افغان سوله او په  دوحه کې بین الافغاني غونډه

افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه  د سرطان میاشتې پر ۱۶ او ۱۷ مه نېټه د طالبانو، یو شمېر افغان حکومتي چارواکو، سیاستوالو او مدني فعالانو  ترمنځ دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډه تر سره شوه.

 له کابله دوحې ته په ورغلي پلاوي کې د یو شمېر ښځو په ګډون ۵۳ کسان شامل ؤو، د طالبانو له اړخه په دې خبرو کې ۱۷ کسیزې ډلې ګډون درلود. دغه غونډه چې د جرمني او قطر هېوادونو په کوربتوب جوړه شوې وه د دواړو لوریو د هوکړې له مخې ګډونوالو پکې په انفرادي توګه برخه واخیستله.

افغان حکومت، طالبانو، امریکا، قطر، جرمني، نړیوالې ټولنې، د ناستې ګډونوالو  او ډېری بهرینو هېوادونو له دې بین الافغاني ناستې څخه تود هرکلی وکړ

په دې تحلیل کې موږ هڅه کړې د سولې په تړاو د بین الافغاني خبرو مخینه بیان کړو، د دوحې کنفرانس پایلې، غبرګونونه او آیا دا غونډه به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو لپاره لاره پرانیزي یا نه؟

د سولې بین‌الافغاني خبرې

د بین‌الافغاني خبرو له لارې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه له نږدې یوې لسیزې راهیسې هڅې کېږي. چې په نړیوالو کنفرانسونو کې چې په جرمني، ترکیه ، ناروې کې تر سره شوي او پګواش غونډو کې افغان سیاسیونو له طالبانو سره کتلي دي چې دا هڅې د ملي یووالي حکومت په راتګ سره لا ګړندۍ شوې.

څو مياشتې وړاندې (د ۱۳۹۷هـ ش کال د سلواغې په ۱۶مه او ۱۷ مه) د روسیې په پلازمېنه مسکو کې په لومړي ځل د طالب استازو او یو شمېر افغان سیاستوالو، جهادي رهبرانو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون پخوانیو لوړپوړو حکومتي چارواکو ترمنځ د افغان سولې په تړاو يوه بې‌سارې دوه ‌ورځنۍ ناسته وشوه، چې په پای کې يې د ګډونوالو له‌خوا ګډه اعلاميه هم خپره شوه.

د مسکو ناسته که څه هم د ملي يووالي حکومت رد کړه او نه يوازې دا چې کوم حکومتي چارواکي رسما د حکومت په استازيتوب ګډون پکې ونه کړ؛ بلکې د حکومت له توند غبرګون او نيوکو سره هم مخ وه؛ خو بيا هم دغې غونډې په پراخه کچه بين‌الافغاني خبرو اترو ته د زمينې برابرېدلو لپاره هيلې راوټوکولې.

د مسکو بين‌الافغاني غونډې د پرېکړې له مخې، د دغې لړۍ دويمه ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې پلان شوې وه او له همدې کبله بېلابېلو لورو په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هڅې پيل کړې، څو په دې غونډه کې د افغان حکومت استازي هم ګډون وکړي.

دا چې افغان حکومت په دې غونډه کې د خپلو استازو د ګډون پرېکړه وکړه، د دغې لړۍ د برياليتوب لپاره يو ارزښتناک فرصت برابر شو؛ خو له بده مرغه په دې تړاو بېلابېل خنډونه د دې لامل شول، چې دا غونډه تر سره نشي.

همدارنګه د افغانستان او روسیې د سیاسي اړیکو د سلیزي  د لمانځنې په پار د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۷ مه او ۸ مه نېټه باندې د مسکو په کوربتوب غونډه جوړه شوې وه. چې ورته د ملا برادر اخوند په مشری طالب چارواکو، جهادي رهبرانو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون پخوانیو لوړپوړو حکومتي چارواکو برخه درلوده، د افغان- مسکو د اړیکو د لمانځنې تر څنګ افغان سیاسیون او طالب چارواکې د افغان کشالې په تړاو د دویم ځل لپاره  سره جرګه شول.

د سولې په اړه یې په مهمو موضوعاتو لکه: دواړو لوریو پر اوربند، د ملکي خلکو د ژوندانه په حفاظت، د بندیانو اړوند مسائلو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د بهرنیو لاسوهنو پر بندولو، د راتلونکې نظام په څرنګوالي، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د ملي وحدت پر تحکیم، د ښځو پر حقوقو او نورو مسائلو ګټور او ژغورونکي بحثونه وکړل.

په دوحه کې بین الافغاني ناسته

ټاکل شوې وه د وري (حمل) په ۳۱ مه او د ثور په اوله نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بين‌الافغاني تفاهم يوه مهمه غونډه جوړه شي؛ خو د دغې غونډې د ګډونوالو په تړاو شته اختلافات د دې سبب شول چې دا غونډه وځنډیږي.

له اوږده ځنډ وروسته د سرطان میاشتې په ۱۶ مه او ۱۷ مه نېټه باندې د قطر او جرمني په کوربتوب د قطر پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني تفاهم مهمه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې طالبانو، یو شمېر افغان حکومتي چارواکو، سیاستوالو او مدني فعالانو  برخه درلوده. د دې غونډې نه مخکې د طالبانو او امریکا د اووم پړاو خبرې جریان درلود چې د دې غونډې په پار امریکا او طالبانو خبرې د دوه ورځو لپاره وځنډولې او د دوه ورځو ځنډ وروسته د امریکا او طالبانو تر منخ خبرې بېرته پیل شوې.

د قطر چارواکو د بین الافغاني ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې دا ناسته په نړیواله کچه څارل کېږي او ډېره تمه ترې کېږي خو په وینا یې دا ناسته به د دوی له تمې سره سم پایله ولري. دغه راز د افغانستان او پاکستان له پاره د جرمني استازي مارکس پوټزیل هم د بین الافغاني غونډې ګډنوالو ته وویل چې دا یو ښه فرصت دی چې تاسو د افغانستان د راتلونکې په هکله خبرې وکړی.

همدا راز د غونډې ګډونوالو د غونډې د پای ته رسېدو سره سم هیله مندي وښوده او زیاته یې کړه چې دا غونډه د تېرو بین الافغاني غونډو چې په مسکو کې جوړې شوې وې ډېره رغوونکې او په ښه فضاه کې تر سره شوه د افغان کشالې  د حل په پار د دواړو لوریو تر منځ رغنده بحثونه وشول چې په ډېری نقاطو باندې د نظر نېږدوالی موجود ؤو.

په دې ناسته کې متین بېګ، نادر نادري او شهرزاد اکبر هغه درې کسان ؤو، چې دا مهال په افغان حکومت کې دندې لري، خو په دې غونډه کې یې د افغان حکومت استازولي نه کوله.

همدا راز د سولې عالي شورا معاون حاجي دین محمد او د دارالانشاه معاون او سرپرست انجنیر فرهاد الله فرهاد هم په انفرادي بڼه برخه درلوده.

غونډه له دوه ورځو بحثونو وروسته د سرطان میاشتې په ۱۷ مه نېټه ماسخوتن ناوخته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

د دوحې د بین الافغاني غونډې په اړه غبرګونونه

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د څلوېښت کلنې جګړې او کړاوونو پای ته رسولو لپاره د لا پرمختګ هیلې بښي.

نوموړي دا څرګندونې په دوحه کې له طالبانو سره د دوه ورځنیو خپلمنځي خبرو تر پای رسېدو او د یوه هوکړه لیک تر خپرولو وروسته کړې دي. زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي: ” اوس نیمه شپه ده او د سولې بین الافغاني کنفرانس په مثبته فضأ کې پای ته ورسېد. زه ټولو ګډونوالو، د افغاني ټولنې د ټولو نسلونو استازو، لوړ پوړو حکومتي چارواکو او طالبانو ته د ګډ تفاهم موندلو مبارکي وایم. زه د قطر او آلمان څخه د دې کنفرانس د تنظیمولو مننه کوم”.

افغان حکومت  هم په دوحه کې  بین الافغاني ناستې د ګډې اعلامېې هر کلی وکړ. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د دې غونډې پایله مثبته وه او تمه ده چې تر سپټمبر میاشتې د حکومت او طالبانو تر منځ هم رسمي خبرې پیل شي.

د قطر بین الافغاني غونډی پایلو ته په کتو، افغان چارواکي تمه لري چې تر یوې نیمې میاشتې د دواړو لورو تر منځ هم رسمي خبرې پیل شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي  په یوه خبرې کنفرانس کې وویل: افغان حکومت د سولې د خبرو په اړه په بشپړ ډول په جریان کې دی. د ده په وینا د سولې روانې خبرې او هڅې له بل هر وخته رغونکي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: چې دا غیر رسمي غونډه وه ټولو ګډونوالو په انفرادي توګه په غونډه کې ګډون کړی ؤو. هر یوه په شخصي ډول باندې په افغانستان کې د شته ناورین د ختم او سولې ته د رسېدو په پار خپل نظرونه څرګند کړل او زموږ رسمي موقف په افغانستان کې د جګړې ختم او دایمي سولې ته رسېدل دي.

پرېکړه‌لیک ته لنډه کتنه

د دوحې دوه ورځنۍ ناستې پرېکړه لیک ۹ مادې درلودې چې په دې پرېکړه لیک کې د خبرو د تداوم پر ضرورت په داسې حال کې ټينګار شوی دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې دوام لري. دغه راز په دغه پرېکړه لیک کې پر دې هم ټینګار شوی چې په افغانستان کې تلپاتې سراسري او باعزته سولې ته د رسېدو لاره «ټول‌شموله بین الافغاني مذاکرات» دي.

د دې ترڅنګ په دغه پرېکړه‌لیک کې یو شمېر مهم نکات چې په تېرو بین الافغاني مذاکراتو کې ورته کمه توجه شوې وه، هغه په لاندې ډول دي:

1د نرمې ژبې کارول

که څه هم د دوحې د بین الافغاني خبرو اترو ناستې وړاندې، د بېلابېلو لوریو او د سولې فعالینو له خوا له افغان طالبانو او افغان حکومت غوښتنه شوې وه، چې د یو بل پرضد جنګي پروپاګنده تم او پرځای یې د یو بل پر وړاندې نرمه ژبه وکاروي، څو مخامخ خبرو اترو ته زمینه مساعده شي، خو دغه غوښتنې تر ډېره ونه منل شوې.

خو اوس‌مهال دا لومړی ځل دی، چې افغان طالبانو او افغان سیاستوالو په یوه پرېکړه لیک کې د بین الافغاني خبرو اترو ته د لارې هوارولو په موخه په رسمي بیانونو کې د یو بل پرضد د نرمې ژبې پر استعمالولو ټینګار کړی.

2- د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار

په تېرو اتلسو کلونو کې ډېره تاوان عام المنفه بنسټونو او عامو وګړو ته رسېدلې ده. د ملګرو ملتونو د 2017 م کال راپور له مخې له ۲۰۰۹ م کال څخه تر اوسه پورې ۷۰۱۸۸  ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا په دې وروستیو کلونو کې د نورو کلونو په پرتله تر ټولو زیات ارقام دي.

له دې ناستې څخه وړاندې بېلابېلو لوریو لکه یوناما ادارې له دواړو لوریو ځو ځله غوښتنه کړې وه چې د جګړې پر مهال د عامو وګړو د سر او مال خوندیتوب ته پاملرنه وکړي همدارنګه د عامن المنفعه بنسټونو او بندیانو وضعیت ته هم توجه وکړي.

اوس مهال دا لومړی ځل دی چې د افغان سیاسیونو او افغان طالبانو په یوه پرېکړه لیک کې د سپین ږیرو، معیوبو او ناروغو بندیانو بې قید او شرطه خوشي کول، د عام المنفعه بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونو او کارځایونو د امنیت تضمین، د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته ژمنتیا، او ملکي تلفات د صفر کچې ته راښکته کولو باندې توافق شوی او ټینګار شوی دی.

3- د دیني او مذهبي اقلیتونو د حقوقو تآمین

په افغانستان کې ځیني اقلیتونه اوسیږي. که څه هم په تېرو حکومتونو کې د دوی حقوقو ته خاصه توجه شوې ده او د ملي یووالي حکومت هم د اقلیتونو حقوقو ته ځانګړې توجه کړې ده او سیک او هندو اقلیتونو ته یې په پارلمان کې یو چوکۍ هم ځانګړې کړه؛ خو بیا هم د یادولو وړ ده چې دیني او مذهبي اقلیتونه د روان امنیتي وضعیت څخه اغېزمن شوي دي. د دې ترڅنګ د افغان طالبانو د امارت پر مهال له یو شمېر دیني اقلیتونو سره مناسب چلند نه و خپل شوی. له همدې ځایه په هېواد کې اقلیتي لږه‌کۍ د سولې د روانو خبرو اترو پرمهال له یو شمېر اندېښنو سره مخ دي.

د دې غونډې په پرېکړه لیک کې هم د اقلیتونو دیني او مذهبي حقوقو ته د درناوي او ساتنې یادونه شوې، چې دا بیا د اقلیتونو د حقونو په خوندیتوب کې یو ښه پرمختګ ګڼلای شو.

4- سولې ته د رسېدو لار( نقشه)

د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې افغان حکومت د سیمې په کچه د افغان سولې په تړاو د اجماع جوړولو له بېلابېلو هڅو وروسته،  د ” کابل پروسې” تر نوم لاندي نړیوالو کنفرانسونو لړۍ پیل کړه.  د افغان حکومت په نوښت او مشرۍ د دغې پیل شوې پروسې مدیریت او د پرېکړو عملي کول د افغان حکومت په لاس کې ؤو. د دې لړۍ په دویمه غونډه کې افغان ولسمشر اووه ټکي سولې ته د رسېدو په په پار وضع کړل چې لومړی د سیاسي او حقوقي چوکاټ وضع کول، د افغانستان دولت په رسمیت پېژندل، د ټولو اتباعو په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت تامین لپاره تدابیر نیول، د اقتصاد او ټولنیز پرمختګ لپاره د پروګرامونو پلي کول، د سولې لپاره د نړیوالو ملاتړ جلبول او د یوه جامع تطبیقي چوکاټ له لارې بېړني، لنډمهال، او اوږدمهاله شرایطو اهداف ټاکل او په دې ټولو برخو کې د پرمختګ د څارنې او ارزونې یو مؤثر مېکانېزم رامنځته کول، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو یا سولې ته د رسېدو د لار ( نقشې) په توګه یاد کړل.

خو له افغان طالبانو سره د بین الافغاني خبرو اترو او پرېکړه‌لیکونو کې تر اوسه پورې سولې ته د رسېدو “طرحه” نه وه وړاندې شوې خو اوسمهال دا لومړی ځل دی، چې افغان طالبانو او افغان سیاستوالو په یوه پرېکړه لیک کې سولې ته د رسېدو طرحه وړاندې کړه.

 د بین الافغاني خبرو اترو ته د لارې هوارولو په موخه په افغانستان کې پر اسلامي نظام توافق، سراسري سولې ته د رسېدو د پیل په شرایطو او عملي کېدو ټینګار، د سولې تړون د موادو پر پلې کېدو او څارنه، د بنیادي بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونو چې د ټولو افغانانو ملکیت دی، دسولی له توافق څخه وروسته په اړیني اصلاح خوندیتوب او غښتلتیا، د افغان کډوالو او د جنګ له‌کبله د داخلي بیځایه شویو کورنیو خپلو سیمو ته پر بیرته ستنیدلو، د مرستندویه هېوادونو سره د سولې د تړون وروسته د مرستو د نوې همکارۍ او اړیکو پر شرایطو، د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس کې د نړیوالو ضمانتونو سره د افغانستان د سولې پر توافقاتو تائید، په نړیوال کنفرانس کې د سیمې، ګاونډیو او نورو هیوادونو له لوري په افغانستان کې د نه لاسوهنې ژمنې او توافق باندي ټینګار شوی  دی.

همدارنګه څو مياشتې وړاندې (د ۱۳۹۷هـ ش کال د سلواغې په ۱۶مه او ۱۷ مه نېټه) چې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې په لومړي ځل د افغان سیاسیونو او افغان طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوې او په پایله کې یې پرېکړه لیک خپور کړ چې د دې پرېکړه‌لیک نه هم بشپړ ملاتړ شوی دی.

او ټولو ګډونوالو په یوه خوله له اسلامي کنفرانس، د ملګرو ملتونو له سازمان، امنیت شورا، اروپایي ټولنې او ټولو ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د سولې په اړه د دوحې د بین الافغاني ناستې پرېکړې تائید او ملاتړ یې وکړي.

پایله

د دوحې د بین الافغاني خبرو اترو ناسته د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د اووم پړاو پرمهال یو ښه پرمختګ ؤو، چې د هېواد دننه او بهر د بېلابېلو لوریو له خوا یې هرکلی وشو او د افغان سولې په تړاو هیلې یو ځل بیا راژوندۍ کړې.

د دې ترڅنګ، د افغان طالبانو، افغان حکومت، او یو شمېر نورو هېوادونو غبرګونونو ته په کتلو هیله شته، چې دغه ناسته به هم په راتلونکي کې د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو ته لاره پرانیزي.

همدا راز په دې غونډه کې په هغه نقاطو چې مخکې به پرې اختلاف نظر ؤو اوس افغان طالبان او افغان سیاسیون نسبي هوکړې ته رسېدلې دي چې هغه په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې ژبې د نه کارولو غږ، پر ملکي تاسیساتو او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه شوې ده.

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو لومړی تر سره شوې بین الافغاني ناسته او اوس په قطر کې تر سره شوې ناسته هغه څه دې چې په افغانستان کې یې د دایمي سولې راتګ د افغانانو په زړونو کې هیلې راټوکولې دي نو له همدې امله افغانان د دواړو لوریو نه غوښتنه کوي چې تر اوسه پورې یې په کوم شي نسبي توافق کړی دی هغې ته باید پابند پاتې شي او د تطبیق لپاره یې هڅې وکړي؛ تر څو په افغانستان کې د دایمي سولې راتلو ته زمینه برابره شي او په دې سره وکولای شو چې په نېږدې راتلونکې کې یو باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان ولرو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *