یو  څو ورځې دمې وروسته د سرطان په ۱۹ مه نېټه بیا پیل کیږي. طالبانو او امریکا د جزئیاتو له ورکولو پرته منلې چې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د هوکړه لیک پای ته رسېدلو لپاره په ګڼ شمېر مواردو اتفاق راغلی دی.

د سولې روانو خبرو اترو د جګړې پای ته هیله‌مندي ډېره کړې ده، خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت او د راتلونکي افغان حکومت بڼه له هغو لویو مواردو څخه دي چې اندیښنې یې راولاړې کړې دي.

افغانستان کې د جګړې اوږدوالی او د افغان ولس نه ختمېدونکي کړاو ته په پام، د جګړې ټولو ښکېلو اړخونو ته ښايي چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت نه پوره ګټه پورته کړي او نور د جګړې له شر څخه هېواد او ولس خلاص کړي. د دې فرصت له لاسه ورکول به د تاریخ داسې غلطي وي چې جبران به یې ممکن نه وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *