روزنیز سیمینار: علمي څېړنه څرنګه او د څه لپاره؟

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز خپلو روزنیزو ورکشاپونو په لړ کې د پنجشنبې (د سرطان په ۲۰مه) د ټولنيزو څېړنو د جوړښت او څېړندودونو په اړه روزنيز سیمینار جوړ کړ.

دغه سیمینار کې چې د مرکز په تالار کې جوړ شوی و، د مرکز د علمي غړو او څېړونکو ترڅنګ يو شمېر آزادو څېړونکو، ليکوالانو او د پوهنتونونو استادانو  هم ګډون کړی وو.

په پیل کې د مرکز د اړيکو مسؤول ښاغلي استاد امین الله ذاکري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ورکشاپ د اهميت او موخو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې مرکز په پام کې لري د ځوان نسل د روزنې په پار د دا ډول روزنيزو غونډو لړۍ وغځوي.

وروسته د کاروان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس عطاءالله “حضرت” د يوه پرېزېنټېشن له لارې د علمي څېړنې جوړښت، پروسه او مېتودونه په ډېر ښکلي انداز کې تشريح کړل او د علمي څېړنې پر بېلا بېلو اړخونو يې رڼا واچوله.

ښاغلي حضرت په دغه پرېزېنټېشن کې د ټولنيزو څېړنو کيفي او کمي دواړه څېړندودونه تشرېح کړل او په کيفي څېړندود کې يې د څېړنې پوښتنې، ادبي جاج، د موادو راټولول، تحليل او تفسير او دغه راز د منابعو او مراجعو توثيق، د څو سلايډونو له لارې تشرېح کړل.

د پروګرام په پای کې د ګډون والو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او ناسته په دعائیې سره پای ته ورسېده.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *